کور / شعر / هغه تر خپل ښارګ شيرينه خاوره

هغه تر خپل ښارګ شيرينه خاوره






 زماکندهاره


عبدالباري جهاني


زماکندهاره دزمرو وطنه
زمادسرکښوپښتنووطنه
داتلانودکيسووطنه
دميدانونوخرخښووطنه
داسي مي نه غوښتې چي نن دي وينم
په تن زخمي په سره کفن دي وينم



نه دي هلمندهغه موجونه راوړي
نه له مستۍ په خوله ځګونه راوړي
نه دارغند غاړه ګلونه راوړي
نه دترنګ زاړه سېلونه راوړي
نه دي دښتو کي قافلې وينمه
نه دي کيږديوکي ډيوې وينمه



نه د رابياله ميني مست فتح خان
له کلابُسته قهريدلی روان
نه ورسره دي دبړيڅو ياران
نه دمغلو په پوڅ ګډدی تالان
نه يې سرونه په نيزو اغوستي



نه چاته کور نه چاته بام پاته دی
نه دکيسو دشپو آرام پاته دی
نه دبيبودخولې پيغام پاته دی
نه ښادی خان نه دلارام پاته دی
نه په زلمۍ مينه کي شورخوځيږي
نه په رګو کي دچا اور بليږي



نه داحمد دتُوري شرنګ وينمه
نه يې لښکري نه يې جنګ وينمه
نه پاني پت په وينو رنګ وينمه
نه سينې څيري په خدنګ وينمه
نه مرهټياني ميندي بوري ژاري
نه پښتنې په تيرو تورو ويا ړ ي



اوس دي پر کليو جنازې را اوري
له پيغلو سترګواوښکي سرې را اوري
له خپل قسمته در ته شپې را اوري
پر سپينووریځودي تيارې را اوري
اوس هديره دافسانو يې زموږ
ګور دزلميوارمانو يې زموږ



اوس له آمو تر اباسينه خاوره
له وينو مسته سره رنګينه خاوره
هغه درنه هغه سنګينه خاوره
هغه له خپل ښارګ شيرينه خاوره
ورباندي ګرځي داورنګ آسونه
دپردۍ سولي پردي جنګ اسونه



اوس دي په لارو کي رقيبان پراته دي
اوس دي په عرش کي شيطانان پراته دي
پر خزانو دي ښاماران پراته دي
په کوه قاف کي دي ديوان پراته دي
لاري کوڅې دي داغزوډکي دي
ياغي درې دی له لمبو دکي دي



ما خو به ستا په نوم فالونه کتل
ما له قسمت سره سوکونه وهل
ما دي په غيږه کي ګلونه ليدل
مادي تندي کي جنتونه ويل
اوس مي په زړه کي ستا يادونه ژاړي
هره غزل کي مي بيتونه ژاړي



لا مي دوران قسمت خوبونه وينم
لا دي په برخه توپانونه وينم
لا په غضب دآسمان خونه وينم
لا دډبروبارانونه وينم
لابه ددوست په نوم در ځي غليمان
لابه د ي وژني دلستوڼي ماران



راسه چي ويني ته دي اور درکمه
زاړه جنون ته به دي شور رکمه
څو ليونۍ چغي په پور درکمه
زخمي لمبو ته به دي زور درکمه
راځه يو مسته پياله بنګ پورته کو
يو ځل به بيا دتُوري شرنګ پورته کو
راځه چي بيا دافسانو په ژبه
دملالۍ او دعينو په ژبه
دميوندونودکيسوپه ژبه
څه دټوپک څه دجرګو په ژبه
د وطن شپو ته مشالونه راوړو
دتيارو ښارته څراغونه راوړو



زماکندهاره دزمرو وطنه
زمادسرکښوپښتنووطنه
داتلانودکيسووطنه
دميدانونوخرخښووطنه
داسي مي نه غوښتې چي نن دي وينم
په تن زخمي په سره کفن دي وينم





غزل


فقط نورعلی شاه ځلبلاند – ډوبۍ


خبری کړمه د خپل ځان سره تر چا نه رسۍ
خزان وهلی سره ګلونه تر اشنا نه رسۍ
د زلفو ټال ئي لاپه خيال کی ول په ول اړوم
دغم بستر دی هيڅ يو خوب می اشنا نه رسۍ
هسی غا ښونه سره سپين کم وايم خا ندمه زه
ښه دی چه چيغی د زړګی می تر دنيا نه رسۍ
او ښکی می سترګو لره راشۍ وائي لار راکوه
د مينی لا س د ی وګريوان ته د هيچا نه رسۍ
ورځه کچکول اخله په لاس کی ليونی ملنګه
د تخت تر غيږی دی د بخت ستړی ليلا نه رسۍ
منزله هر څومره چه در شم لا ته نور ليری شۍ
لکه چه نوره د ديدن ر ڼا تر ما نه رسۍ
د ځلبلا ند،لاسونه خلاص د زولنو څه نه کړی
چی ئي لا سونه و ګريوان ته د اشنا نه رسۍ


 


بدلون


سمیع الدین افغاني


هغه دنيا ده نن ېې رنګ بدليږي
 اغيا رهغه دی نن ېې څنګ بدليږي


دا کومې لوبې  چه  پرون  چلیدې
نن  د هغه  لوبو  نیرنګ   بدلیږې


دا د شبـــــاب شانې ظاهره ښکاري؟
که په رښتیاسره یې خــوندبدلیږي؟


ځای د ټوپک که  دقلم سره شي
زمونږه شاه زموږ ملنګ بدليږي


پرون چه خپلوکې وه لاس اوګريبان
هغه زمری هغه پلنګ بدليږي


د يو ارمان  د یو تغیر  په هيله
په علم اوپوهې ځای دجنګ بدليږي
٧ – ١١  –  ٢٠٠٩


 


درويزګره


 صرافه بازار – اندر شهر – پيښور – پاكستان


په يو ګوټ د صرافه بــــــازار كې ناست وم
مخـــامخ راتــــــه يوه پېغـــــــله غږېــــــــده


زه مشغول وم پخپل كار فكـــــر مې نــــه ؤ
دغه پېغـــــله ورو پـــه ورو رالنــــــډېـــــده


يو نــــاڅـــــاپه مې نظر ددې پـــــه لور شو
سره منګول يې زما خوا تــه اوږدېــــــــــده


ددې خور تنــــــكۍ منګولې شوې رالنــــډې
پـــــه لاسو يې سپينـــــــه وړانګه څرخيــده


پــــه نيازبينو انګازو راتـــــه لګيـــــــا شوه
 پـــــــه پردېس يتيـــم يې ډېره ځورېـــــــــده


د ژوند ستونځې له هرخوا پرې مينــجله وې
پــــه عزت پسې يې سختـــــــه ژړېــــــــــده


 پــــه مشكل يې رانـــــــه سوال د روپۍ وكړ
عـادت نوه پـــــه سوال ډېره شرمېـــــــــــــده


چې پــــه زړه يې څه تيريږي خدای پوهيږي
سر تر پښو لكـــــه شنـــــــه پاڼـــــــه لړزېده


ورتـــه و مې وې زمـــــا خوركې څوك يې؟
 وې افغــــــــانــــــه يم كومـــــــــه دروېــــزه


خور دچــــا وه لور دچــــــا وه نـــــه پوهېږم
 شــــاهزادګۍ وه لكه شمع ښـــكارېــــده


كه تـــه وايې، چې د چــا له لاســه وشول؟
 وروره دا زمــــا او ستـــا له لاســـــه وشول


چــــــا يې پيـــــــڅكه د پلو ليـــــــــدلې نوه
 لاس پــه سوال د ابــدالي دلور اوږده شول


د المسۍ د غــــــزنوي او نـــــــــازو لور ده
 ټول ځلانـــده تاريخو نـــــه يې سپېره شول


د افغـــــــان زويـــــه چې كوم ځيــنو كرلي؟
چې پـه شنه بڼ مو سپېره ازغي راشنه شول


وروره كوم يو ملامت يو راتـــــــه وايــــــــه
 اوس خو ټول كوو اقرار چې ښـــــه ونه شول


هی افسوس زمــــــا او ستــــا بې پروايي وه
ښۀ شول بد هغه چې بـدوونن ورځ ښه شول


خوار وطن وكړي ګيــــله د چـــــا له لاســـــه
چې پيران او ملايـــــــان هم ورتـــه غله شول


چې هېواد يې د غيرت په نـــــامه ويـــــــاړي
په عزت او پت مين افغــــــانـــــان څه شول


 ستـــــا له لاســه وطن فروش نيمچه افغــانه
 ټول روښـــــانــــــه څراغونه د ملك مړه شول


 زړه مې داسې ګواهي كوي” همتــــــــــــــه”
 ټول غښتـــــــــلي دهيواد زامن ويـــــده شول


تازه هايکو ګاني :  عبدالحفيظ مليار اتريش


ميړه


 ميړه ويل پام کوه کلتور هير نکړی
 ښځی يي برګی برګی وکتلی
 ميړه ويل وبښه سهوه شومه
 جګ ويښتان



 د ده ويښته و ل د خوراز غوندی جګ
 ده وه له ځان ملاچرګک جوړکړی
 لکه بتکه به په لاره کی ته


 سو سيال


 ويل يي شنا خت می درنه ډير دی قربان
 ما ويل وايه نو څه کوای شی
 و يل يي سوسيال به درنه قطع کړمه
 ويل يي تحسيل کی تانه مخکی يمه
 ما ويل ښه ده نو استاد به می شی
 ويل يي عمل کی نو بيا صفر يمه


 


سپين ګلان


 س   (خليل)


زماغيرت چي يي ټپي کړو زړه مې تورشو
سم د واره مې د زړه پرهار په اور شو
دلته هلته بي عزتي وه د کورونو
رنګ مې واوښتو پشان لکه د سکور شو
چي مې ورونو د تکبير نعره کړه پورته
پروني اشنامې هم ټوپک ته لاس په ماشه سور شو
ما ويل مکړه اى نادانه دا دي خپل دي
ده ځان کوڼ کړو چي يو ځل د ډزو شور شو
سپين ګلان په وينو سره وه خزان راغې
دي اغيارو چي کتل زړه يي ټکور شو
د( خليل ) دسترګو اوښکې شوې روانې
شو بي تابه د يار غم ورباندى زور شو


س   (خليل)
شمشتو نصرت مينه


 


قصيده


عطاالله خوږيانى



چې دهرچايې ترفشاره درنه کډه کوم
دنفرتونو،نه ډک ياره درنه کډه کوم


چې دي احوال دجانان نن رانکړو
راته نور مه راځه رويباره درنه کډه کوم


غونچه ډالې چې ورته ورنکړمه
ګلاب دي ټول پريکړه ملياره درنه کډه کوم


زما خوسترګې پټې شوي نه وي
څومره وختي راغلي سهاره درنه کډه کوم


هرڅه خرڅيږي په ډالروتا کې
جوړدګرانۍ ډکه بازاره درنه کډه کوم


وايه تغويذ اوکه دي کوډې کړې
څنګ دي جدا کړلو اغياره درنه کډه کوم


دشازلموککرې خوري لاپرې موړ شوى نه يي
ولې مو وينې څکې خونخواره درنه کډۀ کوم


چې دي راپورته کړم دنيا هيره کړم
زمادجام دڅکلو واره درنه کډه کوم


دلته دحسن ميله لګي پکې ډېرخرڅيږي
اى ديوسف دمصرښاره درنه کډه کوم


چې شاهدي راباندي خپل وجدان پخپله وکړه
اوس به دي ښکل کړمه اى داره درنه کډه کوم


خيرکه اوس لاړم درنه ، بيرته راځم
زما دنيکونو ننګرهاره درنه کډۀ کوم


په ننګ کې مړيمه جنډې راباندي ودروه
ګردمې کړه لري له مزاره درنه کډه کوم


کډه مې بارده بيا به نه راځمه
پاتي به نشم بې ديداره درنه کډه کوم


پريږده چې لاړشم دجانان کلي ته
لمن مې ولې نيسې خاره درنه کډه کوم


دتخيل درنګينودسمندرپه غاړه
تاله تصويرجوړوم ياره درنه کډه کوم


بيابه سرکش شي انقلاب به وکړي
زموږ دبيړيوشړنګهاره درنه کډه کوم


زمادپښتون غرور نه،نه يې خبر
يې دوختونو کله ماره درنه کډه کوم


اوس پکې ګرځه ښه مزي کوه ته
بيا دي رانيسم ټوپکماره درنه کډه کوم


ياره دلاس نښې دي نه ساتمه
درباندي اړومه خاوره درنه کډۀ کوم
 


بياشازلمي ويښ کړه چې ګټه وکړي
اى دملالې ياکزاره درنه کډه کوم


والله چې هرځاى کې حاضردي ګورم
اى درآډيوخبرنګاره درنه کډه کوم


که راکوي درله باکارخلاص کړمه
ولې کوي دومره چغاره درنه کډه کوم


خدمت دي ونه کړو لکسس کې ګرځي
پارلماني چوکۍ واکداره درنه کډه کوم


پردي کلتوردى خپروه يې نرشه
اى دپښتوټي وي باداره درنه کډه کوم


چې يې دشونډوځينې خونداخيسته
ورته ډېربدشولې انکاره درنه کډه کوم


 لار ورته ښايه چې ځانمرګي وکړي
خپله پټ ګرځي اى مکاره درنه کډه کوم


هلته اخترکې اعدامونه کيږي
عراق ته مه ورځه نګاره درنه کډۀ کوم


ديموکراسي ده ، دهرچايې کنه
دشين خالۍ دزنې خاله درنه کډه کوم


ګونتناموډک ، باګرام پري ډک کړه
نيسه يې پښتون ته شه بيداره درنه کډه کوم


دزړه په دښته مې غمونه ډيردي
جوړدزخمونولوى پرهاره درنه کډه کوم


نوروته ورکړه سوکالي خيردى که ماته نه وي
ډېرو مودې نه ورک بهاره درنه کډه کوم


دانقلاب څپو وهلي خزان چې ښکاري
زموږ دکلي زوړچناره درنه کډه کوم


افغانۍ هم دکلدارو هم ډالروځينې
ډک کړه جيبونه دي واکداره درنه کډه کوم


بياشولې پورته خدايزده څوک به وژني
زړګى مې ډېر شوناقراره درنه کډه کوم


نورد دردونوغيږ کې لوبې نکړم
دغم په اوښکولوندګريوانه درنه کډه کوم


اوس انګريزانوته په سردي هم ږدي
پګړي دچاشوې په اختياره درنه کډه کوم


موسکابه کله موپه شونډه راشي
دانتظارډکه کاروانه درنه کډه کوم


هسکه شمله دي څنګ ساتلي نه ده ؟
تاد نيکونو پريښې لاره درنه کډه کوم


په دي نړۍ باندي به څه وکړمه
 راته چې نه وايې ته ځاره درنه کډه کوم


دخوږياڼي ارمان پوره به کړي خداى
خلاص به شي نور له انتظاره درنه کډه کوم


 


بیمارشم


 نه د کلی نه د ښار شم
 له وطن ځنی فرار شم


 نشو هیلی می تر سره
 پردیسی کی سخت بیمارشم


 ****


 کور او کلی می یادیږی
 بر ګد ر می نه هیریږی


 چی دلبر می را په یاد شی
 له دی ژوند ځنی بیزارشم


 ****


 ها د کلی سوچه مینه
 ها ځما بی جوړه مینه


 اوس نه یار نه هغه مینه
 بیګانه یار ته اغیار شم


 *****


 ناقرار ژوند تیرومه
 تیر ځوانی را یادومه


 تیرشوتیر هغه وختونه
 چی رایاد شی ناقرارشم


 *****


 پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)  – جرمنی
 ۳-۱۱-۲۰۰۹



 


 دوه مخیزه نړۍ
 
 محمد سرور وکیلي


نړ ۍ ده دوه مخیزه په دروغوئي کار مه کوه
ګوره! ښه کوه بد مه کوه


لري تضاد ددي څيزونه ،کله داسي کله هسي
 ته ګوره چل ول مه کوه


که جګ لري، ټیټ هم لري، دا انځور ئي ګوره
په پام سره ئي کاته کوه


که بهار لري، خزان لري، دائي موسم ګو ره
 په یون سه! کاته مه کوه


 که ورځ لري، شپه هم لري، رڼا او تیاره ګوره
 په تیارو کي سودا مه کوه


که بد کړې، بد درسره کېږي،دا پخه خبره ده
بد، بد دي بیا ئي مه کوه


که ګورې دانړۍ مو شااو مخ لکه غېران لري
له دو مخو ګیله مه کوه


که ټولو ته و ګورې، ښه خوا او بده خوا لري
ګوره ښه ئي په لېمه کوه


که وشمېرو موږ ټوله، نه پایږي بیا هیڅکله
 وکړه روغه جګړه مه کوه