دهلمند دمركزځايي اوسېدونكې وايې چې دنړيوالو ځواكودتوغندويې بريدپه ترځ كي ۹ تنه ولسي وګړي وژل سوي ، خوځايې چارواكې اونړيوال ځواكونه بياوايې چې وژل سوي كسان ماين اېښودونكې وسله وال طالبان دي.
په وژل سويوكسانوكې ۳ تنه كوچنيان هم شامل دي
دلښكرګاه د باباجي دسيمي په لس ګونوكسانونن دهغووژل سويوكسانو جسدونه له ځان سره پدې موخه لېږدول چې دولتي اونړيوالوځواكونوته وښه يې ، چې وژل سوي كسان ولسي وګړي دي .
دځايې اوسېدونكوپه خبره چې برايې ماښآم ۸ بجې وژل سوي كسان دجواروپه تريشل بوخت وو چې په منځ كې يې دنړيوالو ځواكونوراكټ ولګېد۹ تنه يې ووژل او۱ تن يې ټپي كړ.
ځايي اوسېدونكوله دولتي چارواكوڅخه غوښتنه وكړل چې ددوله سيمي څخه دي باندني ځواكونه ووځي .
خودهلمنددوالي وياند داوداحمدي اوپه هلمندكې دميشتونړيوالوځواكونوله لوري خپره سوې خبرپاڼه وايې چې دبرايې ماښام په بريد كې يې ۸ تنه ماين اېښودونكې وسله وال طالبان وژلي دي .
دهلمنددوالي وياند داوداحمدي وايي چې ښايې ۳ تنه وژل سوي كوچنيان به بله پېښه كې وژل سوي وي چې دوى يې په اړه پلټنې كوي
تراوسه وسله والوطالبانوپه دې اړه څه ندي ويلي
داپداسي حال كې ده چې تيره ورځ دهلمندپه نادعلي والسوالۍ كې ديوه افغان پوليس په بريدكې ۵ تنه برتانوي سرتيري ووژل سوي او۷ تنه نورټپيان سول .