کور / شعر / خورې!

خورې!

زما پرديسې مسافرې خورې! چا د ا سختۍ ستا په وطن راوستې

زما پتمنې غيرتي مور كې! چا درته اوښكې په لمن رواستې

چا دا بد مرغه د خزان لوخړې، زما او ستا د باغ په بڼ راوستې

زما او ستا په څوريدلي هيواد، بيا چا سلګۍ د ځنګدن راوستې

چا كړې سرتوره چا پښې لوڅې كړلې، چا د سرووينو په خوردن راوستې

چا دې ستومانه او تيارې بېديا ته، په نيمه شپه په ما سختن راوستې

نو

راشه ګفتار د قلم واوره، چې ستا بيوسه فرياد ونه ژاړي

د چا له لاسه چې بې كوره شولې، وركړي ستا ورته نا زونه ژاړي

په پسرلي، په سره ګرمې او ژمي، ستا كباب شوي اندامونه ژاړي

افسوس وراسته شول د پردو په خاوره، ستا د ځيرك مغزو خيالونه ژاړي

په پيښور، ډيلي، نيويارك او پاريس، اوږده په سوال نازك لاسونه ژاړي

د افغان لور په درويزه وتلې، زړه مې لرغوني يادګارونه ژاړي

اوس تماشه شوې د پرديو كوڅو، تاريخ ستا تللي غورزنګونه ژاړي

خوركې هر څه د غوغا جوړوي،… ډير د پرديو ستمونه ژاړي

خو

د سحر باد راته د زيري په زوږ، پټ غوندې غوږ كې په داشان ووې

چې پسرلی لنډ دی غوټۍ غوړيږي، دا رنګ په شور بلبل ستومان ووې

له خيره خو ځو د بهبود سيمي ته، راته وږمو د تير زمان ووې

خوركې ستا صبر هدف ته رسي، ما ته په ټينګه خپل ايمان ووې

مقام د حق به وي پياوړی مدام، راته و اعظ پخپل زبان ووې

دا اوږدې شپې به نور سحر راولي، صبح كاذب پا س په آسمان ووې

وړم دالوخړې د بيديا په لوري، ماته د جګو غرو طوفان ووې

زه دې بلبل ته كړم په ټيټو سترګو، روڼ پسرلي ته تور خزان ووې

“همته” خوب مو په ريښتيا بدل شو، ما ته ټوټې ټوټې افغان ووې