کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دغه د نن د ټاکڼو رسوایی او بیا زما وړاندیز… !

دغه د نن د ټاکڼو رسوایی او بیا زما وړاندیز… !

۱/۱۱/۲۰۰۹

ښاغلو او اغلو افغانانو!
د روان کال د اګست د میاشتې په شلمه نیته، چې په هیواد افغانستان کې د ګویا د ولسمشرئ د ټولټاکنو؟ د تدویر سره مصادفه وه، ما دغه لاندې لیکنه د هم هغې ورځې په ماښام، یعنی د د دې رسوا بهیر په پای کې، خپلو هیواد والو ته تقدیم کړله: محمد ایاز نوري
۲۰/۰۸/۲۰۰۹

ټولټاکنې او که یوه رسوایي…

نن د ۱۳۸۸ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې ۲۹ نیټه مصادفه وه زمونږ د ټپی هیواد افغانستان د ملت لپاره له توهینه ډکه ورځ…!!. په داسې حال کې چې کران افغانستان د امریکایي او انګریزي چورګرو له خوا نیول شوی، او افغان ولس نه کوم اختیار لري، وسله واله جګړه په پوره زرب په کې روانه ده، خوهلته په هیواد کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره د بهرنیانو د پیسو په مصرف؟؟، یو شمیر افغانانو، چې قومي بازار یې ښه تود کړی وه، خپلې رایې صندوقونو ته ورواچولې…؟!. نن سهار له اوو بجو څخه د دې موجوده حکومت پر ضد افغان وسله والو طالبانو جګړه پیل کړه او تر څو یې چې وس لاره، دا لړې د انتخاباتو یې ګډه وده او تخریب کړه.

نن ماښام بیا د حکومت مشر حامد کرزي په پرس کې ګډون وکړ او وې ویل:

دا د ویاړ او افتخار ورځ ده، چې نن د افغانستان ملت د ولسمشرۍ انتخابات تر سره کړل.هغه د خپل دولت مخالفین، وسله وال طالبان، د دښمن په نوم یاد کړل، او وې ویل، چې نن هغوی ۷۳!! جلا، جلا حملې زمونږ په دفاعی واحدو تر سرې کړلې، خو افغانان د رایو مرکزونو ته ولاړل. ورپسې د حکومت د دفاع وزیر رحیم وردګ، د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمراو د ملی امنیت ریس امرالله صالح هم کنفرانس ته حاضر شول. دفاع وزیر معترف شو، چې نن په ۱۵ ولایتونو یعنی نیمایي هیواد کې جګړه روانه وه، او مونږ د دولت د مخالیفینو سره په جګړه کې، ۸ پوځیان مړه او ۲۵ کسه ټپیان ورکړل. ملکي تلفات هم په کندهاراو خوست کې لرو. د کورنیو چارو وزیر د پولیسو ۷ مړه او ۱۷ تنو ټپیانو خبر ورکړ.

ښه، دا خو هغه ارقام د تلفاتو دي، چې دولتي مقامات یې پس له خپل مصلحته، افغان ملت او میډیا ته څرګندوي، دا چې رښتیا کوم شمیر دئ، دا یو آلله پاک پوهیږي. مخالفیفو وسله والو طالبانو به هم مرګ او ژوبله لیدلي وي.
دلته باید هر افغان د دې شیطاني توطعې عمق ته پام وکړي. نن په دواړو متاخصمو خواوو کې د افغان ملت بچیان مړه او زخمیان شول. که ملي پولیس یې بولي او که تروریست !! دواړه د یوه ملت څخه دوه وروڼه ول…!! آیا دوی د ژوند حق نه لاره؟ آیا دوی د کوم جنګ لپاره د چا لپاره، او د کوم ملي هدف لپاره؟ او چا دوی نن دې جنګ ته سره مخامخ کړل؟. آیا هغه افغان طالب او د ملي؟ اردو عسکر او پولیس چې نن سا ورکړه ، او هغه بل چې ټپي شو، او اوس په روغتون او یا هم د غره په کومه څنډه کې په کټ کې پروت او بوغارې وهي، آخر ولې؟ آیا هغوی مور او پلار، خور او ورور، کور او کورنۍ نه لرل؟ په هغوی به اس څه حال تیرېږي…؟!. او آیا دا دواړه په یوه واحد ملت پورې مربوط نه دي؟ اوس زه پوښتم، چې که په امریکا او یا هم په یوه اروپایي ملک کې د افغانستان غوندې توده وسله واله جګړه روانه وي، دوی به لومړی هرومرو جنګ ته پای ورکوي، او که ټولټاکنې؟؟ به کوي…؟!.

له بلې خوا د ټاکنو شمیر لا نه ده شوی، لیکن یو د قدرت لیوني عبدالله عبدالله لا له وخته اعلان وکړ، چې د ولسمشر حامد کرزي، کسانو ووټونه پټ کړي دي!! بالمقابل د هغه بل د ارګ د لیوني حامد کرزي پلویانو هم وویل، چې مونږ هم د عبدالله د ګروپ د درغلیو په اړه یو لست لرو!!.

اوس به دا غوږ ملت د دې داړه مارو سره څه کوي؟؟. آخر د دې هیواد راتلوونکې به څنګه کیږي؟. ټولټاکنې په طبعي او قانوني ډول په یوه هیواد کې ثبات او سوکالي راولي، لیکن په افغانستان کې باید ناورین راوړي…؟!. پس دلته ده، چې نوره هر افغان باید په دې حقیقت اقرار وکړي، چې لویه نړیواله ابلیسي توطعه د دې تور بخته ملت په برخه لیک باندې روانه ده، چې د لارښوونې زنځیر او مسوولیت یې د امریکایي او انګریزي متجاوزینو په لاس کې دئ، او وضع به نوره هم د بدترئ خوا ته ځي، داسې نه چې دا بی ګناه ولس د اوسني حال په ارمان شي.، چې خدایا مه یې کړه…
پای

اوس دغه ده نن د نومبر د میاشتې لومړی نیټه او پوره اویا ورځې د ټاکنو؟؟ د دایریدو څخه تیرې شولې، خو نه انتخابي ولسمشر معلوم شو او نه هم نوې کابینه او نوی حکومت…!؟. د ټاکنو پایلې بې حده وځنډیدې، او بالاخره د زیاتو غلطو رایو په تثبیت او درغلیو، پروسه دوهم پړاو ته لاړه، چې دوه مخکشي او په ضمن کې مجرم کاندیدان حامد کرزی او عبدالله عبدالله باید سیالي ته سره دریدلي وای. اما نن کاندید عبدالله له خپل ګډون څخه په انتخاباتو کې د خپلو شرطونو؟؟ د نه قبلیدو له کبله انکار وکړ، چې په رښتیا دا پروګرام خپل انتهایي رسوا کچې ته ورسید.زه دلته د موضوع د حقوقي اړخ سره تماس نه کوم، ځکه زه افغانستان نیول شوی او د نه ملي حاکمیت د درلودو هیواد بولم. زه امریکایانو او انګریزانو ته وایم، چې ستاسو په ذریعه په ۲۰۰۱ م کال کې د طالبانو د مسلط حکومت له منځه وړل، هغه هم په داسې بی باکه ډول او د یوه مملکت د درست ملت توهینول او ورپسې په یوه بهرني هیواد (جرمني) کې د افغانستان لپاره د ملت د رایې په غیاب کې د یوه فرمایشي حکومت تاسیسول، هغه ستاسو بی سنجشه او تیري کوونکي اعمال ول، چې نن هم خپله تاسو په کې غرق او ناکام یاست، اوهم مو افغان ولس په سرو وینو کې غورځولئ دئ. دا د لمر غوندې واضح حقیقت دئ، چې نن هر سیاسي او حکومتي بهیر دغه نه بللي میلمانه، خصوصا امریکایان او انګریزان مخامخ تر ادارې لاندې لري. نن په افغانستان کې وسله واله جګړه روانه ده، او حکومتي اداره په بن بست کې لویدلې ده. بناء زه بیا د ګران افغانستان د دې غمېزې د پای لپاره امریکایانو او انګریزانو ته داسې وړاندیز کوم، چې:

له دې چې تاسو دوه زور ګویه هیوادونه په سر کې او دا نور درپسې، زمونږ په هیواد کې پوځي شتون لرئ، نو که غواړئ، چې په افغانستان کې دایمی سوله راشي، او هلته دوهم ویتنام درته جوړ نشي، دغه اوسني بن بست ته پای ورکړئ. په دې معنی ، چې یوه داسې دریمګړې موقتي حکومتي اداره دې په افغانستان کې جوړه شي، چې نه په کې حامد کرزی او ټیم یې او نه دې عبدالله او ګروپ یې په کې شامل وي.دا موقت حکومت دې د مسلحو مخالیفینو سره لومړئ اوربند تامین، د تور لست څخه د هغوی ایستل او مذاکرات پیل کړي، بیا دې په یوه هر اړخیز ملي بهیر او تفاهم کې، کله چې جګړه ختمه او سوله تامین شوله، د بهرنیانو د قواوو د خروج د مسلې لپاره پریکړه او د ولس په رایه دې نوی اساسي قانون او دولتي چوکاټ افغانستان ته جوړ شي.
پای