کور / خبرتیا او پيغامونه / د ټول ټاکنو ددوهم دور د لغوکولو په هکله اعلاميه

د ټول ټاکنو ددوهم دور د لغوکولو په هکله اعلاميه

د ټول ټاکنو د امريکايي ډرامي ددوهم دور دلغوکولو په هکله د اسلامي امارت اعلاميه

دټول ټاکنو ددوهمي دوري لغو کولو وښوده چي د افغانستان په هکله پريکړه په واشنګټن او لندن کي کيږي، خو اعلان يي په کابل کي. دحيرانتيا خبره ده ، دوه اونئ مخکي يي ويل چي په ټول ټاکنو کي ګوډاکي ولس مشر حامد کرزي بيساري درغلي کړي او دغه رايي زياتي جعلي او د منلو وړ نه دي، لاکن اوس د همغو جعلي رايو له مخي يي کرزي وټاکه او سملاسي د واشنګټن او لندن نه ورته د مبارکي پيغامونه واستول شول.

 ايا دغه کار د افغانستان دولس د رايو له مخي وشو چي موجودي نه وي او که د بندو دروازو شاته د پټو معاملو او سازشونو نتيجه ده چي د اعلان نه مخکي کابل ته د واشنګټن، لندن او پاريس نه د لوړ پوړو چارواکو راتګ يي د ثبوت ښي بيلګي دي.

 د افسوس خبره ده، غربي استعمار له يوي خوا د ټول ټاکنو په نوم د پنځو سوو ميليونو نه زيات ډالر مصرف کړل او زمونږ په لس ګونوبيګناه هيوادوال يي د ټول ټاکنو د امنيت د تامينولو په پلمه ووژل خو په پاي کي يي د يوه نوي تعهد په اخيستلو سره هغه څوک په هيواد مسلط کړ چي دوي ته د ښه خدمت کولو ټټر يي يوځلي بيا وواهه . پدي کارسره دوي د اسلامي امارت د وينا حقانيت ثابت کړ چي دغه ټول ټاکني يوازي د ولس په سترګو کي د خاورو اچولو لپاره ترسره کيږي اوفیصلی ټولی په واشنګټن کې کیږی . په هرصورت، د تيرو څلورو مياشتو په اوږدوکي نړي او د افغانستان ولس وليدل چي اسلامي امارت د هيواد په پيښو کي ټاکونکي رول لري داځکه چي که له يوي خوا اکثريت ولس د اسلامي امارت په غو ښتنه د ټول ټاکنو په امريکايي پروسه کي ګډون ونکړ، له بلي خوا زمونږ اتلو مجاهدينو د ټول ټاکنو ټول بهير فلج کړ او ددوي هوايي او ځمکنيو ځواکونو ونشو کړي د مجاهدينو د بريدونو مخه ونيسي ان تردي چي د کابل په زړه کي د يوناما په ميلمستون کي هم دوي خوندي پاتي نشول.

 د تروريزم تر نامه لاندي د غرب پراختيا غوښتونکي استعماري پلانونه خو لاترمخه نړيوالوته څرګند شوي خو اوس يي د غربي ديموکراسي او ديموکراتيکو انتخاباتو ماهيت هم وليد. ددي وروسته به د سپيني ماڼي چارواکي په کوم مخ په افغانستان کي خپل عسکري شتون او د ګوډاګي رژيم قانونيت توجيه کوي اودملګروملتونواداره په دکومواصولوله مخي ګوډاګی اداره قانوني بولی داځکه چي اوس هم په اصطلاح د تروريزم په خلا ف د جګړي نعري دروغجني ثابتي شوي او هم دديموکراسي تش شعارونه.

 اسلامي امارت په ټول ولس غږکوي چي د استعمار ټولي دسیسي د ټاکنو د ډرامي په څیرورشنډي اوپه لاقوي عزم دهيواد د خپلواکي او د يوه سوچه اسلامي نظام د قيام لپاره سره متحد او يو موټي شي. موږ د استعمار له لومي نه هغه وخت وتلي شو چي پخپل کورکي د خپل کور څښتنان شو . د پريکړو واک له موږ سره وي نه د پرديو سره. فکرونه او پريکړي مو ازادي ، افغاني او اسلامي وي.داسلامي امارت قهرمان مجاهدین به دالله تعالی په نصرت ددښمن نوری دسیسي هم ورشنډه وی او دورکړل شوپلان له مخي به دهیوادپه ګوټ ګوټ کې خپلو پریکنده بریدونوته دوام ورکوی ان شاالله تعالی .

دافغانستان اسلامي امارت


Dr Talib Mujahid


www.alemarah1.info
www.shahamat.org
www.alsomod.org
or یا
www.shahamat1.org
www.alemarah.info
www.alsomod.info
www.alemara.110mb.com