اوس هره ورځ نوى ماتم دى ماتمونه اوري
د افغان كور په وينو رنګ دى پرې بمونه اوري
زړه سوى پرې نه شته لا پرې ظلم كېږي
پر چا طالب پر چا جاسوس داسې نومونه اوري (وقار)
افغانان د مرګونو، وژنو، تښتونو، ځورونو او كړونو لپاره پيداشوي دي، داسې ځكه وايم چې كه هر لوري ته فكر وكړو، په يو نه يو ډول د دوى مړينو ته لاره برابره شوې ده. كه دا لاره د چارواكو د بې غورۍ، د ژوند له ستونزو، د دښمن له ظلمونو او يا هم له كومې بلې خوا څخه وي.
په دې هېواد كې هره ورځ د مظلومو او كړېدلو چيغې او نارې اورېدل كېږي، دلته هره ورځ د غم ټغر پروت دى، او هره ورځ يوه مور يا يو پلار د خپل زوى، يوه خور د خپل ورور، يو زوى د خپل پلار، يوه مېرمن د خپل خاوند او بالاخره هر افغان د خپل يوه خپلوان په مړينه ژړېږي.
په دې هېواد كې هره ورځ وينې بهېږي، هره ورځ سوې نارې ورڅخه پورته كېږي، هره ورځ د بمبار، بمونو، چاپو، او راكټونو وېره پرته ده.
دلته څوك انسان ته د انسان خطاب نه كوي، دلته چې د كوم چا څوك لږ غوندې بدې راشي بيا ټاپه او نوم وركول ډېر آسانه دي ځكه چې اوس دلته ډېر نومونه كارول كېږي، ترهګر، طالب، القاعده، حزب اسلامي، اخواني، جاسوس، او داسې نور.
د دې ملك ځوانه ډله په جګړو كې پيداشوې، په جګړو كې لويه شوې، او په جګړو كې يې د خپل ژوند خوږې او ترخې ترسره كړې دي.
دلته خوښي نشته دلته هره ورځ يو نوى ماتم راتلونكى دى، چې د دې ماتمونو په لړ كې د ډېرې بې وزلۍ، د كار له نشتوالي، د ژوندانه له ستونزو، او په هېواد كې د هرې ورځې پرلپسې ماتمونو او په هېواد كې د ډېر بد امنيتي حالت له امله زموږ ډېر هېوادوال نورو هېوادونو ته كډوال كېږي، چې بيا د كډوالۍ په پېركې، كله هم د زندانونو خوراك كېږي او كله هم په سېندونو كې ډوب كېږي، چې د اكتوبر په ۲۸ مه ورځ هم اته تنه افغان مهاجر، چې پنځه تنه ماشومان اودرې لويان په كې و، هغه مهال ووژل شول چې يونان ته په لاره يې بېړۍ د ايژې په سمندرګي کې ډوبه شوه.
د دې دردېدونكې پېښې په اړه د يونان ساحل ساتونکو ويلي، چې په دې وړه بېړۍ کې، چې له يوې پرښې سره د ټکر له کبله ډوبه شوه، د يوه ترک په شمول اتلس غيرقانوني مهاجر سپاره و. دوى د اكتوبر په ۲۸ مه د ترکيې له هغې ساحلي سيمې د يونان په لور را روان شوي وو چې له يونان سره نژدې ده. يوناني چارواكي وايي په بېړۍ کې ټول اووه لس تنه سپاره مهاجر افغانان و.
هغوى وويل، چې د دوى ژغورونکو لس تنه ژوندي پاتې شوي له اوبو را وويستل چې اکثره يې لويان او نارينه دي. په ژغورل شوو کې يوازې يو تن ماشوم دى.
د بېړۍ ترک خاوند د ټکر په سيمه کې وژغورل شو. هغه اوس په توقيف کې دى او د يونان په ليسبوس کې ترې له دې امله پوښتنې ګروېږنې روانې دي، چې ايا هغه د انسانانو قاچاقبر دى او که نه. له ترکيې څخه يونان ته د غيرقانوني سفر په ترڅ کې ډېر ځله افغانان په اوبو کې ډوب شوي او داسې راپورونه هم شته چې يوناني ساحل ساتونکو په لوى لاس اوبو ته غورځولي او وژلي دي. ځكه يې په لوى لاس اوبو ته غورځوي چې دوى غيرقانوني كډوال دي او داسې څوك نشته چې ورڅخه پوښتنه وكړي، ځكه چې د افغانانو ژوند او مرګ اوس هېچا ته هم اهميت نه لري. اوس په نړۍ كې هېڅوك هم نشته چې په دې خوار، كړېدلي او بې وزله ټبر زړه سوى وكړي، مينه وركړي او داسې يو احساس وركړي چې په نړۍ كې ورورولي، بشردوستي، زړه سوى، صله رحمي، خواخوږي، مينه، محبت او بالاخره انسانيت هم شته. نن ورځ افغانانو ته په نړۍ كې انسانيت او بشردوستي تر پوښتنې لاندې ښكاري، ځكه چې افغانانو هېچا ته هم درد او غم نه دى رسولى كه يې رسولى هم په داسې يو وخت كې چې دوى تر بريد لاندې راغلي. افغانان د بشردوستۍ او انسانيت د څېرې د ليدو په هيله دي.