د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره ورځ حامد کرزى سيالۍ د ډګر يوازنى سيال، ولسمشرۍ د سيالۍ ګټونکى او د پنځو نورو کلونو له پاره رسماً ولسمشر اعلان کړ.
په دې اعلان سره شايد ډېر کسان خوشاله شوي او ډېر نور خپه شوي وي.
خو يو حقيقي سياستوال او مسلمان د پوره زغم لرونکى وي، تعصب د هغه وجود ته لار نه پيدا کوي، ځکه هغه د الله ج په شتون کې ځان هيڅ هم نه ګڼي، د هغه هر څه او هر عمل يوازې د الله ج د رضا او ولس د چوپړ او هيواد د بريا له پاره وي.
داسې کسانو ته دا توپير نه لري چې په واک کې څوک دى، هغه يوازې په کار او د خلکو په سوکالۍ فکر کوي، د هغه له پاره د يو چا انتخاب له بل چا سره د دښمنۍ په مانا نه وي، او همداراز له يو چا سره شخصي دوستي يې له هيواد سره د دښمنۍ په مانا نه وي.
حقيقي سياستوالو ته هيواد او ولس د يوې معشوقې حيثيت لري او د دغه معشوقې دوستان خپل دوستان او رقيبان يې خپل رقيبان بولي. هغوى هيڅکله هيواد او ولس خپله شخصي شتمني نه بولي، بلکې هغوى ته د يوې ګډې شتمنۍ او د ګډې معشوقې په توګه ګوري.
هغوى پر هيواد او ولس د نورو حقونو ته همدومره درناوى لري، لکه څومره چې پر هيواد او ولس خپل حق ته درناوى لري او همدا راز لکه څومره چې ولس او هيواد پر ده حق لري، فکر کوي چې پر ټولو دغه ولس او هيواد حق لري.
لنډه دا چې هيواد او ولس او ورسره نور ډېر څه، شخصي شتمني نه ده او نه شخصي کېداى شي، بلکې دا د ټولو ګډه شتمني ده او پر ټولو ګډ حق او همداراز ټول پرې ګد حقونه لري. د يو ښه او رښتيني سياستوال لوړ صفت همدا وي چې له يو چا سره دوستي يې د هيواد او ولس د دوستۍ له پاره وي او همداراز له يو چا سره مخالفت او دښمني يې د هيواد او ولس له پاره وي لکه څنګه چې له يو چاسره د مسلمان دوستي او مخالفت د الله ج له پاره وي.
دوستي د دوستي له پاره او دښمني د دښمني له پاره خپله يوه نسبي پديده ده چې خپل محورونه لري او د يو مستقيم خط معادله ده چې د معادلې حدونه يې هر څومره سره لرې هم شي، خو مسير يې مستقيم دى، له دې پرته په مسير کې انحراف رامنځته کيږي. کټ مټ داسې لکه کله چې يو حاکم نه رايه ورکول ورته د ځان پر وړاندې د خپل ولس دښمني وګڼي او له برياليتوب وروسته له ولس څخه د انتقام او غچ اخيستلو په تکل کې شي.
په پښتنو کې د بل هر قوم په پرتله ټولنيزې او د ولسواکۍ چارې زياته سابقه لري او پښتانه په دې اړه پخې تجربې هم لري. زه باور لرم چې له ښاغلي کرزي سره د يوشمېر پښتنو مخالفت هم د پښتنو او پښتو له پاره و او همداراز موافقت هم د پښتو او پښتنو له پاره و. په دې دواړو ډلو خلکو پښتو او پښتانه پرې ګران دي، اوس ښاغلي کرزي ته هم دا په کار ده چې له دواړو ډلو خلکو سره په چلن کې يو شانته وي او د خپلو همفکرانو او مخالفانو يو شانته درناوى ولري او هم د پښتو او پښتنو پر وړاندې د دواړو ډلو په شان د مسووليت احساس وکړي.
لکه څنګه چې په يو هيواد کې د بېلابېلو فکرونو، عقيدو، ايډيالوژيو، دينونو، مذهبونو او سليقو کسان ژوند کوي، نو همداراز سياست د بېلابېلو سليقو، ګروهو، ايډيالوژيو، دينونو، مذهبونو، اختلافونو، دوستيو، تربګنيو او دښمنيو له منځه د لارې کښل دي د پر مختګ او اعتلا پر لور، نو پر همدې اساس کرزى به په راتلونکي کې هم پښتنو له ملګرتيا او مخالفتونو سېوا نه وي او پښتانه به يې په موافقو چارو کې ملګرتيا او په مخالفو چارو کې مخالفت کوي.
نو پر همدې بنسټ موږ ښاغلي کرزي ته د لوى زغم غوښتونکي يو.
تر کومه ځايه چې بيا خبره د تاريخ، ټولنيز جوړښت، پښتو،پښتنو او سياسي لر ليد او لرليک ده، نو وايم چې بيا ځل په واک کې د کرزي راتلل به دا مانا ونه لري چې د پښتنو ټولې ستونزې به هوارې شي. ځکه چې کرزي صيب د پښتنو پر وړاندې په کراتو کراتو تېروتنې کړي او دا ضمانت هم نشته چې دا ځل به هم د ده په واکمنۍ کې دا ستونزې نه تکرارېږي.
دا ځکه چې د پښتنو پر وړاندې تېروتنې څو بعدي تېروتنې دي چې يوازې يو بعد يې په کرزي پورې اړه لري، بل بعد يې نړيوالې ټولنې، بل يو يې ځينې مجبوريتونه دي، بل يې په ملامحمدعمر او حکمتيار پورې او بل يو هم خپله په پښتنو پورې اړه لري.
هغه بعد يې چې په پښتو پورې اړه لري، هغه دا دى چې ډېرى پښتانه يو څه د روانو حالاتو او سياسي بهيرونو پر وړاندې بې تفاوته دي.
د هيواد سياسي لرليک پښتانه په دريو ليکو ويشي: دولت غاړي پښتانه، د دولت وسله وال مخالفين او د دولت غير وسله وال مخالفين.
خو پښتنو خپل ځانونه بيا په څلورو ليکو وېشلي: د پورتنيو دريو ليکو سربېره بله ليکه بېطرفه او بې تفاوته پښتانه دي چې همدا خلک ډېرکي هم دي.
حقيقي دولت غاړي او وسله وال مخالفين پښتانه د ګوتو په شمېر دي او شايد ټول دوه زره کسانو ته هم ونه رسېږي، خو غټه خوا چې بې تفاوته او غير وسله وال مخالف پښتانه دي، لکه څنګه چې د خپل غږ پورته کولو له پاره خپل تربيون نه لري، نو دومره غير محسوس او غير ملموس پاتې شوي چې هيڅ غاړه پرې رى هم نه وهي او په خيال کې يې هم نه راوړي او د نړيوالې ټولنې له تېزو سترګو هم پټ پاتې دي.
دغه پښتني لويه خاموشه ډله بايد لاس په کار شي او خپل غږ پورته کړي.
د نړيوالې ټولنې يوه لويه تېروتنه هم همدغه وه چې نه يې دغه لويه خاموشه ډله په واک کې شريکه کړه او نه يې د غږ پورته کولو له پاره ورته کوم تربيون پرانيست او په مقابل کې واک هغه مسلط لږکي ته وسپارل شو چې د غږ پورته کولو له پاره يې امکانات او واک په لاس کې لرل او د تېرو کلونو جګړو او استخباراتي پټو معاملو له لارې يې دا امکانات ترلاسه کړي وو، نه د اهليت او ولسي ملاتړ له لارې او کلونه کلونه يې په زرګونو افغانان واک د انحصار قرباني کړي وو او د چارو د سمبالښت پر وخت يې هم ونه شول کړاى چې چارې سمې او د ولس تر منځ خپل باور پياوړى کړي.
دغه عمل خپله د افغانانو د نهيلۍ لامل وګرځېد او د بهرنيانو په ملاتړ برحال حکومت مشروعيت يې تر پوښتنې لاندې راوست او له هغه نه د خپل ملاتړ په اړه زړه نا زړه شول.
يا په بله وينا، نړيوالې ټولنې د افغان ولس پر ځاى په خپلو بې کفايتو جاسوسانو باور وکړ او دا کار په هيواد کې د بهرني غرضونو او ناوړه لاسوهنې په توګه تعبير شو او د خلکو ملاتړ يې له لاسه ورکړ.
او همداراز بهرنۍ لاسوهنه د خلکو له قهر او دښمنۍ سره هله مخ شوه چې د دوى په ملاتړ پر جوړ شوي دولت د چارواکو بې کفايتي، اداري او اخلاقي فساد ورزيات شول.
د افغان دولت، امريکې او نړيوالې ټولنې له خوا د شمال ټلوالې او مفسدو جهادي ډلو پالنه او پياوړتيا چې له دېرشو کلونو را په دېخوا يې د خلکو زړونه چولي وو، د يوې سالمې ادارې او سالم حکومت د رامنځته کولو په اړه پر بهرنيانو د بې باورۍ د زياتېدو نور لاملونه وو.
که د خاموشه ډېرکي په اړه نړيوالې ټولنې غټه تېروتنه کړې، همداراز د دغه ليکې مشرانو هم د ځان په اړه تر دوى زيات تېروتي دي.
دوى د خپلو شونتياو پر ځاى زيات خپلو مجبوريتونو ته مخه کړې او ځانونه يې د زورمندانو، جنګسالارانو، فاسدو تنظيمونو، طالبانو او نورو کړيو په ګرو او يرغمل کې ورکړي دي.
په هيواد کې د ستونزو د هوارۍ، امنيت راوستلو او سولې د ټينګښت او پرمختګ له پاره اړينه ده چې دغه خاموش ډېرکى د فاسدو زورمندانو، جګړه مارانو او جنګسالارانو له داوطلبانه بادارۍ، ګروۍ او يرغمل څخه ځانونه ازاد کړي او د مجبوريتونو پر ځاى په خپلو شونتياو سوچ وکړي او ځانته تربيون پرانيزي.
يا په بله وينا، د دولت ډېرکى خاموشه اپوزيسيون، خپل له منځه د يو وتلي او مطرح سياسي شخصيت تر شا ودرېږي او خپل غږ پورته کړي.
د دوى تر منځ د داسې کسانو شمېر لږ نه دى چې زه به يې د يو څو کسانو نومونه واخلم.
ډاکتر اشرف غني احمدزى، فاروق اعظم، استاد روستار تره کى، د پارلمان دريمه ليکه او زموږ ډېر تکړه ځوان سياستوال او زرګونه نور کسان.
دا اپوزيسيون به په مراتب د ملي جبهې، شمال ټلوالې او د ملي متحدې جبهې له منفي اپوزيسيون څخه چې کار يې له قومي تفرق او ځاني ګټو او فساد پاللو پرته بل څه نه دى، په هيواد کې د سولې او امنيت په ټينګښت، ملي پخلاينه او له نړيوالې ټولنې سره د افغانانو د اړيکو په عادي کولو کې ګټور وي.
دا به لکه د شمال ټلوالې او ستمي ډلو څخه جوړ د ملي جبهې په څېر هيواد د تجزيې او ملي تفرق له پاره قسم خوړلى اپوزيسيون نه وي، بلکې دا اپوزيسيون به په ګټورو کارونو کې له دولت او حکومت سره مرسته کوي او د اړتيا په صورت کې مسلکي کادرونه به دولت ته برابروي او په حکومت کې د اداري فساد او ناوړو کارونو مخه به نيسي.
اټکل کيږي چې پنځه راتلونکي کلونه هم د نړيوالې ټولنې او هم د افغانستان له پاره ډېر حساس کلونه دي.
مخکنۍ نښې نښانې داسې ښيي چې نړيواله ټولنه او په سر کې امريکا غواړي د افغانستان جګړه خپل دويم پړاو ته داخله کړي.
په دغه پړاو کې د سولې او امنيت ټينګېدو له پاره هڅې، د بهرنيو پوځونو وتو ته د زمينې برابرېدل، په افغانستان کې د جګړې پر مخ بيولو چارې د افغان پوځونو ته سپارل، د نشه يي توکو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې سختېدل، پوځي مرکزونو ته د بهرنيو ځواکونو راټولېدل، د بيارغونې چټکېدل، د زيربنايي بنسټونو پراختيا، ملي پخلاينه او نور ډېر کارونه شامل دي چې د افغان حکومت او ولسمشر کرزي له پاره سختې ننګونې ګڼل کيداى شي.
بل پلو په افغانستان کې د دغو کارونو ترسره کېدل په پاکستان او ايران کې د جګړې احتمالي پراختيا رامنځته کوي چې دا خپله هم يوه ننګونه ده.
په تېره دوره کې ولسمشر کرزي د افغان حکومت او حاکميت تهداب او بنسټ کوږ ايښى او د بېرته سمولو له پاره يې زيات زيار ته اړتيا ده.
په تېرو اتو کلونو کې تکيه پر فعاله اشخاصو او ډلو شوې چې نږدې ټول يې ملي جنايتکاران او ملي خاينان دي او دغه خلک له پخوا زيات ونازول او پياوړي شول او همداراز د دوى په مقابل کې بل سالم ټولنيز بهير هم رامنځته نه شو چې د اړتيا په صورت کې د دوى پروړاندې ګټه ترې پورته شي.
ښاغلى کرزى او د افغانانو برخليک اوس د دغو ډلو او اشخاصو په ګرو کې دى او د دغو خلکو له ګروۍ او يرغمل څخه د ژغورېدا له پاره يوازې يوه لار په مخ کې ده چې هغه د ټکر، مبارزې او جګړې لار ده، خو تر کومه ځايه چې څرګنده ده ښاغلى کرزى تر ستوني په دا راز کسانو او د شمال ټلوالې په مافيا کې ډوب دى او ان نفس يې د دوى په لاس کې دى.
دا سمه ده چې امريکا د اداري فساد پر ضد او امنيت په برخه کې ټينګه هوډمنه ده او اوباما له کرزي څخه په کلکه غوښتي چې په دې برخه کې ټينګ ګامونه يوازې په خبرو کې نه بلکې په عمل کې پورته کړي، خو دا په موجودو شرايطو سره د کرزي له وس څخه وتى کار دى او کرزي دا چانس له لاسه ورکړى دى.
له بلخوا ولسمشر کرزي هم د کمپاين پر مهال سلګونو او زرګونو کسانو ته د څوکيو سپارلو وعدې ورکړي او دا کسان هم لکه د دولت د نورو زياترو مامورينو او چارواکو په څېر په اداري فساد روږدي او ناروغ کسان دي، چې نه شي کولى کرزى د نړيوالې ستراتيژۍ په رڼا کې کمک کړي.
يا په بله وينا کرزى به په راتلونکې کې له يوې خوا له نړيوال فشار او له بلې خوا د خپلو فاسدو انډيوالانو له فشار سره مخ کړي، خو کرزى دا ځل يوازې د انتخاب يو چانس لري هغه دا چې يا به نړيواله ټولنه انتخابوي او له خپلو فاسدو انډيوالانو به لاس اخلي او د نړيوالې ټولنې له ستراتيژيو سره به موازي حرکت کوي او يا به د خپلو فاسدو چارواکو لکۍ ټينګه نيسي او د نړيوالې ټولنې ډغرو ته به ځان ټينګوي.
که کرزى په دې دوره کې حساب شوى چلن خپل او شمېرلي ګامونه پورته نه کړي، نو هيڅ ډول ډاډ نه شي ترلاسه کېدلى.
د نړيوالې ټولنې د نوې ستراتيژۍ په لړ کې شمال ټلواله او جهادي تنظيمونه به، کرزي د ګوزار راتلونکې نښې وي چې څرګنده نه ده، څوک به سټ کېږي؟ کرزى که تنظيمونه؟
دا ځکه چې دا مهال د شمال ټلواله او جهادي فاسد تنظيمونه د نړيوالې ټولنې په خور کې دي او دا هغه ډلې دي چې په افغانستان، سيمه او نړۍ کې د نفاق، دښمنيو، تربګنيو، ناامنيو، بې ثباتيو، ناورينونو او غميزو مسووليت پر غاړه لري، چې د دوى په شتون کې ملي يووالى او په نړيواله او سيمه ييزه کچه سوله، امنيت او ثبات ناشونى دى.
د دغو ډلو دوستي د ځان وژنې په مانا دي او همدغه خبرې ته اوس د نړيوالې ټولنې او امريکې پام اوښتى او اوس وروسته له اتو کلونو غواړي چې خپله دغه تېروتنه اصلاح کړي.
خو دا کار د افغان دولت او د ولسمشر کرزي ملاتړ ته اړتيا لري، کوم چې خپل اته کاله يې د دغو خلکو په نازولو او پياوړتيا تېر کړي او ان اوس نفس يې د دوى په لاس کې دى او دا کار بيا د افغان حکومت قاطعانه عمل او دريځ ته اړتيا لري.
په خواشينۍ سره د دغه کار ترسره کولو له پاره تراوسه نه کوم اغېزمن ولسي غورځنګ چا پاللى او رامنځته کړى چې د اړتيا په وخت کې ډډه پرې ووهل شي او نه هم په دې برخه کې د پام وړ کومه پانګونه شوې ده.
که څه هم طالبان د دغو ملي جنايتکارانو پر وړاندې يو بالقوه ځواک دى، خو دا هم هغه امکان دى چې په دې اړه اغېزمنه ګټه اخيستل ترې زيات وخت، پانګونې او هلو ځلو ته اړتيا لري.
بلخوا طالبان هم په ايډيالوژيک چوکاټ کې بند او ايسار پاتې خلک دي او دا وړتيا يې له ځانه نه ده ښودلې چې له نړيوال سياست او نړيوالې سولې او امنيت سره د جوګه کېدلو ظرفيتونه لري.
دغه ټولو څرګندونو ته په کتنه بيا هم په هيواد کې د دې ژوره اړتيا احساسېږي چې د هيواد خاموشه ډېرکى منسجم شي، ډګر ته راووځي، د خپل صلاحيت تمثيل ته مټې راونغاړي، خپل غږ پورته کړي او د هيواد په سياست کې برخه واخلي، ځکه هيواد د ستونزو د هوارۍ کلي د همدوى په لاس کې ده.