کور / تازه خبرونه / ترزيات وخت وروسته دکندهارښوونکوته نمرې ورکړل سوې

ترزيات وخت وروسته دکندهارښوونکوته نمرې ورکړل سوې

ترزيات انتظار وروسته په کندهارکې ښوونکوته دسرپناپه موخه دځمکونمرې ووېشل سوې .
دسرپنادغه ځمکې په وړياډول باندې رسمي ښوونکوته ورکول کيږي .
دښوونکولپاره ځانګړى سوى ښارګوټي دکندهاراښار شمال خواته دارغنداب والسوالۍ دظاهرشاهي کانال په خواکې موقيعت لري .
نن په منډيګک ماڼى کې په سل ګونوښځينه اونارينه ښونکې دخپلو ځمکوداسنادو دترلاسه کولوپه موخه راغونډسوي وو.
دکندهاروالي پوهنوال توريالي ويسا وويل چې دکندهاردښوونکولپاره په پلان کې دوه زره نمرې ځمکي په پام کې نيول سوي چې په لمړي پړاوکې ٦ سوه رسمي ښونکوته دغه توضيع ترسره کيږي .
په وينايې چې له دغه کارسره به دښوونکودسرپناستونزه هواره سي اودکندهاردښوونې اوروزنې په برخه کې به مثبت تاثيرات رامنځ ته کړي .
هغه معيارچې دنمرو دويش لپاره په پام کې نيول سوي په اړه يې دکندهاروالي وايي
له دې سره په خواکې ښوونکې ددولت له دغه ګام څخه زيات خوښ دي خووايې چې دښوونکومياشتنيوعوايدو ته په کتوسره دومره توان نلري چي په ورکړل سويوځمکوباندې کورونه جوړي .
ښوونکې غوښتنه کوي چې ددې کارلپاره دي ياهم دولت ورسره مستقيمه مرسته وکړي اويادي هم دوړو پورونو يوپروګرام ورته جوړي کړي .
پرښوونکوباندې دسرپناځمکې وېشل دهغه پروګرام لړى ده چې پدې وروستيوکې يې دپوهنې وزارت په ټولو ولاياتوکې دپلي کېدوخبرورکړى وو.
تردې مخکې تيره ورځ په ننګرهارولايت کې هم ښوونکوته ځمکې ورکول سوي