کور / شعر / غزل

غزل




زړه مې تنگ دى
زړه مې تنگ دى
زړه مې تنگ
د تورخم د غره ډبره مې تر څنگ
هره  ورځ د  ننگ  تندى پرې داغومه
خضره واوره دا تور داغ دئ د پرنگ
يا ښکاري په نښه ويشتئ نام و ننگ دی
يا تور لمر دى راختلى په سالنگ
تورې شپې دي څنگ په څنگ سره گنډلې
يا د ورځې له رخساره تللى رنگ
يا ماښام د فلسطين شو بې سهاره
يا کعبه کې سپين طواف وهلى زنگ
له کابله تر بغداده مې زړه شين شوو
لکه گل د کربلا په وينو رنگ
يا عيسى دئ له موسى سره راغلى
يا د خداى سپينه لمنه شوه په رنگ


ناروغ، ولى عبدالله
لندن  04-05-21