کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / H1N1 دبهرني حضور اودیموکراسۍ بل آرمغان

H1N1 دبهرني حضور اودیموکراسۍ بل آرمغان


د۲۰۰۱کال لومړنۍ میاشتې وې هغه مهال چې دهیوادپه پاک اسمان دبهرني یرغل تورې ورېځې نه وې راخپرې شوې هغه وخت په نړۍ خصوصاپه غرب کې دHIV یادایډزدوباخبره ډيره ګرمه وه دروغتیادنړیوال سازمان راپورویلي وه چې ایډزچې تراوسه یې څلویښت میلیونه وګړي وژلي همدااوس په اوسط ډول په کال کې دوه میلیونه وګړي دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دژوندله خوږو محروموي .نړیوالې روغتیایې ادارې دخپلې کړې سروې له مخې داهم ویلي وه چې دګردې نړې په سطحه افغانستان یوازینی هیواددی چې ددې وېروس مثبته پیښه نده پکې موندل شوې .
داپه رښتیایوستر خبروه چې په لومړي ځل یې نړیوال په تیره لویدیز روغتیاپوهان داسلامي نظام دطبي مزایاوواوداخلاقي سپیڅلتیادروغتیایی حکمت په اړه اعتراف ته اړایستل .
مګردصلیبي یرغل له پیل اودسپکی غربی دیموکراسې له راواریدېدو وروسته چې یوازې په روغیتایي برخه کې کوم ناورینونه پیښ شول نړیوالو اوهیوادوالو دسرپه سترګوولیدل دHIV وایرس چې تردې پخوایې افغانانونوم هم نه وه اوریدلی دغربي بې بندوبارۍ اواخلاقي پستۍ دخونړي سېل له رااېله کېدووروسته یې اوس دځنګله داوربڼه غوره کړې اوښایي له دې وایرسه دوژل شویواوپرې دککړو کره شمیره به اوس دروغتیاله وزارته هم ورکه وي .په هرتقدیر
همداڅوورځې وړاندې نړیوالو مطبوعاتوراپوردرلودچې په لومړي ځل یوه افغان دیوه بل نابلد وایروس H1N1 یادخنځيردانفلونزاله وجې ساورکړې په راپورکې له دې رازه هم پرده پورته شوې وه چې نوموړي افغان دغه وایروس له هغه بهرني کس څخه اخیستی وه چې دی ورسره اجیروه اوله دغه مړه شوي شخص څخه ښایي نوروکسانوته هم دغه مرض ورغلی وي .
له دې پیښې وروسته دروغتیاوزیراعلان وکړچې په هیوادکې دخنځیر وباپه خپرېدوده اوتراوسه ۳۰۰ کسان په دې مرض اخته شوي نوموړي روغتیايي وضعیت بیړنی وښوداوترنامعلومې نیټې یې دتعلیمي ادارو درخصتۍ اعلان هم وکړ.
داخبرپه رښتیاهم یوبل ناورین وه چې دافغان ژوبل اولس بې سېکه زړه ته یې ټکان ورکړ. هغه اولس چې په اقتصادي تنګلاسې ،بهرني یرغل ،بمبارونو ،چاپو،مرګونواوبې کوریو سربیره دادی دیموکراسۍ یوبل پیټی هم ورپه غاړه کړ.دخنځیرانفلونزاچې له خنځيرسره له تماس اویایې دغوښې دخوړلو له وجې پیداکیږي که چیرې زمونږ په پاکه خاوره دهمدې نړیوالو خوګ پرستانو آمرانه حضورنه وای نوایاپه دومره پراخه کچه یې دخپریدواټکل کیدلای شوای .
زماباوردی چې ډیری افغانانوبه تراوسه خوګ نه وي لیدلی اوکه ځينولیدلی وي هغه به یې هم په کوم ژوبڼ کې ننداره کړې وي دخوګ غوښه خو هسې داسلامي احکاموله نظره نجس العین بلل شوې چې ښایي یومتعهدافغان یې دخوړلو په اړه تصورهم ونکړي . خوداچې نن دخوګ وایروس ددې هیوادداتباعوژونداخلي نودناولې دیموکراسۍ اوکرغیړن صلیبی حضورله راوړوبدمرغیو څخه پرته یې بل څه نه شوبللی .
دکابل دروغتیاوزیر هیوادوال په دې غولوي چې ۷۰٪ افغانان یې ترکلینکي اوروغتیایي پوښښ نه لاندې کړي خودانه وايي چې څوفیصده غریب هیوادوال یې غربی بداخلاقیوته دفرصت ورکولو له لارې دHIV اوH1N1 په شمول دنورووژونکووایروسونوپه تشییع سره دمرګ له ګواښ سره مخ کړي .
اوس به ښايی ټول افغانان پوهیدلي وی چې دبهرني حضورپه تناظرکې طبي مرستې غرضي وړیاکومکونه دوی ته په کومه بیه تمامیدلای شي .
هیوادوال که په رښتیادخوګ له خپریدونکي انفلونزاځان ساتل غواړي نوبایدچې مطلقاله بهرنیو خوګ خوړونکو سره له فزیکي تجمع اوکارکولو څخه ځان وساتي دهغوی مراکزو اودفترونوته ورتګ دې دمرګ پیغام وبولي ترڅویې خدای تعالی له دې ناوړه مرض څخه وساتی .