راپور:
په افغانستان كې د ايچ يو ، ان يو انفلوانزا يا د خوګانو د والګي د ناروغۍ د لا خپريدلو د مخنيوي په خاطر افغان دولت د دريوو اونيو لپاره استراري حالت اعلان كړى.
په دغو دريوو اونيو كې به د افغانستان ټول ښوونځى او د لوړو زده كړو دولتي او شخصي موسسې تعطيل وي.
په كابل ښار او نورو ولايتونو كې خلكو لازم تدابير نيولي او هڅه كوي چې تر ډېره د دغه ناروغۍ د خپرېدلو مخ ونيسي .
د كابل ښار يو شمېر اوسيدونكو ددغه روغتيايي استراري حالت په اورېدلو سره د دوشنبې د ورځې له سهار راهيسې په شنو او سپينو ماسكونو خپلې خولې او پزې پوښلي او د خوګانو د والګي يا د ايچ، يو، ان يو انفلونزا د لا خپرېدلو د مخنيوي په خاطر يې لومړني روغتيايي تدابير نيولي دي.
د كابل ښار يو اوسيدونكي محمود په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل:
“وایرس راغلې خو ډاکټرانو دا ویلي دی، چې د خوګانو د والګي په نوم یادیږي او ډیر خطرناک دی، تر اوسه پورې قرنطین شوی نه دي، خو درې اونۍ وخت یې ورکړی، چې دا قرنطین شي.”
خو له دې سره سره بيا يو شمېر خلك د پخوا په شان نه ماسكونه لري او نه دسمالونه، او وايي، چې دا ورته ښه نه ښكاري، چې ټوله ورځ يې خوله تړلې وي.
د كابل ښار يو اوسيدونكى خان محمد:
“موږ یې نه تړلو ځکه ناروغي خو راغلي او د ناروغی نه به موږ څه ځان وساتو او دا موږ ته ښه نه ښکاري، چې خوله مو ټوله ورځ تړلي وي.”
د كابل ښار په اكثره درمل پلورنځيو كې ماسكونه نه پيدا كيږي او د درملتونو خاوندان وايي، چې حتى له عمده پلورنځيو څخه يې هم د كمـښت ځواب اخيستى دى.
د كابل ښار يو درمل پلورونكي عزيزالله ازادۍ راډيو ته وويل:
“په درمل پلورنځیو کې مو ماسکونه نشته او په عمده پلورنځیو کې هم ماسکونه نه پیدا کیږي، چې څه وه همدا څوورځو کې خلاص شوي او کافي ماسک موږ نه لرو، چې خلکو ته یې وړاندې کړو.”
كه څه هم په افغانستان كې د خوګانو د والګي يا د ايچ، يو، ان، يو د انفلوانزا د تر خپرېدلو او په دغه ناروغۍ د يو شمېر كسانو له اخته كېدلو وروسته افغان دولت د ښوونځيو او د لوړو زړه كړو د موسساتو لپاره درې اونۍ رخصتي اعلان كړې، خو ويل كيږي، چې بايد په يو شمېر هغو وسايطو او محلونو لكه ملي بسونو او حمامونو هم بنديز ولګيږي، چې د خلكو يوه لويه برخه په كې راټوليدلاى شي.
د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ كې نن، سبا ۴۴۴۱ زره كسان په دغه ساري ناروغۍ اخته شوي دي او د يو افغان په ګډون ۵۷۱۲ كسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د دغې ناروغۍ نه د مخنيوي په خاطر ويل كيږي، چې په اوبو او صابون د مخ او لاسونو د پرمينځلو تر څنګ د پزې او خولې له لارې د مالګينو اوبو غړغړه او د ګرمو مايعاتو او ويټامين سي لرونكو خوړو لكه مالټه ، كينو او ليمواخيستل هم اغيزمن رول لوبولى شي.