کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ښاغلي هو استعفا ليک

د ښاغلي هو استعفا ليک

 


 


په امريکايي مطبوعاتو کي د بهرنيو چارو  د ۳۶ کلن  مامور   ښاغلي ماتيو هو اعتراضي استعفا خورا  ګرمه موضوع ده.   ماتيو هو په عراق او افغانستان کي په پوځي او ملکي برخو کي کار کړیدی.  هغه په زابل کي مشر امريکايي  ملکي مامور وو.    هو لمړی امريکايي مامور دی چي د افغانستان دجنګ پرسر د اعتراض په توګه استعفا کوي.   


 


ښاغلي هو  د (سي ان ان) تيلویزون ته وويل، « ګومان کوم  هغه خلک چي زموږ سره هلته [په افغانستان کي] جنګېږي، هغوی یوازي  زموږ د اشغال  مخالف دي، نه داچي  زموږ سره  کوم عقيدتي اختلاف لري، یا دا چي د القاعدې سره  تړاو لري، او یا دا چي د غرب سره نه پخلاکېدونکې کرکه او دښمني لري. د هغوی لپاره  د جنګ يوازنی دليل دا دی چي موږ د هغوی خاوره او ملک اشغال کړی دی.» 


 


هغه  پخپل څلور پاڼوخط کي ليکي ول، « ما په افغانستان کي د متحده ایالاتو د ستراتيژيکی شتون او مقصد په اړه  اعتمادله لاسه ورکړ.   زه له ډېره وخته  د خپلي اوسنۍ ستراتيژي او په راتلونکې کي د خپلو پلانونو په ارتباط  شکمن سوی  وم.»  هغه وايي په جلال اباد کي وم چي دجنګ په اړه  شک او تردد را پیدا سو.    په کلات کي وم چي په واشنګټن کي د  اوباما حکومت قدرت تر لاسه کړ.   هغه زياتوي:  «فکر مي کاوه  چي  نوې ادارې ته  بايد څه وخت ورکړه سي،  ښايي  بدلون  راسي.»    خو باالاخره  ماتيو هو وروسته له څه انتظاره  خپله استعفا وړاندي کړه.   هو  په افغانستان کي وو چي د  هغه  هېواد د تاریخ، سياست، او مقاومتونو په باب يې مطالعه  پیل کړه.  هغه د افغان پر  لرغوني تاریخ،  د شوروي اشغال، د مجاهدينو دوران،  طالبان، او د امريکا پر اته کلني مداخلې  غور او  مطالعه کوي.


 


ماتيو هو  باالاخره دې نتیجې ته ورسېد چي  زياتره افغانان د متحده ایالاتو سره ځکه جنګېږي چي د هغوی په کليو او سيمو کي امريکايي عسکر دي.   هغه وايي افغان  یو داسي ولس دی چي بهرني عسکر يې پخپل کلی او کور کي نه خوښېږي.  هغه وايي، « په کليوالي سيمو کي د امريکا په ملاتړ د کابل فاسد حکومت رد او رټل سوی دی.  مګر  افغانان طالبان هم نه خوښوي.» 


 


د اګسټ قلابي انتخاباتو د هو شک او مخالفت لا زیات کړ.   هغه په خپل ليک کي د افغانستان د ښاري او کليوالي سيمو تر مينځ کلتوري او فرهنګي تضاد او کشمکش ته  اشاره کوي. هغه ليکي، « دې جنګ د ښاري خلکوچي  زياتره يې څه  باسواده، سيکولر،  او عصري دي او  هغو کليوالي خلکو  تر مينځ چي اکثره يې   بې سواده، مذهبي، او عنعنوي دي تاوتریخوالی لا زيات کړی دی.   د هو په ګومان د افغان ښورښ اصلي محرک دا دی چي پښتانه فکر کوي چي له پېړيو پېړيو راهيسي يې پر ضد یو لړ  دسيسې رواني دي، او  د هغوی کلتور، خاوره،او مذهب د بهرني او کورني دښمنانو له دايمي تهديد سره مخامخ دي.  په پښتني کليو، بانډو، او درو کي  د متحده ایالاتو، ناټو، او افغاني پوځ او پوليسو شتون چي اکثره  يې غير پښتانه دي،  موجوده  ښورښ ته  د خارجي قوې په مقابل کي د بومي مقاومت  رنګ او حساسیت ورکوي.»


 


د ښاغلي هو  استعفا ليک د اوباما په اداره کي سمدستي  شدید عکس العمل ایجاد کړ.   فورا  په کابل کي، د  امريکا سفير کارل ايکینبېري  هغه  وغوښت او په سفارت کي يې د غټ مقام  بلنه ورکړه، خو هو د هغه بلنه  رده کړه.  وروسته، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا خاص استازی هولبروک  وغوښت او  پخپل دفتر کي يې د مقام  بلنه ورکړه، خو ښاغلي هو وروسته له يوې اونۍ سوچ او سلامشورو  څخه د هغه بلنه هم  رده کړه.   هولبروک ويلي وو که څه هم هغه د  هو لدې نظر سره موافق ندی چي وايي د افغانستان جنګ ارزښت نلري، خو بياهم د هغه د تحليل  له مهمو اړخونو سره اختلاف نلری.  هو وايي په افغانستان کي د امريکا له اعلان سوي  ماموريت  سره  بنيادي او اصولي تفاوتونه او مخالف نظر لري.  هغه وايي ګردسره ماموريت او اعلان سوې ستراتيژي بېکاره او تاواني ده. 


 


ښاغلي هو د سي اين اين  تيلویزیون ته ويلي وو چي زياتو امريکايانو  او په تېره بيا ګڼ شمير افغان امريکن  ټولنو او اشخاصو دده ملاتړ کړی دی.  هغه وايي د افغان امريکن غړو راته ليکي دي، «بلې هو، په افغانستان کي کورنی جنګ روان دی.  ته پوهېږي چي د افغانستان ټولنه ټوکر ټوکر ده.»   هو د افغانستان  جنګ ته  سيمه ايز  او قومي رنګ  ورکوي.   په افغانستان کي د شمال او جنوب، قومي او فرقوي،  ښاري او کليوالي تاوتریخوالي او تضاد ته زيات اهميت ورکوي. 


 


 هو وايي په عراق کي اقتصادی ، اجتماعي، دولتي زيربنا موجوده وه.   عراق بشري پانګه  او تحصيل یافته کدرونه درلودل.  عراق ډاکټران، وکيلان، استادان، تیکنوکراتان، او معلمان درلودل.  په عراق کي دولتي موسسات موجود ول.   لنډه دا چي په عراق کي د يوه دولت دجوړولو  اینفراسټرکچر موجود  وو.  خو افغانستان هيڅ نه لري.»


 


څرګنده ده چي ښاغلی هو به په راتلونکو ورځو، مياشتو، او حتی  ښايي کلونو کي په امريکايي مطبوعاتوکي مطرح کس وي.   ضرور به په راتلونو وختونو کي  د  هغه له نظریاتو سره نور هم اشنا سو، خو یوه خبره  اوس لا روښانه ده او هغه دا چي سړی ډېر جدي او ویښ ښکاري.    هو به د هغو امريکایانو پله لا درنه کړي چي په افغانستان کي  د کمي مداخلې، لږو عسکرو، او باالاخره راوتلود مفکورې پلوي کوي. 


 


دونه بايد زياته کړم چي د ښاغلي هو ځيني ټکي ډېر پر ځای او واقعي دي، خو ځيني نور يې کمزوري دي. لمړی، په افغانستان کي  یوازي د غرب او امريکا شتون مقاومت او مخالفت  ندی  راپاروي، بلکي امريکاهم د خپلو وعدو په  پوره کولو کي تر شا راغله.  هغه دا چي  په تېرو اتو کلونو کي موثر او پاک حکومت جوړ نه سو.   بنيادي اقتصادي پرمختګ  تر لاسه نه سو.  بېکاري نه ورکه او  نه هم محسوسه کمه  سوه.  نوي کارونه خلق نه سول، خو د بېکارانو لښکري لا ډېري سوې.  افغاني ځوانان  په اروپا او اسيا کي د مهاجرو په کمپونو او خطرناکه لارو باندي  د يو نامعلوم  برخلیک په تاوو کي راګير دي.


 


بلخوا،  امنيت ټينګ نه سو.   جنګونه ختم نه سول.  مليشياوي بې وسلې نه سوې.   بیاودانول  يوه بده کاميډي او ټوکه سوه. لاري، سړکان، مکتوبونه، پلونه او بندونه جوړ نه سول، او داسي نوري ډېري  تشي او وچي  ژمني. 


 


 البته، په مقابل کي د غرب په مستقيمه مرسته یو فاسد او شډل حکومت ټينګ سو.   بمبارۍ او مرګ ژوبله زياته سوه.  انتخابات او ديموکراتيکه پروسه بې عزته او سپکه سوه.   ادارې فساد او رشوت ډېر سو.  او باالاخره، د دولت او حکومت د جوړولو لپاره هيڅ ډول بنيادي کار  و نه سو.  او نتيجه يې همدا اوسنی سياسي او نظامي بحران دی  چي حلول يې کوه قاف ته ختل ښکاري.  والسلام.  


 


نوټ: پدې ليکنه کي د واشنګټن پوسټ اکټوبر ۲۷؛ سي ان ان اکټوبر ۳۱؛  او نېشن اکټوبر ۲۸ له ګنو څخه  استفاده سوېده.