په اطريش کی د افغانانو سره دکلتوري مرستو د ټولنۍ پيغام
په ډيره خوښۍ سره مو د انترنيټ له طريقه خبر تر لاسه کړ چي په افغانستان مینو او زړه سوانده کلتور پالو د انترنيټ په نړي کي د لر او بر لوی افغانستان په نوم انترنيټی پا نه پرانستې ده . مونږ ددې پاڼي خپريدل د ډيورند د منحوسي او افغان دښمنه کرښي د دواړو خوا و افغانانو ته د شريک سياسي ، ټولنيز او کلتوري پوهاوي د يو مهم ا صل په سترګه ګورو او په دې هيله يو چي ددې پاڼي له طريقه به د ګډ پلار او نيکه بچيان چي د انګريز د خائنانه سياست په نتيجه کي موقتا جدا پراته دي را ويښ او د خپل لوی افغانستان شمله جګه و ساتي .
د لر او بر افغانستان انترنيټي پانه دي ټولو افغانانو ته مبارک وي. او په خاص ډول ځوان کلتورپال عبدالله احسان ته چي پدې لاره کي ئې نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړ ي لوی خدای دي په ځواني ورته برکت وکړي .
په درنښت
په اطريش کي د افغانانو سره د کلتوري مرستو د ټولني لخوا