کور / سياسي / زمـوږ د زمـانـې فـرعـونـان زمـوږ نـړۍ کـومـي خـواتـه بيـايـي ؟ (۲)

زمـوږ د زمـانـې فـرعـونـان زمـوږ نـړۍ کـومـي خـواتـه بيـايـي ؟ (۲)

لومړۍ برخه  –  دوهمه همدا برخه – دريمه برخه بيا


د اکټوبر يو دېرشمه ، ۲۰۰۹


 


امريکاغواړي د مرئيتوب يو نوی ټيـپ نظـام ټينګ کړي


 


همدا اوس چي ايسته او دوري  د نړۍ وال  فرعونيت  او لويو ميليارډرانو  کومي جګړې  جاري کړي  دي او  د امريکا د ادارې  مشری يې هم زموږ  په وطن افغانستان  او هم و  نورو   هيوادو ته  غزوي ، يا د ډيموکراسۍ په نامه رژيمونه ورباندي  بدلوی،هر ځای  د اور لمبې    بلوي، دا  لړۍ  لا  د ډېر پخوا څخه  را پيل سوې او همداسي د جهاني کېدو خواته  د جهان د لاندي کېدو د پاره  لاره په  وهي . و دغه   ټولو جګړو ته  وانسانيت  ته درناوی  او هغه ته د سولي اوسلم د تآمين  په خاطر رنګ ورکول کيږي ، خو په واقعيت کي دا جګړې  د انسانانو د کتلوي « حذفياتو» په  خاطر دي  ، د ولسونو  پر ضد د قدرت  پر سر   دي او د هيوادو د لاندي کېدو په هدف دي .


 


 دغه بشري  د اکثريت لوی لښکر چي نن په  خپلو هيوادو کي  د يو آرامه، خپلواکه او سوکاله  ژوند غوښتونکي دي  د همدې اميد د پاره  هڅي کوي يوه خپلواکه او پرمختللې ټولنه ولري، مکتبونه، فابريکې شفاخانې د ژوندآرام وسائیل ولري  او ډير نور څه ولري،  خو  دولتونه يې دداسي فرعونانو او جنايت کارانو په لاس کي  ورکښېوتي دي  چي په لوی لاس د کار او روزګار سرښته   نه ورته برابروي،    داسي بندوبستونه  ورته  نيول سوي  دي چي  د کار اوروزګار د سمبالېدو په عوض کي  د هغوی    و  تدريجي امحاء  ته   لاره خلاصه کړي   . هغوی  همدغه لورېدنه د خپلو راتلونکو کارنامو د اصلي  اهدافو په  جمله کي  راوستې دي  . ددې جګړو طراحان   او  همدغه « نخبګان، ايلوميناټان»  چي د نړۍ د راتلونکي  حاکميت و غصب  ته  يې نينګلي او هغه ته د سيسې  جوړوي، پخپلو کي بيا  داسي وايي چي د پراخو پرګنو د اعاشې خرچه  و هغو دولتو ته چي د دوی په لاس کي لوېدلي دی،   ډېره ګرانه تماميږي  ځکه نو دوی  بايد که  د جګړو د لاري  وي   او که  د مرضو او ایپډميو د خپرېدو د لاري بايد د انسانانو لويه برخه   محوه سي ترڅو نړۍ د خپلي مدعا سره سم  پای پاکه  تر  خپلي  ولکې  لاندي  راولي  .


 


ددې جګړو د ځانګړتياوو څخه  په واقعيت کي   په  يويشتمه  پېړۍ  کي  د مرئيتوب د يوه نوي   ټيپ  سراسري نظام  ټينګول  دي چي هغوی هغه ته « ليبراليزم» وايي، او ددې سره يوځای  په  دغه نظام کي  د پاتې عادي اتباعو د مطيع کولو د پاره  هغوی  و خپلو ظالمانه او غير انساني  سرکوب ته لا نور هم شدت ورکوي  .


 


دا جګړه څرنګه پرمخ بېول کيږي


 کلاسيکو پوهانو  چي به کله  د « طبقاتي مبارزې » په هکله خبري  کولې ، نو  ويل به يې چي په ټولنه کي د نن ورځي  مبارزه د ظالمو  ثروتمندانو پر ضد د  مظلومو   فقيرانو او غريبو زيارکښانو لخوا د ټولنيز عدالت د تأمين په خاطر   پرمخ بېول کيږي   .  يعني د مظلومو ډيره کيو جګړه د ظالمو  لږکيو پرضد   . خو دا درې څلور لسيزي کيږي چي د دغه شاني   مبارزې لوری  بدلون  موندلی  او هرڅه  پر دابله خوا را اوښتي دي .  نن سبا چي دغه اوسنۍ جګړې  را   رواني دي او و راتلونکي  ته  لاره خلاصوي،  نو په هغه کي    ، د عدالت، انسانيت، بشر دوستي، بشري حقوقو، برابرۍ او داسي نور انساني مفاهيمو خپل ارزښت  بايللی او ان  په هغو باندي ريشخند وهل کيږي ، د غريبانو او بې وسه  فقيرانو پرضد يعني  دغه  د انسانانو دلوی لښکر  پر ضد د يوې کوچنۍ  ډلي  لخوا د هغوی  ډله ائزي امحاء  د پاره د جګړو بندوبستونه نيول کيږي   . ددې جګړو هدف  په غرب کي د انسانانو د يوې پېړۍ  د ټولو ټولنيزو لاسته راوړنو حذفول، دلويو شرکتونو  ګټي څو چنده کول  ،په هره ممکنه توګه چي وي د لا زياتو ثروتونو  لاسته راوړل  او د عادي خلګو په ضرر د همدې نخبګانو لخوا په چم او فريب سره  د   روپو ټولول  او لوټول  دي . خلاصه  د زور دلاري   پر ټوله نړۍ باندي لاس تېرول دي  . 


 


نني « ايلوميناټان»  چي    د نړۍ  د لاندي کولو د پاره يې  جګړه پيل کړې او د مختلفو لارو څخه پر   هيوادو   را مات سوي دي ،  په دې باور دي چي  پر مځکه باندي  همدا اوس تر اندازې  زيات نفوس  مېشته دي   او  دغه اضافي  جميعت   په راتلونکي کي د هغوی د قدرت و دوام  ته تهديد پېښوي . يعني دا چي هر څونه چي د مځکي پر مخ  د نفوسو شمېره زياتيږي نو دغه « فرعونان » پردې بېريږي   چي يوه ورځ نه بله  به د هغوی  دغه حاکم اقليت  پر نړۍ  باندي خپل حاکميت   د اکثريت په ګټه د لاسه ورکو ي او ټولنيز عدالت به د اوسني ظالمانه سيسټم   په بديل کي لټوي . ددې نه  علاوه ، د نړۍ دغه په خپل سر جوړ سوي اربابان داسي هم  انګېري  چي  دغه اضافي بې ثمره د خدای بنده ګان  چي غير له ضرره بل  سود  نلري   د دوی د  اقتصادي نظام د پاره منفي ارزشونه دي په دې خاطر هم    بايد له مينځه ولاړ سي .


 


د بلي خوا ددغه   فرعونانو له نظره د  مځکي د کرې د چټلتيا اصلي عامل هم  همدغه د نفوسو زياتوالی  دی .  هغوی وايي که پر مځکه باندي دبشر دغه موجوده رقم    د پنځو تنو څخه و يوه ته را کم  سي  نوآلوده ګي او چټلتيا به هم   د  پنځمي درجې  څخه و يوې  ته را ټيټه  سي  . يعني هر څونه چي د مځکي پر مخ باندي د انسانانو شمېره  زياتيږي نو د آلودګۍ اندازه هم  ډيريږي  .  ددې سره يوځای و هر انفرادي شخص ته د طبيعي منابعو څخه د ونډي تر لاسه کول لکه اوبه، خواړه، انرژي، او د لومړنيو موادو اندازه هم  لږيږ ي   .


 


د مثال په توګه  که د نړۍ ټول خلک لکه د امريکايانو غوندي ژوند وکړي، نو په هغه صورت کي به  بشر يت  د مځکي د کرې په څېر و  پنځو  نورو ورته  سيارو ته اړتيا پيدا کړي . خو  که د انسانانو دغه رقم  د ايلوميناټانو د افسانو پر اساس  د پنځوتنو څخه و يوه   ته را کښته  سي ، د ژوند دپاره به  د همدې فرعونانو تر واکمني لاندي يوازي همدغه   يوه سياره کفايت وکړي . هغه مهال   به د آلودګۍ او د طبيعي زيرمو لانجې  به  بېله دېنه چي دغه موجوده  اقتصادي  سيسټم  سره وشليږي  ، حل و فصل وي .


 


په دې بهير کي لومړنی انتخاب دادی چي  بشر بايد  د مصرفي ټولني    او د هغه د ګټو څخه  صرف نظر وکړي، خو  دغه لار د پخپل سر جوړسوي اربابانو له نظره د قبول وړ نه ده . دوهمه  لاره داده چي بشريت  و   نوي تکنالوژيو او انرژيو ته مخه  کړي   او پر هغو باندي پراخه   سرمايه ګذاري ولګوي  ترڅو د ژوند و چاپېر يال ته لږ تاوان  ورسوي ، خو انرژي په کلي توګه او  پخپل  ذات کي نسي کولای  د اړتياو او د مصرف  و اوسني سطحي ته ځواب ووايي .  دغه د حل لاره ډېره ګرانه   ده  او ټولنه هم  دبې ثباتۍ  څخه نسي ژغورلای   . له دې امله پخپل سر جوړ سوي  اربابانو لومړۍ لاره غوره ګڼلې ده، يعني دا چي قدرتمنده  ثروتمندان   بايد  اجازه ولري د صنعتي  ټولني  ټوله  امتيازات د ځان د پاره  خوندي وساتي، او په عين حال کي د يو وپشتمي پېړۍ په نيمايي کي د مځکي  د نفوسو ټوله  شمېره  و يوه ميلياړډ تنو ته را کښته او د  ژوند پر چاپېريال باندي د فشار اندازه را کمه کړي .


 


د نړۍ د اربابانو  د اهمو  سټراتيژيکو هدفو څخه يو بل هم د انرژۍ پر توليد باندي کامله  اتکاء او اتوماتيکه لاسرسي ده . هغوی غواړي په دې  توګه  و کولای سي  د انسانانو ځای  ماشيني دستګاوي  ونيسي او  خپل ځان د معاش خوره انسانانو  د احتياجه څخه  خلاص کړي .


 


د څه ناڅه  شلو کالو راهيسي د ميليارډرانو سرمايه دارانو  ټول ممکنه تلاښونه و دې ټکي ته متمرکزه دي تر څو  د توليد  کامل روند يو دم   اتوماتيک او ماشيني کړي  .  مصنوعي انساني هوښ  په ماشینانو کي ځای پر ځای   او د معاشخوره انسانانو ځای په و نيسي . په دې توګه تلاښ کيږي د توليد او د انرژی پروسه ، د توکو د  حمل ونقل پروسه، بانکي، پولي او د راکړي ورکړي  ټولي شبکې د يوه سره    د کمپيوټري او  اتوماتيک  ماشيني  سیسټم په وسیله  په کار ولويږي او هغه په خپله ګټه اداره کړي   . په دې هکله لکه چي ليدل کيږي زياتي لاسته راوړني هم لري .


 


په دې  ډول او  د نورو وجوهاتو په خاطر د نړۍ د بشري  نفوسو  پر ضد د«حذفياتو» جګړه شروع سوېده . خو  بشري وګړي چي ددې پسته     به  په « بې مصرفه» انسانانو بدليږي  ،  د جبري کار په اردوګاوو کي به لګياوي او سمدستي به د مځکي د کرې څخه نه « حذفيږي »،  البته، په تدريجي توګه  يې د له مينځه تللو بندوبستونه نيول سوي دي .   د ژوند دچاپيريال څخه  يې ګټه اخیستنه محدوديږي، بېکاره کيږي ، لاسونه يې د غذایي موادو څخه لنډيږي، دصحي، درسي، او انرژتيکي  اړتياو څخه محروميږي . د بې وزګارۍ  دپاره يې ټولنيزه  بيمه يا له مينځه ځي او يا کميږي، د تقاعد حقوق يې و نه څه ته راټيټيږي ، د عام ولس  د پاره چي   همدا اوس کوم د صحي او تعليمي خدمتونو په نامه  يو نظام سته، هغه  سره شليږي ،  ددې سره  يوځای د برېښنا  د بازار خصوصي کول هم  د هغو تدابيرو د جملې څخه دي چي په دې ورستيو وختو کي د همدې کار دپاره تر لاس لاندي نيول سوي دي .


 


په دې ډول  لويه انساني د بېوزلانو او  فقيرانو کتله  چي خپلو بې وسيو او د پلان سوي  نابسامانيو په وجه ،حالاتو پر سر اخيستي  دي،په ټولنه کي د  هغو  ترټل سوي   انسانانو سره يوځای  چي   د پردې ترشا دد سيسو ښکار سوي دي   لا نور هم  په  فقر، سوء تغذي، ناجوړيو کي غرقيږي  ، اوپه  تدريجي  مرګ باندي محکوميږي .  همدارنګه د نړۍ د نفوسو دغه اضافي او «ناخواسته جميعت» کېدای سي د اپيدميو د لاري مثلاً  په هوا، اوبو  او يا په صنعتي غذایی موادو کي د قصدي  اپيډميو او بيولوجيکي  وايروسونو د خپرېدو د لاري  د  ډله ايزه تباهيو قرباني سي،  او يا دا چي هم  د  قصدي جګړو د لاري    له مينځه  يو وړل  سي او  هيوادونه يې  لاندي سي  .


 


د نمايشي   ډيـموکـراسـي  زوال


ددې سر جوخت  نن  په ټول غربي هيوادو کي د « امنيت» مسئله   يوازي   د زياتو پرګنو د سرکوب   په خاطر   يوه بهانه ده  په دې کار  هم ډيموکراسي  ور باندي  ځپي او هم يې په پای کي توګه د زوال  و کندي ته   شوه کوي  .


 


د ډيمو کراسۍ زوال، د ولسونو سرکوبي  او ديوه پوليسي حکومت ټينګېدل د اقتصادي ليبراليزم د لازمي اړتياوو او مکملاتو څخه ګڼل کيږي . دا ټوله  د زور زياتۍ او عکس العملو سره د مجادلې په منظور تر سره کيږي  او دا په دې خاطر هم ده  چي د ولسو د را پاڅېدو او بغاوت، د حتمي  غلاوو، د چوراو چپاول  او داسي نورو مخه په و نيول سي . څو ملتيزه لوی  شرکتونه  او د ميليارډرانو لخوا نصب سوي دولتونه  دهمدا اوسه څخه د  خپل ورانوونکي سیاست  دپلي کولو دپاره   دداسي  ولسي پاڅونونو و  مرګوني   سرکوب ته  ځانونه  آماده کړي دي  . رسنۍ چي يک لوخته د ميليارډرانو په ولکه کي دي  هغوی د تبليغاتو دلاري  په خلکو کي  د انتقاد روحيه ضعيفه او هغوی  په خپلو کړو کي و  بايد و نبايد ته  مجبوره کوي  .


امريکايي ميليارډر « وارن بافت »، چي په ۲۰۰۸ کال کي د نړۍ تر ټو لو لوی  خر پوله ميليارډر پېژندل سوی دی  په دې اړه ،وايي : « دا رشتيا ده  چي طبقاتي جګړه روانه ده . خو دا  زما طبقه، يعني  د پيسه دارانو قشر دی  چي د دغي  جګړې  لارښونه کوي  ، دا موږ يو چي   د بری په درشل کي  ولاړ يو . . .»


 


د چـونـګـوښـي  تـجـربـه  او  د  انسـانـانـو  تـدريـجي  امـحـاء


سويسي ليکوال او فیلسوف  «اوليويه کلړک»  په خپل مشهوره  کتاب کي چي   «  چونګښه چي نه پوهېده پخه سوې ده … او د ژوند نور درسونه » نوميږي ، کاږي : « تاسو د سړو اوبو  يو ډک  دېګ په نظر کي ونيسی چي په مابين کي يې  يوه چونګښه   اوبازي کوي  .  که ددې دېګ لاندي  اوربل سي   طبعاً  اوبه   قرار قرار توديږي او چونګوښه به  هم  هغه  تر يوه وخته پوري  د خپل مزاجه سره سم  وويني او حتی خوند به  لا  ورکي ،  ځکه نو همداسي په اوبو کي  تا وبالا کيږي  ا و خپلي اوبازۍ   ته به دوام ورکوي .  خو کله چي په تدريج سره  اوبه   ګرميږي نو  دا ګرمېدل   لږ شاني دهغه څه نه زيات  دي چي د چونګښي  پر طبيعت  دي  برابر وي ، ځکه نو  چونګښه  د  ستړيا  احساس کوي خو  ددې بابته نه وارخطا کيږي  . څو شېبې  باد چي اوبه ښه  سرې کيږي نو  چونګښه هغه يو غير عادي حالت   ګڼي  او   ويوه  آني  عکس العمل ته يې  اړباسي  خو دا خواره کۍ  دونه  ضعيفه سوې  وي چي  داسي يو عکس العمل  نسي  ښکاره کولای ، ناچاره   په سختي سره  حالات زغمي . په دې توګه د اوبو حرارت  تر هغه اندازې پوري  رسيږي  چي بالا نو د چونګوښي آن  ختلی  او بې له دېنه چي د دېګ  څخه  يې د را وتو هڅه کړې وي ، سا ور کوي  او  پخيږ ي .


 


ددې  تجربې   لوی سبق  دادی  چي هرکله   کوم منفي بدلون په تدريج او قرارۍ  سره تر سره کيږي  نو  موږ د داسي بدلونو و عواقبو او مرګوني  تأثيراتو   ته نه پام  کيږي   او زياتره  موږ و هيڅ عکس العمل يا مخالفت  ته  هم نه  تحريکوي . که څوک د ټولني  هغه څه  تر سترګو تېر کړي  چي په  تيرو دو درو لسيزوکي تير سوي  دي ، نو متوجه کيږي چي يوآرام او تدريجي منفي انحراف  يې تحمل کړی  او دهغه سره يې خوی هم نيولی دی . ډېر هغه څه چي دېرش څلوېښت کاله پخوا  به  چا ته ټکان  ور کاوه او يا زموږ د خښمېدو او عکس العمل باعث به ګرځېدی ، خو نن سبا  په تدريج سره   ته په عادي او  بې ارزښته  شيانو  باندي  اوښتي دي، او لږ آزار را کوي .  . . يا حتی داچي  غالباً به زياتره  کسان په ډيري بې تفاوتۍ  سره  د هغه  څخه  تيريږي .   !


 


نن د علم او پرمختګ په نامه  ترټولو وحشتناکه او  ډېر بېرحمانه  تاوانونه  زموږ د نړۍ و ښکلي طبيعت ته متوجه  سوی دی ،زموږ د نړی  انساني شرافت   او زموږ د نړۍ  د محرومو او تر ټولو بېوزله او فقيرو  پرګنو د ژوند حالت يې زار کړی او د هغوی څخه يې د ژوند خوښۍ  اخيستي دي .  څوک چي هغه بدرنګه او تور وحشتناکه  تصويرونونه چي د راتلونکي د پاره طرحه کيږي او اعلان سوي دي، تر سترګو تېروي، نو   ددې پر ځای چي  پرګنې د هغه د ناوړه شراېطو د عواقبو  و عکس العملو ته را وپاروي  او ياد هغه د نه  تطبيق   د پاره     تدبيرو نه  و نيسي  ، دا ټول  ددې د پاره   تر سره کيږي چي   خلک    په رواني  لحاظ د هغه و قبلېدو ته آماده کړي   . نن د نړۍ والو مغزونه   داسي د رسنيو  په اطلاعاتي  بمباريواو خبري تنوعاتو کي   مشبوع  سوي دي چي  زياتره د خلکو سر د هيڅ شي  په ماهيت نه خلاصيږي  او دا  نسي تشخيصولای    چي څومره خطرناکه  دامونه دهغوی و راتلونکي ته  او د هغوی  د ډله ائيزي امحاء د پاره غوړېدلي دي .


 


د پـرګنـو   د کنټـرول  اسټـراټيـژۍ


هغه اسټراټيژۍ ، ټاکټيکونه او تدبيرونه چي د نړۍ د اوسني فرعونانو او اربابانو لخوا  د پرګنو د کنټرول  د پاره تر لاس لاندي نيول سوي دي،  په  لاندي ډول  خلاصه کېدای سي    :


 


   د خلګو د افکارو  انحراف   او  د هغوی څخه  د لاري و  ليکي د ورکېدو سټراتيژي : د ټولني د کنټرول اساسي او اصلي عنصر د مهمو مسائلو څخه د خلکو  توجه او پاملرنه و بلي خواته اړول  ده  تر څو د سياسي او اقتصادي نخبګانو د پرېکړو څخه د هغوی فکرونه  پر بله خوا واوښتل سي او هغوی په  بې معنی  او دوامداره سرګرميو   مصروفه کړي  ، يا داچي  د زياتو شيانو څخه يې بې خبره وساتي .


د خلکو  افکار مصروفه ول ،  هغوی په اريانۍ کي پرېښودل  او د پيښو د مسیره څخه د هغوی منحرفول   دا د انحراف د سټراتيژۍ يوه مهمه برخه ده . دغه سټراتيژي پرګنې دې ته اړباسي چي  ددوی پام د ټولني د اساسي او حياتي  موضوعاتو څخه و بې اهميته شيانو ته را وګرځوي . هغوی داسي مصروفه  او يا په ځان  اخته کړي  چي کله  خپل کور، يا کلي ته راځي  نو بالا  ددې فرصت  او حوصله و  نه لري  چي  پر نورو   اساسي شيانو دي  فکر وکړي  او خپل  پام  دي  د ژوند وراتلونکي   ته واوړي   .


 


  د لانجو خلقول   او هغوی  ته  بيا د خپلي  خوښي پر اساس د حل لاره   پيداکول :  دغه  شېوه داسي هم نومول سوېده چي « لومړی مشکل ايجاد کړه،  بيا  عکس العمل را وپاروه  او وروسته  د خپلي خوښي د حل لاره  را مخته که »  .  يعني لومړۍ داسي هڅه کيږي چي په لوی لاس يو مشکل ايجاد  او يو مخکي تر مخکي  اټکل سوی « وضعيت»» را مينځته سي ، داسي  چي د يوه عمومي عکس العمل  را پارېدنه   په نظر کي نيول سوی وي .  په داسي حالت کي  پرګنې پخپله  دداسي  اقداماتو د عملي کېدو غوښتنه کوي، چي  همدغه  نخبګان يا اربابان  يې غواړي پر هغوی باندي يې و مني    . مثلاً، د همدې فرعونانو  د راتلونکي اقداماتو د عملي کېدو د پاره  په ځينو ښارو کي د بلوا او بغاوت د پاره زمينه برابريږي او حتی  د اخ  وډب  اجازه لا   ورکول کيږي ،  يا د همدې  هدف دپاره  د خونينه چاودونو سازماندهي کيږي . په داسي حالت کي  خلک پخپله د داسي « امنيتي قوانينو»  غوښتنه کوي چي بايد د« وضعي»  د کنټرول د پاره تر اجراء لاندي ونيول سي  . کله چي  دا کار وسي نو دا پخپل  ذات کي د هغوی پر آزاديو باندي د محدوديتونه  د لګولو په معنی دي، چي دا محدوديتونه په خوښۍ سره  مني . يا ددې د پاره چي ټولنيز حقوق يا د ټولنيزو خدماتو  د له مينځه وړلو يا کمولو د پاره  رمينه برابره کړي   او هغه بيا  په خلکو کي  د يوازنۍ د حل لاري په توګه  ومني ، نو په لوی لاس   يو اقتصادي بحران را مينځته کړي  .


 


  د ورځي د تېرېدو  ستـراتـيژي : د يوه نه  قبلېدونکي کار د قبلېدو دپاره  په کار ده وخت تير سي او  په تدريجي توګه مثلاً د لسو کالو په ترڅ کي هغه   اجرا سي . د ۱۹۸۰ څخه بيا تر  ۱۹۹۰ کلو پوري چي نوي  ټولنيز او اقتصادي   شرايط  را مينځته سول ، هغه هم  د همدې شېوې په کارولو سره  پر خلکو باندي  تحميل سوه . په هغه وخت کي پراخه بېکاري، اقتصادي او دکار  نابسامانه وضعه، د خلکو بيا ځای پرځای کېدنه، ډېر کم معاش او ډېر داسي نور بدلونونه ، دا که په آني توګه اجرا سوي وای نو بې له شکه  يې يو انقلاب  را زېږاوه


 


– د ځنډ او معطلی استراتيژي :د يوه  داسي  تصميم د قبلولو دپاره چي ناخوښي را پاروي، يوه بله طريقه داده چي  دغه  پريکړه د يوې داسي  دردونکي خو لازمي  حل د لاري  په توګه  وړاندي سي   چي په تدريج سره په راتلونکي کي د پرګنو د رضايت او موافقت باعث وګرځي . خلک مدام پر داسي خوا ګام ږدي چي فکر کوي « ځه څې کوې، سبا به هرڅه ګل و ګلذار سي » او دغه احساس هغوی ته دغه فرصت ورکوي چي دبدلون  د ايډيا سره  خوی ونيسي او  هغه څه چي پيښيږي  ناچاره هغه و مني .


 


  د خلکو سره  د کوچنيانو غوندي  خبر ۍاتري کول ،


 د خلکو په احساساتو باندي بازۍ کول او هغه   تحريکول، لکه د عراق  په ابوغريب او د بګرام او ګونټانامو په بنديخانو کي چي وسول .


  ولسونه  په  ناپوهۍ   او   تياره  کي ساتل . يعني داشاني يوه رويه کول چي خلک د تکنالوژی په درک  باندي ونه توانيږي ترڅو   داټول   د دوی د کنټرول او بردګۍ  د پاره  وکارول سي،   په بل عبارت د تعليم او تربيې   حالت چي  د ټولني و ټيټ قشر ته رسيږي نو د هغه  کيفيت بايد ډېر نامطلوبه وي .داسي چي د جهالت هغه لوی خندق چي  دټولني د عامو خلکو او  د لوړو مرفه طبقو ترمينځ  پرېښودل سوی دی  ، فقيران او غریبان   لا نور هم  منزوي  کړي  . دوی تلاښ کوي دغه واقعيت بايد و  ټيټو قشرو ته  ددرک وړ  نه وي او همداسي بايد وساتل سي .


 د چټياټو او ابتذال خواته  د خلکو تشويقول تر څو د  بي فرهنګۍ څخه   خوند واخلي


 د ګناه  احساس په   بغاوت او طغیان باندي  اليشول . په خلکو کي دداسي يو باور را مينځته کول چي شخص دا ومني هغه څه چي دده په ماحول کي پيښيږي دا ټول د هغه د خپلي بې کفایتۍ، هوښيارۍ، د هغه توان او تلاښو نتيجه ده   اويا  دا ټول  د هغه د بد قسمتی په خاطر ده . په دې توګه  شخص پر ځای ددې  چي  د اقتصادي ناسولټه نظام  په ضد  ږغ راپورته کړي ، خپل ارزښت دونه راټيټوي  چي شخص  پخپله د ملامتيا احساس وکړي  او همدغه کار هغه و نوميدی ته کښېباسي چي  د سعی او تلاښ نه يې را وګرځوي .


 داخبره هميشه ويل کېده چي  د عملي کردار نه بغير  بدلون نسي راتلای


 


په نړۍ کي د نفوسو د کمښت  بندوست  


انګليسي سنډې ټايمز ورځپاڼي د تېر مې په څلرويشتمه نېټه د يوې مقالې په ترڅ کي چي عنوان يې وو « د ميليارډرانو کلوپ د نفوسود  زيادښت د  مهارولو په لټه کي  » ليکلي او د هغي  مخفي غونډي څخه يې پرده پورته   کړه چي  د نفوسو د کمولو په هکله يې  د  مالي فرعونانو  سیاسي اراده پاش کړه . دغه ليدنه د «مايكروسافت» بنسټ ايښودونکی ميليارډر  «بيل ګيټس»، ميليارډر  «وارن بافت» او«ډيويډ راكفلر» لخوا سازماندهي سوې وه . په دې غونډه کي ددې اشخاصو نه علاوه  د نيويارک ښاروال«مايكل بلومبرګ» ، د سي ان ان مالک«تدټرنر » او ځينو نورو شخصیتو هم  برخه درلوده .


دغه کسانو پردې خبره تأکيد کړی دی چي د مځکي د کرې د ټولو مصيبتو اصلي عامل همدغه  د نفوس زياتوالی دی . «تدترنر» د يوې مصاحبې په ترڅ کي دغه باور هم  بيان کړی دی  چي د نړۍ د نفوسو ايډآله شمېره بايد تر ۹۵ فېصدو پوري  را ټيټه  سي   او  د ۲۵۰ میلیونو څخه تر ۳۰۰ ملیونو تنو  پوري   را ورسیږي . «تدترنر» په دې اړه يو ميليارډ ډالر  د ملګرو ملتو په واک کي ايښي دي چي د« ټرنر فاونډېشن»  سره يوځای خپل ټول تلاښونه په هره ممکنه توګه چي وي    د نفوسو و کنټرول ته راواړوي .


خو د دې « نژادي پاکېدو»  مفکوره يا  «پروژه »  د ۱۹۲۰ راهيسي د راکفلړ د فاونډېشن  او د نورو مالي قدرتو طرحه هم  وه چي هدف يې د  ژنتيکي لارو نه د اربابانو د خپل  نژاد  تخليق او وده  وه .


 


کله چي هنري کيسينجر په کال ۱۹۷۴ کي  د امريکا د ملي امنيت مشاور وو نوموړي  په يوه ګزارش کي ليکلي وه  چي « د دريمي نړۍ په هيوادو کي د نفوسو کمېدل  د امريکا د بهرني سياست يو عمده محور جوړوي» دغه ګزارش  د دريمي نړۍ  په ديارلسو هيوادو کي  ددغه سياست په عملي کېدو باندي تينګار کاوه . دد غه سیاست  اجرايوي   لاري چاري   لوږه،د خلکو خسي کول او جګړه  په ګوته سوېده  . دغه دولتي سند چي په کال ۱۹۸۹ کي خپور سو، ياد سوي هيوادونه يې دداسي هيوادو په نامه ياد کړي دي چي د امريکا د جيو پولټيکو اهدافو د پاره خاصه ګټه لري او دې خبري ته صراحت ورکول سوی دی  چي د نفوس  زيادښت ، خاصتاً ځوان جمعیت و امريکا يي لويو مؤسسو او  شرکتو  ته يو انقلابي تهديد  ګڼل کيږي  . دغه هيوادونه د هند، بنګله دېش، پاكستان، نايجريا، مكسیکو، اندونزيا، برازيل، فيليپين، ټايلنډ، مصر، تركيه، اټيوپا او كلمبيا څخه عبارت وه .


 


انګليسي فيلسوف لوړډ «برټراند راسل» په خپل د «پر ټولنه باندي د علم اثر» نومي   کتاب کي لا پخوا ليکلي وه چي : « په اوسني وخت کي د نړۍ نفوس  مخ په  زياتېدو  دی .  پر دې  بهير باندي جګړو چنداني تأثير ندی کړی . زه دا ادعا نه کوم چي د مواليدو کنټرول به د نفوسو په نه  زياتوالي کي   يوازنۍ د حل لاره وي . نوري لاري هم سته . په دې اړه جګړو  نا اميده کړی يو، خو ښايي ميکروبي جګړې خپل کار وکړي . لکه چي کولای سو د نړۍ په هر نسل کي  « تور مرګ»  خپور کړو،  هغه چي پاتي کيږي و به کولای سي بې له دېنه چي نړۍ ډکه کړي،  آزادانه   توليد مثل وکړي 


 


«د ميکروبي جګړو پر مختللي شکلونه چي يوازي خاص نسل  تر هدف لاندي را ولي کولای سي د ميکروبي جګړې، يوه سيمه خپل هدف وګرځوي  او  دا کار د سیاسي پلوه بيخي عملي دی »


 


 دغه خبري چا په خپل  ستراتيژيک   سند کي کارولي دي ؟  نازيانو؟ د  پلپوټ رژيم او که کوم بل چا؟ دا خبري هيچا نه وې کړي غير له  «پل ولفوويتز»، «ډيك چني»، «ويليام كريسټول»، «ډونالډ رامسفلډ» او په امريکا کي هغو نورو   نوي محافظه کارانو او د هغوی همکارانو چي « د نوي پېړۍ د پاره يې د امريکا پروژه » جوړه کړې وه . دغه پروژه د بوش د منفوره دولت ايډيالوژېک  چوکاټ جوړاوه .



نن داسي ميکروبي وسلې موجودي دي  چي کولای سي يوازي پر ځينو خاصو ژنو يا نسلو باندي   لکه  افريقايان، آسيايان او ….  باندي  اثر وکړي او هغه  له مينځه يوسي  .


 


نوربيا


اخځونه  :


مونډياليزېشن، لودووار- سايبرسوليدر، -سيتي نت- پورتاي آلبر- آلټرنیف، ايلوميناټي، سټراټيژيک رويو  او د ويکي پيډيا ويب پاڼي