کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ملي شخصيتونو ښاغليو للندري او معروفي ته وړانديز

ملي شخصيتونو ښاغليو للندري او معروفي ته وړانديز

په تیره اونۍ کې د (افغانستان آزاد – آزاد افغانستان) په ملی پورتال کې لومړی افغان دروند شخصیت لیکوال او شاعر محترم عبدالطیف صدیقی للندری صاحب او په تعقیب یې جناب انجنیر خلیل الله معروفی صاحب د خپلو تحصیلي خاطراتو په ارتباط  خپل د سترګو لید افغانانو ته تقدیم کړل. دواړو جنابانو د خپل یو استاذ څخه چې مرحوم عبدالجبار خان (معلم تاریخ) نومیده، خپلې ژوندئ، یعنی د لومړي لاس خاطرې ولیکلې. زه داسې لیکنو ته ځکه ډېر اهمیت ورکوم، چې دا رنګ مسایل چون د یوه لیکوال د سترګو لیدلۍ بهیر دئ، او په ضمن کې لوستونکۍ په هیڅ وجهه د لوستلو څخه یې ستړیا نه احساس کوي، بلکې په مینه یې لولي او خپل معین عبرت او نتیجه ورڅخه اخلي. زه قاصر هم چې څه نا څه د قلم سره تماس لرم، له پخوا دغه موضوع زما په ‌ذهن کې ګرځیده، چې خپل د تحصیلي دورې په باب، چې د ظاهر شاه د ټولواکۍ نه پیل کیږي، یو څه ولیکم.
دلته زما پیغام  او یا هم وړاندیز هغو درنو افغانانو ته، چې خپلې پخوانۍ خاطرې لیکي، دا دئ، چې د خپلې خاطرې او یا مضمون په پای کې په لنډ یا هم تفصیلي ډول خپله وروستۍ ارزونه یا نتیجه ګیرنې هم  ورداخله کړي، او وې لیکي، چې هغه دم څوک په افغانستان سیاسی واکمن یا په بل عبارت د پلازمینې کابل د ارګ د ماڼۍ څخه یې په دې بد بخته ملت حکومت چلاوه…!.
مثلا جناب للندری صاحب د خپل ښوونځي (د حبیبیې لیسې) په باب او د خپل ډیر نادار او بیچاره ژوند په باب د نورو ورسره هم صنفانو او بلاخره د خپل یو محترم او ګران استاذ مرحوم جبار خان په اړه خورا په زړه پورې مسایل لیکلي دي، همدا راز محترم معروفی صاحب هم د للندري صاحب دا اقدام ستایلۍ، او له دې چې معروفی صاحب هم د حبیبیې لیسې یو زده کوونکئ تیر شوئ دئ، د جناب استاذ جبار خان په باب یې نور څه هم لیکلي او د هغه خدای بخښلي ډېر فقیر او غریب ژوند، لیکن لوی افغانی شهامت او لوړو انسانی اخلاقو څخه یادونه کړې ده.لیکن دواړه درنو لیکوالانو د خپلې لیکنې په باب، نتیجه ګیري ته نه دي تللي، او دا مهمه مسله یې نه ده ذکر کړې، چې په هغه تور بخته دور کې (خاموشی قبل از طوفان) د غدار او قاتل نادرشاه یو بی کفایته او بې رحمه زوی د هیواد ټول واک!! اعلیحضرت ظاهر شاه په نوم یو کس په شاهي ارګ کې ، بې تفاوته پروت وه، او دا ملت نه په اکثریت کې، بلکې د تقریبا ۹۵ په سلو کې په نهایت لوږه، بی سوادۍ، جهالت او توهین او تحقیر کې شپې او ورځې سبا کولې…!؟، آخر ولې؟؟، ولې دا ملت او دا مستعد او زحمتکش ولس تر دې حده فقیر ژوند درلود؟ آیا زمونږ هیواد دا ښکلۍ افغانستان د داسې مناسب او عالي اقلیم او د ډیرو زیاتو طبعی منایعو او کانونو په شتون کې، ولې په درې وخته عادي خوراک پسې سرګردان وه؟؟ دا المتوکل د ټولو واک محمد ظاهر او د هغه خیانت کاره ترونه او نور د نادری کور غړي !! آخر دا پوره نیمه پېړئ په څه مصروف او بوخت وه؟ البته باید فکر مو وي، چې افغاني ملي خاینان او قاتلان لکه خلقیان او پرچمیان او اسلامي دوکانداران هم نادری کور او له هغې جملې ظاهر شاه غندي، چې دا جانیان بیا دلته خپل شخصي او بانډي اغراض لري، لیکن زه فقط د ولس له آدرس او د معلم صاحب جبار خان مرحوم له موقف نه نادریان له ګریوانه رانیسم. د یوه دولتي زعیم دنده او مسوولیت څه وي؟، فقط او یوازې د خپل تاج او تخت ساتل اوبس…!؟. هغه اصل چې پاچا ظاهر شاه ورته متوجه وه. البته باید ذکر کړم، چې للندري صاحب او معروفي صاحب حق لري، د نادری واکدارانو په باب خپله مثبته دفاعیه هم ولیکي، دا هم د هغوی حق دئ، اما که هغه دوره نه تاییدوي، بهتره ده، خپله لازمه سیاسي تبصره هم پرې وکړي.
په هر حال، زما نظر او تحلیل دا دئ، چې هغه درانه افغانان چې په هره دوره کې یوه خاطره هیواد والو ته لیکي، بهتره ده، د لیکنې په پای کې یوه وروستۍ نتیجه او عبرتناکه ارزوونه هم لوستونکي ته پیشکش کړي.