کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / قاري يوسف احمدي : ناټودروغ وايي که کرزی ؟

قاري يوسف احمدي : ناټودروغ وايي که کرزی ؟

 


څه موده وړاندې دکابل رژیم لوړپوړوچارواکواعلان کړه چې داسې شواهدیې پیداکړي چې له  نامعلوم لوري نامعلومې چورلکې نامعلوم افراد دهیوادپه شمال ته انتقالوي دکابل دحکومتي سرخیل کرزي لخوا دغه اعلان شوی انکشاف دومره ګونګ اومبهم وه چې داعلان په خبری کنفرانس کې یې دژورنالیزم دشپږو بنسټيزو پوښتنو له جملې یوه هم ځواب نکړای شوه ښایي دابه په مطبوعاتي  نړۍ کې هغه ترټولو ګونګ خبروه چې له ټول ابهام سره سره یې بیاهم دنړیوالوخبرونو په سرټکوکې  ځای ورکړل شو.


غربي رسنیو دنامعلومو دلائلو په موخه داموضوع  تروروستۍ کچې وشاربله تردې چې په ځینورسنیو کې تراوسه لا تکراریږي .تیره  ورځ هم دکرزی دبغلان والي ادعاوکړه چې دبغلان  ولایت په حدودو کې یوځل بیادغه افسانوي څرخکې کیناستلې اودافرادو له شیوه کولو وروسته په نامعلوم لوري الونیا شوي .


مونږ په دقیق ډول نه پوهیږو چې اخرپه دې خاص شرائطو کې دداډول خوب اوخیال دبیانولو اوبیامطبوعاتي کولو موخه څه کیدای شي .


که هدف داوي چې دهیوادپه شمال کې دیرغلګروپه وړاند ې دمجاهداولس دمخ په بریا مقاومت په اړه هیوادوالو ته شکونه راولاړکړای شي اویاپه بیلابیلوتورونوتورن کړای شي نوداخودشاعرپه وینا (خیال است ومحال است وجنون ).ځکه افغانان دسرپه سترګوویني چې دصلیبي اشغال  په وړاندې مقاومت کوونکي څوک دي اوولې مقاومت کوي دوی ټول دخپلې سیمې هرمجاهدله مشره  ترکشره نام په نام پیژنی چې څوک دی اودچازوی دی په څه ډول وسله جنګیږي اودکوم هدف لپاره یې دې خطرناکې مبارزې ته ملاتړلې .


دهیوادپه شمال کې جهادکومه نوې خبره نه ده اونه هلته دیرغلګروپه وړاندې مقاومت کومه داسې نایابه پدیده ده چې بایدپه چورلکوکې ورولیږدول شي دهیواددشمال اولسونوهم دنورو افغانانوغوندې تل په برحق جهادکې ونډه اخیستې قربانۍ یې ورکړي چې دافغانستان تاریخ په دې اړه پوره صراحت لري بناء له دې حقیقت سره سره ګومان نه کیږي چې څوک دتبلیغاتي هڅوپه زوردغه داولس له منځه راپنځیدلی عقیدوي جهاد له نامعلوم لورې راواردشوی تعبیرکړي .


جهاد دیرغلګروپه وړاندې نفرت اوقیام اوله خپلو حقوقو څخه دفاع دافغانانو دیني ملی اوپه خټه کې ګډشوي ارزښتونه دي چې بل لورې ته منسوبول یې ښایي عقلی کمزوري وبلل شي .


له بلې خواکه دقیق وکتل شي دکرزي په  ګډون دکابل په واک ناست ددغسې دروغجنو نغارو غږونکي زیاتره هغه خلک دي چې دافغانستان قلمرو اوسیاسي چاپیریال ته په طبعي ډول نه دي راداخل شوي بلکې زیاتره یې دافغانستان لپاره دبوش دپروژې دبریالیتوب په موخه دنړۍ له بیلابیلو هیوادونواومختلفو ادارو راټول کړای شوي اوبیادچورلکواوالوتکوله لارې ددې هیواد په پاکه خاوره دیسانټ کړای شوي نوځکه اوس داولس له غیږي په راپورته شویو مجاهدینوهم همداسې ګومان کوي .


دوی بایدپوه شي چې که مجاهدین دداسې پټواوشکمنو معاملو معتادوای نوبیابه ستاسو استخدام اوراتګ ته ضرورت نه وه پیښ شوی اوله لویه سره به دامعضله دمعاملې له لارې هواره شوې وه .


مونږ په زغرده اعلان کړی چې دافغانستان دازادۍ اودلته دیوه شرعي نظام دنفاذلپاره جګړه زمونږ دیني اوانساني حق دی دامقاومت به دافغانستان په هره برخه اوسیمه کې روان وي خپلواکه رهبري او روښانه پالیسي به یې هغه ځانګړتیاوې وې چې په هیڅ بیه به له پامه ونه غورځول شي .


په پای کې ویلای شوچې دکرزي اعلان شوي شمال ته دڅرخکو دتګ راتګ موضوع هغه څه دي چې ترډيره یې خپله دنوموړي دخارجي انډيوالانو څرګندونې هم ردوي .


ځکه مونږبه بیابیادمطبوعاتوله لارې اوریدلي چې بهرنیویرغلګرو دافغانستان دځمکني اوهوايي قلمرو دڅارنیزپوښښ اومراقبت دعوه کړې په دې لړکې دناټو دیو لوړپوړي پوځي هغه خبره رااخیستی شو چې څه موده وړاندې یې رسنیوته و یلي وه چې ناټو دآواک په نامه دالوتکوپه مټ دفضايی څارنې یوداسې سیستم په ټول افغانستان کې په کارګمارلی چې اوس ددوی له اجازې پرته یوه الوتکه هم نشي کولی دې هیوادته داخله شي مګراوس دادی دهمدې ناټو والو داشغالګرانه پروګرام یوممثل حامدکرزی ادعاکوي چې په شمال کې نامعلومې څرخکې کوزیږي .


سړی نه شي ویلی چې په دې اړه ناټو دروغ وایی که کرزی ؟