په كوټه كي د سركاري هسپتالونو په واټونو كي د سختي ګڼي ګوڼي له كبله لار نه كېږي، د دې خاص وجه دا ده چي د عام او غريب اولس شخصي روغتونونو ته لاس رسى نه كېږي او په حكومتي روغتونونو كي له سمي تداوۍ څخه سرټكوي، خلګ دا شكايت لري چي نه خو په روغتونونو كي دواياني وركول كېږي او نه هم ډاكټران په خپل وخت باندي خپل كار ته حاضرېږي. عبدالرحمْن چي خپله كور واله يې د كوټي له كچلاك څخه د كوټي حكومتي روغتون ته د علاج لپاره راوستې وه او په ناروغ حالت كي يې بېرته له روغتون څخه وړله وويل: ”مجبوره يم چي له دې ځايه يې كوم بل شخصي روغتون ته يو سم ځكه چي دلته نه ډاكټران سته نه دوايي، كه مريض مري هم خو ډاكټران سر نه پسې ګرځوي“. كه دا خبره رښتيا وي چي: ”كه سړى مړي هم خو ډاكټران سر نه پسې ګرځوي“ نو له دې سره خو به نور هم د خلګو ژوند له مشكلاتو سره مخ سي. كه څه هم په دې روغتونونو كي د عامو او غريبو خلګو سم علاج نه كېږي خو بيا هم په روغتونونو كي زياته ګڼه ګوڼه وي او له خلګو څخه لاره نه كېږي. ډېرى خلګ دا ګيله كوي چي په دې روغتونونو كي نه دارو سته او نه هم ډاكټران خو بيا هم له خلګو څخه لاره نه كېږي، نو كله چي مي دا پوښتنه له محمد نبي سره شريكه كړه نو هغه په ځواب كي راته وويل: ”بله خوا نه سته چي موږ ورسو، همدا سركاري روغتونونه زموږ لپاره ښه دي كله كله يو نيم ډاكټر راځي، دارو درمل په خپله له بازاره څخه راوړو خپل مريض ته، په كوټه كي نور هم ډېر شخصي روغتونونه سته خو هلته بيا د غريبو خلګو وس نه رسېږي“. يو بل تن جمعه خان چي له تېرو څو ورځو څخه په سركاري روغتون كي بستر دى وايي چي: ”زه كه مرم كه پايم دلته به يم ځكه زه دومره وس نه لرم چي په كوټه كي لويو ډاكټرانو ته ورسم نو دلته بستر ښه يم“. كله چي مي له جمعه خان څخه دا پوښتنه وكړه چي لوى لوى ډاكټران خو دا دي چي د ورځي په دې روغتون كي كار كوي او ماپښين وخت په خپلو شخصي روغتونونو كي كار كوي او مريضان ګوري هغه وويل: ”دغه ډاكټران اكثره په سركاري روغتونونو كي په سهي توګه ناروغان نه ګوري او ناروغان تر ځان تېروي بلكې ډېرى ډاكټران په سركاري روغتونونو كي ناروغانو ته د خپل شخصي روغتونونو بلنه وركوي او هلته بيا زياتي پيسې ورځني اخلي“. دا ښكاره خبره ده چي په كوټه كي په سلګونو شخصي روغتونونه شتون لري چي په هغوى كي د عامو خلګو نه بلكې د خاصو خلګو د طبابت لپاره كار كوي او دغو روغتونونو ته هغه كسان ورځي چي ښې ډېري پيسې ولري ځكه چي كه يوې خواته د ډاكټرانو فيسان له كچي وتلي دي نو بلي خواته ناروغ ته تر اندازې زياته دوايي وركوي چي د هر چا وس نه ورباندي رسېږي. كله چي يوه شخصي روغتون ورغلم او هلته مي له څو تنو ناروغانو او د ناروغانو له خپلوانو سره خبري وكړې نو اكثره خلګو دا شكايت درلود چي ډاكټران خو سته خو تسه خبره هم څوك دلته چاته بې پيسو نه كوي. ګل مير چي ښځينه ناروغ يې دې شخصي روغتون ته راوستى و، كله چي مي له ده څخه پوښتنه وكړه چي دلته دارودرمل سته يا ډاكټران راځي هغه راته وويل چي: ” هو دلته ډاكټران سته دوايي موږ په خپله راوړو خو يوه خبره دا ده چي كله موږ خپلو ناروغانو ته له بازاره دوايي راوړو نو هغه دوايي د دې روغتون نرساني غلا كوي او بېرته يې په درملتونونو كي خرڅوي “. لنډه دا چي په كوټه او شاوخوا سيمو كي لكه ږوب، لورالايي، كلاسيف الله، پښين، چمن، كلاعبدالله خان، موسْى خېل او داسي نورو ټولو سيمو كي د روغتيايي كارونو دا ستونزي دي او د دې ټولو سيمو خلګ له پرېشانيو سره لاس او ګرېوان دي.