دا چې پاكستان په كال ۱۹۴۷ كې له بريتانوي هند څخه تش په نامه د يوې آزاد شوي دولت تر نامه لاندې د ځينو هيوادونو د ناروا او شومو موخو او په سيمه كې د بې ثباتي او بې امني لپاره د پوځي بنيادګرو، افراطي ډلو او په ځانكړى توګه د څارګرۍ ادارې ( اى اس اى ) تر څارني او نظر لاندې را منځ ته شوى هيواد ده چې د نوموړى هيواد ټول واك او اختيار د دغو ترهګرو ډلو او سازمانونو په لاس كې ده. او د بهرنى سياست په تعينولو كې اساسي رول لوبوي بيا په تيره د ګاونديو هيوادونو پر وړاندې ځكه چې اوس دا ټولې نړۍ ته ثابته شوى چې په پاكستان كې د حكومت بدلون يا د يو او بل ګوند په واك كې راتلل هيڅ معنا نلري هغه څه چې د دغه هيواد استخباراتي سازمان او پوځي بنيادګرانو غوښتنه وي تر سره كيږي او دوي غواړي چې په سيمه كې په تيره بيا په افغانستان كې ترهګرو او تروريستو ډلو ته وده وركړي او افغانان د ترهګرۍ په چارو كې دومره ككړكړي چې تر څو دوي خپلو شومو او ناروا موخو او ارمانونو ته ورسيږي.
اى اس اى د پلورل شويو ملايانو په واسطه د ځان مرګي بريدونو د جواز فتواوي وركړي او د ځان مرګي بريدونو تربيتي مركزونه يې په وزيرستان،باجوړاو د پاكستان په ځينو نورو سيمو كې پرانستل تر څو د سيمي هيوادونو په تيره بيا د افغانستان د پر مختګ پر وړاندې خنډ جوړ كړي.
دا چې اوس نړيواله ټولنه او د امريكا متحده ايالات په دى باور دي چې پاكستان د تروريزم او مذهبي افراطيت اصلي مركز دى. نو دا په كار ده چې د تروريزم د ختمولو لپاره خپلو پوځي عملياتو ته ادامه وركړي او يا هم د پاكستان له حكومت او په ځانګړى توګه د نوموړى هيواد له پوځ او استخباراتو څخه د ترهګرو او افراطي ډلو پوره له منځه وړل وغواړي، او د تروريزم پر وړاندې د مبارزي په نوم چې مالي مرستي له نړيوالې ټولنې څخه تر لاسه كوي نورې بندي كړي ، او له يوه اقتصادي بحران سره يې مخامخ كړي تر څو د هغوې له ملاتړ څخه لاس واخلي او له نړيوالې ټولنې سره په ريښتيني توګه ملتيا وكړي او له خپلې دوه مخۍ پاليسي او لوبي څخه لاس په سر شي. تر څو نور د دغو هيوادونو مظلوم او بې ګناه خلك د دوي د ناروا او شومو موخو ښكار نشي او په يوه سولييزه فضا كې خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بوځي . او دا يو حقيقت ده چې تر څو پورې په پاكستان كې د دغه ناسور زخم چاره نه وي شوي په افغانستان، هند، مركزي اسيا او حتى په نړۍ كې د سولې راوستل به يو خوب او خيال وي.
پاكستان د تروريزم زيږنده او ملاتړ كوونكي دي چې د نوموړى هيواد دغه كړنلارې نړيواله ټولنه د سيمي هيوادونه بيا په تيره افغانستان له تهديد سره مخامخ كړى دى ، او غواړي چې دغې بشرى ضد پديدي ته په نړيواله كچه وده وركړي او ورځ په ورځ يې لمنه مخ په پراخيدو ده چې ټوله نړۍ يې د تروريزم له تهديد سره مخامخ كړي. او بيا د خپلو دغو ناوړو او غير اسلامي كړنو تور په يو بل هيواد باندې ولګوي، كله چې څو ورځي د مخه د ايران د سيستان او بلوچستان په سيمه كې د يو ځانمرګى بريد په پايله كې د ايران د سپاهي پاسدارانو د مرستيال په ګدون په لسګونو تنه شيهدان او په لسګونو تنه نور ټپيان شول او وروسته له هغه څخه د ايران دولت د پاكستان دولت تر ګواښ لاندې راوست چې د نوموړى بريد طراحي د پاكستان په خاوره كې شوي او د دغه بريد پړه هم د جندالله ډلي پر غاړه واخيسته چې دا ټولې نړۍ ته روښانه ده چې د جندالله ډلي مشر د پاكستان په خاوره كې استوګنه لري، خو دغه حقيقت سره سره د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمن ملك په ډيري بې شرمې سره بيا هم د تيرو وختونو په شان په دغه حقيقت سترګي پټي كړي او وويل چې د جندالله ډلي مشر په افغانستان كې ده او په دغه بريد كې يې د پاكستان د ترهګرو ډلو لاس لرل رد كړل او زياته يې كړه چې مونږ د دغې پيښي په څيړنو كې د ايران له دولت سره هر اړخيزو مرسته ته تيار يو. د پاكستان د كورنيو چارو وزير خو د بيت الله مسحود، حكيم الله محسود، طاهريولداش او دوي ته ورته نورو كسانو اوسيدل هم په پاكستان كې نه منل او خپل ځانونه يې ستړي كړل چې دغه كسان په افغانستان كې دي خو كله چې د نړيوالو ځواكون د عملياتو په ترڅ كه مړه شول نو بيا د پاكستان دولت په ډيره جكه غاړه او وياړ سره د پاكستان او نړيوالو رسنيو له لورې د هغوي وژنه په پاكستان كې په پراخه كچه اعلان او هغه يې د مجبوريت او ناچاري له امله د پاكستان لپاره يوه بريا او ښه زيري وباله چې بيت الله مسحود، حكيم الله مسحود، طاهريولداش او فلان فلان د نړيوالو ځواكونو د هوائي عملياتو او يا هم د پاكستاني ځواكونو په عمليات كې د پاكستان په وزيرستان او داسې نورو سيمو كې ووژل شول. نو اوس د پاكستان د كورنيو چارو وزير ښاغلى رحمن ملك په كومو سترګو بيا هم دا تور په افغانستان لګوي چې ګواكى جندالله په افغانستان كې ده او د ايران د سيستان او بلوچستان د بريد طراحي په افغانستان كې شوي ده، دا په خپله د پاكستان دولت دوه مخۍ پاليسي او چلند څرګنده نښه ده چې د نړيوالو پر وړاندې يې غوره كړى ده او اوس غواړي چې يو ځل بيا د خپلو شيطاني اعمالو پړه پر نورو واچوي او ځان د ايران له ګواښ څخه په بې شرمي او بې ننګي خلاص كړي.
غواړم چې د پورته يادوشويو ويناوو د ښه ثبوت لپاره د پاكستان نامتو ليكوال احمد رشيد د ليكني يوه برخه د بيلګي په توګه ياده كړو چې په خپل كتاب په نوم د ( ګډوډۍ ته ورشيوه كيدل) هغه ليكي ( د پاكستان پوځ او د هغه هيواد مقتدر استخبارات اى اس اى طالبان د راتلونكي سياليو په منظور د ستراتيژيكي پانګي په ډول ساتي او روزي . ځكه چې اى اس اى او په پاكستان كې نورې افراطي او بنيادګري ډلي په دي هڅه كې دي چې د طالبانو او القاعده ډلو په واسطه د ائتلاف او ناتو ځواكونه په افغانستان كې له ستونزو سره مخ كړي. همدا سبب دى چې د پاكستان پوځ او استخبارات د طالبانو او القاعده په ځپولو كې هم د زړه له كومي برخه نه اخلي. د پاكستان پوځ او مشرانو نه يوازي په سيمه كې دوه مخي پاليسي غوره كړي ده بلكې د نړيوال ائتلاف سره هم دوه مخي پاليسي راخيستي ده. پاكستان له يوې خوا ځان د غرب ملګرى بولي او له بلي خوا د غرب، افغانستان او هند له دښمنانو سره مرسته كوي هغوي ته د سيب ځاى برابروي او روزنه وركوي، هغه وايي اى اس اى د طالبانو، كشميري افراطيانو او مذهبي ډلو ملاتړ كوي هغه اى اس اى په دوه مخي پاليسي تورنوي او ليكي چې اى اس اى دموكراسي سبوتاژوي، طالبانو سره مرسته كوي او يوداسي تباه كونكى بهرنۍ پاليسي تعقيبوي چې د هند او افغانستان څخه پر ډار او بيرې را څرخي).
څرګنده خبره دا ده چې پاكستان د تروريزم او مذهبي افراطيت مركز دى. تر څو پورې چې په پاكستان كې د دغه ناسور چاره نه وي شوي په افغانستان، هند،ايران، مركزي اسيا او حتى په نړۍ كې د سولې راوستل يو خوب او خيال دى.
دا يو واضيح او څرګند حقيقت ده چې د پاكستان پوځ او استخباراتي سازمان په خپله ترهګر او د ترهګرو سرلارې حكومت ده او د ترهګرو پر مټ د يوې پراخي امپراطوري خوبونه ويني . خو دا چې ترهګرى نړۍ ته ګواښ پيښ كړى او د نړۍ لښكرى يې په وركولو پسي راوتلي دي نو د پاكستان حكومت د نړۍ پر وړاندې دوه مخى چلند غوره كړى ده له يوې خوا سر د ترهګرو پر ضد د ټلوالې له كريوانه راباسي او له بلې خوا په پټه او ښكاره سره د ترهګرو ننګه كوي هغه هم د اسلام د ساتني او ټينګولو په موخه نه، بلكې د پنجاب د امپراطوري جوړولو په موخه.
همدا رنګه د پاكستان نامتو خبريال احمد رشيد په وينا د پاكستان اردو د طالبانو رهبران نه په نښه كوي او د تيرو پنځو كلنو را په ديخوا يې د طالبانو مشرانو ته اجازه وركړى تر څو د پام وړ سيمي څخه تښته وكړي او په يوه مناسب او امن ځاى كې ځانونه پټ كړى.
څه موده د مخه د وال استريت ژرونال ورځپاڼي هم ليكى وو چې د القاعده ډلي مشران د پاكستان په سرحدى او بې قانونه سيمو كې د نويو تروريستي حملاتو د طرحي او د مالي منابعو په لټه كې دي، او زياته كړى ده چې پاكستان په نړيواله كچه د القاعده د عملياتو په مركز بدل شوى او په نوموړى هيواد كې دغه تروريستي او ترهګري ډلي د دې اجازه تر لاس كوي تر څو يوځل بيا د خپلو تشكيلاتو او ډلو د بنسټ په ايښودو سره خپلي اړيكي د القاعده نورو ډلو له سره ټينكې كړي، او زياته يې كړه چې دا يو روښانه حقيقت ده چې د پاكستان سويل، لويديځي سيمي د القاعده د مشرانو په اصلي ځالو بدلي شوي دي.
په پاى كې نړيوالې ټولنې او په تيره بيا د سيمي هيوادونو ته دا ويل غواړو چې اى اس اى د هيوادو د ورانولو او د مظلومو خلكو د وژلو او بربادى ونډه پر غاړه اخيستي، نو مونږ ټولو ته په كارده چې د پاكستان دولت او په ځانګړى توګه د اى اس اى د دغو شومو او ناروا موخو پر وړاندې يو موټى او د سپر په شان ودريږو تر څو زمونږ د هيوادونو او ولسونو پر وړاندې د اى اس اى دغه ناروا او غير انساني موخي د تل لپاره شنډي شي او دغه هيله او ارمان يې د تل لپاره په زړنو كې د يو ناسور زخم په شان پاتي شي.