ډاکترعبدالله عبدالله کندهاری دی که پنجشیری ؟؟؟
چي دکرزی صاحب وزیرخارجه ؤ کندهاری ؤ اوس چي یی سیا ل جوړسوپنجشیری سو ده خلګوته ویل چي کندهاری دي دی باید پخپله ووایی چي نه دی کندهاری ،
دکله نه چی دبن کرغیړن کنفرانس دایرسویدي ټول افغانان خصوصا پښتانه تربل هروخت کړیږی . نه ورته په دولت کي څه حثیت ورکول سونه په ملت کي ، اونه هم په ټولټاکنوکي کرزي چي کله ناکامه سی بیا پښتون سی اودپښتوالی چغي شروع کړی خوچی کله دده ضرورت پوره سی اودقدرت مزی یی ټینګي سی بیا یی پښتانه او پښتوهیره سي . کله چي ولسمشرکرزی ددموقتی اداري دمشرپه حیث امریکایانوپه زور دافغانانوبراوږوسپورکړي . له هغی ورځی نه ترهغوچي دی دضطراری لوي جرګي لخوا هم په توطیه اودسیسه مشرټاکل کیږی دده مصاحبی اومرکی حتی خصوصي مجلسونه وکتل سی بیا سړی ښه قضاوت کولای سي چي کرزی پخپل عمرکی دوه واره پښتون سویدی چي هغه دټولټاکنوورځی وی اوبیا دپښتنودپاره زهرګرزیدلی دی دبیلګی په ډول کله چي دي په پاکستان کی ؤ زیات وخت به یی دبدخشان اوپنجیشیر دقوماندانو اومجاهدینوسرښندنی اووطن دوستی اورښتنی افغانیت خبری کولی . طالیبان اوپښتانه مجاهدین به یی دای اس اي خلګ بلل . ده یوځل بدخشان ته سفرکړیؤ په هرمجلس کی به دبدخشان دپوهنتون دمحصلینودمشکلاتواواحساساتوصفت کاوه
کله چی دی ترین کوټ ته ولاړی اودهغی خوایی جګړه شروع کړه په دغه وخت کي په کابل کی طالیبانوسقوط کړیؤ اودشمالی ټلوالي ملیشۍ کابل ته پخپل سر ننوتی ده دیوی نړیوالورادیوسره مرکه درلوده په هغه مرکه دده نه پوښتنه وسوه چي په کابل دشمالی ټلوالی لښکری ننوتی دابه ډیرستونځی رامنځ کړی خصوصا دپښتنودپاره به ډیرمشکلات وتراشي ده په جواب کی وویل چي زه داستاربانی سره تلفونی تماس لرم دتشویش وړه نده . ده ویل چي دشمالی تلواله هم دد ی وطن خلګ دی داپښتنواوتاجکومسله نده . کله چي دی دترین کوټ نه کندهار ته راوګرزیدی نودکندهار ، هلمند ، ترین کوټ ، اوزابل مشران یی هرکلی ته راغلی وه اوده ته یی په کندهار کی دوی خبری وکړی لومړی داچي ځه کسان له کندهار ه اونوروپښتنی سیمونه کابل ته درسربوزه دابه ستاسی اوپښتنودامنیت دپاره مرسته وکړی ، ده داخبره په ډیرترش تندی رد کړه اووی ویل ماته دافرق نه لری چي داکندهاری دی اوداپنجشیر ی دي ،یوازی دیوه امریکایی عسکرسره کابل ته راغلی مارشال فییهم په خصوصی مجلس کي ویل چي کله کرزی صاصب دلومړی ځل دپاره بګرام هوای ډکرته راغلی موږ فکرکاوه چي اوس به لس زره پشتانه لښکرورسره وی حتی مارشال فهیم ویل چي موږپه کابل کی دډوډی اوځای بند وبست هم ورته کړی ؤ ترروغبړوروسته مي پوښتنه وکړه چی ملګری اوعسکری دی ځه وخت رارسیږی ؟ فهیم وایی کرزی جواب راکړی چي زما عسکراوملګری تاسی یاست زه ترتاسی بل ځوک خپل نه لرم ، مارشال فهیم وایی چی زه هغه ګړی پوه سوم چی موږته خدای راکړه اوزموږ بخت پرغرووختی . دوهم ـ کله چی کرزی دترین کوټ نه کندهار ته راغلی دکندهار، هلمند. ترین کوټ ، زابل ، مشران یی مخ ته دملامحمد عمرکورته هرکلی ته ورغل یومشرځنی وپوښتل چي تاهغه مهمی چوکی دری مهم کلیدی وزارتونه لکله کورینوچارووزارت ، دملی دفاع وزارت ، اوبهرنیوچارووزارتونه سره ترلومړی مرستیالی ویوی ولسوالی ( پنچشیر)ته ولی ورکړیدی؟ هغه په ډیرعجبه لهجه جواب ورکړی دبهرنیوچاروزیرعبدالله عبدالله کله پنچشیری دی هغه زموږاوستاسی خپل کندهاری دی خواوس چی دده په مقابل کی کاندید دی سره له دی چي دشمالی ټلوالی اکثریت مشران اوقاتلان پخپله له کرزی سره ولاړدی خوبیا ده اوس دځینوکړیوپه واسطه اوازی خپری کړیدی چي اوسني ټولټاکني دتاجکواوپښتنوجګړه ده که کرزی صاحب ډاکترعبدالله پنجشیری بولی مهربانی دی وکړی پخپله دی دتلویزون دلاری ووایی چي عبدالله عبدلله پنجشیری دی څګه ده کندهاری کړیدی اودي باید پنجشیری کړی که داسی نه وی نودادیوه ولسمشردپاره ډیرجفا ده اودافغانستان ملی وحدت دشخصي قدرت قربانول دی چي داعمل نه ملت اونه تاریخ بخښلی سی چي ځوک دټولټاکنورقابت ته دپښتنواوتاجکوجګړی رنګ ورکوی ه اودفغان ولس ترمنځ دنفاق تخم پاشۍ ډاکترعبدالله اوشمالی ټلواله چی دده سره ملګری همداتش په نامه مارشال فیهم پرپاچاخان ځدران لښکرۍ کشي کوله په هغه ورځ دکرزی صاحب پښتنی احساسات ولی مړه وه .په تخارکی دری سوه کورنی دوه کاله دازبک ملیشولخوا محاصره وه اوخپلوکوروته یی چانه پریښودل ټولوپښتورسنیوچغی وهلی چي پښتانه وژغوری خوکرزی صاحب هیځ ځان ونه ګراوه په هغه ورځ کرزی صاحب نه پښتون ؤ اونه یی پښتانه په یاد وه خواوس دقدرت دپار ه دومره تاوده سویدی چي برده راټول چاپلوسان اوکمپاینران اوځینی قاچابرانوپه خوله په عامومجلسوکی ددوهم ځل ټولټاکنی دپښتنواوتاجکوجګړه تبلیغیو ی . په پاکستان کی ددوه میلونومهاجرینوپه شاوخواکی افغانان ژوند کوی چي تراتیا فیصده زیات یی پښتانه دی ولی دکرزی په واکمني کي هم دپارلمانی ټولټاکنواوهم دد۱۳۸۸کال دولسمشری په ټولټاکنوکی درایی ورکولونه محروم دی که چیري په پاکستان کی افغانی کډوالوته برخه ورکول سوی وای نن به کرزی وتقلب ، درواغو، رسوایی ته څه ضرورت درلودی په اوله دوره کی په ډیره اسانه بی تقلبه اوټګیوبری ترلاسه کړیواي .
کله چي موقته اداره ختم سوه اوانتقالی دولت منځ ته راغلی ، کرزی صاحب پروفیسررسول امین دپوهنی له وزارت نه لیری کړي اوپرځای یی یونس قانونی دپوهني وزیروټاکه قانونی په یوه پیشنهاد کی لس کسه پښتانه ریسان ، یومرستیال ، یونیم سل دښوونځیومشران له دندو ګوښه کړه هغه ریسانوکرزی ته مراجعه وکړه دده جواب داؤ چی قانونی صاحب مجاهد سړی دی باید خوابدی نه سی . هغه ورځ کرزی صاحب ولی پښتون نه ؤپه داسي حال کی مرستیال اوریسان هم ټول مجاهیدین وه قانونی صاحب یی په عوض کمونستان ، جنرالان راوستل اوریسان یی مقررکړه
همدااوس په شمال کی داربکیوپنامه ددوستم خونخواری ملیشۍ دامنیت ترنامه لاندی دولت مسلح کوي یوازی دبغلان اوتخارترمنځ پنخلس پوستی دامنیت ترنامه لاندی جوړی سوی دی چی غړی اومشران یی اکثریت هغه ملیشی دی چي دی چي دپښتنوقاتلان دی . که دپښتنوپرکلواوباڼډوبمونه اوری اوښځي یی په امریکایی سپوداړل کیږی ددی ښاغلوپښتنی جزبات ولی ویده دی . هغه دواصفی صاحب خبره ده چي په دی اوس کی په یوه مرکه کی ویل چی
چی مشریی عمبروی اختربی مازدیګروی
په پښتنوهغه کانه سویده .