نور خلک لاړ شي قلم واخلي کتابچه واخلي
پښتون چې لاړ شي دخپل ورور مرګ ته وسله واخلي
هله به دلته کې سکون راشي او سوله راشي
چې قلم لاسو کې پښتون او پښتنه واخلي
لېونۍ پام کوه چې سره جوړه بيا وانه غوندې
ځوانان خو څه چې بوډاګان به هم لمبه واخلي
خاونده دې وطن کې بيا هغه دوران راولې
چې ځوان اتڼ او پېغله لاسو کې چمبه واخلي
که دغه مسته يوه شپه خاوند په ګير راولي
خداى راستي که رانه يو مينټ دمه واخلي
لېونۍ ويلي چې په اور باندې به يې ونيسم خو
( يرغل ) مې خداکه له سرو شونډو نه مزه واخلي
ځانته په قهر شم چې ته ولې جانان نه لرې
چې زما مخکې څوک له ښکلي نه بوسه واخلي
يوه ونه ويل چې ( يرغله ) راتر غاړې ووځه
که خداى تعالى خو دې دا واړه ښايسته واخلي