د افغانستان په ټولو لویو ښارونو او په ځانګړې توګه پلازمینه کابل کې ګران هیوادوال د دوه سترو ستونزو سره لاس په ګریوان دي. لومړۍ ستونزه د وګړو لپاره د استوګنځای او سرپنا نشتوالې او دویمه ستنونزه د لارو بندش، د ځمکنې ترافیکو ګڼه ګوڼه، بې نظمې او ګډوډې ده. غواړم چې په دواړه ستونزو په جلا جلا توګه رڼا واچوم .
ویل کیږې چې دا مهال د کابل ښار په ټولو برخو کې شاو خوا پنځه میلونه وګړي ژوند کوي، او دا شمیره د پخوا په پرتله تر ټولو لویه ده. دا ځکه چې د هیواد د سیاسې او ډپلوماتیک مرکز په توګه په کابل کې د یوي خوا د دولتې چارواکو، خارجې ډپلوماتانو او وسلوالو ځواکونو، موسساتو او د مدنې ټولنو د کارکونکو شتون او شمیره لوړه شوي او د بلې خوا په هیواد کې د نفوس د کچې لوړیدل، په ولایاتو کې ناامنې، د کډوالو بیرته راتګ، د سوداګرو او پانګه اچونکو لپاره ښه مرکز او د غریب کاره وګړو لپاره د کار کولو امکانات په دغه ښار کې د ګڼې ګوڼې لاملونه ګڼل کیږي.
په پورته پراګراف کې لیدل کې چې په کابل کې د میشتو وګړو شمیره د پخوا په پرتله څو ځله لوړه شوي،
ولي استوګنځایونه او کورونه د اوسیدونکو په پرتله کم تر سترګو کیږې. دا په داسې حال کې ده چې هغه کورونه او لوړپوړیزه ودانۍ چې د شخصې پانګه اچونکو له خوا جوړیږې د وګړو د شمیر په تناسب نه دي، او د بلې خوا حکومت هم د ښار د پراختیا او د وګړو لپاره د استوګنځایونو د جوړلو کوم عملې پروګرام نه لري، هرڅه فقط د کاغذ پرمخ دي او حکومتې اداري د دې په انتظار دي چې د بهرنیو هیوادو څخه بلاعوضه مالې مرسته د دې کار د ترسره کولو لپاره ترلاسه کړي. دغه راز په دولتې ادارو کې اداري فساد او د دولتې ادارو د کار کونکو له خوا کار شکنې او میرزا قلمې د هغو وګړو د کار مخنيوي کوي چې لږ تر لږه په خپلو مټو د ځان لپاره د کور جوړولو توان لري. له همدي کبله په کابل کې د کرایې او خرڅلاو کورونو نرخونه ډیر لوړ تللې او د خرڅلاو کورنه د خپل اصلې او حقیقې قیمت څخه څو ځله لوړ پلورل کیږي خو د دې سره سره بیا هم هغه چا ته چې د پیرودلو توان یې لری کور نه پیدا کیږي. نو په پایله کې زمونږ ډیر هیوادوال کډه په سر کوڅه په کوڅه د کابل په ښار کې د کوډلې (سرپنا) پسې پریشانه ګرځې.
د دې ستونزي یوه د حل لاره دا ده چې د ښار جوړولو وزارت، ښاروالي او نوري اړونده دولتې اداري دې لاسونه سره یو کړي او د ښار په دننه او بهر کې دې د وګړو د استوګنې لپاره ښارونه او ښار ګوټې جوړ کړي، او په عینې حال کې دې د موجوده ښار د نقشې په سمون کې اړین ګامونه پورته وکړي. د ښار او ښار ګوټو د جوړولو لپاره دې دوي د دولتې شرکتونو او یا د دولت په اعتماد او سرپرستۍ د خصوصې شرکتونو څخه کار واخلي. دولت دې د دې کار د ترسره کولو لپاره د بهرنیو هیوادو څخه مرسته نه غواړي، بلکه د پروژو د ډیزاین او ترتیب سره سم دې د پروژو د بشپړیدو نیټې او د کورونو قیمتونه پیرودونکو او مینه والو ته اعلان کړي، او د کورنو د قیمت د پریکولو میتود باید داسې وي چې پیرودونکې په پیل کې د کور ۲۰سلنه قیمت پریکړي او د ۲۰ سلنه کار د بشپړیدو څخه وروسته دې۳۰ سلنه قیمت پریکړي او د ۵۰ سلنه کار په بشپړیدو سره دې ۴۰سلنه قیمت نور هم پریکړي، او پاتې ۱۰ سلنه قیمت دې د کور د سپارولو سره سم پریکړې او په دې توګه به نه سیخ سوې وي او نه کباب. دغه راز وګړو ته د عامه خدماتو د برابرولو په موخه دولت مکلف دې چې هرې پروژې ته تر ټولو لومړې سرک، بریښنا او اوبه ورسوي او لګښت دې د دولت د هغې بودیجې څخه چې د عامه خدماتو په بدل کې لاسته راغلې وي تمویل شې، او یا دې د هغو خصوصې شرکتونو چې په دې پروژو کې په کار بوخت دي د کپیټل (پروژو د تطبیق پانګې) څخه کار واخستل شې او لګښتونه دې بیا د کورونو په اصلې قیمت اضافه شې. زما په اند په دې کار سره به هم دولت ګټه وکړې او هم خصوصې شرکتونه او هم به مو بې کوره وګړې په اسانه توګه او ارزانه بیه د کورنو څښتنان شې او د استوګنځای د نشتوالې ستونزه به د تل لپاره اواره شې.
بله زړه بوږنوونکې ستونزه دا ده چې د کابل په ښار کې همیشه عامې لاري او سرکونه د ځمکنې ترافیکو د ګڼې ګوڼې له امله بندي وي. موټرې او نور نقلیه وسایط په ساتونو ساتونو په سرکونو او لارو کې په لیکه ولاړي وي او له همدې کبله په چا د دفتر ناوخته شې او په چا د ښونځې او حتې داسې پیښې هم لیدل شوي چې عاجل ناروغان روغتونونو ته په لاره د سرک پر سر تلف شوي دي دا ځکه چې د سرکونو د بندش له کبله هغوي روغتونونو ته په ټاکلې وخت کې و نه رسول شول. په هر حال د ډیرو وګړو په اند د دا ډول ترافیکې ستونز لاملونه په لاندې ډول دي:
۱. دا چې زیات شمیر نړیوال وسلوال ځواکونه د ښار په دننه کې میشته دي نو زیات شمیر عامې لاري او سرکونه د دوي له خوا تړل شوي دي.
۲. د ښار په دننه کې لا اوس هم ډیر سرکونه او پیاده روونه وران او ویجاړ دي.
۳.د سرکونو پر غاړه، په چوکونو او څلور لارو کې ترافیکې اشاري او نوري اسانتیاوي نه شته.
۴. لوړ شمیر موټر چلونکې ترافیکې قوانین نه مرعات کوي او یا پری هیڅ نه پوهیږي.
۵. د ښار په ډیرو برخو کې د سرکونو پر غاړه خوراکې توکې او نور د اړتیا وړ شیان پلورل کیږ ي چې دا هم پخپله د لارو د بندش لامل ګرځې.
د پورتنیو ترافیکې ستونزو د حل لاره دا ده چې بهرنې وسلوال ځواکونه دې د ښار څخه بهر ویستل شې او عامه لاري دې د ترافیکو پرمخ خلاصې شې دا ځکه چې د ژنیو د نړیوالو لوظنامو پر بنسټ باید وسلوال ځواکونه په داسې سیمو کې میشته نشې چې عام وګړو او ولس ته تري د مرګ او ژوبلې ستونزه او خطر پیښ شې. سرکونه، پیاده روونه او د سرکونو تر غاړو د اوبو لښتې دې ترمیم او ورغول شې. د ترافیکې قوانینو پوهاوي دې عام شې او د ترافیکې اشارو او لوحو استعمال دې رواج شې او بالاخره د سرکونو د غاړې سودا پلورونکو ته دې ځانګړې مارکیټونه جوړ شې. د دې کارونو د عملې کیدلو لپاره دې ښاروالي او د ترافیکو ریاست، د ښار جوړونې او فواید عامې وزارتونه او نور اړونده دولتې ارګانونه ټول په ګډه سره کار وکړي.
د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.