کندهار : دآيساف په بريد کي ٧ تنو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتي.
د کندهار ښار د چوڼي په سيمه کي د شنبه د ورځي په دري بجو کله چي د ڼړي والو ځواکونو کاروان د نوموړي سيمي څخه د تيريدو په حال کي وه چي په يوه عراده موټر يي ډزي وکړي چي په نتيجه کي څلور ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل شوي او دري نور ټيان شوي دي .
د کندهار ولايت د مقام د مطبوعاتي اعلاميه په قول آيساف ځواکونو د ملکي خلکو په موټر ډزي کړي چي له امله يي دوه ښځي ، يوه ماشومه انجلي او يو ځوان وژل شوي دي او در ي نور د دوو ښځو په ګډون ټپيان شوي دي .
په اعلاميه کي د ملکي وګړو وژنه غندل شوي او د پيښي په اړه د پلټنو د پيل خبره هم شوي.
د وژل شوو د کورني يوه غړي د کندهار په ميرويس روغتون کي لر او بر ته وويل : ټول وژل شوي کسان د ده د کورني غړي دي ، اورور يي او د کور يو شمير غړي يي د واده د سودا د اخيستلو له پاره بازار ته تلل [ سبا د واده ورځ وه ]چي آيساف [امريکايي] عسکرو د اورور په موټر مي ډزي وکړي چي زمونږ د کورني څلور غړي وژل شوي او دري نور ټپيان شوي دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه