" /> " /> " /> " /> داغستان : د ماشوم پر بدن قرآني اياتونه راښکاره کيږي – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / داغستان : د ماشوم پر بدن قرآني اياتونه راښکاره کيږي video

داغستان : د ماشوم پر بدن قرآني اياتونه راښکاره کيږي video

د رويټرز د راپور له مخي د روسيې د داغستان جمهوريت د[ کيزليار] نومي ښارپه يوې مسلمانه کورنۍ [ياقوبوف] کښي د يوه ۹ مياشتني ماشوم پر بدن د قراني آياتونو نښي-نښانۍ ليدل سوي دي چي د روسي رسنيو پام يې ځانته اړولائ دئ .

د نوموړی ماشوم چي [علي] نوميږي د بدن پر مختلفو برخو په عربي ژبه د قرانکريم مختلف اياتونه د ماشوم د پيدايښت راهيسي په پر له پسې ډول را ښکاره کيږي چي د اياتونوبڼه اول تېزه سي او د څو ورځو په جريان کښي بيرته په خامه بڼه اوړي او بيا د بل نوي ايات په شکل راڅرګنديږي چي پدې سره د ماشوم د بدن د تودوخي درجه هم د سانتي ګراډ په حساب تر ۴۰ درجو پوري ورسره جګيږي چي د ماشوم د ژړا باعث هم ګرځي.

داغستان : د ماشوم پر بدن قرآني اياتونه راښکاره کيږي  د [علي ] پر بدن د ښکاره سويو اياتونو بيلګي د ورځو په جريان سره د يو بل سره توپير پيداکوي خو وروستی ايات چي د [علي] پر بدن ليدل سوئ وو داسي وو :

 [ الله خالق کل شی ء ] مانا داچي الله (ج) د هر څه پيداکوونکی دئ .

په لومړي سر کي چي کله د [علي ] مور وپلار دا موضوع د ډاکتر او روغتون سره شريکه کړل نوهغوی دا يوه نوې جلدي ناروغي وبلل خو پدې اړه بيا يوه طبي کارکوونکې [روسولووا] وايي چي له طبي اړخه زه پدې اړه څه نه سم ويلائ ځکه چي د ایاتونو ليکلې بڼه يوه طبعي واقعه ده خو موږ د [علي] د مور له خولې يواځي دومره پوهيږو چي دا د ماشوم د بدن د تودوخي سره مستقيم ارتباط پيداکوي او کله چي د ماشوم د بدن تودوخه په لوړېدو سي نو موږ پوه سو چي د ماشوم پر بدن  د قرآن شريف کوم بل ايات راښکاره کېدونکئ دئ، بل دا چي [علي] د مور و پلار دوهم ماشوم دئ نو د هغه د خور په هکله تر نن ورځي پوري داسي کومه واقعه نه ده ليدل سوې .

دا واقعه هغه وخت لا پسي مشهوره سوه کله چي د کلي امام د ماشوم پر بدن را ښکاره کېدونکي علامې په قرآن شريف کښي پيدا کړلې او پدې ډول نو خبره تر راډيو او ټلوېزيون پوري را ورسېدل چي اوس د [علي] دوی کورته هره ورځ يو زيات شمېر خلګ د هغه د ليدلو او کتلو دپاره ځي او راځي، روسي مسلمانان غربي نړۍ ته د اسلام د رښتيني انځور د وړاندي کولودپاره پدې واقعې سره زيات وياړي او دا يوه معجزه ګڼي .

ساينس پوهانو لا تر اوسه پدې اړه کوم نظر نه دئ ورکړئ .







 


انګليسي وېډيو :



روسي وېډيو :


تبصره نسته

  1. Subhanallah…
    Q: is there any proof for this in Quran or in Hadith?
    Jazkallah for yor answer.

  2. الله اکبر
    This is really amazing !!!

  3. الله اکبر
    This is really amazing !!!
    انشا الله دغه پورتنی پيښه به په ريښتیا هم د الله (ج)د قدرتونو ښودل وی خپل مخلوقاتو ته

  4. الله اكبر الله اكبر الله اكبر

  5. ما شاءالله.. بيشكه چې د پروردګار نښانې په هر شي كې ښكاره كږي.خو كه مخلوق ايمان پرې راوړي او له زړه يې ومني.

  6. الله اکبر!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
    سبحان الله!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

  7. خدای دی نور هم داسی معجزی کفارته وشیی چی دغه حرامیان پوه شی چی اسلام مقدس او یوازینی حقیقی دین دی .

  8. ا لله اکبر الله اکبر الله ډېر لوى دى ټول عالمونه الله پيدا کړي او هم دد ه په کنترول کي يوزره هم د ده د ارادي بغير سخه هرکت نسي کولاي
    ورونو لو مړي بايد له دي سخه مسلمانان عبرت واخلي او پر قرآن باندي پوره باور او يقين وکي په موږ مسلمانانو کي خصوصاً په ما کي اوس هم ډيري د منافقت علامي سته ورپسي نو بايد د نړي کفار هم دي ته راو بلل سي چي قرآن د الله له طرفه راغلي کتاب دي دا يو حقيق کتاب دي او پر دي باندي پوره باور کول د جنت ضمانت دي

    والسلام

  9. ما داسې فکر کاوه چی په اخره زمانه کې له دی نه چی کومه معجزه نه راځی اوپیغمبر هم نه وی نوهغه څوک چی مسلمان وی هغه به ډیر ستر بخت اوویاړ لری اوډیره ستونزمنه به وی چی د ماتریالیستانو، اته یستانو، داروینیانو… دبېلاره کوونکو نظرونو سره سره بیاهم هغه څوک چی مسلمان وی نو ډیر غټ کار به یی کړی وی خو داد ی الله پاک سره له دی چی خپله قران یی موږ ته دمعجزی په څیر پرایښی وخت په وخت داسې څه راڅرګندوی چی بیا بله دنیا کی کوم دلیل وړاندې نشو کړای چی ګواګې داسلام له حقانیت نه خو ښه خبر نه وو اوموږ دفساد او انحرافاتو اوعلمانی وخت کې ژوند کاوه که داپېښه ریښتیا هم حقیقت ولری اواسلامی علمایی تایید کړی اوکومه تصنعی بڼه ونه لری نو داهم یو بل حجت اودلیل دی چی الله پاکی یی دسلګونو اوزرګونو نورو دلیلونو په څنګ کې موږ ته وړاندې کوی. همدا ّڅوکاله مخکی افریقا کې یو کوچنی ماشوم وو چی په یوه عیسوی کورنۍ کې زېږدلی وو او له پیدایښت سره سم یی قرانی ایتونه له خولې وتل اوورسته بیا ستر داعی شو هم ددې راز پېښو یوه بېلګه ده چې که دانسانانو ضد نه وی نو ټول باید مسلمان شی او په قران ایمان راوړی خو چېری همدادی په افغانستان کې له بده مرغه عیسویان اوماده پرستان کېږی خدایه هدایت ستا په لاس کی دی ته مو ایمان پیاوړی کړی . آمین

  10. دایو حقیقت دی چی الله خپل مخلوق ته رنګارنګه معجوزی ورښکاره کوی هغه کسان چی ایمان لری او دخدای ویره ورسره وی دهغه ایمان نورهم قوی کیژی او څوک چی ایمان نه لری او داخدای په وحدانیت کی شک کوی دهغه لپاره دا یو ه لویه معجزه ده او دوی باید ایمان راوړی د الله په وحدانیت باندی الله دوکړی چی په دی معجزه باندی دکفارو په زړو کی دایمان نور وځلیژی او مسلمانان شی
    بیشکه چی الله ډیر لوی ذات دی الحمدالله

  11. الله ډیر لوی دی: الله اکبر ؛سبحان الله عزوجل

  12. سبحان الله دا خو د خدای پاک معجزه ده شاید پدی معجزه سره ‌ډیرکفار مسلمانان سی اود ‌ډیرو مسلمانانو عقیدی قوی سی

  13. الله اکبر کبيرا دا د الله تعالی د قدرتونو ښودل دي خپل مخلوق ته خو که دوی پوه شي چي مونږ د څه دپاره پيدا يو بايد څه وکو .

  14. Alahu akbar da di Loy Rab yowa majoza da che pa da akher wakht ki yi khpal makhloq ta shkara kawe ma che pa Awala wraz da video walida aw saba kar ta laram halta mi da qesa yowa Musalman Arab ta wakra hagha da qesa yow kafer ta wakra
    *kafer raghay zama na yi sabot waghosht ma che kala da videu warta shakara kra de kafer pa zra de Loy Rab raham washo aw pa islam bande mosharaf sho de khpali shaze pa shamol subhanullah

  15. سبحان الله
    داد الله پاک یوه لویه معجزه …………….

  16. ماشاالله الله اکبر

  17. دغه شيان سوچه دروغ دي
    الله ولي يو ځل خپل ځان په اسمان كي ټولي نړي ته نه راشكاره كوي چي په روسيه كي د يوه ماشوم پر كوناټي ځان راښكاره كوي
    زه منم چي يو غيبي قوت شته خو هغه خداي چي مسلمانان يهودان او نصرانيان او نورو اديانو والاپري عقيده لري بالكل نه منم زه وايم چي يو غيبي داسي قوت شته چي انسانيت يي لاهم د درك توان نه لري په بله معنا انسان په دي ستر كون كي دومره وړوكي موجود چي لكه د اميب چينجي چي د انسان په كولمو كي دي نو اميب چينجي به لمر او سپوږمي څنګه كشف كړي او پر نه كشف كولو يي ملامت هم ځكه نه دي چي همدغه خالق هغه دومره كمزوري پيدا كړي چي دي نه شي ليدلي
    داسي خداي چي لكه يو لك او څلورويشته زره پيغمبران چي يي راليږلي ټول دروغ دي يو احماقانه فكر او وهم دي

  18. قران شريف اسماني کتاب دي ټوله مسلمانان باورپه لري څوک چي قران شريف ته په سپک نظرگوري هغوي ته په خپله قران شريف خپله معجزه ښکاره کوي هغه دغه ده چي ټول نړي ئ ويني [

  19. زه قطعا دا نه منم چي دا ليكل طبيعي او رښتيا دي او هره طبيعي پيښه دا معنا نه لري چي ځيني داسي غيبيات دي تصديق كړي چي عقل يي نه مني
    څو كاله وړاندي د غوايي په غوښه كي يوه خطرناكه ناروغي پيدا شوه دغه پيښه مسلمانانو ته يوه ډيره طبيعي ناروغي ښكاريده خو هندوانو د خپل خداي (غوا) په حق كي يوه معجزه بلله او استدلال يي كاوه چي ګور خداي ټول انسانيت ته وښووله چي غويي څومره مقدس دي او حتي په دي اړه كتابونه هم وليكل شول تاسو او ستاسي په څير نورو مسلمانانو ته د غوايي تقدس د خندا خبره ده خو په مليونونو نور انسانان يي معجزه بولي
    معجزه معجزه نشته
    هسي خپل وخت مه ضايع كوي
    ژوند له خوړلو څښلو او تمتع نه عبارت دي
    انسان هم لكه نور ژوي يو ژوي دي اخلاق عقيده او ..كوم مفهوم نه لري

  20. الله اكبر الله اكبر دي كي شك نشته چه الله په خرڅه قادر چی او هرڅه توارن لری که رښتیا ددی دونیا ساینس پوهان او ډاکتران دا ادعا لری چه مونژ هر څه کولی شو بیګ بانګ تجربی کوی خو ناکامه شول
    نو اوس دوی ددی ماشوم په بدن باندی چه کوم د قران پاک مبارک ایاتونه راڅرکندیژی ددی د علط دوی نشی پیداکولی او دوی حق پک شویدی انسان الله پیدا کړیدی د انسان علم ټول د الله سره دی
    دا که په هر ځای کی وی دټولو مسلمان نړی ته یو لوی ویاړ دی
    خو ددی معجزی عبرت یو څّه مسلمنانوته هم یو نصیحت دی په دی سره باید مسلمانان هم خپله سمه لار تعقیب کړی یعنی د رسول اکرم صل الله علیه اله وسلم په طریقه باندی او د الله پاک په لوی قران عظیم الشان
    په لار ښونه باید عمل وکړی او څپل سری فتواګانونه صرف نظر وکړی
    او دالله پاک په کتابونو او پیغمرانو باندی دروغ ور وه نه تړی
    چه الله پاک به ورنه نه رضا شی او په لوی غاب به یی کاکړ کړی

    ستاسو ورور ولی جان محمدزای

  21. سلامونه او احترامات
    عجبه ساده او شر مونکې مثالونه پيشوي

    په زرهاوو کلونه کيږي انسان ده يوه داسي غلتي ښکار دي چه اوس نو مطلق ده منلو وړ نه ده زموږ ده وطن په په لکونو بيچاره او غريب خلګ ده هر ډول بد بختي سره مخ کړل
    زه هيران ودی ته يم هغه خلګ چه ده اسلام دعوه کوي اوس يې خپله
    ده اسلام ده بد نامي هڅې شروع کړي دي

    حظرت محمد (ص) خپله ويلې دې چه تر ما وروسته عجايبه ښکاره کول يا جادو دي يا قيامت دي اوس چه موږ ورته ګورو دا څو سوه کاله کيږي کله يوه عجايبه ښکاره سي کله بله خو نه قيامت سو اوه مسلمانان ده جادو نوم ور باندي ږدي
    او بله يې لا دا چه حظرت محمد (ص) خپله دا هم ويلې وه چه راتلونکي وخت معلو مول ده قيا مت ورځ او ده مور په نس کي ده کوچني چه نر ده او که ښځه معلومول دا ده الله څخه بغير ده چا له قدرت څخه وتلي خبره ده.
    خو او س ده مور په نس کي ده ماشوم معلو مول ډيره عادي خبره ده
    او بل داچي ده مسلمانانو اوسني اعمالو ته چه وګوري نو دا سل په سله کې روښانه کي ده پردي تر شا هيڅ نسته ته وګوره کوچنۍ ماشوم چه خپله مورداري يې په کنترول نه دده پر مورداره کونه الله خپل نوم ودونيا ته ور ښي دونده مونطقه ليري خبره ده منل يې زما په نظر ده ليوني کاردي .
    زه ده وحيدوالله خبره منم چه وايې خداي ولي پر اسمان خپل ځان وه ټوله جهان ته نه ورښکاره کوي .نور ځانونه مه خطا باسي اوکه خپله په يو څه پوه ياست نور مه خطا باسي.

  22. This is solid evidence for Muslim people and new generation holly Quran is great book Islam is the #1 religion
    Mash Allah god is great!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

  23. سلامونه او احترامات
    ګرانه وحیدالله او ژمن ته
    ګرانو ستا دواړو نظریات می ولوستل ژمن لیکلی دی چه رسول اکرم ویلی دی چه د مور په نس کی نر او ښځه مالومول د الله نه بل چاته مالومات نشته دا درسته ده دا په قران کی په واضح ډول لیکلی دی او د الله په کلام الله کی هیڅ دروغ نشته چه قران کی یی لیکلی دی چه د نر او ښځی مالومات یو الله ته بل هیچاته نشته
    خو دا ته چی کوم څه ویلی دی هغه ستا نه فهمی ده چه وایی اوس تکنالوجی په مخ ولاړه ده په الټراسوانډ کی یی مالومولی شی خو دا زمونژ د دینی عالمانو علطی ده چه غلطه معنی یی وباسی او په صحیح معنی سره تشریح نه شی ورکولی الله په پاک په قران کی 1400 کاله مخکی زکر کړیدی چه د مور په خرم چه کله ماشوم جوړیژی د هغه څحه یی مطلب دی او که دا څوک مالوم کړی چه د مور په خرم چه کله خرم اخلی هغه وخت کی الله پته شته چه نر دی او ښځه د هغه اینده چه دا به نیک عمل انسان وی او خراب به وی دا ټول الله ته د هغه ړخت نه مالومات شته که رښتیا هم ساینس د مور په خرم کی اینده نعین کړی او ووایی چه ددی خلق به دا اینده وی او نر یا ښځه نو بیا زه کوم اعتراض نه لرم نو که جیری تاسو د انډیا فلمونه ګوری چه خپل مستقبل ماشین جوړ کړی نو بیا هغه ماشین ورته د هغه وخت یعنی د مستقبل خالات ورته ښیی نو دازه څنګه ومنم
    او که چیری زیات مالومات غواړی نو د ډاکټر زاکر نایک ویډیو ګانی وګوره چه هر څومره چیلنجی سوال وی د هغه ځواب په منطق او ایات حادیثو او د وخت او زمان په مطابق به خپل جوابونه واوری او په دنیا کی داسی سوال پاتی نه دی چه هغه ورته جواب نه وی ویلی او که چیری ستا سره کوم نوی سوال د سلام مزهب په باره کی نو کولی شی چه مالومات واخلی خدای د وکړی چه زما حط پوهه شی او کومه غلطی په کی وی بخنه غواړم ستاسو ورور وی جان محمد زای وسلام

  24. دغه کيسه ريشتاده که دروغ جواب راکره وحيد الله وس دستي

  25. سلامونه او احترامات وحیدالله او ژمن ته
    ګرانو دوستانو
    تاسو په خپلو لیکلو کی دا هم څرکنډه کړیده چه که الله خپل ځان په دی شکل دونیا ته ښیی ولی ؟ خپل ځان په اسمانوکی انسانوته ښکاره کوی
    ګرانو الله هیچا نه دی لیدلی خو په قدرتونو یی پیژنو لکه اسمان ځمکه
    انسانان ژوی هوا موسمونه او داسی ډیر شیان شته چه انسان د هغه ځخه عاجز ده کیدای شی تاسی عیسی علیه سلام معجزه هم نه منی چه
    بدون د پلار نه بدون د چا د مسح نه د مور په څخه پیدا شو
    او څوک چه په عسی علیه سلام او په انجیل باندی عقیده ونه لری هغه مسلمان هم نه دی ساینس دانانو خو د بیګ بانګ په واسطه بله دونیا
    جوړه وله ولی ؟ ناکام شول څومره کالونو زحمت یی په اوبو لاهو شو
    موټر جوړول یی په قران کی نه دی زکر خو اوسپنه یی زکر کړیده او انسان ته یی عقل ورکړیدی په خپله باید تفرق وکړی انسان دی انس نه جوړ ده نفریق کړای شی عقل یی ورکړیدی خو خدای د وکړی ورباندی پوهه شی او نور ځانونه تیر ونه باسی د قران مطالعه وکړی مخکی ددی نه چه په قران کی علطی ته اشاره کوی ځکه چه دا شرک دی شرک کونکی الله نه هیڅ کله نه بښیی وسلام ولی جان محمدزای دبی

  26. زمن ته به دومره ووايم چې (ته كه په اروپا كې ياستې اويا هم په امريكا كې ديهودانو اوعيسايانو سره دپه يوه كاسه ډوډۍ خوړي ستا څخه ګيله نده پكار . څه چې ليكې ليكلۍ يي شې . ستا ليكنه په هيڅ اخلاقي اوانساني قاموس كې ځاې نه لري…..

  27. زمن ته به دومره ووايم چې (ته كه په اروپا كې ياستې اويا هم په امريكا كې ديهودانو اوعيسايانو سره دپه يوه كاسه ډوډۍ خوړي ستا څخه ګيله نده پكار . څه چې ليكې ليكلۍ يي شې . ستا ليكنه په هيڅ اخلاقي اوانساني قاموس كې ځاې نه لري…..

  28. (ژوند له خوړلو څښلو او تمتع نه عبارت دي )وحيد الله – افغانستان ته او ژمن ته
    موږ ته ستاسی او د سپی یا خره په مابينځ کی فرق راوښوه
    ستا سی دواړو او یو حیوان څه فرق دی ؟؟
    زموږ په اند تاسو دواړه د ټولنی څخه شړل سوی لیونی سپی او خوګان یاست

  29. بی شک که خداوند(ج) قادر است امیدوارم که مردم بی عقیده متوجه شوند وبه خداوندمتعال ایمان بیاورند و بفهمند که قرآنکریم کلام خداوند(ج) وکتاب آسمانی است , تمام دانشمندان جهان جمع شوند , قادر نمشوند که چنین کاری را انجام دهند پس به یگانگی خداوند (ج) عقیده داشته وایمان بیاورند وبدانند که آخرت حق است زنده شدن پس از مرگ حق است وما از انچه که انجام میدهیم پاداش اعمال خود را دیدنی هستیم لهذا باید امر ونهی خداوند (ج) بیش از پیش بالای خود تطبیق نمائیم.
    با احترام.
    عبدالمبین غوریندی از خواجه بغرای شریف.

  30. په دي ځان خطا باسي چه جنت ته به ولاړ سم اول شرت ديو ښه انسان اخلاق دي اول خو انسانيت بيا نيټ , عملونه مو بد تره دي , نه دخداي نه خبر ياست او نه ده ځانه. خوبونه دجنت وينې تاسو فکر وکړي چه څه مو کړي دي چه جنت ته ځي وطن ستاسو دلاسه نن ده پرديو په لاس کي دي واي په هغه دونيا کي يو سهرا ده هلته به هيوانان اوسيږي .

  31. محترمو ورنو،
    دغه څو کرښی زه د وحیدالله جان د خبرو په ځواب کی لیکم.
    زه هم یو وخت ستا په څیر پر خدای (ج) ایمان نه درلودی او ډیر بی لاری وم. دا لدی وجی چی ما ډیر خارجی او یهودی کتابونه لوستل او هم می پر تکنالوجی په پتو سترګو باور کاوه. وروسته پوه سوم چه دغه رسنی چی د تکنالوجی خبری تر ما او تا پوری را رسوی د زایونستانو دی. دتکنالوجی هر هغه څه چی د انسان په باور مثبت اثر کوی ستا تر غوږو یی نه را پریږدی چی ورسیږی. دلته په ټوله دنیا کی یهود (زایونستان) د دوی د لوی پاچا دجال د راتلو او پر ټوله نړی ددوی د حکومت کولو لپاره د زرګونو کلونو راهیسی تیاری کوی. او موږ مسلمانان هم ددوی ددغه منهوس پلان ښکار سوی یو. که غواړی چی یو څه معلومات پیدا کړی دغه ویدیو په ډی وی ډی کی یا په http://www.youtube.com کی وګوره. د ویدیو نوم دی The Arrivals او د مصنف نوم یی Hashemsfilms دی. او که نه وی Zietgiest وګوره یا The ring of Power وګوره. بیا به تا ته معلومه سی چی ددوی پلان پر تا څومره اثر کړیدی.
    موږ تاسی لا پدی فکر کی یو چی خدای خبر چی قیامت به لا ۱۰۰۰ کاله لیری وی او که لا ډیر. قیامت به لا څه رقم وی. دجال چی د قیامت د لسو ۱۰ غټو نشانیو څخه دی پر دنیا حاکم دی. لا څه غواړی.
    په صحیح بخاری شریف کی راغلی دی چی دجال تر هغه وخته نه راځی تر څو دده نښانی په هر ځای کی نسی پیدا. اوس پر ټولو سګریټو او شرابو پر پوښ باندی که مو فکر وی د یو سپر Shield عکس وی چی یوی خوا ته یی زمری lion او بلی خواته یی آس Unicorn وی. دغه نښان برتانیی د دجال د نښانیو په نظر کی نیولو سره جوړ کړی دی. او اوس زموږ تاسو د ټولو په جیبو کی د سګریټو د قطیو په شکل کی پروت دی. لا څه را وکړی. خپل د معبود عکس یی زموږ په جیبو کی را اچولی دی او پیسی هم موږ ورکوو.

    باید اوس را کښینو او د اسلام د دین حقیقت ومنو. کنه نو زه خو خپله ځان د بخښلو وړ نه بلم خو خدای ج ډیر مهربانه ذات دی.

    خدای دی وکړی چی زما خبری ستاسو ټولو لپاره هڅوونکی وی.

    وسلام

  32. سبحان الله سبحا ن الله سبحا ن الله