د ټولټاکنو کومه مضحکه لوبه چي زموږ په هيواد افغانستان کي د امريکا او ناټويي اشغالګرو لخوا او د هغوی د لاسپوڅو په وسيله را مخته شوه ، نو په درغلی باندي ختم شوه . د نړۍ د ډيموکراسۍ نالتيان نارې ورباندي ووهلې چي دلته درغلي وشوه، داسي يا هاسي وشوه . خو زموږ ولس هم خپله خبره وکړه چي يره خبره نه په درغلي کي وه، او نه هم ددې پروسې په دوهم پړاو کي . دغه انتخابات د هماغه لومړي سره لويه درغلي او د نړۍ والو په سترګو کي خاوري ايرې اچول وه . ته وا دا ډبل عبدالله فلمي اکټر چي د زات نه درغل پيداشوی دی، ژوند يې په درغلي تېر شوی دی او ټول سياسي بدنام کردار يې په درغلي ، ريا او حرامزاده ګۍ کي تېر کړی او تر دې دمه رارسېدلی دی، هغه څرنګه اوس شرم نلري، چي د درغلی نارې وهي ؟
کرزۍ هم چي په تقلب يې اعتراف وکړ، نو هغه بيا څه خېل د شفاف انتخاباتو غوښتنه کوي . که رشتیا دلته تقلب وو، چي وو، ملګرو ملتو پخپله هم د کرزي او هم د ډبل عبدالله پر پراخ تقلب اعتراض وکړ، اوس نو دا ولي و هماغه متقلب ته د ټاکنو بياچانس ورکول کيږي، او که دا بازي د امريکا کثیفه او د لوی شیطان بازي او د فتنې ډيموکراسي وي ، پر سيمه باندي رجه کشي وي، نو بيا دوهم پړاو څه چي لسم پړاو هم تر سره شي ، هماغسي ټاکني به وي چي جان کيري، خليلزاد يا پنتاګون يې غواړي . دغه انتخابات د اوله سره د افغانانو انتخابات نه وو او نه دي . دلته خلیل زاد او د هغه شمالي ټلواله چي تر وېش يې په چور خوشاله دي، پر دې وطن به خپل ياسين تيز ول غواړي او خپل سيمه ائزه کثيف اهداف به ورباندي مخته بيايي .
افغانان په دې پوه دي چي دغه انتخابات د هغوی انتخابات نه دي، په ظاهره زموږ د ولس په رايو لوی شیطاني فتنې عملي کيږي ، دلته د مافیا جګړه ده، دلته د انګرېز او د امريکا سیمه ائزه جګړه ده، د فرانسې او دالمان جګړه ده، د روسيې او د امريکا جګړه ده د شیعه ایران او د سني پاکستان او عربستان جګړه ده د انتخاباتو مهرې د همدې هيوادو د نوکرانو او لاسپوڅو په لاس کي دي او د هغوی د پاره کار کوي . پښتانه په ځپل کيږي . جان کيړي بايد په ډاګه دا خبره تائيد کړي چي زموږ دوطن په وړاندي په رشتيا هم د همدې دوی يعني امريکا او ناټو لخوا لويه دسیسه روانه ده . او هغه هم په ډېره رذيلانه توګه روانه ده ،بې له شکه روانه ده . په دې دسیسه کي به دوی خپلي بازۍ کوي خو بې پښتنو به يې هيڅکله هم شل نکړي، د پښتنو سره د منافقت او رذالت بازي تر اوسه پوري د زياتو فرعونانو سر خوړلی دی ، موږ افغانان به په راز راز مصیبتو ګرفتاره سوي يو خو په همدغه شاني مصیبتو کي مو امپراتورياني را چپه کړي او ډېر زمريان مو د ګېدړو په شان و کولاک ته ځغلولي دي . په دې وطن کي بې پښتنو نه شل کيږي .