کور / سياسي / خواره دي شي مینځه چي …

خواره دي شي مینځه چي …

له دې سره یې زموږ کار نشته چي پاکستان د اسلام کلا ده او که د کفر خو دومره وینو چي نن د عقیدوي خرمستیو یو ښه تود ډګر دی. د انسانیت د وینو په ډکو مستانه جامونو کي خپل حیواني جبلي کېف سړول یې د ریاستي مزاج یوه په زړه پورې مشغله او مېله ده. څومره چي یې لکه د منټو په افسانو کي لوڅ لغړ وینو، هم هغومره لوڅ لغړ راپاتې دی. دوی راته وایي حب الوطني ده، اخلاقیات دي او تهذیب دی. پر لغړتوبونو به خبره نه کوو، خو په قول د کرشن چندر ” دا جابر او جنوني نظامونه کوم اخلاقیات او تهذیب نه لري”. د پاکستان اخلاقیات او تهذیب خو له شپېتو کلونو د سیاست او استخباراتو په شریکه فاحشه خانه کي لکه د اجتماعي زنا بالجبر د عصمتونو تار تار وینو. موږ خو هغه د منټو خبره څه خیاطان نه یو، چي لوڅو ته به جامې اغوندو او بیا چي څوک جامو اغوستلو ته تیار هم نه وي. موږ به ورپسې د کوم ناپ جامې ګرځو، کوم اسلام، اخلاقیات او حب الوطني به ورسره پالو؟ دوی دا ټول څه دڅو ډالرونو په عوض خرڅ کړي دي، د خپلو خیرنو هوسونو په ناولو دسمالونو کي یې نورو ته ډالۍ کړي دي او په لویو پګړیو کي یې د نورو فېصلې پېچلي عوامو ته راوړي دي. د یو امریکني وکیل خبره “پاکستان د ډالرو په بدل خپله مور هم خرڅوي” او سیف الرحمان سلیم وایي

چي تبلیغ یې د کفارو په خوله کېږي
یم حېران چي دا لا څرنګه اسلام دئ

د ایوب خان په ډایري کي لیکلي دي ” په نوره نړۍ خو نه یم خبر خو د پاکستان واکمنان داسې درندې دي چي د خپلو عوامو وینه څښي”. خپل اقتباس یې د ځان په لمن پورې هم غوټه، لاکن رښتیا وایي د بنګالیانو په وینه یې لږ شخوند ووهلو. اخر یې د دو قامونو نظریه تر قربان کړه او په ټیټو سترګو ترې راروان شول. بهټو صاحب وویل “زه مي د خدای شکر ادا کوم چي پاکستان بچ شو او دا نوی پاکستان دی”. او ولي خان وویل “منګی مات شو”. په نوي پاکستان کي بهټو د خلکو واک ورمسخره کړ، د فوځ او استخباراتو په غوړمالي کي غرق څوک وو، پښتانه قام پرستان یې په اوږدو اذیتونو کي ښکېل وساتل، بلوڅانو ته یې فوځ کشۍ ور پیرزو کړې. وایي په خپله اناپرستي کي ورک بهټو به د لوړ پوړو چارواکو په بېډ رومز کي د جنسي سرګرمیو احوال د استخباراتو په واسطه نیوو.

 انسانیت چي نن په کومو لویو المیو کي غرق پروت دی، شمله یې د جبر او جنون د سرچينې ضیاءالحق پر سر هسکه وينو. په وروست او چينجن امریت کي د عقېدو چوربازاري، د مهاجر او انصار د رشتې په تار د پېیلو ایمانونو نیلام، راشن، وسله او وسایل…….. د اجرتي قاتل بې شرمانه رول…….. د اختر عبدالرحمان خبره (kabul must burn) …. او کابل وسوځېدو…………..!!!

نور نو په راورستو کي په اسلا اباد او پېښور کي د تنظیمونو کلوننګ، د جهاد او فساد بزکشي! خیرن بدنونه په سپینو جامو کي پټ ګرځول او شعار ورکول، روس دی، فحاشي ده، ” ټول خلقیان دي، پرچمیان دي، کافران دي”. شپون صاحب چي نن هم په پخواني جهادي کېف کي شي، هم دا فحاشي وریاده شي. خو حقیقت مي د جهاني په “حیات اباد” پورې غوټه دی. د جهاد ټول تاریخ حیات اباد حیات اباد دی، د شهوتونو اوجړي کېمپ دی.

او بیا “وې به ملاجان چي زه ورځمه کابل جان ګټم” او “زما باور به نه راته”. خو له ملحدانو نه د شریعت او قران د ګټلو ، د خپلو زیارتونو، جوماتونو او امامانو د ګټلو علمبردار مُلا چي واکمن شو. اوس” راشه مُلا وګوه”. “اوس مُلا حاکم شو سرغنه د جلادانو شو”. خو بیا هم د هدیرو غوندي امن خو یې تامین کړی وو، ددې قصیدې خو به نو د پاکستان په مېډیا کي له رحیم الله یوسفزي نه تر حامد میر پورې هره شېبه اورو. کرنل امام وایي “طالبانو ته څوک هم شکست نه شي ورکولی. دا د افغانستان تر ټولو معقول خلک دي”.

د کرنل امام په خبره کي شک نشته. اولسونه په المیو لړل، مکتبونه او کتابتونونه سوځول، د نجونو پر مخونو تېزاب پاشل او …………….. که معقولیت نه وي، بیا معقولیت وایي څه ته؟ معقول خلک معقول خلک یادوي او هم یې نازوي. “د ګلونو قدر چا زده؟” ما غوندې غیر معقولو خلکو ته په دې اړوند د بحث پر مهال ډېرو لویو دانشورانو ویلي دي “مېښه د ګلو په بوی څه پوهېږي؟”.

زموږ غیر معقولیت ته یوازې د کرنل امام د معقول مکتب test tube babies ګوته نه څنډ‌ي بلکې خپل مي، د څنګل مي هم چي کله رښتیا ته سره رسو، وایي “دا خو دي جانانه وړه خوله لویه خبره ده”. ګویا زموږ وړې خولې یوازې قصیدو ته پېدا دي. “خړه دي لونګۍ شمله دي لا مزه کوینه”. د تنقید جرات ګناه کبیره او څه لا ورباندې زیات!! د منبر او محراب پر مقتدر مسخره هم کفر ځکه چي ” کله کله مسخره د ایمان زیان شي” او پر یارانو مي تنقید د پنجاب دوستۍ مترادف عمل دی. که څه هم اتحادونه دوی ورسره کوي او د پارلیمان تقاضې هم دوی ورسره پالي. دا مي د تاریخ نازولې ادا ده، چي د پښتنو مذهبي انتهاءپسندي او قامي انتهاپسندي دي په یوه تله تول شي.

د انتهاپسندیو په زندان کي بندیوان خلک یو، د دلیل او منطق نېستي راپکي غوړېدلې ده، د ټوپکسالارۍ او ډنډه مارۍ نفسیات واکمن دي،تاریخي حقایقو ته نه شو ټینګېدای، له هندارو زښت وېریږو، په یوه بهرنۍ لنډه کیسه کي مي لوستي وو، یوې خیرنې شهزادګۍ په ټول هیواد کي فرمان جاري کړی وو، چي ټولې هنداري به ماتېږي، څوک به هم هندارې نه ګرځوي، ښکلي خلک که زما بدرنګي په سترګو ویني، خو خپله ښکلا هم چي په هنداره کي ونه ویني، نو د ښکلا او بدرنګۍ توپیر نه شي کولی. دا خام خیالي او خرتوبي نن راپکي دود ده.

د کرنل امام معقول خلک له یوې مودې په سوات، بونیر، دیر او وزیرستان کي د “معقولیت” په خورلو بوخت دي. معایدې وي، اپرېشن وي، په خپل وطن کي جنګ راپه سر وي، په خپل وطن کي مهاجرت وي، خېمه بستي وي، د دنیا په وړاندي غوړېدلې د سوال ځولۍ وي، خیرات او راشن وي، الخدمت او الملت خیراتي تنظیمونه وي. هر خېرات د اجرت په نیت وي، هره همدردي چاکري وي. پاکستان وایي ترهګر ختمو، ډالر غواړو او په لږ تنخوا ډېر کار نه کوو. اوباما ښه واکمن دی خو د بلېنک چیک نه ورکولو ناز یې نه منو. البته ډرونز یې منو. د ډالرو په عوض هر څه کولی شو او خپل هر محترم ته ویلی شو”ته نور زموږ لپاره محترم نه یې”. مشرف په خپل کتاب کي لیکلي دي، چي د سرونو خرڅولو راته ډېر ډالر راکړل. هغه یو بهرنی متل دی “ډېر خلک د یوه هډوکي لپاره له ځانه سپي جوړوي”. دلته خو دا لوبه په سګوانانو بدله شوه. د پرون مجاهد د نن ترهګر…….. ” يه سب تمهارا کرم هی آقا”!

په افغانستان کي چي مجاهد بمقابله مجاهد کومې المیې راپیرزو کړې، د هغو تکرار نن په مستعمره پښتونخوا کي د طالب بمقابله طالب په شکل راڅرګندېږي.”موزیګي بله توره وکړه”. ولي خان د روسي فوځونو د وتلو پس رښتیا ویلي وو”اصل جهاد خو به هغه وخت پېل شي چي مُلا د مُلا په ضد ټوپک راواخلي”. نن اصل جهاد دوام لري، د یو او بل په ضد د لښکرونو او تنظیمونو پټ پټونی دی. د پښتنو قامي مسئلې او قامي سوالونه په خپل پس منظر کي داسې ارام پراته دي لکه د ملنګ جان پښتونستان!!

په څنګ کي مي مېشت بلوڅ ازادي اخلي، موږ له نادرا نه شناختي کارډونه غواړو، د اخبارونو جهازونه جوړو، په خپله خیالي، ماشومه او جنتي دنياګۍ کي کور کورکي جوړو او بیا یې پخپله ورانوو.

مُلا ته په کورېج مي تاریخ په شا ستنېږي، د جمود او جنون په خوا مو مخه ده. د ژوند ټولې څانګې مي د تهیوکرېټک سماج په فېصله دي.

د پروفېسر راز په ناول ” عاشو، لمر او باران اوري” کي چي قاري حبیب الله څنګه د خپل ناولیو هوسونو په غشیو ښکار شي. همداسې د هر قاري حبیب الله برخلیک ټاکل غواړي. موږ څومره ګل سیمې ددې قاري حبیبانو صاحبانو د فراډي هوسونو شومه کړې. فکر کوم، که په دې خوړجن او خیرن تهیوکرېټک سماج کي مصطفیٰ کمال اتاترک غوندي خلک نه لرو، نو دې قاري حبیبانو صاحبانو ته یوه عاشو خو باید چي ولرو. انتقام اخیستونکې عاشو، د بې کس او اړتیامن انسانیت په درد دردمنه عاشو……………….!!!

نور هر چا ته دا اړتیا احساسول غواړي، “چي د وخت د زاهدانو نه جامې ایستل پکار دي”. ځکه چي په دې جامو کي یې خیرن او خوړجن بدنونه پټ کړي دي. صاحب شاه صابر د اسلام د سپېڅلتیا مبلیغینو ته ویلي وو چي په کابل کي درنه شته مسلماني مري. په کابل کي مسلماني څه انسانیت ووژل شو. اخر لایق:

چي اور اخستی کابل رایاد شي
جهاد مي سترګو کي یو جلاد شي

له هر وېښته مي لمبه جګېږي
تمام وجود مي فریاد فریاد شي



او “کابل یې وران کړ اوس یې برید په پېښور کړی دی”. اوس پېښور مسلمانوي. پېښور هغه وخت هم نه وو مسلمان شوی، چي پر اسمان یې د جهادي تنظیمونو ووه رنګونه لکه د بوډۍ ټال راڅرګند وو. نن خو ځکه مسلمان نه دی، چي سیکولر خلک پکي واکمن دي. زموږ په قاموسونو کي د سیکولرزم مانا “په دین نه ولاړ” ده.


موږ “د دوزخونو په لمبو کي د سوځیدلي جنت” ویر هم په سیاسي موقع پرستیو او شوکماریو کي پېچلی کړی وو او اوس د جنت (سوات) مرحوم مرثیه هم له زړه نه وایو. پرون د لوی افغانستان مسئله سرتر پایه مذهبي وه، جهاد وو، اسامه زموږ مېلمه وو. پښتانه مېلمه پال وو. نن د جهادي “ملي هندارې” په سرلیکنه کي لولو “بن لادن د سعودي سوغات دی چي زموږ غاړې ته رالوېدلی او له لاسه یې ملت پر سره اور اوښتی دی. د افغانستان ربړه مذهبي یا دیني نه ده. ولسمشر کرزی په خپل لاس دې ته د دین رنګ ورکوي”.

ددې هر څه سربېره قصاب خانه مي په ګاونډ کي له خپل ټول شان وشوکت سره ودانه ده. ” خو دا داسې تماشې دي حرامیان به پکي سر خوري”. لایق پخوا ويلي ووچي “داخوني پاڅـــــــون دی شونې نه ده چې ملنډه شي” او “مور د پاکستان او د ایران به پکي ټنډه شي”. څه فکر کوی، ټنډه نه شوه؟ اوس خو یې دا دي ډېر بچیان زېږولي دي.

په مستعمرې پښتونخوا کي قامي کردار او د قامي تحریک کردار جدي پاملرنه غواړي او دا حقیقت ثابتول غواړي، چي زموږ مسئله له هر پلوه قامي ده، قامي مبارزه غواړي او قامي حل غواړي. که د مریي مریتوب ته چمتو یو، نو بس “خواره دي شي مینځه چي د مینځې جامې مینځي”. که قامي کردار پر جدي بنیادونو تر سره شي. نو د تاریخ فېصله مو په حق کي خوندي ده.

دغه شپه به پای شي، راڅرګند به سحرونه شي
وچ وطن به شين شي، تور اغزي به سره ګلونه شي


لار به افغاني شي، وطني به شعارونه شي
خلک به ازاد شي او خپلواکي به ګوندونه شي


دا تور پاکستان به بې منتره بې افسونه شي
دين به بې ازاره شي، مُلا به بې جنونه شي


khanzaman_kakar@yahoo.com