کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د سويلي وزيرستان او قبايلي سيمو د طالبانو فكري او تنظيمي توپير

د سويلي وزيرستان او قبايلي سيمو د طالبانو فكري او تنظيمي توپير

منبع: بي بي سي اردو.كام
ژباړه: جاوېد صبوري

له تېرو څو كلونو راهيسې د پښتونخوا په مالاكنډ بيا په ځانګړي توګه په سوات كې پوځي عمليات روان دي، په دغه موده كې ډير لږ ليدل شوي چې د دغه عملياتو پر وړاندې وسله وال تندلاري په پښتونخوا يا د هېواد {پاكستان}په نورو سيمو كې كلك غبرګون وښيي.
خو بل لوري ته د پاكستان په قبايلي سيمې سويلي وزيرستان كې هر ځل مخكې تر دې چې بشپړ پوځي عمليات پيل شوي وي د هغې پر وړاندې كلك غبرګون ښودل كېږي چې له امله يې پوځيان د زور په ځاى خبرو اترو ته تن ږدي.
ولې داسې كېږي؟
د دې پوښتنې ځوابولو لپاره په پاكستان كې د بېلابېلو تندلارو ډلو چې د پاكستاني طالبانو تحريك سيوري لاندې راغونډ شوي تنطيمي جوړښت، سياسي اړيكې، اند دود [فکری ہیئت] ، ګټې، موخې او توكميز تېر [پس منظر] پېژندل اړين دي.
مالاكنډ
د طالبانو تر ټولو فعاله شبكه، د مولانا فضل الله تر مشرۍ لاندې په سوات درې كې خپلې كړنې پرمخ وړي. لر او بر دير، بونېر او شانګله كې د دې ډلې منظم تنظيمي تشكيلات شتون لري.
كه چيرې مالاكنډ سره باجوړ، خېبر او مهمند اېجنسيانې يوځاى كړو نو دلته د شته “طالبانايزېشن” انځور نور هم ښه روښانيږي. د پښتونخوا او مركزي حكومت تر مشرۍ لاندې دا قبايلي سيمې له جغرافيايي پلوه يو بل سره تړلي دي له همدې امله د دې سيمې طالبانو فكري، سياسي او مذهبي موخې تر يوې كچې د نورو قبايلي سيمو په پرتله بل رنګ ښكاري.
تر ټولو دمخه د دې سيمې د طالبانو پر سياسي او مذهبي اړخ پام كوو چې په يو ډول نه يو ډول په مخامخه توګه د وسله والۍ په پراخېدو كې ونډه لري. په مالاكنډ كې داسې څلور سياسي ګوندونه شته چې په ولس كې ځاى لري چې په دې ډلې كې سيكولار عوامي نشنل پارټي او پيپلز پارټي په ترتېب سره په سر كې پداسې كال كې چې په مذهبي ګوندونو كې جماعت اسلامي دريم او جميعت علما اسلام څلورم ځاى لري.
عوامي نشل پارټي او پيپلز پارټي د هغوى فكري او سياسي موخې سره سم د وسله والۍ د رېښو په لمنځه وړلو كې عملاً بوخت دي، حال دا چې جماعت اسلامي او جمعيت علما اسلام د دغه كړنو غندنه كوي خو د جماعت اسلامي غږ ځكه زيات اوچت وي چې دا ګوند په دير كې يو ځواكمن ګوند دى له همدې امله زياتره ليدل شوي چې په مالاكنډ او باجوړ ايجنسۍ كې د اسلامي تندلارو پر وړاندې عملياتو غندلو پر مهال د جمعيت علما اسلام په پرتله ددوې غبرګون شديد وي.
هسې خو په دې دواړو ګوندونو كې د وسله والو لپاره يو ځاى وي، خو په دې سيمې كې چې كوم ګوند د وسله والۍ پراخېدو ته په سياسي او فكري لحاظ زمينه چمتو كړې ده هغه د مولانا صوفي محمد تر مشرۍ لاندې تحريك نفاذ شريعت محمدي دى. دا ګوند له ۱۹۹۴ كال راهيسې په مالاكنډ كې د شرعي نظام نافذيدو لپاره وسله واله جګړه كوي. په مالاكنډ كې د مولانا فضل الله تر مشرۍ لاندې چې څومره وسله وال تندلاري دي ټول له فكري او سياسي پلوه د تحريك نفاذ شريعت محمدي تر اغېزې لاندې دي.
په مالاكنډ، باجوړ او خېبر ايجنسيو كې بوخت طالبانو پر فكر پنج پيريانو زياته اغېزه لرلې ده. په دې سيمې كې د دې طريقې بنسټ د اې اېس اې پخواني افسر عامر پلار مولانا طاهر اېښودې و. پنج پير د صوابۍ يوه علاقه ده له كومه ځايه چې مولانا صوفي محمد، مفتي منير شاكر، د باجوړ طالبانو مشر مولانا فقير محمد او په خېبر ايجنسۍ كې د لشكر اسلام مشر منګل باغ يوې مودې پورې مذهبي زده كړې، كړې وې. پنج پيري د وهابيت يوه سيمه ايزه بڼه بلل كېداى شي.
كه ځير شو وينو چې د سويلي او شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو په پرتله په مالاكنډ، باجوړ، خېبر او تر يوې كچې په مهمند ايجنسۍ كې بوخت طالبانو د دې لپاره چې ټولنه د خپل سوچ سره سم په اسلامي چوكاټ كې برابره كړي په زور او ځواك لاس پورې كړى. د دې موخې لپاره هغوى په شرعي سزاګانو زيات زور راوستى دى- د ناجايزه اړيكو درلودلو په خاطر په عام محضر كې په درو د پېغلو نجونو وهل، د ستونزو شرعي حل لاره موندل، موسيقي او د نجونو په زده كړو بنديز او په مزارونو بريدونه د دې كار بيلګې دي.
وزيرستان
اوس سويلي او شمالي وزيرستان، كرم، اوركزى او د پښتونخوا هغه سيمو كې د شته وسله والو سياسي، فكري، توكميز او تنظيمي جوړښت ته پام كوو.
كه د دې سيمې وسله والو په اړه يوازې سويلي او شمالي وزيرستان د بيلګې په توګه واخيستل شي نو انځور به يې ډير روښانه شي. سويلي او شمالي وزيرستان [طالبانو] ته په پاكستان يا په بل ځاى كې د شرعي نظام په پلي كولو كې زياته دلچسپي نشته بلكې دلته د بېلابېلو توكمونو جهاديانو د شتون له امله زيات د “نړېوال جهاد” څرك روښانه ښكاري.
په سويلي او شمالي وزيرستان كې بوخت طالبان د مالاكنډ، خېبر، مهمند او باجوړ ايجنسيو د طالبانو په څېر خپل سوچ سره سم په اسلامي چوكاټ كې د ټولنې برابرولو كې دومره دلچسپي نه لري. زه [ليكوال] چې كله دوه كاله وړاندې واڼې ته تللې وم ما د ملا نذير د كنټرول لاندې سيمو كې د ښوونځي يونيفورم كې نجونې ښوونځي ته تللو پر مهال وليدې او د موسيقۍ پر اورېدو پابندي نه وه، داسې ځوانان مې وليدل چې ږيرې يې خرېيلې وې، كله چې تېر كال د طالبانو وژل شوي مشر بيت الله محسود دويم واده و نو هغه مهال طالبانو د ډهول په ساز ځايي ګډا كړې وه.
په دې سيمو كې جمعيت علما اسلام چې په فكري لحاظ ديوبندي دي د يوازني ګوند په توګه شتون لري. د دې ځاى زياتره طالبانو اړيكه د جمعيت علما اسلام سره ده. بيت الله محسود، ملا نذير، حافظ ګل بهادر، مفتي ولي الرحمن او نور د دويمې او دريمې درجې كسان د جمعيت علما اسلام غړي پاتې شوي دي، همدا لامل دى چې د جماعت اسلامي پر ځاى جمعيت علما اسلام د هر پوځي عمليات پر مهال تر ټولو زيات واويلا كوي او تل د سولې په خبرو اترو كې مخكښه وي.
د ځايي طالبانو د شتون برسيره دلته د “نړېوال جهادي شبكې” د شتون له امله د هر ډول پوځي عملياتو پر وړاندې غبرګون شديد وي. همدا لامل دې چې په دې سيمې كې د القاعدې عرب جګړه مار، ازبكستان، افغانستان، تركمنستان، چيچن، سينكيانك، كشمير او په كور دننه [پاكستان] كې په فرقيي فسادونو كې بوخت جهادي تنظيمونو غړو شتون امريكا، اروپا او د سيمې نور هېوادونه چين، ايران، هند، افغانستان، منځنۍ آسيا په اندېښنې كې اچولي دي.
د ياد شويو تنظيمونو مذهبي اند، توكميزې رېښې او سيمه ايزې موخي توپير لرلى شي خو هغه څه چې ټول پرې متفق دي هغه له افغانستان څخه د امريكايي او ناټو ځواكونو وتل او پر پاكستان د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې بندولو پخاطر فشار راوړل دي.
كه پام وكړو نو وينو چې دا ځواكونه د سرحد دواړه خواو ته يعني په پاكستان او افغانستان كې په خپلو پورته ذكر شوي موخو كې تر يوې كچې بريالي هم ښكاري. د طالبانو كلك مزاحمت وروسته د اوباما ادارې لخوا افغانستان لپاره پر نوې تګلارې اوږده بحثونه او د تندلارو په ويستو كې د پاكستاني پوځ ناكامي پهپه ظاهره د دې ښكاره بيلكې دي.
هركله چې په دغو سيمو كې د پوځي عملياتو خبره كېږي نو له سويلي وزيرستان نه د بمي چاودنو، ځانمرګي بريدونو او يا د سترو اهدافو په نښه كولو په بڼه كې د زورزياتي بهير پيليږي ځكه په سويلي وزيرستان كې موجودو بهرنيو جګړه مارو سره د “مړ شه يا مړ يې كړه” پرته بله لار نه وي.
له همدې امله دغه ځواكونو د يوه بريالي او منظم پلان سره سم د طالبان ګوندي او عسكري جوړښت داسې بدل كړ چې په سختو حالاتو كې هغوى د يو “بفر او خونريز ځواك” په توګه كار وكړي.
د بيت الله محسود تر وژل كېدو وروسته او بيا د خپل منځي شخړو وروسته، د طالبانو غورځنګ تر يوې كچې د جمعيت علما اسلام له اغيزې څخه په وتلو د فرقه يي پټو او زيرزميني ډلو په لاس كې ولېدلى چې له امله يې د دې ډلې په وسله والو كړنو كې لا زيات شدت راغلى. اوس د طالبانو پر ډلې د فرقه يي ډلو او په كشمير كې جنګېدونكو ډلو اند { او فکر} زياته اغېزه اچوي. د دې ډلو په اړه ويل كېږي چې دوى په اسلام آباد او پنجاب كې د بهرنيو او قبايلي جګړه مارو په پرتله په ډير اغيزمنه او ماهرانه ډول سره عمليات ترسره كولاى شي.