کور / شعر / غزل

غزل

شکران خالد
ستا انځور لرم په زړه کې
په خدای اور لرم په زړه کې
اوسېدو ته دې جانانه
ښکلی کور لرم په زړه کې
څښي جامونه مې له وينو
غم، ميخور لرم په زړه کې
بس جذبې دي هڅوي مې
چې يو شور لرم په زړه کې
ستا غمونه هنرمن دی
ټنګ ټکور لرم په زړه کې