غزل
چې يادونه د جانان ورسره نه شته
بې ايمانه دي ، ايمان ورسره نه شته
ته راياد شوې خو ژړا راته رانغله
ورېځې راغلې خو باران ورسره نه شته
کوم انسان چې ژوند کوي ، بې محبته
تش وجود لري خو ځان ورسره نه شته
د دنيا شکلي که ټول سره راټول کړې
شکلی زړه زما په شان ورسره نه شته
د روما د زړه ارمان ستا خوشحالي ده
نور په ژوند کې بل ارمان ورسره نه شته
هلمند – لښکرګاه