په اسلام اباد کې په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د دوو ځانمرګو بریدونو او په هغه کې د نږدې اوو کسانو له مرګ ژوبلې وروسته ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر رحما ملک خبري غونډې ته وویل، چې له پاکستان په تېره بیا له اسلام اباده به افغان عالمان وباسي. د نوموړي په وینا څه مهال مخکې په یوه جوما ت کې درې ماشینګڼې موندل شوې او که افغان عالمان له دغه هیواده وباسي په پلازمینه اسلام اباد او نورو سیمو کې به امنیت ټینګ شي.
د پاکستان چارواکو دې ته ورته چارې پخوا هم تر سره کړې په افغانستان کې د طالبانو له پرځېدلو وروسته هم د پاکستان چارواکو هڅه وکړه چې له کوټې او نورو سیمو افغان عالمان ،مولایان او طالبان وباسي او نړۍ او افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ته یې داسې له غوږ ورتېروله، چې ګواګې دوی نه غواړي د پاکستان خاوره د اوسني افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پرضد د طالبانو له خوا وکارول شي او ددې لپاره له کوټې او نورو سیمو دغه خلک باسي ،خو وروسته مالومه شوه ،چې د پاکستان چارواکي هغه مولایان ،عالمان او طالبان له خپلې خاورې باسي چې په افغانستان کې د اوسني حکومت پرضد مبارزه نه کوي په بله وینا، نه غواړي چې د پاکستان په خوله له افغانانو سره جهاد اعلان کړي او د وران ویجاړ افغانستان پلونه ،ښوونځي ،روغتونونه او… وران کړي او اوسنی حکومت له ننګونو سره مخ کړي .په مقابل کې هغه کسان چې د پاکستان په امر او ددغه هیواد د څارګرې ادارې په غوښتنه یې افغانستان ورانلو ته ملاتړله هغوی په پاکستان کې هرځای سرې سترګې ګرځېدل او ګرځي.
په اوسني حالت کې له اسلام اباد او نورو سیمو د افغان عالمانو له شړلو او له ناټو دا غوښتنه چې له افغانستانه ،پاکستان ته د طالبانو د ورتللو مخه ونیسي پاکستان څو موخې لري لومړ ی دا چې د رحمان ملک په ګډون د پاکستان نورو چارواکو له څه مهال راهیسې داسې چټیاټ پیل کړي چې ګواګې پاکستان ته له افغانستانه طالبان ورځي او په دغه هیواد کې ځانمرګي بریدونه کوي او بې ګنا خلک وژني په داسې حال کې چې همدا د پاکستان په مټ افغانستان کې جنګېدونکي طالبان هم په افغانستان کې د خپل وخت تېرولو لپاره مرکز او پټنځای نه شي جوړولای او که جوړولای یې شوای ، پاکستان د خپلې بدنومۍ د مخنیوي لپاره هم له دغو جنګېدونکو طالبانو غوښتل چې افغانستان ته خپل مرکزونه ولېږدوي لکه د افغان اوروس په جګړه کې چې لومړۍ افغانانو په پاکستان کې مرکزونه لرل او یواځې د عملیاتو لپاره به افغانستان ته تلل او بېرته رااوښتل.
دویم بهرنیو ځواکونو ته ښیي چې پاکستان په افغانستان کې د امنیت د ټینګېدا لپاره له خپل هیواده افغان عالمان شړي.په داسې حال کې چې ددغه اپوټه ګام پورته کوي ،ځکه له څه مهال راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو مرګ ژوبله زیاته شوې او د پاکستان چارواکي فکر کوي چې ناټو او امریکا په دغه هیواد کې ماته خوري ،نو څرنګه یې چې څو کاله وړاندې په دې نوم چې افغانستان کې دجګړې د مخنیوي لپاره له خپل هیواده افغان مولایان او طالبان شړي او په حقیقت کې یې غوښتل چې افغان حکومت له ننګونو سره مخ کړي اوس بیا پر دغو خلکو زورو راړي او ورته وایي چې افغانستان ته ولاړ شي او هورې جهاد وکړي چې د ناټو او امریکا ماته ګړندۍ شي ،خو ترڅو به دوی بهرني پوځيان په دې تېر باسي.پاکستان په دغه ډول دا هم غواړي چې په سوېلي وزیرستان کې ددوی هغو عملیاتو ته د افغانستان او بهرنیو ځواکونو پام وروانه وړي،چې د طالبانو د له منځه وړلو په نوم یې پیل کړي ځکه دوی که د افغان طالبانو د مخنیوي او د هغو ی د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره عملیات کولای په شمالي وزیرستان کې به یې دغه کار کړی وی او نړیوالې رسنۍ او د سیاسي چارو کارپوهان په سوېلي وزیرستان کې دغه روانه جګړه د افغانستان په ګټه نه بولي ،ځکه پاکستان یواځې هغه مرکزونه په نښه کوي او د طالبانو هغه ډلې له منځه وړي چې د پاکستان د انګریزي قانون او په دغه هیواد کې د امریکاد نفوذ خلاف دي او په هغو مرکزونو هیڅ کار هم نه لري چې په افغانستان کې جنګیږي او پاکستان کې جګړه له اسلام سره جګړه بولي؛ د ساري په ډول دشمالي وزیرستان په ښپیانګه یا بوټو کلي کې چې د سرحد صوبې ټل ولسوالۍ ته څېرمه پروت دی دوه مرکزونه وو. په یوه کې افغان طالبان اوسي او یواځې افغانستان کې جنګیږي د پاکستان حکومت دغه مرکز کې هر جنګیالي ته بوټان ،کالي ،د جیب خرڅ او کورته د تلو راتلو کرایه ورکوي خو د هغه ترڅنګ بل مرکزو وو چې په پاکستان کې یې هم د شرعی قانون دپلي کېدا لپاره جهاد روا ګاڼه.
دغه مرکز په تېر اګسټ کې یو مخ د پاکستان حکومت له منځه یووړ خو ترڅنګ مرکز یې اوس هم شته.بل دا چې د طالبانو قومندانان په کوټه او پېښور سیمو کې دي دا چې بهرني ځواکونه اوس پر پاکستان دباو راوړي چې دغه کسان له منځه یوسي او لا به هم د هغوی له خوا په بې پیلوټه الوتکو سره په نښه شي اوس د اسلام اباد چارواکي غواړ ي چې د بهرنیو ځواکونو پام له دغې اندېښنې راواړي او داسې وښیي چې دوی په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان مولایانو له لاسه تنګ راغلي.