1ـ قاموس جوړونه
1.1 ـ شته قاموسونه خوندي کول
1.1.1 ـ د ټولو پښتو قاموسونو لسټ جوړول
1.1.2 ـ د ټولو چاپ سوو پښتو قاموسونو راټولول
1.1.3** ـ د ټولوچاپ سوو قاموسونو کمپيوټري کول(امانت داري)
1.1.4 ـ د قاموسونو ټولولو لپاره د يوې کمېټې ټاکل
1.2 ـ د پښتو دپانګې راټولول
1.2.1 ـ د شته قاموسونو پانګه سره يو ځای کول
1.2.2** ـ په قاموسونو کي د معناو په توګه راغلي ويونه خپلواکه لغتونه کول
1.2.3** ـ د پښتو زړو او نوو کتابونو څخه پانګه راټولول (د کمپيوټر په مرسته)
1.2.4 ـ په ورځني ژوند کي کارېدونکي لغتونه را ټولول(چي په شته قاموسونو کی نشته)
1.2.5 ـ د افغانستان په ليري پرتو سيمو کي د لغتونو تلاښ
1.2.6** ـ پانګه راټولونه کي کمپيوټري اصول ټاکل او د هغوی په ړنا کي کار
1.2.7** ـ د پښتو د پانګې راټولولو لپاره انټرنټ کارول
1.2.8 ـ د پښتو پانګې د ټولولو لپاره د اقتصادي اسانتياو برابرول
1.2.9 ـ دپښتو مرکبات او متلونه ټولول
1.3 ـ نوي پښتو قاموسونه جوړول
1.3.1 ـ پښتوـ پښتو قاموس ( منبع، فونېټک، املاښود، …..)
1.3.2 ـ پښتوـ پښتو لهجوي قاموس
1.3.3 ـ پښتوـ انګليسي قاموس
1.3.4 ـ پښتوـ پښتو ايتو مولوجيکي قاموس
1.3.5 ـ دمعارف لپاره پښتو قاموسونه (د شمېرپوهنې، کيميا،…..)
1.3.6 ـ د مسلکونو لپاره قاموسونه
1.3.7 ـ په قاموس جوړونه کي د نوي ټکنالوجۍ او انټرنټ څخه کار اخيستل
1.3.8 ـ نولوجزمونه
1.3.9 ـ انځوريز قاموس
1.3.10 ـ د پښتو پوهنغونډ
1.3.11 ـ د پښتو او عربي قاموس ( چي د قرآن پاک ټوله ويونه پکښې وي)
1.3.12 ـ کلتوري آتشې د قاموس جوړونې په پروسه کي را ښکېلول
2ـ د پښتو ليکدود د ستونزو د هوارۍ لاري لټول
2.1 ـ د پښتو فونېټک کولو لاري چاري لټول
2.2 ـ د پښتو املا د کمپيوټري پېر د اړتياو په ړنا کي معياري کول
2.3 ـ د ليکدود پر سر د ټولو لهجو سره کانزنس ته رسېدل
2.4 ـ د ليکدود سياسي کولو مخه نيول
2.4 ـ د دې مخه نيول چي د ليکدود پر سر په پښتنو کي بېلوالی او بدنيتی رامنځ ته سي
3ـ د نوي کارپوهانو روزنه
3.1 ـ د لوی افغانستان د بيلو سيمو څخه وړ ځوانان راټولول، او د ژبپوهنې د زدکړو لپاره د هيواد نه دباندي لېږل ( بايد د هرې لهجې څخه ځوانان پکښي شامله وي)
3.2 ـ د هيواد نه دباندي روزل سوو ژبپوهانو په مرسته د پښتوژبپوهنې د اکاډمۍ بنسټ ايښودل
3.3 ـ د ژبپوهانو تر څنګ داسی کمپيوټر پوهان روزل چي وړتيا يې د ژبپونې سره تړاو لرونکي کمپيوټري سيسټمونه او کمپيوټري ژبي وي
3.3 ـ په پوهنتونونو کي د کمپيوټر پوهنې داسي ځانګړي څانګې جوړول چي ژبپوهنه يې ځانګړتيا وي او د ژبپوهنې د ځانګو سره ګډ کار کوي
4ـ دپښتو په پرمختګ کي د کمپيوټر ممکنه رول او د هغه اهميت
4.1 ـ د ژباړي کمپيوټري پروګرامونه
4.2 ـ د پښتو ليک پېژندونکي Optical Character Recognition پروګرامونه
4.3 ـ د پښتو کتابونو کمپيوټري ځېرمه
4.4 ـ د انټرنټ په مرسته د نړۍ د بېلابيلو برخو څخه د کارپوهانو ګډکار
4.5 ـ ښونيز پروګرامونه او ويډيويي ښوونيزه توکي جوړول ( ښوونځی، پوهنتون)
4.6 ـ دانټرنټ په مرسته د بهرني استادانو لخوا و افغان پوهنتونونو ته ژوندي انځوريز لکچرونه
4.7** ـ د پښتنو ښوونې فلم سوي لکچرونه او نور ښوونيز مواد د وړيا ګټې اخيستلو لپاره پر انټرنټ
4.8** ـ د پښتنو ښوونې فلم سوي لکچرونه او نور ښوونيز مواد د وړيا ګټې اخيستلو لپاره پر انټرنټ
4.9 ـ آن لاين ژوندی انځوريز پوهنتون
5ـ دپښتو فونېټک او ټرانسکرپشن په International Phonetic Association او
International Organization for Standardization یا ISO کي رسمي کونه
6ـ پښتو ژباړه
6.1 ـ د ژباړي کمپيوټري پروګرامونه
6.2 ـ اسلامي کتابونه
6.3 ـ ساينسي کتابونه
6.4 ـ د ماشومانو کتابونه
6.5 ـ مړې سوي لرغونې ژبي
6.6 ـ دافغانستان ټوله ژبي
7ـ لاندني ټکي دودول
7.1 ـ په کور، کار، هيواد دننه او بهر کي يوازي په پښتو خبري کول
7.2 ـ ليکونه، غوښتنليکونه، بلنليکونه….. په پښتو ژبه ليکل
7.3 ـ څپل ځان ته،خپلو ماشومانو او مېرمنې يا خاوند ته پښتو ليک ولوست ورزدکول
7.4 ـ دپښتنو او غېر پښتنو سره په پښتو خبري کول
7.5 ـ هر هغه څوک پښتون او افغان منل چي دکوردننه او بهر پښتووايي
( که د هر دين ، قوم او هيواد سره تړاو ولري)
7.6 ـ په سياسي، ادبي او رسمي ويناو کي يوازي پښتو کارول
8ـ د پښتو کتابونو، ورځپاڼو او مجلو لپاره ځانګړې چاپخونې او نوي ماشينونه برابرول
9ـ ښوونيز پښتو تلويزيونونه او راډيوګانې جوړول
10ـ د حکومت څخه غوښتنه کول چي هر رسمي مامور مکلفه کړي چي دواړي رسمي ژبي زده کړي
احمدولي اڅکزی
زولنګن، المان
د 2009 م مېلادي کال د جون د مياشتې 5 مه نېټه
__________________________
** پدغه ټکو کي زه عملي کار او کومک کولو ته چمتو يم او تر يوې پولې مي کار هم کړی دی.