کور / شعر / غزل

غزل



څه اور دخپل احساس مې څه پردوخوړلی یم
پردیس یمه جانانه اندیښنوخوړلی یم


اشناغوندې پیغام يې په ککوکې په خنداو
نن داسې نا اشنا سترګو چړوخوړلی یم


هر درد مې نغمې پیايي دزخمونو په ورشو کې
دعشق داسې نازبینو حادثو خوړلی یم


بس برخې دازل دي ما له زړه منلي دي
ته خانده لکه ګل که ازغو خوړلی یم


نه غم سره اشنا شوم نه ارام راځي بی غمه
څه داسې بونږونکو وسوسوخوړلی یم


زلمي چې مې په زړه کې لا دعشق دي ارمانونه
 دا ټول دلیونتوب پیغلو جذبوخوړلی یم


بس څه مې کړې پوښتنه دلمرمخیو په مالت کې
شبنم غوندې (حسنه) پلوشو خوړلی یم


 


غزل


یوازې دانه چې رڼا پسې نظر ګرزو 
مونږ پتنګان يې په لمبو پسې وزر ګرزو 

بس پښتانه یودازمونږه مجبوري وګڼئ 
غټان تر پښو لاندي کو واړه په سرګرزو 

نور يې له ځانه نه شړي دا دجنت ریباره 
مونږ به ترڅو دجنګ ګولۍ پسې ټټر ګرزو 

له مونږه مه غواړئ اوږدې دواعظانو کیسې 
مونږ شاعران یو په کوزه کې سمندر ګرزو 

یو به تش لاسې دامنم خو ستمګر مونږه
 هغه سرزوري یو چې سر په زورور ګرزو 

تري ډکوي منګي (حسنه) دچا پیغلې هیلې 
مونږ چې داوښکوتل په سترګوکې ګودر ګرزو