کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / توري په تېرو پل په اشرافۍ

توري په تېرو پل په اشرافۍ

هر استعماري ځواک (زوړ يا نوی)، تل د خصلت او طبعيت له مخی د هيوادونو او ولسونو د استحکام، وحدت او مرکز يت سرسخت هدفمند دوښمن وي . د ملي پرګندګۍ ، داخلي اغتشاشونو او قومي او نژادي خپلمنځي جنګونو د پيداکولو لپاره اقليتونه د مرکزيت جوړوونکي او ساتونکي اکثريت په ضد ډخييي او د مرکز نه د فرار روحيه په کی عامه او تقويه کوي او بلاخره ملکونه په وړو او د کنټرول او زبيښاک وړ حاکميتونو ويشي او خپلی استعماري ژوريې ته دکوچني کړيو ملتونو د شتمنيو او امکاناتو د شيرې د زبيښلو او څښلو چاری لياری اسانی او زمانه اوږدوي .


که د چا په زړه يا سر کې ددې تاريخي ثابت واقعيت په اړه څه شک او ترديد وي ، ښه ده چې د خپل دغه هيواد تاريخ، چې همدا اوس ، يو ځل بيا، ددې نويو «متمدنو» وحشيانو د عمدي، قصدي او قسم خوړلي پروګرامي ړنګونی ، نوم او هويت ورکونی او افغان ټول وژنی سره مخامخ شويدی د سيمی او جهان د تاريخ سره يوځای له نظره بيا تير کړي . امريکا او انګليس ، په ځانګړي ډول، نه د ښاغلي کرزي دوښمن او نه د ښاغلي عبدالله دوستان دي .


دوی د افغانستان د ملي وحدت اوسياسي مرکزيت ، په منطقه کې د افغانانو د عظيم تاريخي نه ماتيدونکي مقاومت او د کشمير اوخراسان تر پولو پوری د هغه د غزيدنی د پوټانشييل مصمم او ملا تړلي ميدان ته راوتلي تاريخي دوښمنان دي او د هر عبدالله – مبدالله ، چې ددې دوښمنۍ په کاميابولو کې يې ، بې له ولی؟اوڅنګه؟، غلامۍ او چوپړ ته غاړه کيږدي سخاوتمند مهالي او تر مطلبه پوری ګټور اعتمادي دوستان دي . د هر چا او هر ډول شرقي او غربي استعماري نظامي ځواکونو هيواد ته د ننه رابلل او راپريښول د خپل ګران تاريخي هيواد پايښت او د افغانانو ملي بقاء ته مرګوني خطرونه مخامخ کول دي او خپلو درنو او ميړنيو خلکو ته خيانت او خپل حوادث زيږوونکي ، څرخوونکي او استعمار ماتوونکي سرشار تاريخ ته نه بښونکي جفاء وه ، ده او همدا اوس هم دوام لري .


موږ افغانان ، لاس په لستوڼي، د اشغال ددې فاجعی نه ، چې د رسوايۍ ، ملت ماتونی اود هيواد ورکونی کړنګ ته مو په بې ساري ګړنديتوب سره ورڅکوي ، د چټک خلاصون کره او په دقت سنجول شويو، ارجحأمسالمت اميزو، سياسي لاروچارو تثبيتولو ته عاجله او بيړګندۍ اړتيا لرو. په دې اړه دعمل د يووالي د مسؤلانه ملي مصلحتونو، د ملي وحدت او سياسي مرکزيت د ساتنی دپاره د جوړوونکو وړانديزونو او د سنجول شوې ملي اجندا په چوکاټ کې د سياسي ، اقتصادي او کلتوري افغاني رغونی دپاره د هدفمنو رڼوونکو ، څيړنو اوشننو مسلسلو خپرونو ته ورځنی ضرورت دی . د تاريخ په دې ټاکونکو شيبو کې، د آی ايس آی په ادبياتو او د نظار شورا او نورو هغې ته ورته ستميانو په افغانستان دوښمنه سليقه ، د کرزي سره ړوند فرمايشي مخالفت کولي شي ستر نه جبرانيدونکي ملي زيانونه رامنځ ته کړي .


ددې تاريخي دوه لاري په درشل کې ، د روانو حوادثو اوجرياناتو انتخاب ، رهبري او څرخونه ، تر ډيره حده ، د افغانستان او افغانانو د دوښمنانو په لاس کې دي . افغان وطنپال سايټونه ، ليکوالان او شنونکي نه بايد ، تر دې لا زيات ، د توکلي ، عاقبت نه سنجوليواو بړاس ايستونکو تبصرو ، ليکنو او شننوپه واسطه ، د داخلي او خارجي دوښمنانو ددې بې شرمه نابودوونکي اتحاد تيره خنجر چې آی ايس آی ، سي آی اې،زړې کې جي بي، زاړه ساواک ، موساد،……او نورو سرپرسر په افغان او افغانستان وژونکو زهرو لړلی دی ، د ملت او هيواد بې زغرې سينې ته برابر کړي . لوی پروردګار دې د ټولو افغانانو په عمل او نظر کې ، له غيبه ، داسی ټينګ ملي او وطني يووالی ورته را الهام کړي چې په برکت سره يې يو ځل بيا په مخه کې ولاړ ورانوونکی او نابودوونکی ملي خطر بچ کړی شي .


آمين يا رب العلمين