کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پښتو نړيوال کنفرانس : د اوښکو او ولولو ګلباران

پښتو نړيوال کنفرانس : د اوښکو او ولولو ګلباران

يادونه : له دې راپور سره د غونډي د بهير عکسونه هم خپريږي . تفصيلي راپور له دې ځايه ولولی په کابل کې د پښتو نړیوال کنفرانس جوړ شو


اوښکې یوازې دغم، کمزورۍ او خپګان پرمهال نه، بلکې ډېر ځله د خوشحالۍ، احساساتو  او زیري پرمهال هم له سترګو را بهېږي او  څومره سپیڅلې دي هغه اوښکې، چې د یوه ملي ارزښت لپاره را وبهیږي. د روان کال د تلې په ۱۶مه، چې دافغانستان د تاریخي لویو جرګو په ستره سپینه خیمه کې د کلام الله مجید د ملکوتي آیتونو د تلاوت په زړه راکښونکي غږ پښتو نړیوال کنفرانس پیل کېده ډېرو زړونو د لوی خدای (ج) په سپیڅلې دربار کې شکرونه ادا کول، چې د افغان رنځیدلي ،کړیدلي او ځوریدلي ولس او د نورې نړۍ سلګونه استازي یې سره یو ځای کړي وو، څو د پښتنو فرهنګي ارزښتونو نیمګړتیاوو او ستونزو پر بنیادي مسایلو وغږیږي او په ګډه ورته د حل لاره ولټوي. هغه مهال چې د هېواد د ملي یووالي نغمې ( ملي سرود) ته په پښو ودریدل، له مخامخ څخه دا له ورایه ښکاریدل چې د ګډونوالو په څېرو کې اراده، ویښتیا، یووالی او ملي ولولې څپې وهي. اوولې به داسې نه و، له پېښور، کوټې، کراچۍ، عربي هېوادونو، اروپا، هندوستان او ټول افغانستان څخه تر اووه سوه ډېر افغانان او ددوی کلتوري دوستان راغونډ شوي وو اوغوښتل یې نړۍ ته په ډاګه ووايي چې ددې ولس دارادې سیمرغ یو ځل بیا له ایرو څخه سر را پورته کوي او ژر به یې د هماګونو وزرو سیوری د پامیر و هیندوکوښ، سوات او کوژک پر لوړو وغوړیږي او ددغه سترولس د ویښتیا او روښانتیا زیری به د ټول بشریت غوږ ته ورسوي. د نړۍ له هر ګوټ څخه پښتون ځان را رسولی و، چې نړیوالو ته پیغام ورکړي ،چې دا قوم ترهګر او قاچاقبر نه، بلکې د پوهنې، کلتوري سمون، یووالي او ملي ارزښتونو ساتونکی او پالونکی دی. دا ولس د بشري ټولنې یو حیاتي او مهم غړی دی او ښځه و نر یې د خپل ویاړلي تاریخ او فرهنګ له ساتلو سره سره، بشریت ته د ډېرو ارزښتونو د وربښلو وړتیا هم لري. د پښتو نړیوال کنفرانس د پیل شیبې وې چې د ګډونوالو له سترګو څخه اوښکې لکه دانه دانه مرغلرې را ورغړیدې، یوه وویل : خدایه! شکر چې داسې زلمي او ځوانان دې را په برخه کړل چې نن له ځانغوښتنې او ځانښوونې پرته، په منډو را منډو بوخت دي، ستړیا نه پېژني او د یوې سترې ملي – فرهنګي غونډې په سمبالښت لګیا دي، د مېلمنو چوپړ کوي او په پرمختللې تکنولوژۍ سمبال وسایل د پښتنو د معنوي لوړتیا لپاره کاروي. بل د خوښیو له سلګیو سره ویل : ماته د خپل ولس مرګونو، محرومیتونو او ستونزو ویره پیدا کړې وه، چې خدای مه کړه ډوب شوو، خو نن . . . نن د داسې سترې لاسته راوړنې شاهد یم، چې هغه ویره مې له منځه وړي او دا باور مې پیاوړی کوي چې :


درست پښتون له کندهاره تر اټکه            سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار


بل مشر ددې لپاره د خوښۍ اوښکې تویولې چې د افغانانو یوې لویې غونډې د تورې، سنګر او وژلو – تړلو پر ځای قلم، کتاب، ښوونځي، سره یو کیدو او مدني ارزښتونو ته د پام وراړولو پر څرنګوالي خبرې کولې. د کنفرانس یوه سمبالوونکي ته له لیرې – آن له اروپا څخه یو افغان زنګ وواهه او مبارکۍ ویلو سره سم یې ستونې را ډک شو، همدومره یې وویل چې نه شي کولای ددې غونډې ستاینه په الفاظو کې وکړي. یو بل افغان په مساپرۍ کې ګرځیده د افغانانو دروازې یې ټکولې چې د کنفرانس لپاره مرسته راغونډه کړي او یو بل خپل ټول کارونه پریښي و، تر اوو سیندونو او اوو غرونو را اوښتی و، چې یوازې د کنفرانس جوړېدل په خپلو سترګو وویني خو عجیبه داوه، چې پرته له هېڅ ډول ادعا څخه آن په وروستي کتار کی ناست و او خوږه موسکا پر شونډو د افغان زلمیو هلې ځلې او د مشرانو لارښوونو ته یې ځیر ځیر کتل. شیبې تیریدې، ګډونوال په ډېره مینه په څلورو ډلو وویشل شول، څلورو  وړو خیمو ته ولاړل .تر درې نیم سوو ډېر افغانان په څلورو ګروپونو کې تنظیم شول او ښايي لومړی ځل و، چې هر څه ډېر منظم او پرته له ګډوډۍ څخه تر سره کیدل. د لومړۍ خیمې خلک پر ژبه غږېدل، پردې چې د لسګونه میلیونه خلکو دغه لرغونې ژبه څنګه د دفتر، رسنیو، پوهې، سیاست، تکنولوژۍ، اقتصاد او ښاري ژوند ژبه شي، څنګه ښوونځي او پوهنځي ته لاره پیدا کړي او څنګه خپل حق او ځای ترلاسه کړي. دوهمې ډلې پردې خبرې کولې چې زموږ د دود دستور کومې برخې زموږ لپاره ستونزې رامنځ ته کوي، او کومې دودیزې ستونزې یې موږ له پرمختګ او ودې څخه پاتې کوي. درېیمې ډلې پردې بحث کاوه چې څنګه د ټولې نړۍ د پښتنو ترمنځ د تلپاتې، منظمو او کاري اړیکو د ټینګولو لپاره هلې ځلې وشي او د نړیوال جال په مرسته د ګردو پښتنو د خېر ښېګڼې، پرمختیا او سوکالۍ لپاره عملي او علمي کار وشي. څلورمې ډلې پر یوې حیاتي موضوع تودې خبرې پیل کړې وې : ښوونه او روزنه !      زموږ ډېرې بدمرغۍ له ناپوهۍ څخه را زیږي، زموږ هر ښوونځي چې سوزول کېږي سل هدیرې جوړیږي او زر کلي اور اخلي، زموږ هر ماشوم چې له کتاب او پوهې څخه لرې کېږي، لسګونه زره پښتانه په لوږې، وروسته پاتې والي او تاوتریخوالي اخته کېږي، دغي کاري ډلې زموږ د ګڼو ټولنیزورنځونو درمل په ښوونځي او پوهنځي کې لټول او پردې یې فکر کاوه چې کومې لارې چارې شته، چې دهغو په مرسته دا ولس د الله تعالی له دې لوی نعمت ( پوهې) څخه برخمن کړای شي. خبرې روانې وې، هر چا نظر ورکاوه، د ډلو اسانچاریو پاڼې ډکولې ، تا به ویل دوی غواړي هر څه همدا نن حل کړي، ګډونوالو تنده، تفریح، دمه او آن ډوډۍ هیره کړې وه، په بېړه لګیا وو، سړي فکر کاوه چې دوی غواړي له هرې شیبې څخه ګټه پورته کړي، « خدای خبر چې بیا داسې موقع په لاس ورشي». د دوهمې ورځې په دوهمه نیمايي کې چې پایلې او پریکړه لیک اعلانیدل دګډونوالو شمېرله دوه زرو کسانو څخه اوښتی و، ستره خیمه ډکه وه او لا هم خلک ډله ډله راتلل. عجیبه وه، د باور وړ نه وه خلکو لسګونه کیلومتره لاره وهله، د مزله ستړیا یې ګاللې وه او په ډیره تنده یې ځان د لویې جرګې خیمې ته را رساوه څو له دې څخه ځان خبر کړي، چې د دوی پوهانو، فرهنګي استازیو او څېړونکو د دوی د لویو فرهنګي ارزښتونو او ستونزو په اړه څه پریکړې کړي دي. د ګډونوالو په څېرو کې دې له ورایه دا پوښتنه او غوښتنه لیدله : زموږ استازیو! ووایاست په دې دوه ورځو کې مو څه وکړل؟ او را روان ګامونه به مو څه وي.


ولولې او هلهلې هغه مهال زیاتې شوي چې د هرې پښتون میشتې حوزې استازي لنډې،ژورې او منظمې ویناوې وکړې او د کنفرانس کار یې ګټور وارزاوه، له پېښوره، له کابله، له کراچۍ، له کوټې، له اروپا، له هندوستانه له عرب میشتو هېوادونو او له نورو سیمو څخه دیني عالم، قومي مشر، لیکوال، استاد، څېړونکي، چارواکي او سوداګر، هر چا په دې فکر کاوه چې د کنفرانس پریکړې او پایلې څومره علمي او عملي دي. له دې هڅو به څه کوچ راووځي او د دوی پر ټولنیز ژوند به څه اغیز ولري؟ یو مهال چې ولولې او د خوښۍ اوښکې په غورځنګ وې دا فکر هم ورسره مل شو چې د کابل پښتو نړیوال کنفرانس د سترو هڅو ،لویو پریکړو او  اوښتون راوړونکو پایلو د پیل شیبه ده،  هو! زموږ منډه له همدې ځایه پیلېږي او مزل اوږددی. دا پښتو نړیوال کنفرانس، د لاس پر لاس اېښودو ځای دی او مخ پر وړاندې خوځښت لا په مخ کې دی. مسؤلیت لا دروند شو! اوس د ټول ځوریدلي ولس سترګې دې خواته دي! موږ به نن، سبا او بل سبا څه کوو؟ موږ ډېرې هیلې او تندې را ویښې کړې دي په میلیونونو سترګې زموږ په خوا دي، مه پریږدﺉ چې خدای مه کړه مړاوې شي. د هر پښتون بچی باید په ټولګي کې کیني، کتاب ولري او په خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړي. هیڅ پښتنه او پښتون ښايي د ناسم دود- دستور قرباني نه شي. او تر سمندرونو هاخوا پروت پښتون ښايي له هغه ملي ارزښت سره د زړه له تله لاس وکړي چې د ګردو پښتنو د خیر ښېګڼې لپاره رامنځ ته کېږي. موږ د ویښتیا او روښانتیا پر درشل ګام ږدو. دپښتو ن رنسانس ښکالو اورېدل کیږي! مزل لا په مخ کې دی او د دوهمې ورځې د ماښام شیبې را نږدې دي  زموږ کار پای ته نه دی رسیدلی، بلکې نوی پیل شوی دی مخ پر وړاندې د پښتنو د سوکالۍ او نیکمرغۍ پر لور! خواږه ملګري او دوستان یو له بل سره په راتلونکیو درندو مسؤلیتونو خبرې کوي، خدای په امانۍ ته د هېڅ چا زړه نه کېږي، ټول بدنونه ستړي دي، خو هیڅ اروا د ستړیا احساس نه کوي، ځکه ډېر کار او زیار لا په مخ کې دی او د خوښۍ اوښکې لا هم په سترګو کې ډنډ دي، زړونه هیله منو ولولو په سر اخیستي. د سباوون څرک له ورایه ښکاري.