په تېرو څو ورځو كې د پاكستان په بېلابېلو پوځي مركزونو د پاكستاني طالبانو لخوا بريدونه ترسره شوي دي. د دې بريدونو په ترڅ كې د پاكستان پوځ مركزي قومنده چې د پاكستان پنټاګون بلل كېږي او پرون يې په لاهور ښار كې د پوليسو په دوه روزونكو مركزونو او مركزي استخباراتي مركز بريد ترسره كړ. په پروني بريدونو كې يودېرش كسان ووژل شول. په پاكستان كې په تيرو يوولسو ورځو كې ۱۴۲ كسان د وسله والو د بريدونو په ترڅ كې وژل شوي دي. دې وروستيو بريدونو د پاكستان پنجابي حكومت په زړه كې ډار پېدا كړ ځكه له يوې خوا طالبان پنجابي مېشتې سيمې ته ورسېدل خو تر دې مهمه دا چې په دغه بريدونو كې پنجابي افراطيان هم شامل ول چې بېلګه يې د راولپېنډۍ بريد دى چې له لسو بريد كوونكو څخه ۵ يې پنجابيان ول. د راولپېنډۍ بريد سره جوښت د پاكستان پوځ پرېكړه وكړه چې يو لړ نوي عمليات به په قبايلي سيمو په ځانګړې توګه سويلي وزيرستان كې پېل كوي. له همدې امله په دې وروستيو كې په باجوړ او نورو سيمو كې پوځي عمليات پيل شوي دي. خو پوښتنه دا ده اوس چې طالبان د پنجاب سويلي سيمو ته رسيدلي او بهاول پور او سرګودې په څېر ښارونه د هغوى په سيمه ايزو پټنځايونو بدل شوي، آيا پاكستان به د طالبان پر وړاندې جګړې كې رښتينې وي او كه يوازې له امريكا څخه د اميتاز اخسيتو لپاره يې دا لوبه پيل كړې ده؟ داسې نه ده چې پاكستان د طالبانو د ځپلو توان نه لري، بلكې مساله دا ده چې پاكستان د ټولو سيمو د طالبانو د ځپلو اراده نه لري. سوات كې چې پاكستان ناچاره شو طالبان دړې وړې كړي نو په دغه موخې كې بريالى هم شو ځكه داسې يې غوښتل له همدې كبله يې د سوات عملياتو ته داسې نومونه وركړي ول چې هغې كې د برياليتوب نښانې وې لكه “د حق لار” او “مستقيمه لار”. د دې برعكس د خېبر په باړې سيمې كې خپلو عملياتو ته د پېښور پښتو فلمونو په څېر نومونه لكه “درغلم” او “بيا درغلم” په څېر نومونه وركړي ول چې پايله يې هم ناكامي وه. بل دا چې پاكستاني طالبانو هيڅ كله په نورو قبايلي سيمو كې د پاكستان پوځ عملياتو پر وړاندې دومره كلك غبرګون نه دى ښودلى چې په سويلي وزيرستان باندې د بريدونو پرمهال يې ښيي.
د پام وړ يوه بله مساله دا ده چې په پاكستان كې د طالبانو د بريدونو زياتېدو مانا دا نه ده چې ګوندې پاكستاني طالبان دې د پاكستان استخباراتي ادارې له ولكې څخه وتلي وي، بلكې دا يو لنډ مهاله تاكتيك دى چې د پاكستاني طالبانو نوې مشري يې د بيت الله محسود تر وژل كېدو وروسته د خپل تثبيت لپاره پرمخ وړي ترڅو له يوې خوا دا وښيي چې نوې مشري د بريدونو طرح كولو توان لري او هم دا چې ټول طالبان يو وار بيا د يوه مشرتابه لاندې راغونډ شوي دي.
يوه مهمه پوښتنه دا ده چې پاكستان به وكولاى شي تل د پاكستاني طالبانو او افغان طالبانو په منځ كې يو ډول موخه ايز توپير وساتي او هغه يوازې په افغانستان كې جنګېدل دي نه په پاكستان او بيا په ځانګړې توګه په پنجاب كې. بل دا چې ويل كېږي چې د ورځ په تېريدو سره هم افغان او هم پاكستاني طالبان د پاكستاني استخباراتو برسيره د ځينو نورو هېوادونو ځانګړو استخباراتي كړيو سره اړيكې ټينګوي او دا هغه څه دي چې له امكانه ليرې هم نه ده. ښايي پاكستان ونشي كولاى د تل لپاره پاكستاني طالبانو او افغان طالبانو ته قناعت وركړي چې يوازې په افغانستان كې وجنګېږي ځكه كه د بهرنيانو خبره وي هغوى په پاكستان كې هم پراخ حضور لري. او كه د “اسلامي حكومت” راوستل وي نو بايد په پاكستان كې هم اسلامي نظام او حكومت حاكم وي.
د شنونكو په اند يوازې په سويلي وزيرستان كې شاوخوا ۱۰۰۰۰ وسله وال طالبانو شتون لري. دې ټكي ته په پام سره چې پاكستان ونشي كړاى د تل لپاره د طالبانو واك په خپل لاس كې ولري، او د هغوى اړيكې د پاكستان مخالف هېوادونو سره ټينګې شي او دغه هېوادونه د طالبانو مليتي احساساتو څخه د پاكستان پنجابي حكومت پر وړاندې ګټه پورته كړي نو دا ډله د پاكستان لپاره ډيره خطرناكه تمامېدى شي. ځكه مليتي مسايل هغه څه دي چې په پاكستان كې ډير حساس دي تر دې چې دوه ورځې وړاندې د پاكستان د كرېكټ ملي ډلې كپټان يونس خان چې پښتون دى د يوې وړې خبرې په سر د لوبډلې له مشرۍ څخه استعفا وكړه او د خبريالانو په مخ كې يې ويلي وو چې “زه يو غېرتمن پښتون يم”.
د دې ټكو په پام سره او دغه لوبه چې پاكستان يې پرمخ وړي، دا ناشونې نه ده چې يوه ورځ طالبان د پاكستان لپاره د لستوڼي مار شي.