کله چي مي دامتل رایادسی چی دکندهاریوه سرحدې سپین ږیرې به همیشه کاوه .نوبیا ورپسی دامیرعبدالرحمن هغه وصیت نامه مي ترسترګوسي چي خپل زوې امیرحبیب الله خان ته کړی ؤ اوپه هغه کي امیرحبیب الله خان ته لیکلې وه چي ګوره چی بیت المال غلانه کړې که ملت په دې پوه سوچي پاچا دبیت المال غل دې په هیڅ ډول بیا ولس دبیت المال پرغله پاچا باورنه کوې .
اوس چي ګورولوې غلاوې ، لوې تقلب ، لوې خیانتونه لوې واکداران کوې. غلاخوکیداې سي دیوه یاڅوکسانوحق تلف کړې داچي دخلګورایی غلاکوې ، دولس سرنویشت غلاکوې ، دولس راتلونکی غلاکوې ، دداسی واکدارانونه دې خداي پاک ملتونه وساتې .
کوم تقلب چي اوس یادیږې ، چي حتی مرتکیبین یی هم سترګې نه سي پرپټولاې نودادرغلې ، ټګی اوتقلب خونه داسمان ملایکوکړېدی ، نه دمځکی پیرانانو،اونه رب العزت اورسول پاک ورته امرکړیدې . داخویا دټولټاکنو دکمیسون چا رواکواومامورینو اویا هم دولتې چارواکوترسره کړیدې ، په هرحال باید داسي خلګوته ترټولوسخته سزاورکول سې ، ځکه دی کسانونه یوازې دملت دسرنویشت سره لوبی کړیدې بلکه په هیواد کې ېې لویه بی باورې ، لویه ستونځه رامنځ ته کړه اودیوه ډیرسترخیانت اوټګی بنسټ ایښی دې اودیوی ډیرې خطرناکه پروسې اوتګ لارې تخم ېې کرلې دې اوکه دادرغلې رسواسوې نه واې اودخلګوترغوږونه واې رسیدلې نوځینوټګانوبه دافغان بیچاره ملت دخوب په حال دخپل ټګمارجال په لوموکې تړلې واې .د۱۳۸۸هجری کال ټولټاکنوزموږملت ته څوزیانونه واړول چی جبران ېې اسانه هم ندې .
لومړې : ملت دخپلومشرانوپه وړاندې مطلق بی باوره کړي ،
دوهم : دیوه مجاهد اومسلمان ملت ملې اواسلامی حثیت ته سخت زیان ورساوه اوهغه دیوه سپین ږیرې دامتل ېې په اثبات ورساوه چی ویل به ېې ( چی پاچا ېې غل وې واک ېې دبل وې ) اوس خلګوته داپوښتنه پیداسویده چي خپل مشران موغله اوټګمارسوه نودخارجانونه ځه ګیله ده اوڅنګه به له هغوداطمه ولروچی زموږ سرنویشت دې په ښه ډول راوټاکی اودشرم وړخبره داده چي دخارجه خلګ راځې زموږ دغلا اوټګیوڅیړنه کوې ،
دریم : زموږ ملې غرورته ېې ډیرزیان ورساوه اوس هیڅ چیرې هم افغانان دخپلو مشرانونومونه دشرمه نه سی اخیستلاې اوکه ېې واخلې نوخلګ ورته واېې هغه غله اوټګان ،
ځلورم : نړیوال ېې دافغانستان دخلګوسره دمرستې اوکمک په هکله پښیمانه اوبدګمانه کړه هغوې ته اوس داسوال دې چي موږدافغانانوسره کومه مرسته کووایادابه ملت ته ورسیږې اوکه به ېې غله جیب ته واچوې .
پنځم : په ملت کې دسیاست اوسیاست مدارانو، په هکله ستره بې باورې رامنځ ته کړه .
شپږم : خلګ ېې دخپلی راتلونکی نه ډیرناهیلې کړه .
اوم : خارجي لاس وهنوته ېې پراخه زمینه برابره کړه ،
اتم : په ملت کي دبی اتفاقي تخم وپاشي ،
نهم : دټولټاکنومارکیټ بنسټ ېې ډیرغلط کښیښودې چي دلس ګونوکلونودپاره ېې دصاقواووطندوسته مشرانولاره ډب کړه همیشه به ټولټاکنوپه عوض خلګ له ټول پلورنونه ځوریږې .
لسم : راتلونکی تقلبی دولت به ډیرکمزورې ، غل ، اومړژواندې دولت وې هیځ کاربه هم ونه سی کړاې هم په نړې کي رټلې اوهم به په ملت کی تړټلې وې ..
اوس خبره داده چي په کوموسترګوبه داسې دولت وخپلومامورینوته وایی خیانت اوغلاوې مه وکوې . داهغه شرمونکي ټولټاکني دي چي تاوان به ېې زموږ ملت رسیږې ، دچوکیوویش به یوڅوټګانواوغلوته رسیږې. وسلام