چاته به وايو چې د چا قصور وه
ياره څه ستا وه څه زما قصور وه
چې به مې ستا لارې ته هر وخت کتل
ستا د لوظونو د سبا قصور وه
مست لېونی به بې له بنګو ومه
ستا د سرو شونډو د خندا قصور وه
چې مو رقيب مينه ذرې ذرې کړه
داد صادق زړه د رښتيا قصور وه
ددنيا سترګو ته یی ښکاره کړه مينه
دا مې د سترګو د ژړا قصور وه
چې ېې ملنګ کړم د بادشاه په شکل
د خوارې ټنډې د قضاء قصور وه
دا چې ف – ث شو لېونی په دنيا
د مينې نه وه د جفا قصور وه