له تورک ټایم الماني ژبي ویبپاڼي څخه
لیکوال: شاهد ر. صدیقی ( ۱) Shahid R. Siddiqi
ژباړن . سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
په اسلامې نړۍ کې د سرحدنونو بدلون د امریکا متحده ایالاتو د جغرافیایې ستراتیژۍ یوه برخه ده .
اسلام اباد . په اسلامې نړۍ کې د نویو سرحدونو ایستل همداوس د امریکې جیو پولتیک ستراتیژۍ اجنډا په سر کې لیکلې شوې ده . دا کړنلاره د سرحدنو په بدلولو دبیلوبیلو قومونو یا توکمونو ترمنځه په نویو کرښو ایستلو باندې کارکوي . موخه دا ده ، د عدالت په نامه د بې حقوقو،محکومو، مظلومو او زوریدلو مسلمانو لیږکیو ته دنویو سیاسي واحدنو یا هیوادنو رامنځته کول دي . دا د امریکې متحدو ایالاتو پخوانې حکومت د جورج بوش په مشري دسیاسي فکرونو یوه ثابته او منلې شوي برخه وه . د دوی ځینو پلانونو اوچارو لاملو نو ته په کتوسره دغه مفکره ثابته جوتیزي . لکه پوځي ښکیلاګر یرغلونه، په رژیمونو کې بدلون را وستل او له همدې یرغلونوسره یو ځاې په مشخصو ولسونو، سیمو کې تجزیه او ویش پیل شوي دي .
پاکستان هم دې سیمو ته ورګڼل کیږي .
په سیمه کې د جهادي غورڅنګونو ځواکمنیدل اود دوی پرمختګ د امریکې متحده ایالاتو هژمونیستې سیاست ته یوه ستره نګونه ده . د نویو ځواکونو مرکزونه رامنځته کیدل اود دوی راټوکیدونکې ځواک دنږدې کیدوسره ( روسیه ، چین،هند اوایران . ژباړن ) او په نږدې راتلونکې کې د نړیوال اقتصادي بازار اصلې مرکز اسیا ته په دلیږ دیدو سره او د ټولو توکو یوځاې کیدلو سره امریکایانو خپل سیاسي اقتصادي ځواک په اسیا کې په شدیده ټوګه له لاسه ورکوي . امریکایان مجبور دي په خپل نړیوال سیاست او نړیواله ستراتیژۍ کې نوي بدلونه راولې او هغه شونتیاوې ومومې چې د دوی د ځواک ښویدلو مخه ونیسې .
امریکایي ستراتژیستان په دې باور دي ، چې په اسلامي نړۍ کې د ملتونو ویشلو او تجزیه سره د امریکامتحده ایالات کولي شي د جهادیستانو بنسټیز ځواک مخه ونېسې اود دوی مالي زیرمي وچي کړي . دوی غواړي دتیلو شتمني سیمي لکه کوردستان ، د سعودي عربستان ختیځ ته سیمي او بلوچیستان سره بیل کړي . د ګوداکې رژیمومو له خوا یې کنټرول کړي، تر څو دوی د دغو هیوادنو انرژي لرونکي زیرمي خپلي کړي . نور اسلامې هیوادونه باید هم سره ټوټې ټوټې کړل شي، تر څو دوی په اسانه سره کنټړل شي . په عراق کې دغه میکانیزم اوس اوس روان دی . پر ایران باندې پوځي یرغل ددوی د ورځنېو چارو سر لیک جوړوي .
د امریکې متحده ایالاتو د ویشلو سیاست د پاکستان په اړه د دغې هیواد سیاسي،اقتصادي، غلط منجمنټ ،د قانون او عدالت تشه، اداري فساد او توکمیزه بیلتون دسي اې ای یو رپوټ پر بنسټ یو بې ثباته هیواد ګنلې شوي دی . دغه لاملونه په پاکستان کې د طالبانیزېشن سبب ګرځیدلې دي . یو شمیر لامولونه بې له شکه د امریکایانو له خوا رامنځته شوي دي . تر څو دغه لاملونه اسلامي بنسټپال واک ته ورسوي . له دې سره به اسلامي بنسټپال د اټومي یا نوکلیار وسلو واک او کنټرول تر لاسه کړي . دا به اسرائیل ته د یوه ویره ونکې خوب سناریو وي . له همدې تګلارې پر بنسټ موخه به دا وي چې د پاکستان اټومي وسلې لمنځه یوړل شي .
سره له دې چې پاکستانې حکومت د امریکې یوې عادی اشاره منې او ور ته تسلیم دی . په دغه مامله کې بیا یواځې د پاکستان پوځ خڼد ګرځیدلې دی . پوځ اټومي یا نوکلیار تجهزات او بهرني سیاست کنټرولوي . پوځ د امریکې جګړه په افغانستان کې هم رد وي . پوځ د امریکې فشارنو سربیره نه غواړي د طالبانو پر وړاندې عملیاتو ته زور ورکړي او زړه نا زړه دی . د پاکستان پوځ په ویره کې دی چې د جګړې په ترڅ کې به د ډیورنډ کرښې پر دواړوخواو کې د پرتو پښتنو یوالې ته به نوره هم زور ورکړي . ورسره به د دوی ملې امنیت له ستر ګواښ سره مخامخ شي . دښمنې پر دغه خورا حساس پولیزه کمربند باندې جوره ول دا به د مخامخ کیدونکې اصلې ګواښ یعنې هندڅخه پام اړه ول وي .
امریکا د پاکستان پر پوځ او څارګرې ادارې آی ایس آی باندې تور لګوي چې د دوی په منځه کې د طالبانو او جهادي ډلو خواخوږ ې شتون لري .له بلې خوا امریکا داریږي یوه بله ضربه په هغه جګړه کې ورکړل شي کوم چې د وی د اتحادې پوځونه سره یوځاې جګړه هرمرو بایلي .
له همدې امله امریکایانو، اسرائیلواو هند ته د پاکستان ملا یعنی پنجاب او ښایي سند څخه جوړه وي د یو کمزوري پوځ، بې اغیزي استخبارتې اداره، بې له څیرې کونکې اټومي غاښونوسره څواړخیزه مانا لري . دبلوچستان ایالات او شمال لودیځ سرحدي ایالات تجزیې هڅې دمخصوصو لارو په و سطه پیل شوي . ښاغلې اوبرست پیټرس ، په پنتاګون کې پوځ پوه په یوه مقاله کې د،، خونړي سرحدونو ،،په نامه د منځنې ختیز بالکانیزېشن طرحه وړاندې کوي . دی داسي نظر وړاندې کوي، شمال لودیځ ایالات دې له افغانستان سره بیر ته یوځاې کړل شي . دیو ازاد مستقل بلوچستان د پاکستان او ایران له خاورې څخه رامنځه ته شي .
دا سي انګیرل کیږي چې د پاکستانې بلوچستان په خاوره کې اټکل ۷۰۰ میلیارده کوبیک متره ګاز زیرمې او شپږ میلیونه بیرله د خاورې تیل زیرمه شتون لري .
Drawn and Quarterdښاغلې زلک هرریرېسون په واشنګټن کې دنړیوالي پالیسي مرکز مشر په خپله مقاله کې داسې لیکې ، د پاکستان تجزیه په دریو خپلواکو برخو یا وحدونوکې د توکمونوتر منځه د کرښې په وستلو کې ترسره کیداشي .
پښتونستان یا شمال لودیځ ا یالات د پښتنو څخه جوړشوي او افغانستان دی . ازاد بلوچستان دیو سندي او بلوچې فدریشن له خوا رامنځه ته شي . پاکستان به په اټومي وسلو سمبال دولت چې ملا به یې پنجاب وي رامنځته شي . د ې بیا لیکې د پښتنو نشنلیستي احساس په پښتنې کمربند کې ورځ په ورځ په وده کې دي، دا ویش به ددوی دارامښت سبب شي اود کړکیچ مخه به ونیول شي . پښتانه ، بلوچان او سندیان پنجاب یا پاکستان د دغو ټولو لاملونو،کړکیچونو اصلې مسوول ګڼې .
پیټرس او هریرېسون دواړه یوه سندره او خبره کوي، دوی دواړه د سیمي په اړه یوه دوکټرین وړاندې کوي . دوی د امریکې متحده ایا لاتو بهرني سیاست ټاکي او د بهرني سیاست مخکښان دي .
بلوچستان د هند او متحده ایا لاتو لپاره هغه مهال یو ه خورا مهمه موخه وګرځیده کله چې د پاکستان پخوانې ولسمشر جنرال مشرف چین سره یو شمیر تړونونه لاسلیک کړو . ده غوستل په سیمه کې د چین اقتصادې ستراتیژۍ امنیت وساتې او په بلوچستان کې یو باثباته حضور تضمین کړي ، ورسره د سر خوږونکو او پاڅونکونکې قومونو بغاوت په شاوتمبوي .
د چین حضور د کوادر په بندر کې چینایانو ته لاره هند سمندر ته خلاصه کړي . دا به امریکایانو او هندوانو ته د منلو وړ نه وي . لومړنۍ ته دهند په سمندر کې جنګې بیړیو ته ګواښ پیښ کړي ،ورستي ته د ایران هرموز تنګې ته د ورنږدې کیدو سره نا ارامې رامنځته کولو په مانا ده .
جنرال اسلم بیګ د پاکستان پوځ یو پخوانې مشر په خپله یوه مقاله کې لیکې ، د هند او متحده ایالاتو تر منځه دستراتیژیک ملګرتوب او د ګدې څارګري ادارې رامنځته کول تړون لاسلیک شوي دی .
په دغه تړون کې سي اې ای ، د اسرائیلو څارګره اداره موصاد، د انګریزانوڅارګره اداره ام شپاړلس، د هند استخباراتو ادارې د پلتنو او څیړنو څنګه او نور استخبارتي سازمانونه چې په افغانستان کې فعال دي شامل دي . دا ټول همدا اوس د پاکستان، ایران، چین، روسیه او نورو اسیایې هیوادو د بې ثباته کولو په لټه کې دي .
د بیګ په خبره د قبایلې سیمو کمربند نارازیان یا مخالفین په سروبې او کندهار کې روزل کیږي او بیا شمال لودیځ ایالات ته د عملیاتو لپاره استول کیږي . هم مهال د لشکرګاه او ناوې په پوځې اډو کې د ازاد بلوچستان د خپلواکې پوځ جنګیالې بلوچستان ایالات ته دسقوط ورکولو په موخه روزل او فعال کیږي، په پیسو او وسلو سمبال کیږي .
په شمال لودیځ ایالات کې یوه نوې ډله شکل نیسې ، دوی په مقاومت باندې لاس پورې کړي دی . د پاکستانې طالبان په نامه ،، تحریکې طالباني پاکستان ،، دوی قبایلي سیمي امنیت او د ایالات نورو ارامو سیمو ته یو خورا جدې ګواښ رامنځته کړي دی .
دنړیوالتوب د پلټنو مرکز مشر ،، امریکا د ټرهګرو سره په جګړه کې ،، د کتاب لیکوال ښاغلی میکل شوسدوفسکې په خپله یوه علمې ليکنه کې ،،د پاکستان بې ثباتې ،، په نامه هم دې موافق دي،د ده د څیړنو او اند پر بنسټ وایې . د واشنګټن د بهرنیو چارو سیاست او سیاسي کورس په فعاله توګه پاکستان دیو ملت په توګه د سیاسي ټوټه ټوټه کیدلو او بلکانیزېشن پر مخ بیولو کې ستره ونډه اخلي . شوسدوفسکې بیا لیکې ، د متحده ایالاتو کرښه ایستل د ټولنیزو، توکمیزو، ګوندې بیلتون او سیاسي ویش په دخییلو باندې باید پیل شي . له همدی سره د پاکستان دتیروټیریل یا خاورې ویش او تجزیه مل ده .
د امریکې انیسیاتیف د اسلامې نړۍ د ویشلو په اړه چې پاکستان هم په کې شامل دي . کیدای شي د دوی د ناسمو سنجیشونو له کبله خطا پریوزي . ځکه دوی د یوې ډیرې ټپې او بې ثباته جیو سیاسي سناریو پلان جوړ کړي دی . دامریکې سیاسي او اقتصادي کمښتونو ته په کتوسره او د جهادیانو قابلیت د جګړې په برې کې او د متحده ایالاتو امپریالیزم ته په کتو سره کیدای شي چې حالات له کنټروله ووځې . دا به د امریکې انتریس ته په ټوله نړۍ کې ډیرمضر تمام شي . سیمیز او نړیوال امنیت به له جدې ګواښ سره مخامخ کړي شي .
له همدی امله باید د امریکې متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د افغان جګړې په اړه یوار بیا سم فکر او سنجش وکړي .
پای
( ۱) شاهد ر. صدیقې یو سیاسي مبصر او کارپودی ، ده د خبریال په توګه او په رادیو کې دندي تر سره کړي دي . دمنجمنټ په ستر وسترو مقامونو کې کار کړي ، د پاکستان په هوایې پوځ کې هم دنده تر سره کړي ده .