دا د هغې ترانې سرليک و چې يو وخت به د بايفور ډاټسونو له لاوډ سپيکرونو څخه د ( سراجي ) په جادو ګر غږ کې را پورته کېده .
هغه مهال طالبان نوي کابل ته را رسيدلي وو او د نجات د فرشتې په سترګه ورته ځکه کتل کېدل ، چې تنظيمي ډلو دغه تاريخي ښار د واک په سر جګړه کې سوزولى و ، هرځاى کنډواله و او تورو لوخړو په اسمان چترونه جوړ کړى و .
د وطالبه ګرانه ، ترانه د کابل ښاريانو په ټپي زړونو لکه ملهم لګېده دا ځکه چې هغوى د واک په سر جګړو کې هر څه له لاسه ورکړي وو .
خو دادى نن همدغه ډله چې يو وخت يې کابل باندې د زړه سوي توصيه کوله د هغو بريدونو مسووليت په غاړه اخلي چې دغه ښار په وينو لمبوي .
نن يو ځل بيا ددغه ښار په هغه سيمه کې خونړى ځانمرګى بريد و شو ، چې لا د تېر کال د ورته بريد په وينو ککړ سړکونه ، نه و پاک شوي .
په نننۍ ( پنجشنبه ) بريد کې د راپورونو له مخې ١٧ ملکي کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان دي .
په دې کې به هدف هم ترلاسه شوى وي ، خو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره هم کمه نه ده .
په دغه ځاى کې د تېر کال د چنګاښ په مياشت کې هم بريد شوى و ، هغه مهال هلته زموږ دفتر و .
اى !
په هغه ورځ نيم کله جسدونه داسې په سړکونو شټيدل ، تا به ويل د ماهيانو هډونه دي په تبۍ اچولي دي .
زموږ خبريال ملګرى( نجيب الله ) چې دغې سيمې ته له بريد سره سم رسيدلى و او قربانيان يې موټرو ته پورته کړي وو، دفتر ته ورخطا را ننوت .
اوار رپيده يو ناڅاپه لکه اره شوى نښتر په ملا قات او چپه شو ، له خولې يې زګونه راوتل موږ پرې سورتونه چوفول خو دى په خپلو خيالونو کې ورک و.
يوځل بيا ولړزيد ، نيغ کيناست ، ټولو ته يې حيرانې ، حيرانې کتلې او بيا يې خوله پرانسته : ( همه مردم کشته شد ) خبره يې وکړه او بيا وغځېد.
موږ لا په همدې ملګري راټول وو چې يو بل تن دفتر ته راننوت د هغه نيمه لمن سوزېدلې وه ، مخ يې لوګيو تور کړى و او له هر ګام سره يې شاته وينو ليکې جوړولې .
هغه ته لکه ټپي حيوان ، هر انسان ښکاري ښکاريده اوار رپيده او چې موږ به ورته نږدې شو نو لا به يې لړزه زياته شوه .
انسان هم عجيبه مخلوق دى . خپلو ژمنو ته وفادار نه پاتې کېږي .
يو وخت چې د حکومت شا رګونه د نظار شورا په لاس کې و ، نو په دغه ښار بريد کونکي يې ظالمان او د خلکو دښمنان بلل .
خو کله چې يې له کابله پښې سپکې کړي په همدې ښار يې بريدونه پيل کړل .
د بهارستان پېښه مې هيڅ نه هېرېږي ، په دغه سيمه تازه راکټ لګېدلى و .
دلته د يوه ټکسي موټر خالي اسکليټ پاتې و، د سورليو نښې يې هم نه ښکارېدې ، د پارک مخامخ يوه ودانۍ نړېدلې وه .
سړک له ماتو ښيښو ډک و ، ځاى ځاى وينې ډنډ وې او په رڼا ورځ سړى ډاريده .
دغه شان يو وخت ، يوبل راکټ يې د لوړو زدکړو پر وزارت هم توغولى و ، دې راکټ د برق پايې په کچه اوږدوالى درلود. که چاودلې وى نو په لس ګونو کسان يې په وينو لمبولى شول .
خو د راکټ زړه له توغونکيو ډېر نرم و ، نه يې غوښتل د علم او پوهې مرکز ونړوي ، د لوړو زدکړو وزارت څنګ ته په يوه شاړه ځمکه لګېدلى و او هملته غلى پروت و .
اوس ، زموږ د ملګرو د خبرو سرټکي د بريدونو ، چاودنو او بمباريو وي او هرڅوک يې په اړه خپل د سترګو ليدلى يا اوريدلى حال بيانوي .
نن مو يو ملګرى ناوخته دفتر ته راغى د هغه سترګې پړسيدلې وې ، پوښتنه مې وکړه ، هغه وويل:
پرون مو پر يوه داسې ١٧ کلنې پيغلې خاورې واړولې چې په ليدلو يې زړونه ويلي کېدل .
دا د کابل ښار د يک توت اوسېدونکى وه او چې کله د هند له سفارت څخه تېرېده نو چاودنه وشوه .
هغه بېهوښه شوه او چې بيايې شفاخانې ته ورسوله نو ډاکټرانو ويلي و چې له هيبته يې د سر رګونه چاودلې دي .
په کابل کې د روژې مبارکې مياشتې راهيسې دا څو وم خونړى بريد دى ، چې د مطلوبو کسانو ترڅنګ ، په لسګونو ملکي کسان هم په کې وژل کېږي .
کابل ښاريان لکه د نورو ملکي هېوادوالو په څېر بې وسه دي ، په دې درېيو لسيزو کې هر چا پرې چړې سرې کړي دي.
دوى اوس له هر چا ناهيلي دي ، هيچانه څه نه غواړي ، له طالبانو هم څه نه غواړي خو يواځې د دوى هماغه ترانه ورته يادوي چې ويل به يې : وه طالبه ګرانه ! پام کوه کابل باندې .