کور / شعر / کت پر کت مي برېت اووښتئ د مستاني ځوانۍ چم دئ

کت پر کت مي برېت اووښتئ د مستاني ځوانۍ چم دئ







عبدالحی ريشاء


د زړه غم


دا د اوښکو فوارې دي چي بهيږ نه دریږي
دا دخوږ زړګي سلګۍ دي چي پړسیږي نه دريږي


زړه خو هسي تلولی دئ نه آرام نه یې قرار سته
دا دکم غم اور بل سوی چي سوڅیږي نه درېږي


بیا زړه هسي تسلی کړم چي راغلې ده دا پېښه
په غمو کي دا کم غم دئ چي ډيريږي نه دريږي


مرګ خو حق دئ او راځي به پاته نـوم دئ
دا فاني دنيا ده خلګو ! چي چليږي نه دريږي


عبدالحی- ريشاء


 


د لر اټک نه


اجمل اټک يوسفزی


د يوې څانګې څو ګلونه دي ټول
افغانان يو بل سره ورونه دي ټول


پېغلې يې هم سر نه دستار تاووي
د ملالۍ غوندې مېړونه دي ټول


د ننګ شمله يې تر اسمانه رسي
لکه شمشاد د غيرت غرونه دي ټول


د لر اټک نه د امو تر څنډو
د يو وجود څو اندامونه دي ټول


 


يتيم



زه په نړۍ کې زوريدلى يمه
ومه ماشوم چې يتيم شوى يمه


 په سرمې هيچا لاس کش کړى نه دى
 خوا ته مې هيڅوک کيناستلى نه دى


 همزولې ټول به مې سينګار وه چابه غږ نه کاوه
 زه به چې لږ جوړوم هيچا راسره تګ نه کاوه


 زما داوښکو اميل تل په غاړه،تل سلګۍ وي
 زما اوښکې زما سلګي وي ،دهرچا نخري وي


مابه لوستله تل پښتو،چې دمور درس ؤ پکې
خوبياهم يتيم ومه هرڅومره هرڅومره هو! که رش ؤ پکې


 ټولو وړوته به اخترکې وه په سترګو رانجه
 ومه معصوم مابه اختر په خپلواوښکولمانځه
 
 خلک خووايي ماشومتوب بادشاهي
 خو زمانصيب کې وه،هميش ګدايي


ټول به ول جمعه خوشحالولپاره
زه په تنهاوم تل سلګولپاره
 
عطالله خداى لخوا دي ته پرې وياړه
ځان کړه يواځې،بس يواځې ژاړه


 


غزل


زمانه ؛ په بهانه د رنګ او نور
غواړي ووژني ډيوه د رنګ او نور


ته يې مخې ته رانجه پورې کوې
شوه قرضداره ائېنه د رنګ او نور


ستا د سترګو د خمار په راز خبر
زه پوهېږم په رشته د رنګ او نور


راڼه ستوري ، ماښاميز باڼه ترې تاو
ګواهي ورکوي شپه د رنګ او نور


په ځنګل مې اور ، په سيند ګډه وبا
په اوږه مې جنازه د رنګ او نور


زمانه پس يې قبول کړم په يارۍ
جوړ محتاجه شوه هغه د رنګ او نور


لوټ باران کميس دې ډک له ستارو
مباک دې شه جوړه د رنګ او نور


جلال امرخېل


 


 


غزل


وصال


ښکاري چې پردى پردى نن خپل جانان
ساه اخلي د ستوني مې قاتل جانان


ستورو چې گوا اوسى په توره شپه
خوب يوسي له سترګو مې پاګل جانان


نن راته په سترګو کې مسکۍ شوله
پروت مې دى په سترګو کې کجل جانان


مزل وهم د خيال په توفاني څپو
لارې اوږدوي مې بې ساحل جانان


زه د انتظار شېبو اخستى يم
غوږ کې شرنګوي راته پايل جانان


راشه! د وصال له زړه نه وپوښته
ژاړي بې له تانه ستا واصل جانان
 
 مرام راډيو د شپې  ٠٠ : ١١ بجې


 


 


تا څنګه هېره كړم


(شمشاد سالارزى)


خيالونو كې مې وساته،خوبونو كې دې ځاى راكړه
ته ماته زماځانه،خپل فكرونو كې دې ځاى راكړه


ته له مانه ولې يې خفه ،ته خو يې جانان زما
تانه بغير زه نه يم ، سوچونو كې دې ځاى راكړه


تاكړم هېره څنګه ،نوروته په كوم نظر ور وگورم
دې كلي نه لاړشم څنګه ، خيالونو كې دې ځاى راكړه


ته يې لمر زما دلبره ، ستوري اوسپوږمۍ مې ته يې
دې بې وسه زنده ګۍ اوپه ماښامونوكې دې ځاى راكړه


تل مې ستا ديدار كړى تل مې ته غوښتلې يې
هېر شوې شمشادستايم په يادونو كې دې ځاى راكړه 


 





غزل


محبوب شاه محبو ب


 نن دي دحسن جنازه کومه


د خيال ماڼيو کي دي شپه کومه


چي درته وګورم په تيږي نظر


دشونډو جام ته دي پلمه کومه


زما د سترګو ځني خوب ي وړي


نن مي ديارپه بانه شپه کومه


اوس مي جانان په شاه تلو داسي ويل


راشه ښکاره اوس اکاړه کومه


محبوب اخير به درته داسي واي


راځه چي اوس دي ننداره کومه


محبوب شاه محبوب مرام راډيو ١٣٨٨-٨-١٢


 


غزل


محبوب شاه محبو ب


  زما دژوند هغه انځورګري سپوږمي اوس رانه لاړي مروري سپوږمي


اوس به دي زه په کوم گودر ګورمه نن مي دزړه دکوره تللي سپوږمي


زه دي لاهو دعشق درياب کي کړمه ته شوي روانه بختوري سپوږمي


جانانه تاپه کوم ګناه کي ګيرکړم ولي جفا کړي سترګوري سپوږمي


ژوندون مي بي له تانه تيريږي نوراشه راشه اي کوډگري سپوږمي


محبوبه ژاړه د اخيره پوري اوس دي له سترگو پنا شوي سپوږمي


محبوب شاه محبو ب ننګرهار پوهنتون



محب الله ښېراز
 غزل
 
ځان پر ما باندي چي کله هم جانان کنجاوو
ځواني یې نه وه خو ښایست یې په هر آن کنجاوو

ښکلي خو کله کله چا چا ته بس زړه نزدې کړي
ما په مستۍ کي خو خپل ځان پر هر یوه ځوان کنجاوو

خوښه دي نه ده د نادان وخت مینه اوس تازه کړو
هغه خو ته وې چي پر شونډو دي پیزوان کنجاوو

نجلۍ چي تا ورته زارۍ په مین زړه کولې
ښېراز وړوکی ولو ځکه یې خپل ځان کنجاوو

زما زلمیتوب وو ته شوې پیغله ښکلولم به دي
تا به خوند اخیستو خو ما ځان په ایمان کنجاوو

پر تا خو هم وله یو وخت کي یوه نجلۍ میئنه
ښېرازه تا ولي هغې باندي هم ځان کنجاوو


 روح الله رحمتي


  اورمي كوګل كي په زړه بل شي

اورمي كوګل كي په زړه بل شي = كله سي تادغمازځنګ كي ووينمه
دغمازانوسوي ملګري = بي وفاتالمانه واخستل لاسونه
جانانه ولاړي بي وفاسو = تادغمازپه سلاراكړل حوابونه
ته دغمازسولي مګري = بي ننګ زما په ژوندي بل كړل سره اورونه
دمالداري اسره دي وكړه = زماسي ژوند دغريبي وهيردي كړمه
دغريبانو مل شي خدايه = داكبرجن جانان مي ډيركوي نازونه
ته دغمازسولي ملګري = بي غوره ياره په لمبو دي كباب كړمه
غمازه كوردي سري لمبي سه = ځنګه جدادي په ارمان له ياره كړمه
زخمي زخمي مي ښه ده = ستاپه يادونه به  يي اوس كراره ومه
جانانه هغه وخت رايادسو = سي مااوتابه يوله بله جاريدونه
جانانه هغه وخت رايادسو = چي ستاديدن ته به په نيمه شپه درتلمه
ځنګه دي هغه شپي سوي هيري = سي مودهني دباغوكول سيلونه
جانانه زه دي ځنګه عيركړم = ماته داستاله غمه نه رازي خوبونه
زه له جانان سره عادت وم = كله خوشحال كله خوابدي به ګران ونه
چانه سي خپل جانان جداسي = نوردي ژوندون په دونيانه غواړي مينه
جانان خوب په ماحرام ده = ته راياېږي شپه په ويښه تيره ومه
زما په دي كلي كي څه دي = ګرانه داستالپاره شپي سباكومه
ستاتوري سترګي مي ياديږي = وبي وفاجانانه راوړه ديدنونه
غمونه ستادي ټول زماسي = ته دي بي غمه زدي تل په غم كي يمه
جانانه ته سي بي وفاسوي = زمارحمتي به خودمړي اوښكي په مخ زينه
غمازه زيري مي درباندي = جانان جداسوتنهاعمرتيره ومه
دامازيګرمي ډيرخوښيږي = هرمازيګر به مي ديدن دياركاونه
سترګي مي تاپسي ړندي شوي = بيابه په كومو سترګوستاديدن كومه
شيخان حرام پراته دي خوب كړي = ماته ديارله غمه نه رازي خوبونه
دونيادولت مي پكارنه دي = زما په كاردي دشيرين يارديدنونه
خلګ سوالونه ددونياكښي = زه دجانان دياراني كوم سوالونه
زما دا سوي رنګ ته ګوره = جانانه ستادلا سه تل په ژړايمه
ګريوان مي مه كنډي علمه = دعشق كانون ده ګريوان ځيري ګرزه ومه
ته خوشحالي كوه خنديږه = زماپه څيري ګريوان مړي اوښكي رازينه
خوشحالي تاته خداي دركړي = زماپه قسمت باندي ليكلي دي غمونه
 خنداپه سروشونډومزه كي = زما په سفيروشونډومزه كله كوينه
جانانه ته خوشحاله ګرزه = زدي تصويرته مدام اوښكي تويي ومه
عالم مي ټول تپوس ته راغلي = هغه رانغلي چي يي پروت له غمه يمه
عالمه زه ملامت نه يم = ملامت يارده سي مي نكړي تپوسونه
خوشحالي ته كوه جانانه = زه رحمتي تل په غموخوشحاله يمه




غزل


جلال امرخېل

لکه غني ، لکه خيام ، نشه يې سترګو کې ده
د شرابي غزل د جام ، نشه يې سترګو کې ده

جلۍ ولاړه ده په بام ، نشه يې سترګو کې ده
ټالۍ وهي سر ماښام ، نشه يې سترګو کې ده

جلال پرېوځي ګام په ګام ، نشه يې سترګو کې ده
ستا د تومت، ستا د الزام ، نشه يې سترګو کې ده

لښکر په لر وطن ډاډه په يرغل ځکه ورځي
د بر وطن د قتل عام ، نشه يې سترګو کې ده

زما ياران د مړ پاچا په غلامۍ نازيږي
وايي چې ، ځه خو د نظام ، نشه يې سترګو کې ده

مزارۍ پېغله پېښور کې هسکې سترګې ګرځي
د خپل پښتون پښتون باګرام ، نشه يې سترګو کې ده

د دې يتيم ځلمي له سترګو نه چې وينې څاڅي
د شهيد پلار د انتقام ، نشه يې سترګو کې ده

په ما دې ډکې پيالې بنګ نه څښي په شنه سبايي
په ما دې نه کوي سلام ، نشه يې سترګو کې ده



روح الله رحمتي


غزل


نه د چا زړه کې شوم را تېر نه د چا خیال کې اوسم
نه د چا زړه کې شوم را تېر نه د چا خیال کې اوسم
ژوند مې یو ګونګ شانې تصویر دی په دېوال کې اوسم


په تا مین شوم نو د خدای تر مانا ورسېدم
څومره ثواب شوم او په څه واړه وبال کې اوسم


چې ېې ټول ژوند وي لیکل شوی دښامار په خوله کې
زه ها بدبخته شان رڼا یم څه چې لال کې اوسم


درپسې ډکې ډکې سترګې اړوم که راځې….
د زندګۍ لمر مې غورځیږي په زوال کې اوسم


ارمانه اوس نو در نه هېره شومه ښه ملګریه …
چې نه دې سور کې چرته اوړم نه دې تال کې اوسم


 


علم ګل سحر


 خدای پاماني


دژوندون سخته شیبه خدای پاماني ده
دسره اور یوه لمبه خدای پاماني ده
یوناڅاپه یې دتللو شیبه راســـــي
یوناڅاپه وایي ځه خدای پاماني ده
تګ دیار،تګ داولاد،تګ ددوستانو
په زړه ګډه کړي لړزه خدای پاماني ده
ټول ژوندون دساړه ژمي مازدیګر دی
او دژمي اوږده شپه خدای پاماني ده
ژوند یوخوب و، څومره ژر تیر شو دنیا کې
بس څو ورځې وم میلمه خدای پاماني ده


۱۱/ ۵/ ۱۳۸۸
کابل – هوایي ډګر


 


ټیکی


عالیه راوی اکبر


دماشومان او زاړه خدمت دیر په زړه پوری عمل ده


نا پوه خلک پوهول نیک کار ده


نیکی کول انسانیت ده


اقرار په  نا پوهی شهامت ده


دچا زړه نه خبریدل احسان ده


تواضع جګ والی ده


عظیم پیشوا وجدان ده


حسادت د ځان بلا ده


صداقت نجات ورکونکی ده


ډیر مزمن مرض نفرت ده


شایسته خبره حق ده


عظیم الشان سړی عادل دی


عظیم الشان ښځه رحیمه ده


او لوی اثر عشق ده


 


اوريدلې کنه



زما سلګۍ دي اوريدلې کنه
کله دي لږ ورته ژړلې کنه


 ډک دسوچونومې کتاب دى له ستا
 اشنازما د، دردونو خبريدلې کنه


 مادغمونو سمندرکې چې لامبو وهله
 چې غرقيدمه، وايه ته هم کړيدلې کنه


 دستا دمېنې درس مې ډېرلوستلى
 دنيا ظالمه کې له مينې صبريدلې کنه


 څنګ دي کنړګار،څنګه دي اوښکې تللې
 اسمانه ته مېم، له غمونه درديدلې کنه


 عطاالله تا دغم بازار چې جوړکړ
 ستا رڼې اوښکې په کې څنګه خرڅيدلې کنه
 
١٣٨٨ کال دتلې دمياشتې ٢٤ دجمعې ورځ ١٢:٠٠ بجې


 


رحمتي ګيلانوال


داغونه
په لمنه دپښتووي ګوره چا داغونه ايښي
واك،روپوته دبل پښوكي دي سرونه ايښي
پخپله به وختونونه دا دنيا ته كي څرګنده
دزړه په وينوچادي وپښتوته مشالونه ايښئ
چي پښتوشـوه ښكلـي موږ ورباندي وياړو
ډيروميړنيويې په لار كي دي قبرونه ايښي
نيـرنـګونودغـمازوسره ټـول يـوپـړسـولـي
وختونوراته هم لار كي دي خنډونه ايښي
احساس موپښتنوالي فكر موپښتون رحمته
خداى مو په وينه دپښتوكي تاريخونه ايښي
رحمتي ګيلانوال كوټه 20/10/2006



انجنير شهزاده عاصم


 شعر/ ته مي په سجده كي يې


څومره چه ځاييږې كي هغومره مي په ز ړه كي يې
ته مي زندګي يې ، زمادژوندهره شيبه كي يې


ګرانه نورمي هيريې ، خوبس دومره راته ياديې چه
ته مي په لمانځه كي يې ، بس ته مي په سجده كي يې


كله كله فكركوم ، دې پايلي ته وَرَسم
چه: زه لكه ز ړه نلرم ، بس ته مي په سينه كي يې


داچه شپه ارامه ده ، اوداچه ورځ روښانه ده
ته په لمرلويده كي يې ، هم ته په لمرخاته كي يې


داچه سترګي دومره په احتياپورته كومه زه
آي پښتونه ! ګران يې راته ، ته مي په ليمه كي يې


ځكه مي عاصمه ژبه خوله كي دَرَنه آو ړي
تا باندي تَلَمه يې ، هم ته مي په تا له كي يې


 


مسیحا


تیغ د وفا که د جفا رانه شې
 دې سور پالنګ ته به لیلا رانه شې
لږ خو تپوس د خپلې ساه پکار دی
 د بخت سجدې ته که ښکلا رانه شې
دا ويښ سبا چې نن په خوب ویده دی
د ژوند سینګار له به ځلا رانه شې
ولی لارښود د غیرتونو نه اورې
قوی مورچل که په رښتیا رانه شې
کړې وعده به اوس پوره کې که نه
که هوښیار فکر له رڼا رانه شې
سینګار د بخت د نېمې شپی چراغ کړه
په توره شپه کې چې بلا رانه شې
ژوبل حالات به ، په وخت وکړې غوبل
تور ه قلم که د بابا رانه شې
هسی نه خړ سیلاب مو ویسې ګوره
په یوه خوله که مو سلا رانه شې
هر څه ګټلی ، مو باللی دی نو
که په نقشه کې پښتونخوا رانه شې
بیا به دونیا د مینې څوک جوړوی
روح د سبا ته چې سبا رانه شې
 د محبت تناب شلیدلی به وی
د ژوند دستور له، که ئې ساه رانه شې
نسیمه ستوریه ژوندې مړه پراته دي
نن که امساء د مسیحا رانه شې





زخمي کابل يم


زرلښته حفیظ


چاپه ګولو وويشتم چاپه توپو وويشتم
څوک مرور شو رانه په ډير خيرو وويشتم
چا کړمه خرڅ په پردو زما غرور يي مات کړ
چا دښکلا په نامه په لوڅ تنو وويشتم
زما نازولې ميندې نن دپنجاب کوڅو کې
لاس کې کچکول ګرځوي په پيغورو وويشتم
دا خوار او زار ولس مې ټول تری تم شو رانه
د هر شيطان د لاسه په سره ګلو وويشتم
څوک د غرور په شوق کې زماټټرنخه کړي
څوک د قدرت ليوني په ډير ناندرو وويشتم
زما يتيمان اهونه پاس ترفلک پوری لاړ
دا زمانه مې وژني په نا کردو وويشتم
لاخو تنکي ځوانان مې د مزدوری پسی ورک
لاس کې پولې ګر ځوي په نا اميدو وويشتم
ای در په درو خويندو لاسونه پورته کړۍ بيا
يو دخير سوال وکړۍ چې نن پردو ويشتم
د غيرتو نو ځاله طلاې تاج مې په سر
زه د شاهانو کور وم نن غر بتو وويشتتم
خو شحالي نه پيژنم زه د ويرنو کور شو م
دغه بیی وخت مر ګونه په جنازو وويشتم
حفيظ د غم شيبو کې د سولې لعل غواړي
د کوم خامار د خولې نه د لعل ارزو وويشتم
زخمې کابل يم ګوره نو ردغم تاب نه لرم
خدايه يو سوله غواړم لايق د عذاب نه لرم



 دسولې جرګه


زرلښته حفيظ


شمله وروپه جرګوسره يي جوړکړئ
دپښتون قام په دودوسره يې جوړکړئ
زمانې پرمونږ ډيري نادودي وکړی
په کلک هوډدپښتنوسره يي جوړکړئ
****
باچاخان غوندی دسولې په قانون شئ
دوختونو تقاضا ته کلک پښتون شئ
لرو برو پښتنو لاسونه ورکړئ
بيادسولې دکاروان ملي تړون شئ
****
داسې نه چې خړطوفان موسره يوسي
لکه لعل دبدخشان مو سره يوسي
دپاريس انجنوته بيادغاړې هارشي
پښتنې به تر ليلامه پورې يوسي
****
جنګ نوربس دی يوې سولې ته رضاشئ
ټوپک پريږدئ يودبل سره پخلا شئ
جهاني وايي “١*بيړۍ مونورډوبيږي”
قلم پورته کړئ د پوهي سپين رڼاشئ
****
دحفيظ دزړه رضا پلورې لاړ شئ
دژوندون دارتقا په لورې لاړ شئ
دوطن دموردويرټغر نور ټول کړئ
ميليتونو تقاضا په لورې لاړ شئ
****
نوي نسل ته يو نوې سمون راوړئ
ډک دمينې اودپوهی ژوندون راوړئ
سوله زمونږدارمانونولوې ارمان دی
بيادسولې دجرګۍ پيوستون را وړئ


١*دجهاني صاحب يوشعر څخه يادونه شوی


 


اروا ښاد ګل پاچا الفت ته


ستا دالفت ډیوه په لاس وه اوس تیاری يریوتی
ځکه وطن کی د دردونو افسانی پریوتی


د هغه یو افغان په نوم چه تا وحدت ته بلل
اوس ی په کلی او بانډو کی دغم شپی پریوتی


د پاک احساس او د وروری خبری کمی ښکاری
ځکه په سمه او میرو کی ادیری پریوتی


د وطن دښتی او ابادی یا ویجاړ ځایونه
په هر قدم کی د ژوندیو جمجمی پریوتی


څومره وحشت او بربریت شو په بی وزلو خلکو
په ادیرو کی په زرهاوو جنازی پریوتی


څوک به یی راټول کړی دا بی زوره زوروره خلک
چه د نیکونو افتخار جګی شملی پریوتی


راځی ای ورنو افغانی الفت ارمان لپاره
چه سره یو شو ګنی خدایګو معجزی پریوتی
— ————–
د ارواښاد ګل پاچا الفت دسلم تلین په ویاړ
سمیع الدین افغانی


عبدالبصیر عتیق زی


 (درد)


وی اشنا بیا چې په دې لار رانشې
دلته د وختونو سندره
چې ته به یې د اوریدو په هیله
له هآ پورې غره نه راتلې
نوره سړه نوره چوپ ده
نورې نغمې نه غږوي
دلته زمونږ په چم کښې
غم ناست د ناتار رباب په غیږ کښې
د مرګونو بې خونده
نغمه غږوي
او ویر ګډوي
اشنا بیا چې په دې لار رانشې
او نه هم دې لار کږه کړې
دلته د یوه بې ګناه مظلوم
د وینو بوی راځي
دلته د قاف غره د ښاپیرو
څیرې بدنونه پراته
او دیوان ترینه چاپیر دي
 په وحشت یې
د بدن تنکۍ غوښې شوکوي
دلته به ستا چیغې ته
څوک (هآ) ونکړي
دلته به ستا زخم ته
پټۍ پیدا نشي
درد به دې دوا نشي
دلته دي دیوان پراته
دلته دي لیوان پراته
دلته – شیشکان پراته
دلته څوک د رحم په نامه څه
نه پیژني
دلته څوک د همدردۍ په نامه
څه نه پیژني
زما زړه نور
د پرهر اوچتولو نه دی
او تا ته به کوم غم وژاړم
زما غرونه غرونه نیکۍ
زما د ویر حایل نشوې
زما دیتیم بچي د آه
او د کړیکې حایل نشوې
زما د مرګي ایله درې ورځې
وې تیرې
زما غم زما په کور
 لکه یو تور څادر د شپې
په غیږ کښې
چاپه وهلې وه
زما د کونډې سترګې لا
وچې نه وې
زما یتیم لا په سلګو وه
چې دلته یو بدمرغه
کرغیړن رقیب
خوښي کوله نڅا کوله
هو! په جم او جام کښې یې لا شک نه وه
دلته د مینې ځواب نفرت دی
دلته د نیکۍ ځواب بدي ده
او دلته د سلام ځواب ښکنځل ده
دلته به دې شیبه تیره نشي
چې په کومه راغلې
په هماغې بیرته ولاړ شه
او ګوره!!!
اشنا چې بیا په دې لار رانشې!!!



 رفيع الله روشن
 
 غزل

تورغر مې راته يادشي اوسپين غر مې راياديږي
مماڼې اوګورګورې اونښترمې راياديږي
موسم دپسرلي دی هره خوا وږمې خورې دي
سندرې دقمريانوهرسحر مې راياديږي
دپيغلو کتارونه په اوږو سره، شنه منګي
رنګين دپسرلي په څېر ګودر مې راياديږي
چې جوړبه يې فضاکې يوانځور دمحبت کړ
دزاڼوکتارونه اولښکر مې راياديږي
چې کله څوک دلوړوغرونومونه راته واخلي
سالنګ ،کوهاټ ،شمشاداوماهيپر مې راياديږي
امونه رانيولې تر بولانه تر جېلمه
شمله دپښتونخوا رنګين خيبر مې راياديږي
(روشنه )داهېواد موږته ډالۍ دهيچانده
پدې چې خاورې شوی هر يوسر مې راياديږي

تبصره نسته

  1. د لر او بر ګرانو او قدرمنو کارکوونکو!
    السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

    خدای دې وکړي چې د صحت او سلامتیا په ګاڼه سمبال اوسۍ.

    (غزل)

    تورې زلفې سره غمبـــــوري
    سپین پړک په تروږمۍ مزه کا

    لوړه ونه اوږدې وروځــــــې
    دمیدانۍ جینۍ مزه کــــــــــــا

    سپین لاسونه سپین لـــــیچې
    بنګړو نه ډک د شیرینۍ مزه کا

    سرې شونډې او سره لــــــبان
    پرې لپاسه زما خولګۍ مزه کا

    اوږدې وریښمینې زلـــــــــــــفې
    عتیق زیه په غوږو یې نو لښتۍ مزه کا

    عبدالبصیر عتیق زی