په تېرو لږ تر لږه سلو كلونو كې كابو د ټولو له خوا دا خبره كېږي، چې په افغانستان كې پښتانه د واك پر ګدۍ ناست دي او پښتون مليت په افغانستان كې حاكمان دي. زه دا خبره منم چې په تېرو څو سليزو كې د افغانستان شاهي كورنۍ يا زياتره حاكمان پښتانه وو، خو دا خبره د دې معنا هم نه لري چې ګواكې ټول پښتانه دې په واك كې شامل و، او يا دي. زه نه پوهېږم چې زه د يو پښتون په توګه څرنګه په واك كې شريك يم، حكم مې پر چا چلېږي او څه امتياز راكړل شوى دى؟
په دې لنډه ليكنه كې هڅه كوم په دوو خبرو رڼا واچوم.
لومړى: د افغانستان په تېر دوه درې سوه كلن تاريخ كې شاهي كورنۍ د چا استازيتوب كاوه او د چا په خدمت كې وه؟
دويم: حاكمېت او امتياز لرل څه ته وايي؟
لومړى بايد دا ووايم چې هېڅ ډول واكمني نه شي كولاى چې پرته له دې چې د يوې خاص او ځانګړي پاړكي استازيتوب وكړي، شتون ولري. ټول حاكمان بايد د يوه پاړكي (طبقې) څخه استازيتوب وكړي، ځكه دولتونه د مشخصو طبقاتو د موخو د پلي كولو وسيلې دي. نو ويلاى شو چې په افغانستان كې هم شاهي كورنۍ سره له دې چې پښتانه وو، خو له پښتنو څخه يې استازيتوب نه كاوه، بلكې د يوې ځانګړې طبقې چې فيوډالان وو، د هغوى استازيتوب يې كاوه. په دغې طبقې كې چې شاهي كورنۍ يې استازيتوب كاوه پښتانه فيوډالان، تاجك فيوډالان، ازبك، هزاره او د ځينو نورو مليتونو زورواكي او فيوډالان شامل و. حاكمانو ته دا ارزښت نه لري چې يو څوك پښتون دى او كه هزاره او تاجك يا ازبك، هغوى ته يوازې دا ارزښت لري چې په كومه پلمه په واك كې پاتې شي. كه دا د ولسونو په خپل منځ كې اچولو په بيه هم وي، نو زورواكي او حاكمان ترې درېغ نه كوي. او دا هغه څه وو چې تېرو حاكمانو په افغانستان كې كړي. يو ځانګړې طبقې په دې نوم چې د پښتنو واك خوندي كوي، پښتانه له نورو سره په جګړې اچول او خپله يې ترې ګټه پورته كوله. د شاهي كورنۍ پر وړاندې كه هزاره قيام كړى نو د واكمنو له خوا يې “كله منار” جوړ شوى او كه پښتنو قيام كړى نو د شينوارو په څېر يې له سترګو څخه اميلونه جوړ شوي.
له نورو بېلګو تېريږم، ښايي همدا كفايت وكړي چې واكمنان د توكم او مليت په كيسه كې نه وي، بلكې يوازې خپلې ګټې په هر ډول چې وي خوندي كوي.
راځم دې خبرې ته چې آيا په رښتيا هم ټول پښتانه له امتياز څخه برخمن وو؟
زما په اندپه يوې فيوډالي ټولنې كې (څلوېښت كاله د مخه) امتياز لرل ښايي دا وي چې يو څوك دې په يوه ښېرازه او ښكلې سيمه كې ژوند ولري، ښاري ژوند ولري، پوهنې او زده كړو ته لاس رسى ولري، ژبه يې حاكمه وي او داسې نور ډېر څه چې په ظاهره ارزښت نه لري خو اصلاً همدا هغه څه دي چې امتياز يې بللى شو.
كه چېرې موږ په افغانستان كې د جغرافيايي پلوه د مليتونو وېش ته ځير شو نو وينو چې پښتانه په داسې يوې سيمې كې محصور دي چې ډېره لږه ښېرازه ځمكه لري او نوره ټوله ځمكه يې شاړې دښتې دي، او يا هم “وچ غرونه” ترې راتاو دي. د دوى برخلاف نور مليتونه د شمال په څېر ښېرازه سيمه كې مېشت دي.
كه ښارونو ته ځير شو نو په ښارونو كې سره له دې چې د وخت د غوښتنو سره سم د ښار بڼه يې نه ده لرلې، خو بيا هم زياتره اوسيدونكي يې غير پښتانه دي. د بېلګې په توګه كندهار چې په اصطلاح د پښتنو د نفوذ مركز دى، هلته لس سلنه اوسيدونكي يې غير پښتانه دي چې د كندهار ولايت ښاري اوسيدونكي دي. زه نه وايم چې نور په ښار كې د اوسېدلو حق نه لري، يوازې دومره چې پښتانه له ښاري ژوند څخه بې برخې پاتې شوي.
او له هغه ځايه چې زده كړې په ښارونو كې متمركزې وي، روغتيايي او نورې ډېرې ښاري آسانتياوې لومړى ښارونو ته وركول كېږي، نو دا رنګه پښتانه چې زياتره په كليو كې مېشت دي تر ټولو له مخه له زده كړې او بيا له نورو ښاري آسانيتاوو څخه بې برخې كېږي. پايله دا چې زياتره پښتانه نالوستي پاتې كېدل او په دې ډول سره له كلتوري او مدني پلوه هم وروسته پاتې والى يې بللى شو.
د دې برسيره چې زده كړې او په ځانګړې توګه لوړې زده كړې په ښاري سيمو كې دي، بله ستونزه د لوړو زده كړو په برخه كې د ژبې مساله ده. د بېلګې په توګه هغه زده كوونكي چې له پښتون مېشته سيمو څخه د كابل پوهنتون يا په كابل كې نورو پوهنتونونو ته بريالى كېږي، اړ دي چې په دري ژبه خپلو لوړو زده كړو ته دوام وركړي، په داسې حال كې چې هغه دولس كاله په پښتو ژبه ښوونځى لوستى دى.
خبره لنډوم. دا سمه ده چې واكمنه كورنۍ پښتانه وو، خو دغې كورنۍ د يوه ځانګړې پاړكي استازيتوب كاوه نه د ټولو پښتنو. او كه ولس سره پرتله كړو، البته زما په اند د پښتنو په پرتله د نورو امتيازات ډېر وو او دي. ښېرازه ځمكې، ښاري ژوند، زده كړې، روغتيا، برلاسې ژبه … دا ټول زياتره د نورو په لاس كې وو.
زه بيا ټينګار كوم او نه وايم چې ولې نور مليتونه ښه او پرمختللى ژوند لري ځكه دا د ټولو حق دى چې مدني ژوند ته لاس رسى ولري، يوازې دومره وايم چې لږ تر لږه هغه څه چې حاكمانو د پښتنو تر نوم لاندې كړي دي د عامو پښتنو پر غاړه مه اچوئ او د حاكمې طبقې او يو بې وزله كليوال پښتون تر منځ توپير وكړئ. آخر تاسو خو لوستي ياست.!