کور / شعر / دعبدالهادي ریشاء پرمړینه

دعبدالهادي ریشاء پرمړینه

دقلم څوکه مي تــــــــــــــرزړه سم پـــــــــــــــه تېرووخته


ګورئ!نن بیادمـــــــــــــــــــــــــرګ قُرعه دپښتنووخته


دمنوروپرټولۍ دغـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم سرودوږغېد


ددانشورواســــــــــــــــــــــــوېلي دي چي ترخولووخته


لـــــــــــــــــوی وواړه خپل وپردي یې په غم وزنګېدل


پرجنازه باندې داچیغه له زلـــــــــــــــــــــــــــــــــمووخته


چي ریشاء مرګ دي ضایـــــــــــــــعه ده دادب پرمېنه


ډېرافسوس داچي بیاپـــــــــــــــــــــه پچه دپښتووخته


قلم یې ونه لوېدله ګـــــــــــــــــــــــوتوڅه ترهغي شېبې


چي یې شَمَه له ټــــــــــــــــول وجوده په ورو ورو وخته


یوخویې غم بل یې پرڅنګ داحقیقت،خدای مه کړه


چي یې په مرګ ګـــــــــــــویاریښه زموږداکو(۱)وخته


پیداپه شپه وداخترفــــــــــــــــــــــــــــــــــناپه شپه داختر


ول ،رالېږئ یې! داناره لــــــــــــــــــــــــــــــــــه جنتووخته


دمرګ وکال تــــــــــــــــــــــــه مې کچکول دهنروګرزاوه


په صدقاتـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــویې پَلَه درَنه دښووخته


“قلم” خـــــــپل سروروباخښه “محبت” تاج کړهدیه


دمرګ نېټه یې”غم” ،”ژړا” پـــــــــــــــه ابجدووخته


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


اوکویل ــ کاناډا


۸ داکتوبر۲۰۰۹ع


(۱)دارواښادعبدالهادي ریشاء پلارحاجي عبدالغني په “حاجي اکو لالا” سره مشهور و.
 


حل :


غم = ۱۰۴۰ + ژړا=۲۰۸ + ق=۱۰۰ +  م = ۴۰ = ۱۳۸۸ ش