کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دكرزي تيروتنې اودپښتنوغوښتنې

دكرزي تيروتنې اودپښتنوغوښتنې


هغه وخت چې روس له دوهمې نړيوالې جګړې اودجرمني له ماتي څخه وروسته ديوسترنظامي قدرت په توګه راڅرګند شو
سم له لاسه ورسره دنوروهيوادونودنيولوتمايل پيدا شوو.
پراخي غوښتوونكې پاليسي يي غوره كړه اوخپلې ريښې يي منځنئ اسيا اوځينواروپايي هيوادونوته وغزولې .
 امريكا ددې لپاره چې دروس دپرمختګ مخه ونيسې  ۱۹۴۹  په   كې يي دناټودغړوهيوادونوسازمان يي جوړكړ چې ددغه سازمان له جوړيدوڅخه دامريكا هدف په اروپا اواسيا كي دروس دپرمختګ مخنيوي وه .
 روس باالمقابل په ۱۹۵۵كال   دوارسا دغړوهيوادوسازمان جوړكړ غوښتل يي چي دناټودغړوهيوادونومقابله وكړي .
لنډه داچې په كلونوكلونودروس اوامريكا ترمينځ سوړجنګ جريان درلوده همدارنګه په (۵۸۱۳  ) دمرغومي دمياشتې په شپږمه روس دټولونړيوالونورمونواواواوصولوخلاف خپل يولك اوپنځوس زره نظامي سرتيروپه زورافغانستان ونيوه ترڅوځان دمينځني اسيادهيوادونوطبعي زيرمواوګرمواوبوته ورسوي .
خوامريكا له وخت څه ګټه پورته كړه اوله افغانانوسره يي ژمني وكړي چي دوي به دروس په مقاّبل كي افغانانوته ټول مادي ، نظامي ،او لوژستيكي ، مواد وركوي اوافغانان  به په خپل مټ له روسانوسره جګړه كوي .
داداسي وخت وه چې په افغانستان كي ډيرعربي ، چيچنيايي ، اودنوروهيوادونومجاهدين دروس دمقابلي لپاره په افغانستان كي ميشت ول چې امريكا دغوټولوته وسايل اوتجهيزات وركول .
اوسنى اسامه چې امريكا يي دځان دوښمن اودالقاعده ډلې مشربولي دى هم ددوئ دلاس نيالګى وه اودروس ترماتي يي دهغوي پروړاندې ورڅخه كاراخيسته .
 لنډه داچې افغانانوخپلووينوپه نزرانه اوددوه نيم ميلونه شهيدانوپه قرباني دروس لويه امپراطوري ماته كړه  اودډيرومحكومواومظلوموملتونوله غاړي يي دظلم اوجبردخاوندانولاس لنډ كړ.
دروس له ماتي سره سم له امريكا سره دافكرپيداشووچي دوئ بايد  دمنځني اسيا دهيوادونوطبعي زيرمي په خپله ولكه كي راولي اوځان بايد داسيا زړه (افغانستان) ته ورسوي .
امريكا دي موخي ته درسيدولپاره ډيري هلي ځلې وكړي خوكامياب نه شول اخرداچې په خپل لاس يي د(سيپټمبرد۱۱  مې پيښه رامينځ ته كړه اودايي دافغانستان اودمنځني اسيا هيوادونودنيولولپاره يوه بهانه وګرځوله اوددغي پيښې پړه يي دالقاعد تروريستې ډلې په غاړه ورواچوله .
دسياسي شنونكوله انده امريكا هغه واټن چې سل كاله وروسته يي بايد طى كړي دالقاعده اوتروريستانودزپلوپه نوم يي نړيواله ټولنه له ځان سره يوځاي اوپه افغانستان يي نظامي يرغل وكړ.
امريكا د بي ۵۲ ډوله الوتكوپه زور دطالبانوحكومت له مينځه يووړ، ډيرې ميندې يي بيري اوډير بي ګنازلمي يي توروخاوروته وليږل اوپه افغانستان كي يي دكرزي په مشرئ دخپلي خوښې انتقالي دولت رامينځ ته كړ.
دوه كاله وروسته يي افغانستان كي ټولټاكنوته زمينه برابره كړه افغانان چې له جګړوستړي وه اوله كلونوكلونوراهيسي يي په افغانستان كې ديوه ملي اوانتخابي دولت دجوړيدوارمان درولوده اوهرنسبي تغير يي دځان اوافغانستان په ګټه باله .
اودداسې يودولت دجوړيدوارزويي درلوده چي ترڅوپوري دافغانانوپه زخمونودمرهم پټئ كيږدي په هيوادكي سوله رامينځ ته شي اوافغانستان له  سياسي ، اقتصادي، فرهنګې اواجتماعي پلوه دنړۍ دپرمختللوهيوادونوله كاروان سره يوځاي شي .
دافغانستان جګړې ځپلي ملت چې درې لسيزې جګړې يي په شااړولې وي اوډول ډول تكليفونه يي ګاللې وه دامريكا له خواپه افغانانوراتپل شوي جمهورريس حامدكرزي ته يي په (     ) ټولټاكنوكي رايه وركړه چې حامد كرزي په پښتون ميشته سيموكي زياته رايه ترلاسه كړه اوپه افغانستان كي يوانتخابي دولت رامينځ ته شوو.
له كرزي څڅه دپښتنوهيله داوه چې دى هم پښتون دى اوله هرچازيات به دپښتنوپه حال رحم وكړي .
خوپه تيرواتوكلونوكې دپښتنوهيلې تربل هرچا په ناهيليوبدلې شوي .
دحامد كزي خدمت پښتنوته درايي په مقابل كي داوه چي دده په دوره كي پښتانه تربل هرچا زيات وزپل شول، ووژل شول ،
بهرنيانوپه مختلفوپلموموداسلام اوطالبانوسره دتړاوپه  نوم دبګرام ، ګوانتانامو، اوداسې نورزندانونوته وليږل چې تراوسه هم دزندان دتورتمبوترشا دظلم اوجبرپه شكنجوكي شپي اوورځې سبا كوي اوهيڅوك يي هم په حال نه خبريږي.
دكرزي په خوله رابلل شووميلمنوپه پښتون ميشته ولايتونوكي په ودونودبي ۵۲ ډوله الوتكودرانه بمونه وغورزول ښځې ، تنكي كوچنيان  ، سپينږې ، دواده زلمي ، اوپه نيكريزوسره لاسونه ناوې يي له خپلوتاندوهيلواوارزوګانوسره توروخاوروته وليږل .
بهرنيانودغه ډول كاريوه سهوه اوخطا وباله اوكرزي هم دهغوي په مقابل كې پټه خوله پاتې شوو.
بهرنيانودكرزي په اته كلنه دوره كې پښتانه دشپي اوورځي له خوا په بې رحمانه ډول په سپيووخوړل ، زمونږ دپښتني كلتوراوعنعناتوخلاف يي زمونږ كورونه ولټول ،زمونږ ميرمنې ، كوچنيان ، اوسپينږي يي له ځانه سره په الوتكوكي يوړل ، زمونږ دمعصوموكوچنيانوپه سينويي دمورپه غيږكي دټوپك تودې ږولۍ سړې كړې چې لا اوس هم دغه دوژنولړي دوام لري هره ورځ اوهره اونۍ په سلګونوجنازې دپښتنو كو
رونوته راستنيږي لكه چې حلاتوته په كتوسره شاعروايي :

دلته دستوروكتارونوباندې ډزې كيږي
                                  دلته دسرسړوسرونوباندې ډزې كيږي     يوڅوك دسولې په نوم راشي له مونږ سوله يوسي
                                 دلته دسولې كاروانونوباندې ډزې كيږي
زمونږ دمارف تنكي ګلان دوي په ږوليوولي
                                     دلته قلم اوكتا بونوباندي ډزې كيږي
دمورپه غيږ كې دمعصوم بچي لاڅه جرم وي ؟
                                 دلته كمكيووړكو نجونوباندې ډزې كيږي

پښتون قوم په دغه دوره كې دعلم اوپوهې له غوره نعمت څخه بې برخې پاتې شوو، په ملياردونوډالرافغانستان ته دمرستې په نوم راغلل خودپښتنوپه سيموكي په دې نامه چې هلته امنيت شتون نه لري دبيا رغونې كارونه ونه شول .
پښتان دتيروكلونوپه څيريوځل بيا له خپلوكلواوبانډوڅخه كډوالۍ ته مجبورشول چې اوس دپښتون ميشته ولايتونوډيرى تورسرې په كابل كې دمسجدونوترمخې اوپه بازارونوكي خلكوته دسوال لاسونه غزوي .
په پښتون ميشته ولايتونوكي دكرزي په خوله رابلل شووبهرنيانوافغان دولت اودهغوي په مقابل كي مخالفين په وسايلواوتجهيزاتوسمبال كړ ل اوتاسودسرپه سترګوويني چي دپښتنوپه سيموكې ورځ له ورځې جګړه زوراخلي .
داڅه پټه خبره نه ده امريكايي اوبرتانوي ځواكونه څوڅوځله ليدل شوي دي چي ددولت مخاليفينوته يي خوراكي توكي وسايل اوتجهيزات كوزكړي دي .
په څرګند ډول بايد ووايم چې امريكا اوله هغوي سره همغږي هيوادونه په قصدي توګه زمونږ په هيواد كې سوله نه غواړي ځكه افغانستان داسيازړه اوټولې اسياته دڅلورلارې حيٍٍثيت لري تاريخ كي ثابته شوي هرې تيرى كوونكې ډلې چې افغانستان نيولي نوراسيايي هيوادونه يي ډيرژرپه خپله ولكه كي راوستي دي .
همدغه وجه چې دوي دافغانستان په جګړه كې ددايم لپاره دلته خپله بقاغواړي.
همدارنګه امريكا غواړي چي د افغانستان له لاري دنړيوالي ټولنې په مرسته خپل پخوانى سيا ل ( روس ) اوهمدارنګه چين اوداسيا نورهيوادونه ترخپلې اغيزې لاندې راولي .
ځكه اوس مهال چين ديوستراقتصادي قدرت په توګه پيژندل شوي اوامريكا ورڅخه دخطراحساس كوي .
دوئ غواړي چې دافغانستان اومنځنۍ اسيادهيوادونوسرتړلې طبعي زيرمې لكه دغرني ښامار په څيرله ستوني تيرې كړي .
چې اوس عملا په هلمند كې برتانوي سرتيري ديورانيموپه راايستلواوچلوولو
بوخت دي .
تاسووينۍ چې اوس په عامه توګه په ټول اسلامي امت اوپه ځانګړي توكه دپاكستان په سرحدي سيموكې دجګړې اوربل دى ، اوهره ورځ په سلګونو
پښتانه په دوئ دتپل شوي جګړې ښكارګرځي .
دلته داپوښتنې  راپيداكيږي چې طالبان دومره پرمختللې نظامي وسايل له كومه كوي ؟
 طالبانوخوپرون دمدرسې دكتابونوداخيستلوتوان نه درولوده نن څنګه كولى شي امريكا اودپاكستان په څيردولتونوته ګواښ پيښوي ؟
دپورته سوالونوځوابونه ښكاره دي اوهغه داچې دغه وسايل اوتجهيزا ت امريكا خپلوموخوته درسيدولپاره په دوي تقسيموي لكه چې شاعروايي .

هرچـــاته دي مالوم تش په نامه بشرپالوونــكــي
دسولې په نوم جنګ راوړي هغه انسان وژونكي
زمونږ له ګــــډوډيودمزوچړچــــوڅكوونكــــــي
زمـــونږه دفــرهنــګ اودكـلــتورخرابوونكــــــي
زمونږ په چــم ګاونډ كــې نابللـــي اوسيدونكـــي
ښـــكاره داړه ماران اودانسان دوينوڅښـــوونكي

خوڅه وكړوڅوك نه وايي هرقتل كـــې يي لاس دى
دهرپښتون قاتل دى كه څوك كوزمړشي كه پاس دى
وژنـــې ورته پاتـــې لـــه پلــــــرونوپه مـــيراث دى
دروس په څيرقاتل مودى ،خــوفرق يي په لبــاس دى
افسوس چې نن مړشوى دپښتـون مـلت احساس دى
كه نه نوداسې  خلـــكوسره څه په كاراخـــلاص دى

ددې لپاره چې له موضوع ونه وزم راځم بيرته دافغانستان ۱۳۸۸ كال داسد د۲۹ مې نيټې ټولټاكنوته چې عملا زمونږ په هيوادكي ټولټاكنې پاى ته وسيدې مخكي له دې چې ټولټاكنې پيل شي كرزي دټولټاكنودكمپاين لپاره ټول جنايتكاران په خپل څنګ كې راټول كړل ،اوپه همدي اميد يي دتيروڅوكلونو
راهيسې ځينې داسې نااهله كسان دحكومت په لوړوچوكيوپه دندوګمارلي وه چي دهغوي جنايتونه ټول ملت ته دلمرپه څيرڅرګند اوښكاره دي .
خوپه چوكۍ مين دسياسي ډګرتږي كرزي دخپل پايښت اوبقالپاره جنګي جنايتكاران سياسي ډګرته راننه ايستل .
علمي ، پوځي ، اوافتخاري القاب يي وركړل ، داحمدشا مسعود په څيرشخص يي ملي اتل ونوموه اودابوالحنيفي فارغ التحصيل فهيم ته يي دمارشالۍ رتبه وركړه وزارتونه ، معينيتونه ، ولايتونه ، اورياستونه يي په همدغه ډول خلكووويشل .
داسماعيل خانه په څيرددافيع هوا توپچي افسرنه يي دبريښنا وزيرجوړكړ.
اودمسعود له خواتثبيت شوى ډګرجنرال عطامحمد دشپږمې قول اردوقومندان ته يي ولايت وركړ.
دټولټاكنوله لپاره له رسمي اعلان څخه پخوا هيڅ باضميره حقپال افغان دافكرنه كاوه چې كرزى به دراروانوټولټاكنولپاره فهيم اوكريم خليلي ، خپل مرستيالان وټاكي ، اوددولس زروطالب بنديانوقاتل دوستم ، اودپښتنوميرمنود
سينوغوڅوونكى اودهغوئ په سرونودميخونوټكوهونكي محقق سره به ايتلاف وكړي .
خوكرزي ددې لپاره چې يوځل بيا دجمهوري رياست چوكۍ خپله كړي دغه هرڅه يي په سړه سينه ومنل اودوي ته يي ښه راغلاست وويل .
زه له كرزي صيب څخه داپوښتنه كوم چې تاخوپه دي اميد چې پښتانه زما خپل دي ښه به داوي چې دجنايتكارانوپه راخپلوولوبه ازبك ، تاجك ، هزاره اونورفارسي ژبي راخپل كړم اويوځل بيا به دقدرت په ګدۍ كينم .
خوهسي چي ستا غوښتنه اوستا ترڅنګ غدارانودرسره ژمنې كړې وي هسي ونه شول .
ځكه هغه ولايتونه چي دوي پوري يي اړه درلوده هلته اكثريت رايه بشردوست اوډاكټرعبدالله ترلاسه كړي وي .
كرزي صيب ! تش په نامه خليلي ، فهيم ، محقق ، اودوستم ، دې ترڅنګ ولاړوه .
لكه چې پښتوكي يومتل دى ( ناست يمه له تاسره زړه مې په كندوكې ده )
دوي ناست له تاسره وه اوزړه يي په بل چاپورې تړلي وه خوبيا هم كرزي صاحب!
 تاله دوي سره دمهمووزارتونودوركړي ، اودولايتونودبدليدوژمنې كړي وي ،
كرزي صاحب كه درڅه وپوښتم چې ايا فهيم اوده ته ورته كسان به خپل وطن ته وطن دوست كسان وي ؟
خودهغه اودملګرودتيروديرش كلونوكړنواوجنايتونوڅخه ښكاري چې  دوي ولس پلورونكي كسان دي .
كرزى صاحب ! افغانان له تاڅخه داپوښتنه كوي چې فهيم اودهغه ملګري چې نن موجوده ارګابارګا لري ، دشيرپورقصرونه لري ، شهرت مقام اوڅوكي يي ګټلي دي ايا داددوي دخپل ذهني ، اوفزيكي قوت محصول دي كه څنګه ؟ ايا دادوي ته له پلرونوڅڅه په ميراث پاتي كه په څه ډول ؟
ايا دغه جنابان مسلكي ، هنري ، فلسفي ، اقتصادي پوهه لري كه څنګه ؟
خونه ………..
دغه هرڅه چې دوي ترلاسه كړي دخپل ملت ويني يي زبيښلي اوڅكلي يي دي . اونن تايوځل بيا مرستيا لانوپه توګه له ځانه سره وټاكل ترڅويوځل بيا زمونږ دبي وزله هيوادوالوويني وزبيښي اويي څكي .

كرزى صيب !
 دخداى لپاره په حقيقت بايد سترګې پټې نه كړې درايوشميرنوڅخه به پوه شوي يي چې اكثريت پښتنويوځل بيا په تاباوروكړ اوتاته يي رايه دركړه اوته يي دجمهوري رياست چوكې ته ورسولې .
سره له دې چې ستادحكومت په تيره اته كلنه دوره كې لكه څرنګه چې لازمه وه پښتنوته دې احترام ونه كړ ستا دحكومت اوبهرنيانوله خوا په ډول ډول نومونوپښتانه وزپل شول .
كرزى صيب ! ته په خپله هم ستا دتش په نوم پلويانوپه كړنوپوهيږئ لكه څرنګه چې ددغوجنابانوپه سيموكي تاته رايه درنه كول شوه همدارنګه دوي ستا نوي حكومت ته هم احترام نه كوي .
دبيلګې په توګه بايد ووايم چې كې ستا لومړي مرستيال ضيا مسعود ستا دپريكړوپروړاندي خنډونه ايجادول اوهرڅه يي په خپله خوښه كول .
دعطا په څيرخلك چې ستا په حكومت كې برحاله والي وه ستا حكومت يي په فساد تورنه وه ، كه نوموړي اوده ته ورته كسان يوځل بيا دحكومت لوړوچوكيوته ورسيږي نودايقيني خبره ده چې هيوادوالوته به دردسرپيدا كړې .
كه دغه خلك يوځل بيا دمزار، جوزجان ، شبرغان ، اوهرات په ولايتونوكي قدرت ته ورسيږي نوداحتمي ده چې افغانستان به دتجزيي خواته ولاړشي ځه دوي تل دپرديوډالرخوړلي اوهغوي هم ورڅخه همدغه هيله لري .
كرزى صيب ! كه ډاكټرعبدالله دې په تيره دوره كې دهيواد دبهرنيوچارودوزيرپه توګه نه واي ټاكلى اوله دي لاري يي ملي اونړيوال شهرت نه واي ترلاسه كړي نونن به ستاپه وړاند ي تدغه ډول خنډونه نه ايجادول .
خوكرزى صيب ! دخداى لپاره ه پښتانه بايد ستا دتيري دورې په څيرله خپلوحقه حقوقومحروم نه شي اولاندي غوښتنوته يي بايد په پوره دقت سره پام وكړي .
۱  پښتنوته بايد په سياسي واك كي برخه وركړي دتيرپه څيربايد وزارتونه په متعاصبو، خودغرضو، چپاولګرواشخاصوونه ويشې .
۲  نن چې پښتانه په مختلفونومونووژل كيږي اوزپل كيږئ اوپه سيموكي يي بي رحمانه جګړه روانه ده بايد دغې جګړي ته دپاى ټكي كيږ دي اودملي پخلاينې اوسولې لاره بايد خپله كړې .
۳  كوم پښتنان چې دبګرام ، ګوانتانامو، څرخي پله اوله ملي امنيت سره بنديان دي اوپره له كوم مشهود جرم څخه دزندانونودتروتمبوترشاشپي اوورځي تيروي بايد خوشي شي .
۴ بايد ستا په خوله رابلل شوي بهرنيان زمونږ دپښتنې كلتورخلاف ددري ژبوژباړونكوپه لمسه دشپي له خوازمونږ كورونوراونه خيژي اوپه سپيوموونه خوري ، اوزمونږ بي وزله معصوم اوبي ګنا كوچنيان دمورپه غيږ اوزانګوكي په خواږه خوب ويده دټوپكوپه ګرمومرميوونه وژني .
۵  دپښتنوپه سيموكي بايد پوهنې اوبيا رغونې ته وده وركول شي .
۶ نن چې بهرنيان دهيواد په جنوب كي پښتان دمخدره توكوقاچاق اوكركيلي ته هڅوي بايد دپښتنوپه سيموكي دمخدره توكوقاچاق اوكركيله له مينځ ولاړه شي .
اوكه دتيرپه څيرپه خپله پاليسي كي تغيررانه ولي اوله پرديوعينكودپښتنو
دپښتنوحقوقوته وګوري نوتاريخ شاهد دى ستانوم به هم دتيرظالمومستبدواووطن پلورونكوحاكمانوپه څيردتاريخ په پاڼوكي په توروكرښوليك اواودخداى په وړاندې به هم مسئول واوسې .
 ديوه موټي هوسا پرمخ تللې اوودان افغانستان په هيله .