کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ددوهمو ولسمشريزو ټولټاکنو درسونه

ددوهمو ولسمشريزو ټولټاکنو درسونه

۰۶/۱۰/۲۰۰۹

دادی د ۲۰۰۹ کال داګسټ په ۲۰ مه نېټه دافغانستان دولسمشرۍ لپاره دوهم ځل ټولټاکني تر سره شوې .

دټول ټاکنو نه مخکي دهغو دترسره کولو په هکله زياتي اندېښنې موجودي وې . ځيني کسانو ويل، چي اصلاً اوس دټول ټاکنو لپاره شرايط اماده نه دي او امنيتي حالت خراب دی، ځکه نو بايد هغه تر سره نه سي . ځينو هم  نور دلايل ويل، چي له مخي ئې بايد ټولټاکني نه وای تر سره سوي . خو هيڅ چا هم ددغو ټول ټاکنو لپاره دقناعت وړ بديل نه وړاندي کاوه . کوم بديلونه چي وړاندي کېدل، هغو هم قانوني او نوري ستونزي لري .

په هر صورت دامنيتي ستونزو سره سره په افغانستان کي ولسمشريزي ټولټاکني تر سره سوې . زه هڅه کوم تر خپله وسه دتېرو ولسمشريزو ټول ټاکنو نه راپورته ستونزو او دهغو نه تر لاسه سوؤ درسونو ته ايشاره وکړم .

تر هرڅه نه مخکي غواړم يادونه وکړم، چي ددغو ټاکنو اصلي ګټونکي دافغانستان خلګ دي . که څه هم هغوی ته ډېر ګواښونه سوي وه، خوهغوی دټولو ستونزو سره سره په ډېره مېړانه درايو صندوقونو ته ولاړل او دخپلي خوښي کانديد ته ئې خپلي رايي ورکړې .

تر ټولو زياته خواشينونکې خبره داده، چي دانتخاباتو نه مخکي او دهغو په جريان کي زموږ يو زيات شمېر بې ګناه هيوادوال په شهادت ورسېدل، چي دخدای (ج) له درباره ورته فردوس جنت غواړم او خپلوانوته ئې جميل صبر .

دټول ټاکنو يوه لويه ګټه داوه، چي دټول ټاکنو نه مخکي دتبليغاتي کمپاينونو، ديباتونو ( جروبحثونو ) او ليکنو نه افغانانو ډېر څه واورېدل، ولوستل او ترې نه زده ئې کړل .

بله ګټه ئې داوه، چي دډېرو کسانو اصلي څېرې هم افغانانو ته څرګندي سوې او زما په انګېرنه په راتلونکي پارلماني انتخاباتو کي به خلګ دهغوی سره مناسب چلند وکړي او پرې به نږدي، چي دغه ډول کسان ددوی له نوم نه ددوی دګټو پر ضد کار واخلي .

تېرو انتخاباتو يوه بله لاسته راوړنه داهم ده، چي يو شمېر دلوړ استعداد لرونکي ځوانان ئې خلګو ته ور وپېژندل . زه هيله مند يم چي زموږ تجربه لرونکي سياستوال به دهغوی په راتلونکې روزنه کي مرسته وکړي ترڅو دهغوی نه دلوړ کلاس ( کيفيت ) لرونکي سياستوال جوړ سي .

دغو انتخاباتو له بده مرغه ځيني ستونزي هم رامېنځ ته کړې، چي زه هيله مند يم افغان روڼ آندي به هغه په پوره هوښياری سره ليري کړي . يوه له هغو ستونزو نه داده، چي دانتخاباتي کمپاينونو په وخت کي ځيني وطنپالو روڼ آندو له يوه کانديد او ځينو نورو له بل او يو شمېر بيا ددريم او څلورم او ….. نه ملاتړ کاوه . له دوی نه ځينوبه ئې په دې ملاتړ کي دومره مخ ته ولاړل، چي خبره به ئې خواشينۍ، دښمنۍ او آن بدۍ ته ورسول . زه هيله من يم چي دغه ګران وروڼه به انتخاباتي کمپاين ته ديوه مؤقتي او تېرېدونکي پېښي په سترګه وګوري او تر انتخاباتو وروسته به دغو ناندريو او مخالفتونو ته دوام ورنه کړي او دپخوا په شان دګران افغانستان دګټو په خاطر په يوه واحدسنګر کي ودرېږي . زموږ هيواد ډېر بهرني او کورني دښمنان لري، چي دوطنپالو افغانانو دغه ډول ناندرۍ او دښمنۍهغوی ډېر خوشحاله کوي او دهغوی نه ډېره ناوړه ګټه پورته کوي .

له بله پلوه هغه نوماندان، چي دوی ئې ملاتړ کاوه، اوس داسي ښکاري چي سره جوړسوي وي او ستونزي ئې تر مېنځ نه دي پاتي . ځکه نو ملاتړي ئې هم بايد يو دبل سره دمخالفت نه لاس واخلي او ټول په ګډه سره ديو آمن، سمسور او پرمخ تللي افغانستان لپاره مټي راونغاړي . دايوه عادي خبره ده، چي نوماندان او ملاتړي ئې دانتخاباتي کمپاينونو په وخت کي يو له بل سره مخالفتونه او ناندرۍ کوي، خو دانتخاباتو نه وروسته بيا بېرته يوله بل سره مرستي او همکاری ته دوام ورکوي . خو دلته زما منظور دانه دی، چي دنيمګړتياوؤ دلېري کولو لپاره دي نيوکي نه کېږي، بلکي ټولي نيمګړتياوي او ناخوالي بايد په جدي توګه په ګوته او په ګډه ئې دلېري کولو لپاره زوروري هڅي او هاندونه وسي .

په تېرو انتخاباتو کي دافغانستان سره دمرسته کونکو لوېديځو هيوادونو دلوړپوړيو چارواکو او رسنيو لخوا ( هم دانتخاباتو نه مخکي او هم وروسته ) دافغانستان دانتخاباتو په اړوند ډېري منفي څرګندوني وسوې . زه دلته نه غواړم په دې هکله څه ووايم، چي دامنفي څرګندوني سمي او پرځای وې که نه . بلکي دلته زه غواړم يوه بل خورا مهم ټکي ته ګوته ونيسم، چي هغه د بهرنيو هيوادونو سره دافغانستان د سياسي ـ ډيپلوماټيکو اړيکو څخه عبارت دی .

دټولي نړی سره دافغانستان اړيکي په بهر کي دافغانستان دسفارتونو او سياسي نماينده ګيو او په ټوليز ډول دافغانستان دبهرنيو چارو دوزارت لخوا ټېنګېږي . دتېرو انتخاباتو نه داڅرګنده سره، چي په ټولو اروپايي او اسيايي هيوادونو، امريکا، اسټراليا او ټوله نړی کي دافغانستان دانتخاباتو په هکله منفي نظر موجود وه او تر اوسه لا هم دغه حالت دوام لري . خو تر کومه ځايه چي ماته مالومات دي، په دې ټوله دوره کي، په هيڅ يوه هيواد کي دافغانستان سفارت او يا بلي کومي سياسي-ډيپلوماټيکي  نماينده ګۍ، دموضوعاتو دروښانولو لپاره رسنيو او داړوندو هيوادونو چارواکو ته توضيحي مالومات وړاندي نکړل او ددغه حالت دبدلون لپاره ئې هيڅ هم ترسره نکړل . تابه ويل چي دافغانستان سفيران او نورډيپلوماټان ددغو منفي څرګندونو پلويان او طراحان دي .

دبېلګي په توګه په بهر کي دافغانستان سفيرانو او دسياسي نمايندګيو مسئولينو کولای سول په کوربه هيواد کی داړوندو چارواکو سره او هم دهغه هيواد دميډياله لاري په مخامخ توګه ددغه منفي نظر دلېري کولولپاره توضيحي خبري وکړي ، تر څو دهغه زيان مخه نيول سوې وای، چي اوس دافغانستان او افغانانو حيثيت ته په نړی واله کچه رسېدلی دی . له بده مرغه اوس په نړی کي داروحيه رامېنځ ته سوېده، چي افغانان دجګړه ماری او نظم نه خوښولو تر څنګ درغل ګراو قانون ماتونکي هم دي . دې حالت دلوېديځو هيوادونو خلګو ته داپوښتنه راپورته کړېده، چي آيا زموږ دغه پيسې او دسرتېرو ژوند په خطر کي اچول پرځای کار دی، چي موږ ئې ددغه ډول خلګو دژوند سمولو لپاره کوؤ ؟ ځکه نو حکومتونه ئې اوس دې ته اړ سوي دي، چي دافغانستان نه دخپلو سرتېرو دراايستلو په اړوند څرګندوني وکړي .

دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت هم بايد دافغانستان دحکومت ددفاع په دريځ کي اړوندو سفارتونو او سياسي نماينده ګيو ته لارښونه کړې وای، چي په مېشتو هيوادونو کي دافغانستان درسمي دريځ نه په دفاع اوروښانولو کي ګامونه پورته کړي . دبهرنيو چارو وزارت او په بهر کي دافغانستان دسفارتونو او سياسي نماينده ګيو دغه ډول مضر دريځ ددې سبب سو، چي دافغانستان اړيکي دبهرنيو هيوادونو، خصوصاً دامريکا او نورو مرسته کونکو هيوادونو سره کړکېچني سي .

داخبره دلمر غوندي روښانه ده، چي پاکستان او اېران دافغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهني کوي او تروريستانو ته روزني، وسلې، پيسې او نوري مرستي ورکوي . خو دبهرنيو چارو وزارت په دې ندی بريالی سوی، چي نړی والي ټولني او په تېره بيا هغو لوېديځو هيوادونو ته، چي په افغانستان کي سرتېري لري، قناعت ورکړي، ترڅو ددغو تېريو او لاسوهنو مخه ونيسي . دبهرنيو چارو وزارت ددې پرځای چي دافغانستان دملي ګټو په دفاع کي درېځ ونيسي، دافغانستان دحکومت پر ضد پروپاګنډې کوي او پايله ئې هم داده، چي دنړی والي ټولني ذهنيت ئې دافغانستان په اړوند منحرف کړی دی . که دوی دپاکستان اواېران دلاسوهنو په اړوند کار کړی وای، نو دغه کار به ئې هم دغه ډول اغېزناکي پايلي لرلای . بايد ووايم چي له بده مرغه له ۲۰۰۱ کال نه دبهرنيو چارو دمحمد ولي خان دروازي دمېراث خورو په لاس کي دی .

دبله پلوه کله چي د ديوه هيواد دبهرنيو چارو وزارت او نژدې ټول ډيپلماټان ئې دخپل حکومت پر ضد تبليغات او لمسوني کوي، نو دنړی والي ټولني نه څنګه ددې توقع کېدای سي، چي هغوی دي دافغانستان پر ضد خصمانه دريځ ونلري ؟ دغه حالت نړی واله ټولنه هم ګنګس کړېده، چي دولسمشر لومړی مرستيال، دپارلمان رئس، دبهرنيو چارو وزير او يو شمېر نور وزيران او په ټوليز ډول دافغانستان نژدې ټول ډيپلوماټان دافغانستان دحکومت په مخالف دريځ کي ولاړ دي . نو هغوی هم دستونزو دراولاړېدو په صورت کي دورانو حالاتو ټوله پړه پر افغان حکومت وراچوي ، چي په پايله کي ئې دافغانستان او نړی والي ټولني ترمېنځ اړيکي کړکېچن کړي دي .

يعني په ټوليز ډول ويلای سو، چي دبهرنيو هيوادونو دلوړپوړيو چارواکو او رسنيو منفي دريځ، دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ناکامي وه . په بهر کي دافغانستان سفارتونو او سياسي نماينده ګيو او په ټوليز ډول دبهرنيو چارو وزارت ونه کړای سول او يا ئې ونه غوښتل، چي دافغانستان دريځ او موقف نړيوالو ته روښانه کړي او دهغه نه دفاع وکړي . اصلاً په بهر کي ديوه هيواد دسفيرانو او نورو لوړپوړيو ډيپلوماټانو دنده هم داده، چي دخپل متبوع هيواد د دريځ، ګټو او ملي هويت نه په کوربه هيواد او ټوله نړی کي ننګه او دفاع وکړي . نه داچي يوازي لوړ معاشونه او نور امتيازونه تر لاسه کړي . له همدې امله دی، چي حکومتونه هرکله په بهر کي دخپل هيواد دډيپلوماټانو په ګمارلو او انتخاب کي له بشپړ جديت او احتياط نه کار اخلي . ددغه انتخاب په وخت کي تر ټولو لومړی شۍ چي په نظر کي نيول کېږي، هغه دخپل هيواد ملي ګټو ته د غوره کېدونکي شخص وفاداري ده . خو له بده مرغه دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت دغه اصل هيڅ په نظر کي نه نيسي او اساسي معيار په يوه قوم پوري دغوره کېدونکي شخص تړاو لرل دي .

دتېرو انتخاباتو نه به يو درس دا هم وي، چي بايد دبهرنيو چارو په وزارت کي هم دنورو وزارتونو په څېر بنسټيز بدلونونه راسي . زه نه پوهېږم، چي تر اوسه پوري ولي دې خطرناکه مسئلې ته پاملرنه نه ده سوې، چي دبهرنيوچارووزارت په ټوليز ډول ديوه قوم په لاس کي دی . پښتانه، هزاره ګان، اُزبکان اونور قومونه هلته په هيڅ کي حساب دي .

زما په آند دې حالت ته بايد ډېر ژر دپای ټکۍ کښېښودل سي او داسي کسان چي دافغانستان ملي ګټو ته وفادار وي، دبهرنيوچارو په وزارت کي په کار وګمارل سي .

په داوروستيو ورځو کي دلوېديځو مرسته کونکو هيوادونو په خلاف دافغانستان په رسنيو کي ( په ځانګړې توګه په ملي ټلويزيون کي ) څرګندوني ډېري سوي دي . بايد هڅه وسي چي دا په يو معينه کچه وساتل سي اوپرې نه ښول سي، چي په افغانانو کي لوېديځ خلاف روحيه زور واخلي . ځکه چي دا هغه څه دي چي دافغانستان دښمنان ئې غواړي او که دافغانستان او لوېديځ تر مېنځ اړيکي په جدي ډول خرابي سي نوداد افغانستان ملي ګټي دستر ګواښ سره مخامخ کوي .  

تېرو انتخاباتو دا هم په ګوته کړه، چي دافغانستان دحکومت تبليغاتي پاليسي ډېره کمزوره او ناسمه وه . که به چا دحکومت ددريځ نه په دفاع کي کومه خبره کول، نو داسي به ښکارېده، لکه يو څوک چي پرتي وايي . داځکه چي په رسنيوکي واکمنه فضا داسي راغلې وه، چي يوازي او يوازي بايد دحکومت دنيمګړتياوؤ يادونه وکړي .

ددغي نيمګړتيا دليري کولوپه موخه بايد داسي يو مرکز جوړسي، چي دبهرنيو او کورنيو افغان ضد تبليغاتو په مقابل کي دهغوی د رد په موخه تبليغاتي مواد ترتيب کړي او دهغوی دخپرولو لپاره ميکانيزمونه جوړ کړي .

ناسمو تبليغاتي پاليسيودخلګو پر ذهنونو منفي اغېزه کړېده او خلګ ئې دمايوسی او ناراضايتۍ خواته ټېل وهلي دي، چي دافغانستان دښمنانوددغه حالت نه په خپله ګټه ناوړه استفاده کړېده .

تېرو انتخاباتو يوه بله تشه هم په ګوته کړه او هغه داچي زموږ دټولني ايليټ ( نخبه ګان ) دافغانستان دملي ازښتونو په هکله واحد نظر ( اجماع ) ته نه دي رسېدلي . راتلونکی حکومت بايد دغي مسئلې ته ډېره پاملرنه وکړي او ددغي ستونزي دلېري کولو لپاره بايد تر جدي تدابيرو ورسته کوټلي ګامونه پورته کړي .

په اخر کي غواړم ديوې بلي خبري يادونه هم وکړم، چي دانتخاباتو سره اړه نه لري،خو زما له نظره ډېره سمبوليکه بڼه لري . هغه دا چي تېره اونۍ په نيويارک کي دملګرو ملتونو لپاره دافغانستان ددايمي نماينده ګۍدنوي ودانۍ دپرانستلو په مراسمو کي دافغانستان دولسمشر ښاغلي حامد کرزي دعکس تر څنګ، په هم هغومره اندازه او لوړوالي ، دافغانستان دبهرنيو چارو دوزير ښاغلي رنګين دادفر سپنتا عکس هم ځړول سوی وه . ما تر اوسه پوري په هيڅ هيواد کي نه دي ليدلي چي دولسمشر دعکس تر څنګ دي د بهرنيو چارو دوزير عکس ځوړند وي . دا څه مانا لرلای سي ؟ که دليل داوي چي په ملګرو ملتونو کي دافغانستان نماينده ګي دبهرنيو چارو په وزارت پوري اړه لري، او رنګين دادفر سپنتا دبهرنيو چارو وزير دی، ځکه ئې عکس بايد وځړول سي . نو په دې صورت کي خوبه دافغانستان د نورو وزارتونو په اړوندو اداروکي هم داکار وسي او خبره به بېرته ۲۰۰۱ کال ته بوزي . زه هيله من يم، چي دبهرنيو چارو وزارت او په ځانګړې توګه ښاغلی سپنتا به ددې خبري سپيناوی وکړي . که چېري دا په ملګرو ملتونو کي دافغانستان ددايمي استازي ښاغلي ظاهر طنين شخصي نوښت وي او ده په خپل سر داکار کړی وي، نو بايد په مقابل کي ئې جدي غبرګون وښودل سي تر څو په راتلونکي کي نور ډيپلوماټان داکار ونکړي . دبله پلوه کله چي ښاغلي سپنتا داعکس وليدی، نوبايد ورته ئې دراکښته کولو لارښونه کړې وای .


د يوه يوموټی، سمسور او سرلوړي افغانستان په هيله