د تړل شويو ښوونځيو د بياپرانيستو په لړكې دوه نور ښوونځي هم پرانيستل شول.
تړل شوي ښوونځي چې د معززو علماى كرامو، قومي مخورو او خپل علم پاله ولس په مرسته او ملاتړ د هلمند په ګرمسير ولسوالۍ كې د ده زكريا او خروټو ښوونځي يو وار بيا پرانستل شول.
د دغه ښوونځيو بيا پرانيستل په داسې حال كې دي چې په وروستيو څو مياشتو كې د پوهنې وزارت د رهبرۍ په هڅو د ټولو (۶۷۳) بابه تړل شويو ښوونځيو او ديني مدرسو له جملې څخه (۲۱۹) ښوونځي يو وار بيا د ماشومانو پر مخ پرانيستل شوي دي.
د پوهني وزارت دا پرانستنه د وطن بچيانو ته دغه لوى چوپړ او لاسته راوړنه د افغانستان ټول علم پال ولس ته مباركي وايي او له ټولو هغو كړيو څخه چې د پوهنې د متوازن او سرتاسري نظام د ودې په لاره كې نه ستړې كيدونكې منډې ترړې كوي مننه کړې ده .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه