په سويل کې د٢٠٥ اتل قوال اوردو قومندان وايې چې دهلمندپه پرونۍ پېښه کې يې لسوسرتيروته مرګ ژوبله اوښتې ده .
برېدجنرال شېرمحمدځاځي وويل چې پرون ناوخته دګرشک والسوالۍ په (مخطرناوې ) دپوپلزو په سيمه کې دملي اوردو سرتېري دګزمې په حال کې وو چې طالبانو ديوه مخکني نيول سوي کمېن په ترڅ کې پرې برېد وکړ.
دنوموړي په ويناچې تربرېد وروسته مخامخ نښته رامنځ ته سول چې په ترڅ کې يې دملي اوردو ٩ سرتيري ووژل سوي او يوتن يې ټپي سو.
دنوموړي په ويناچې دجګړې په سيمه کې دملي اوردو سرتيرو ٧ تنه نيولي چې ٣ تنه يې وسله وال طالبان دي او٤ تنه يې شکمن دي .
داپه هلمندولايت کې دملي اوردو پرسرتيرويوبې سارى مرګوني بريدبلل کېږي .
بلخواطالبانوپدغه برېدکې د ملي اوردو د١٠ سرتيرو دوژل کېدو ترخوا د٣ بهرنيوسرتيرو دوژل کېدو ادعاکوي هم کوي .
دطالبانو وياندقاري يوسف احمدي رسنيوته زياته کړې چې پدغه نښته کې يې يوازي يوملګري وژل سوى .