زما مینه پښتنه ده جانه مه شرمیږه
ستا د حسن افسانه ده جانه مه شرمیږه
ګلروخۍ دي راله ژوند تباه تباه کړو
ستا ژوند زما آینه ده جانه مه شرمیږه
که دي یو ځل راته و خندل په مینه
بیا مي ټول عمر روژه ده جانه مه شرمیږه
دا ښکلا دي زه په کوم یو نامه یاد کړم
سر تر پایه یوه نشه ده جانه مه شرمیږه
ښېرازبه څومره شي خوشاله چي داوايي
شپه دي زما پر زنګانه ده جانه مه شرمیږه