د روان كال د زمري په نهه ويشتمه په هېواد كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره ټولټاكنې ترسره شوې. ټولټاكنې په داسې حال كې ترسره شوې چې د هېواد په ډېره برخه كې ناامني وه، او د هېواد ډېرو وګړو ونه شو كړاى چې په نوموړو ټولټاكنو كې برخه واخلي. له بلې خوا د دولت مخالفينو ويلي و چې كه چا رايه وركړه بې محكمې به ووژل شي نو له دې امله د هېواد ډېر كسان ترې بې برخې شول. د هغه کميسيون مشر چې د تېرې مياشتې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د ادعا شوو درغليو په اړه پلتڼې کوي وايي، چې د وروستيو نتيجو معلومول ښايي لس يا څوارلس ورځې نور وخت ونيسي.
د دې لپاره چې ګټونکى ولسمشر يو با اعتباره ګټونکى وګڼل شي لويديځ حکومتونه د بشپړو پلټنو غوښتونکي و، خو ډېرئ عادي افغانان د دې نظر ملاتړ نه کوي.
د کم شمېره سياسي ممتازو کسانو له کړۍ نه بهر د داسې افغانانو موندل سخت دي چې د انتخاباتو دويم پړاو لېواله وي. حتى د بايلونکي کانديد ډاکتر عبدالله ځينې پلويان هم لږ تر لږه د دويم پړاو په اړه شکونه لري.
د سروېس موتړ يو چلونکي چې ډاکتر عبدالله ته يې رايه ورکړې وه ويلي چې د هېواد خلک بايد دا ومني چې ښاغلي کرزي انتخابات ګټلي دي. هغه ويلي د افغانستان زياتره خلک بېوزلي دي، د انتخاباتو بيا ترسره کول ډېرې پيسې غواړي، ښه به دا وي چې دا پيسې پر نورو شيانو ولګول شي.
په افغانستان کې انتخابات د تاوتريخوالي سره مله وي، کېداى شي د نژادي اختلافونو لامل هم شي.
تېره مياشت ډېرو خلکو په زړورتيا سره د رايو مرکزونو ته ورغلل او رايې يې واچولې، ډېر لږ خلک به چمتو وي چې بيا دغسې ستونزې وګالي.
د بشري حقونو يوې فعالې ارسلا اشرف نعمت بې بې سي ته ويلي باور نه لري، چې د انتخاباتو دويم پړاو به د تېرو انتخاباتو په پرتله ازاد تره او منصفانه تره وي. هغې وويل خلکو يو ځلې رايه ورکړې په دويم پړاو کې به ډېر خلک برخه وانه خلي.
که د دويم پړاو لپاره غوښتنې وي د عامو افغانانو له خوا نه بلکې د بهرنيو هېوادونو له خوا، د برتانيې په ګډون د لويديځو حکومتونو له خوا به وي، چې غواړي په خپلو هېوادوکې خپلو خلکو ته ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې ددوى هڅې بې ګټې نه دي.
څه ډول ګټې آيا دې ته دوى قانوي ټاكنې وايي، او آيا دوى به وكړاى شي چې دويم ځل ټولټاكنې په ټول هېواد كې وكړي، په داسې حال كې چې د هېواد ډېرى وګړي نه غواړي چې بيا ټولټاكنې وشي ځكه چې په تېرو ټولټاكنو كې د ډېرو هغو كسانو چې په ټولټاكنو كې يې برخه اخيستې وه، غوږونه، پوزې او يا هم هغه ګوتې ترې پرې شوې چې په ټاكنو كې يې رنګ كړې وې. نو د هېواد اكثريت وګړي دويم ځلي رايې نه غواړي ځكه چې له يوې خوا ډېر لګښت ورباندې راځي او له بلې خوا دوى كېداى شي چې بيا د كوم غريب افغان په وژل كېدو، د ګوتې په پرې كېدو، د غوږ او پزې په پرې كېدو سره تمامې شي.
لوېديځوال شيطاني اشغالګر ځواکونه بې وسه افغانان همداسي ليدل غواړي. افغانانو ته ښايي چي د احتياط څخه کار واخلي. موږ او تاسي بايد دا واقعيت درک کړو دمخالفينو ځواک تر کرزي او امريکايي ځواکونو په افغانتسان کي ډېر ځواکمن دی.
د يوه نامسلمانه څخه يې پوښتنه وکړه چي اسلام څه شی دی؟ هغه ورته وويل چي يره څه سر به پسې ګرځوې، ځان دي ليري ترې ساته ! اسلام داسي يو د ين دی چي که ورننوتې نو در پرې کوي يي ( سنت وي دي) او که ترېنه ووتلې نو بس په خپله سر دي درغوڅوي . ( وايي کافر سو)!
خو اوس د سر د پرېکېدو تر رسېدو پوري، د مسلمان لاس، پښه، ګوته، غوږ او پزه هم پرې کيږي .په پاکستان کي بیا ځینی بشردوسته مسلمان سوداګر د غریبو مسلمانانو پښتورګی، سترګي ، دلبند او لري هم د نسه را وباسي او په ډالرو يې په خارجيانو خرڅوي . خپله ګزاره کوي !
خلاصه غريب مسلمان چي په نس مړيږي او ځان تر ګوره پوري رسوي نو بس انډی انډی سي !
دا هم سوه مسلماني !