کور / شعر / غزل

غزل

pir muhammad karwan

که هرڅو هر څو وې په ما له حده ګرانې شېبې
د ژوند په لوبه کې مې بايلودې ناځوانې شېبې


که به غبار د انتظار ترې پاکوې په سالو
په ايينو کې مې کرلې دي حيرانې شېبې


ګوندې له تانه شي راتاوې د احرام په شانې
ما په زمزم درته مينځلې مسلمانې شېبې


زما له خوا هغې نجلۍ ته د خدای روی ونيسئ
ماته دې نه را يادوي ها ماشومانې شېبې


لږې دې څڼې په لاس راکړه ترېنه جال جوړوم
زما له لاس نه ښوييدلې دي کبانې شېبې


ساده ښکاري ومه ايله به يې په خرپ خوښېدم
مابه پخپله ويشتې خپلې غزالانې شېبې


دويم ځلي غواړم ځواني صرف د غزل د پاره
شي دې دا ځل راباندې ډېرې مهربانې شېبې


لاره اغزنه ده ګلونه لرې لرې ښکاري
په يبلو پښو دې له کاروان سره روانې شېبې


سېپمبر١٠-٢٠٠٩-کابل