کور / راپور / په کندهار کي د ارزګان ولايت د يوه کډوال سره مرکه

په کندهار کي د ارزګان ولايت د يوه کډوال سره مرکه

ه افغانستان کي د ۱۳۶۷ کال د کمونسټانو د انقلاب څخه راپه دې خوا په مليونونو افغانان خپل کار ، کلي او کور پرېښودو ته اړ سول ، چا چي وس درلود د نړۍ په پرمختللو ملکونو کي مهاجر سول خو بيچاره و ايران او پاکستان ته مخه کړه . له دوی څخه يو شمير يې د طالبانو دواکمنۍ پرمهال او نور زيات يې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوريدو وروسته بيرته خپل هيواد ته راستانه سوه . په افغانستان کي د نړيوالو د ناسمو کړنو له امله شړل سوي طالبان ورځ له بلي ورځي قوي سول او کرار کرار جګړو ، چاودنو او ځانمرګو بریدونو زور واخستی . ناټو او ايتلاف هر ځل د طالبانو د کلاشينکوف د ډزو جواب په داسي بمباريو ورکړ چي هر ځل يې تر سلګونو پوري بېګنا ماشومان او ښځي پکي ووژل ، له بده مرغه دا لړۍ اوس هم ښه په درب سره پر مخ ځي  ، په افغانستان کي د لسګونو مليارډه ډالرو په مصرفيدو ، تر يو لک خارجي سرتيرو د شتون او په ۲۰۰۱ کي د نوي حکومت په جوړيدو سره بيا هم اکثريت افغانان چي له لويو ښارونو ليري په ولسوالو او کليو کي ميشت دي ، له امنيت ، سولي ، روغتيايي او کار موندلو له اسانتيا څخه برخمن خو نه سول ،هغه خپل طبعي ژوند مخته وړلو ته هم چا پرېنښودل  چي په نتيجه کي يې نه يوازي هغه افغانان چي تر کلونو جلا وطنۍ وروسته خپل هيواد ته راستانه سوي وو بيرته له هيواده مهاجر کيدو ته اړ کړل بلکي دا ځل ځيني داسي خلک هم ترسترګو کيږي چي په تيرو ديرشو کلونو کي په لومړي خل کډوال کيدو ته ځان مجبور احساسوي .


 


د لراوبر ويبپاڼي دکندهار همکار  نوموړي ښار ته د ارزګان ولايت د چورې ولسوالۍ څخه کندهار ته د يوه راغلي کډوال سره د يوې مرکې په ترڅ کي د ارزګان ولايت څخه کندهار او نورو سيمو ته د کډواليدو لاملونه پوښتلي دي .تاسو ستاسو نوم څه دی او اصلا د کوم ځای یاستی؟
نوم: بازمحمد، روزګان ولايت چوره ولسوالي
• خپل اصلی ولایت نه کله دلته راکډه شوی؟ د څومره مودې نه راهیسی دلته اوسیږی؟دلته چی اوس اوسیږی څنګه راغلی؟
جواب:
موږ خپله د ٢٠٠٧ کال په دريمه مياشت کي د چورې ولسوالي څخه د کندهار ښار لويي ويالې سيمي ته راغلو، چي اوسمهال مو تقريباً ١٤ مياشتي کېږي، موږ له دې کبله د خپلي سيمي يا ولسوالي څخه راغلو چي زموږ په سيمه کي د ولسوالي ټولي برخي د طالبانو په لاس کي وې. خارجي ځواکونو ‎، طالبانو او حکومت په سيمه کي جنګونه ډېر کړي وو، هره ورځ به جنګونه وو، د شپې له خوا به بمبارۍ وې او د خلګو په کورونو کي به تلاښۍ کېدې، چي موږ خپله د خارجي قواوو د تلاښيو له امله را بېځايه شوو، يوه شپه زموږ له مځکو څخه طالبانو پر خارجيانو او ملي اردو باندي جنګ کړى و چي موږ يې له دې څخه هم خبر نشوو چي ملي اردو او خارجيانو ته يې کوم ځاني او مالي زيان اړولى و، که نه، خو خارجي ځواکونه راغلل، زموږ دروازې يې د شپې له خوا چي تقريباً ٣ بجې به وې په بمونو والوزلې او زموږ په کور کي يې تلاښي شروع کړه، زموږ د کورنۍ ټول نارينه غړي يې ونيوله، لاسونه او پښې يې ور وتړلې او يو څو کونداغونه يې ووهله او ښځي يې يوې بلي کوټې ته بوتلې، چي بيا وروسته په کور کي تلاښي شروع شوه، يو شى يې هم پيدا نکړ، وروست يې زه او زما مشر ورور علي احمد له ځان سره بوتلو چي تاسي طالبانو ته ځاى ورکوئ او طالبان ساتئ، ځکه چي ستاسي له مځکي څخه پر موږ باندي جنګ وشو، اوس طالبان او د هغوى وسلې موږ ته راوښياست. موږ خپله د هيڅ شي څخه خبر نه وو، نو دوى ته به مو څه معلومات ورکړي واى، بلکي ټوله سيمه د طالبانو په لاس کي وه، موږ به دوى ته کوم طالب په لاس ورکړى واى، او نه هم د دوى په وس پوره وه چي ويې نيسي. ځکه دوى به سيمي ته کاروان کاروان راتلل او نوره خو ټوله ولسوالي د طالبانو په لاس کي وه. او کله چي به د دوى کاروان راغلئ يا به له دوى سره جنګ کېدئ او يا به حتمي يوه چاودنه پر کېده، موږ د طالبانو مخه نشوه نيولاى چي تاسي له خارجي قواوو سره مه جنګېږي، او يا چاودني مه پر کوئ، دا کار نه زموږ په وسه پوره وو او نه هم طالبانو زموږ خبرو ته پام کاوه. يوازي زموږ د مځکو او باغچو څخه پر خارجي ځواکونو او دولتي ځواکونو باندي حملې نه کېدې، بلکي له ټولو باغونو او مځکو څخه طالبانوپر دولتي ځواکونو او خارجيانو باندي يرغلونه کول، عام خلګ خو خپله عام خلګ دي، نه د دولت زور لري او نه د طالبانو، طالبانو ته به يې څنګه ويلي واى چي تاسي پر خارجي ځواکونو او ملي اردو باندي حملې مه کوئ او نه يې خارجيانو ته ويلاى شواى چي تاسي پر طالبانو بمبارۍ نه کوئ، زه خپله خارجيانو او دولت ته حيران پاته يمه چي دوى يې خپله د ټولو امکاناتو سره د طالبانو مخه نشي نيولاى، او موږ ته وايي تاسي طالبان سيمي ته مه راپرېږدئ. خير د دې ټولو خبرو سره – سره موږ درې مياشتي د روزګان ولايت په مرکز کي بنديان شولو، په آخر کي د قومي مشرانو په ضمانت راخلاص شوو او د يوې مياشتي په تېرولو سره زما مشر ورور دا فيصله وکړه چي نور بايد خپله سيمه پرېږدو او پاکستان ته به مهاجرت کوو، چي د دغه خارجي قواوو د تلاښيو، بمباريو او جنګونو څخه خلاص شو، چي زموږ د حاجي امند په کلي کي خارجيانو تر ٥٠ زيات کسان شهيدان کړل، تر ٢٠ ډېر يې ټپيان کړل، تر ٤٠ زياتو کورونو دروازې يې په بمونو والوزولې، تلاښۍ يې پکښي وکړې او ډېرى بېګناه کسان يې د طالبانو په نامه بنديان کړل، چي ځيني کسان يې تر اوسه هم بنديان دي. چي موږ د دغو ټولو پېښو له ليدلو څخه وروسته د افغانستان څخه پاکستان ته د تګ اراده کړې وه، خپلوانو مو اجازه رانکړه، هغوى ويل چي يا کابل او يا هم بولدک ته او يا هم د کندهار ښار ته ولاړ شو، بيا موږ د خپلو دوستانو په مشوره د کندهار ښار د کارېزبازار سيمي ته راغلو، دلته مو سراى په کرايه ونيوئ، خو هلته تر څو مياشتو تېرولو وروسته د لويي ويالې سيمي ته ولاړو، او خپله نه کابل ته او نه هم پاکستان ته ولاړو، چي د دوستانو مشوره مو دا وه چي بايد په کندهار کي پاته شو.


• تاسو ولی دلته راغلی اصلی لاملونه یی څه دی؟( هغه څوک چی د ارزګان دی د ترینکوت مثال ورکړی چی دوی ولی هلته پاتی نه شول. په همدی رنګه د قلات د زابل د خلکو لپاره او لشکرګاه د هلمند د ځای بیځایه خلکو لپاره)
• ولی کابل او یا هم کوم بل چیرته لاړی نه؟
جواب:
زموږ خو تر هر ځاى پاکستان خوښ وو، چي هلته ولاړ شو، له جنګ، بمباريو او د تلاښيو له نوم او نشان څخه خلاص شو، نه مو کندهار خوښ وو او نه هم ترينکوټ، خو موږ د خپلو دوستانو ا و خپلوانو په مشوره د کندهار ښار ته راغلو، ځکه دوى ويل چي په کندهار ښار کي هم امنيت دى او هم د کار زمينه مساعده ده. موږ خپله اوس هم دلته خوشحاله نه يو، ځکه چي اوس هم هره ورځ دلته د کندهار په ښار يا د لويي ويالې په سيمه کي د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جنګونه کېږي، چي موږ د شپې له خوا خوب نشو کولاى او ټوله شپه مو نا آرامه وي. زړه مو اوس هم غواړي چي پاکستان ته ولاړ شو.

• نور علتونه هم سته چی تاسو یی اړایستلی تر څو خپلی سیمی پریږدی؟ په دی باندی پوهیږو چی تاوتریخوالی یا شخړی د دوی په سیمه کښی د دی لامل دی خو د دی لاندی شیانو وضاحت ورکړی:
جواب:
موږ خپله د خارجي قواوو، ملي پوليسو او طالبانو جنګونو او په ځانګړي ډول د خارجي قواوو تلاښيو دې ته اړ کړو چي سيمه پرېږدو او کوم بل ځاى ته ولاړ شو، ځکه چي د جنګونو له امله خو نه موږ خپلي مځکي کرلاى شواى او نه مو کار کولاى شواى، خو دغه خپل سرو تلاښيو کي موږ وهل کېدلو، په نارينه وو او ښځو کي مو تلاښۍ کېدې، او زه او زما مشر ورور درې مياشتي بنديان شوو، زموږ په کلي کي تر ٥٠ ډېر کسان شهيدان، ٢٠ زخميان او تر ٤٠ ډېر کورونه ونړول شول، چي دغه تلاښي تر مرګ کمه نه وه، نو په همدې خاطر مو خپله سيمه پرېښوده، تر دې ډول تلاښيو مرګ هم ښه وو، پښتانه خپل کور ته پردى څوک نه پرېږدي، او چيري بيا دا چي پردى خارجي د دوى په ښځو کي تلاښي کوي.

• آیا تاسو د دی هر څه لیدو نه ورسته کډه شوی او یا تاسو سره دا ویره وه چی داسی شیان به واقع کیږی؟
جواب:
زموږ د کور د تلاښۍ او زموږ د درو مياشتو بند تېرولو څخه وروسته مو خپله سيمه پرېښوده او کندهار ته ښار ته راغلو.

• آیا داسي څوک وو چي تاسو يې عملآ سيمه پريښودو ته مجبوره کړاست  که ځواب هو وی نو څه ډول تهدید یی کړی او دوی څوک وو؟
جواب:
موږ خپله دغه خارجي قواوو او د دوى خپل سرو تلاښيو دې ته اړ کړو چي خپله سيمه پرېږدو او پاکستان ته ولاړ شو، خو زموږ دوستانو زموږ دغه فيصله ونه منله او کندهارښار ته د راتلو مشوره يې راکړه او کندهار ته راغلو. ځکه موږ دا فيصله وکړه چي پاکستان ته ولاړ شو، ځکه زموږ په خپلو سيمو کي خارجي قواوو داسي فکر کاوه لکه دا سيمه او کورونه چي د دوى خپل وي. بل لا دا چي ٥٠ کسان يې زموږ په کلي کي شهيدان کړل، ٢٠ يې ټپيان کړل، ٤٠ کورونه يې ونړول او تلاښي يې کړل چي تر اوسه پوري دغسي تلاښي موږ نه وه ليدلې. زموږ د ښځو د کاليو بکسونه يې لاولټول. دا چي موږ له جنګ څخه ډېر ستړي شوي يو، ځکه مو له دوى سره جنګ ونکړ، سره له دې چي دا بېغرتي هم ګڼو، دوى خو اصلاً د القاعده د ماتولو دپاره نه دي راغلي، بلکي غواړي چي زموږ کورونه، مځکي دوى ونيسي، موږ ووژني او زخميان مو کړي او زما په فکر اصلاً دوى غواړي چي زموږ افغاني غرور له منځه يوسي.

• آیا تاسو په خپله خوښه ووتلی د دی نه ورسته چی پوه شوی چی دا یی وخت دی؟
جواب:
زموږ د کليوالو تر شهيد کېدلو، زخمي کېدلو، تلاښيو او زموږ د درې مياشتي بند څخه وروسته موږ دا فيصله وکړه چي دا سيمه پرېږدو او يوه آرام ځاى ته ولاړ شو. نو ځکه د دوستانو په مشوره د کندهار ښار ته راغلو.

• تاسو دا تصمم خپله ونیوله چی دا ساحه پریږدی یا د خپل قومی مشر او یا هم علماو په قول مو عمل وکړه؟
جواب:
اصلاً خو موږ په خپله کورنۍ کي دا فيصله وکړه چي خپله سيمه پرېږدو، ځکه چي نه د جنګونو، نه بمباريو او نه د خارجيانو د بېرحمانه تلاښيو څخه خلاصېداى شواى او نه مو خلاصون درلود. دوى اصلاً زموږ د ځورولو دپاره راغلي دي، نه زموږ سره د مرستي کولو دپاره، که چيري دوى زموږ سره د مرستي دپاره راغلي واى، نو ولي به يې زموږ په کورونو کي تلاښۍ کولې، خلګ به يې شهيدانول او زخميانول او يا هم بندي کول. ځکه دوى طالبان تر موږ ښه پېژني او دوى ته ښه ورمعلوم دي، دوى په دې هم پوهېږي چي طالبان زموږ د سيمي نه دي او له نورو ځايونو څخه راځي، د دوى سره زموږ په سيمو کي جنګېږي او بيرته نورو ځايونو ته ځي. خو هغوى چي ولاړ شي بيا دوى (خارجيان) زموږ په سيمو کي بمبارۍ کوي، کورونه تلاښي کوي او خلګ وژني. کنې نو دوى خو وايي زموږ ټکنالوژي دومره قوي ده چي له فضاء څخه څلور اينچه شى هم ويني، خو دا غټ – غټ طالبان څنګه نه ويني، چي وسلې يې په لاس کي وي، پر عامو لارو ولاړ وي او خلګ راګرځوي.

• آیا تاسو غواړی چی بیرته خپلی سیمی ته لاړ شی؟
جواب:
موږ خپله په هغه صورت کي غواړو چي خپلو سيمو ته ولاړ شو چي زموږ په سيمه کي امنيت وي، نه جنګ او نه بمباري وي، او نه هم د خارجي قواوو خپل سرې تلاښي وي.

• د تاسو په نظر کله بیرته خپلی سیمی ته تلی شی؟
جواب:
هغه وخت به موږ خپلو سيمو ته ځو چي زموږ په سيمو کي ډاډمن امنيت وي، لکه د طالبانو د وخت امنيت، په سيمه کي ښوونځي او روغتونونه فعاله وي او هر سړى وکړاى شي چي په ډاډه زړه خپل کار وکړي. او د جنګ او بمباريو او خپل سرو تلاښيو بېره ورسره نه وي.

• د تاسو د بیرته ستنیدو اصلی خنډونه څه دی؟ دلته کوښښ وکړی اصلی لاملونه پیدا کړی. بیځایه کیدنه ځان ته لاملونه لری او بیرته ستنیدنه ځان ته تاسو هڅه وکړی چی دا پیدا کړی چی هغه اصلی لاملونه څه دی چی دوی دلته ساتی؟ کیدای شی د مکتب، روغتیایی اسانتیاوی نشته والی د دوی په خپلو سیمو کښی لاملونه وی.
جواب:
زموږ د دلته پاتېدو اصلي علتونه دا دي چي تر اوس مهاله لا هم جنګونه، بمبارۍ او خپل سري تلاښۍ رواني دي، او نه په خپله سيمه کي فعاله روغتون او ښوونځي لرو، او بل دا چي موږ نه شو کولاى په ډاډه زړه او اطمينان سره خپلي مځکي وکرو او حاصلات يې واخلو. ځکه چي تل بمبارۍ او جنګونه وي، که جنګ شروع شي، زموږ د مځکي حاصلات خرابېږي او موږ خپلو مځکو ته نشو تلاى، او ساتنه او پالنه يې نشو کولاى، نه يې هم حاصلات تر بازار پوري رسولاى شو.

• آیا کوی ستونزی له امله چی تاسویی بیځایه کړی یاستی حل شوی دی؟ که حل شوی نوی نو دوی سره تاسی یو واقعبیانه د حل لاره ښکاری؟
جواب:
تر اوسه زموږ ستونزي حل شوي نه دي، بلکي نوري هم ډېري شوي دي، د حل لاره به يې دا وي چي خارجي قواوي او افغان دولت خلګو ته د کار زمينه مساعده کړي، ښوونځي او روغتونونه ورته فعاله کړي، او خپله افغان دولت د افغانانو له دود او دستور سره ځانونه عيار کړي او خپل دښمن وپېژني، د خلګو پر کورونو او مځکو باندي خارجي قواوي بمبارۍ ونکړي او له خپل سرو تلاښيو څخه لاس واخلي. او د خلګو د پوهاوي دپاره کار وشي. او د خلګو د روحيې څخه دي د جنګ ذهنيت واخيستل شي او دا په هغه صورت کي کېداى شي چي خلګو ته کار پيدا شي، که چيري دغو جنګي ډلو ته کار پيدا شي، دوى به له جنګ څخه لاس واخلي او بل دا چي جنګي مجرمانو ته دي سخته سزا ورکړل شي چي هغوى د دغسي لويو جنګونو د جوړولو توان لري او په سلګونو او زرګونو خلګ يې وژلي وي. اوس هم د دولت پر چوکيو ناست دي، چي څوک وزيران، څوک واليان او څوک سفيران دي، حتى تر عادي مامور پوري دي دغو جنايتکارانو ته سزاوي ورکړي. همدا رنګه قومي تعصبونه له منځه يوسي، دولتي وظيفې او واک دي مساويانه تقسيم شي، ټول ملت ته دي پراختيايي کارونه وشي، نه يوه کلي، قوم، ولسوالي او يا هم يوه ولايت ته.

• آیا بیځایه شوی خلک په بیرته ستنیدنه کی خپل ځان له  خطر سره مخامخ وینی؟
جواب:
اوسمهال خو زموږ ولسوالي ټوله له خطر څخه ډکه ده، ځکه چي هره ورځ جنګونه، بمبارۍ او خپل سري تلاښۍ رواني وي، په دغو جنګونو، بمباريو او خپل سرو تلاښيو کي بېګناه خلګ وژل کېږي او ټپيان کېږي. کورونه يې خرابېږي او مځکي يې له کښت څخه وزي، ماشومان يې بې زدکړي پاتېږي او د ناروغيو پر مهال خو د مرګ له ګواښ سره مخ وي. ځکه چي په ولسواليو کي نه ډاکټر شته او نه روغتون، که وي هم دواړه د کار نه وي. او د شپې له خوا خو خلګ بېخي له يوه ځايه بل ته تلاى نشي. ځکه چي خارجي قواوي پرې بمبارۍ کوي، او خلګو ته يې هم ويلي دي چي د شپې له خوا د کورونو څخه نه راوزي. نو سهار به بيا سړى خپل ناروغ ګوري چي ژوندى دى که مړ. اوس نو تاسي فکر وکړئ چي دغسي سيمه د اوسېدلو وړ ده.؟

• آیا دوی کولای شی چی د بیرته ستنیدنه نه ورسته د ژوندانه په مختلفو چارو کښی په خپلو سیمو کښی کډون وکړی؟
جواب:
اصلاً اوسمهال خو موږ خپلو سيمو ته نشو ستنېدلاى، نو د ژوندانه په چارو کي به څنګه شريک شو، او نه هم غواړو چي په دغسي حالاتو کي خپلو سيمو ته ولاړ شو، چي مخکي يې يادونه وشوه.

• آیا دوی سره داسی مالوت شته چی هغه کسان چی بیرته خپلو سیمو ته ستانه شوی د تاوتریخوالی سره مخامخ شوی وی
جواب:
تر اوسه خو زموږ د خپلوانو له ډلي څخه څوک خپلي سيمي ته نه دي تللي چي د تاوتريخوالي سره دي مخ شوي وي، که ولاړ شي حتماً د تاوتريخوالي سره مخ کېږي، ځکه چي سيمه له تاوتريخوالي څخه ډکه ده، هره ورځ جنګونه او بمبارۍ کېږي او خامخا خلګو ته زيان رسېږي.

• آیا د بیرته ستنیدنه نه د ناجایزی استفادی مالوت شته ( دا په دی مانا ده چی ځایی بیځایه شوی خلک پیسی او امکانات واخلی او بیرته خپلو کمپونو ته راشی)
جواب:
تر اوسه خو زموږ د روزګان هيڅوک خپلو سيمو ته نه دي تللي کوم چي کندهار ته راغلي دي، او نه يې د UNHCR او يا بلي ادارې څخه د بيرته تګ دپاره د اسانتياوو غوښتنه کړې ده. او نه يې د کومي بلي موسسې د پروګرام څخه ناجايزه استفاده کړې ده چي هغه د بيا ستنېدني په برخه کي وي. ځک دوى ټول تر اوسمهاله خپلو سيمو ته نه ځي او نه هم تر هغه وخته غواړي چي ولاړ شي چي په خپلو سيمو کي يې د بمباريو مخه نه وي نيول شوې.

• آیا حکومت د دی جوګه دی د بیرته ستانه شوی خلکو امنیت د دوی په سیمه کښی تامین کړی؟ که نه داسی نور څوک شته که هو دوی څوک دی؟
جواب:
زموږ دولت د دې جوګه نه دى چي زموږ په خپلو سيمو کي امنيت تامين کړي، بلکي د دې جوګه دي چي نور هم زموږ په سيمو کي امنيت خراب کړي. او نه داسي بله ډله وينم چي د دغه حکومت په موجوديت کي امنيت راولي. خو که دولت زموږ له سيمي څخه لاس واخلي او واک په سيمه کي طالبانو ته پرېږدي، نو طالبان بيا کولاى شي چي زموږ په سيمه کي امنيت راولي. ځکه چي دوى نه ګوند پېژني، نه قوميت، ټول د يوه امر تابع دي.

• آیا دوی د بیرته ستنیدنه لپاره کوم ځای یا جایداد لری؟
جواب:
موږ خپله په چوره ولسوالي کي دغه څلور وړونه ١٠٠ جريبه مځکه لرو، او خپل کور لرو چي ورستانه شو، خو اوسمهال مو يوازي د مځکي د ساتني دپاره يو ورور پاته دى، موږ خپله دلته د بېځايه توب ژوند کوو. او خپله مو اوس هم نيت دا دى چي پاکستان ته ولاړ شو.

• آیا داسی مالومات دوی لری چی د بیرته راستانه شوی خلکو جایدادونه غصب شوی وی؟
جواب:
زموږ مځکه تر اوسه پوري هيچا هم نه ده غصب کړې، او نه هم په روزګان ولايت کي داسي څوک شته چي د چا مځکه غصب کړي، ځکه طالبان هلته خپله اسلامي محکمه لري، که داسي پېښه وشي خلګ دوى ته خپله قضيه وړاندي کوي، او هغوى يې د سترګو په رپ کي بېله رشوت څخه فيصله کوي. خو حکومت خوار خو يوازي د ولسوالۍ په بازار کي شته او له ولسوالۍ څخه هم نشي راوتلاى.
• په دی شرایطو کښی دوی ته او خصوصا ښځو ته د دوی سیمو ته سفر کول خوندی دی؟
جواب:
د تېرو ١٤ مياشتو راهيسي خو موږ خپلي ښځي له ځان سره خپلي ولسوالۍ ته نه دي بېولي، ځکه چي په لاره کي د غلو، طالبانو، حکومت او خارجيانو خطر وي، ځکه چي د غلو څخه بېرېږي چي کومه بې عزتي راته وانه ړوي، د حکومت، طالبانو او خارجيانو بيا دا خطر وي چي اوس به جنګ کېږي او يا بۀ چاودنه کېږي، نو ځکه موږ خپلو سيمو ته له ځان سره ښځي نه بيايو. خو نارينه مو د مجبوريت له مخي ځيني وختونه خپلي سيمي ته ځي چي هلته يې کوم کار وي.

• دوی د خپلو سیمو ته د بیرته راستانیدنی او یا هم یو بل چیرته میشت کیدول لپاره د سفراو تک کوم تدابیر یا اقدامات نیولی دی؟
جواب:
موږ خپله دا تصميم نيولى دى چي نور د افغانستان څخه ولاړ شو، په پاکستان کي ژوند وکړو، ځکه هلته موږ د جهاد په دوره کي ښه آرام او آسوده ژوند درلودى، او دلته خو داسي ځاى زه نه وينم چي موږ دي آرام او اسوده ژوند پکښي وکړو، ځکه چي که نورو ښارونو، کابل يا هرات او يا بل ځاى ته ولاړ شو، هلته نه داسي کاروبار کولاى شو، لکه په پاکستان کي چي مو کولاى شو، ځکه هلته ډېر ښه بلد يو.

• آیا ځایی بیځایه شوی نارینه، ښځینه او ځوانان د خپلو سیمو او یا داسی نوری سیمی چی دوی غواړی پکښی میشت شی د لیدو امکانات لری که نه؟ که هو پدی کار کښی دوی سره څوک مرسته کوی او دوی ته دا مالومات څوک ورکوی؟
جواب:
موږ خپلو سيمو ته خپله ځو خو تر اوسه پوري هيچا راسره مرسته نه ده کړې، خو زموږ خپله نيت دا دى چي پاکستان ته ولاړ شو، زما ورور علي احمد پښين ته تللى و کور يې په کرايه نيولى و او اوس غواړو چي هلته ولاړ شو. خو زموږ د خپلو سيمو د ليدلو دپاره يا پاکستان ته د تګ دپاره زموږ سره هيچا هم کومک نه دى کړى، هغه که د افغانستان دولت وي او يا کومه بله اداره.

• د حکومت.‎، نړیوالی ټولنی او محلی چارواکو ونده په دی لیدا کاته کښی څه دی تر څو دوی د خپلی سیمی په هکله مالومات ترلاسه کړی؟
جواب:
زموږ او نه هم د پاکستان د پښين د سيمي په ليده کاته کي افغان حکومت يا کومي نړيوالي موسسې ونډه درلوده.