دريم څپركى
غرغښت
غرغښتي پښتانه، د پښتنو دغه ټولنيزه ډله په تاريخ كې ډېره مشهوره ده او ډېرې څانګې او خېلونه ورپورې تړل شوي دي گ
ډېر څېړونكي په دې ټينګار كوي چې غرښت درې زامن لرل چې “داني”، “بابي” او مندو نوميدل. په ايين اكبري، حيات افغاني، پښتانه د تاريخ په رڼا كې، پټانز او په نورو لسګونو كتابو نو كې ددې ټبر په اړه څرګندونې شوي دي او ځنو داسې په ګوته كړې چې “داني” څلور زامن لرل (كاكړ ، ناغر ، پڼي او داوي ) گ داوي درې زامن لرل چې نومونه يې په ځنو شجرو كې همړ ، دمړ او خوندي كښل شوي دي گ
د پڼي يا پاڼي او لاده په دغو نومونو ياده شوې ده: خساني، باروزي، زمري، قاسم، مرغزايي، ساهنګ او “دهپال”. په وروستۍ يادې شوې پښه كې مليزي، عمرخيل، ممي زي، مير داود راځي گ په “خساني” كې راغلې پښې بابكرزي، خوژك، ساني (ده دوه زامن لرل چې مسعود خيل او كري خيل نوميده ) ، شكون ،لهون او ياسين (دده اولاده اتمانخيل او شيري خيل ده)، ناغر څلور زامن لرل خو د كاكړد اولادې شمېر د نورو په پرتله ډېر په ګوته شوى دى گ
كاكړان
د اوس مهال له پاره كاكړ د غرغښت د پښې هغه لويه څانګه ده چې اوس د كوېټې په هېواد كې د كاكړستان په نوم لويه سيمه يې خپله كړې ده گ كاك Cak ددې ټبر يو نامتو شخص وو چې د غوري غياث الدين په مهال و مړ او بيا د هرات د جامع جومات په وره كې ښخ شو گ
كاكړان په افغانستان كې د ننه او بهر استوګن دي : هند، پاكستان، ايران، بنګله دېش، كندهار، پښين، مستنګ، هرات، روزګان، ارغنداب، شكارپور، هلمند، زابل، غزني، كوهدامن، معروف، كرز، پنجوايي، د كندز امام صاحب، مزار شريف، ننګرهار، لغمان، پېښور، اشنغر، ايبټ اباد، هزاره ضلعه، باجوړ، سوات، مردان او نورې سيمې يادولى شو گ
بابيان
د غرغښت بابا په اولاده كې “بابي” يو بل ټبردى چې زيات شمېر يې په كندهار او كوېټې كې مېشت او ودان دي گ دوى هم لكه د پښتنو د ځنو نورو توكمونو په څېر هندوستان ته تللي دي چې زيات وګړي يې په “ګجرات” كې استوګن دي گ نامتو خېلونه يې دادي: ياسين زي، ادريس زي، سايب زي چې دا د “كتوزي ” بابا اولاده كې راځي گ دا رنګه شېلو خېل، يخي زي او چندر زي چې د “ميرزي” نيكه اولاده ګڼل كيږي گ
پرمليان
د پرمليانو په اړه داسې روايتونه شته چې ګنې دوى د يپتليانو اولاده ده. كه چېرې داسې وي نو د لرغوني تاريخ له مخې دوى د كوشانيانو او ساكانو تربوران بللى شو او لا كله چې د ګرشاسب او غرغښت روايتونه څېړو نو سړى ويلى شي چې دا يوه لويه لرغونې قبيله ده چې ډېر پخوا په “اورګون” كې مېشت او ودان وو گ نو ځكه خو د خپلې سيمې نوم (پرمل=برمل) يې خپل كړى دى گ
د هېواد نامتو څېړونكي احمد علي كهزاد د پرمليانو لرغونى ټاټوبى اورګون په ګوته كړى دى او محمد حسن پرملي بيا پرمل د غزني يوه سيمه ګڼلې او اوسيدونكي يې پرمليان بللي دي گ په تاريخ حيات افغاني كې هم راغلي چې ډېر شمېر پرمليان په اورګون او د خروټو د سيمې په مينځنۍ برخه كې استوګن دي گ
ځنې څېړونكي بيا په دې اند دي چې د لودي حميد په مهال يو شمېر پرمليان لكه د نورو پښتنو غوندې ملتان ته كډه شوي دي نو ځكه خو له غزني نه را واخله تر ملتانه پورې ځاى ځاى دغه پرمليان مېشت شوي دي او بيا په را وروسته كلونو كې چې د لوديانو د واكمنۍ بله كړۍ پيل كيږي لودي بهلول د يوه فرمان په ترڅ كې ډېر پښتانه هند ته وروبلل او همالته ودان شول چې په دغو پښتنو قبيلو كې پرمليان هم وو گ
نو ښايي همدا لامل وي چې اوس دغه قوم د پاكستان (هغه مهال د هند لويه وچه وه) په پنجاب كې او د اټك په ګوندلو كې ودان دي.
له اورګون سربېره پرمليان په كندهار، هلمند، مزارشريف، د كندز امام صاحب، لوګر، غزني، دكابل په بېلابېلو سيمو كې اوسيږي گ د خوشحال خټك د اشعارو د قاموس له مخې دصوابۍ په ځنې سيمو كې هم پرمليان استوګن دي گ سراولف كېرو په پټانز نومي كتاب كې ويلي :”… بابر د بنګښو او بنوڅيو ځمكې ګز او پل كړې د “برمل” له لارې چې هغه “فارمل” باله بېرته راوګرزيد …” (242 مخ)
پڼي (پڼيان)
پڼيان له خپلو تربورانو كاكړو سره خوا په خوا اوسيدل نو ځكه خو د دوى اصلي ټاټوبى د ژوب كاكړستان په ګوته شوى او بيا له دې ځايه نورو ځايونو ته كډه شوي دي گ
سيال مومند پخپل كتاب “دپښتنو قبيلو شجرې ” كې دغه نوم د “پنړي” په بڼه كښلى او ويلي يي دي چې دوى د كاكړو په څېر يوه پخوانۍ قبيله ده (115مخ) خو ظفر كاكاخېل له دې سربېره وايي: “… پخوانۍ قبيله ده او جرړې يې تر ويدي زمانې رسي. د دوى ځنې خلك په افغانستان او ځنې په دكن كې هم استوګن دي گ” (پښتانه د تاريخ په رڼا كې 1329 مخ) له بېلابېلو څرګندونو څخه دې پايلې ته رسيږو چې د غرغښت (ګرشاسب) افسانه كېداى شي ژورې څېړنې په ترڅ كې رښتنې تاريخي بڼه خپله كړي ځكه هغه قومونه او خېلونه چې له دې پښته زيږيدلي دومره پخوانۍ ريښه لري چې څېړونكي يې تر ويدي سرودونو پورې رسوي گ
تاړن
د تاړن د خېل په اړه په حيات افغاني، مخزن افغاني او پښتو او پښتانه په سهيلي پښتونخوا كې كتابونو كې يادونه شوې ده او ډاګيزه شوې چې دا قبيله هم لكه د نورو ځنو قبيلو په څېر د غرغښت له پښته دي او په كاكړو ګډ شوي دي گ
كه څه هم ځنې څېړونكي په دې اند دي چې دوى په خټه بېټني پښتانه دي ولې ډېر بيا وايي چې دا يو روايت دى او اصل دوى غرغښتان دي چې په كندهار، سنځايي، رودملازي، زيارت او هرنايي كې اوسيږي خو د نورو قومونو په پرتله يې شمېر لږ دى گ
تيمني
تيمنيان د غور شاوخوا ډېر پخواني اوسيدونكي دي. څوك يې د كاكړ اولاده ګڼي گ ” پټه خزانه د شېخ بوستان بړېڅ (دبستان الاوليا) په حواله ليكي چې تيمن د غورګجران كې ژوند كاوه او وروسته د سلطان علاوالدين په زمانه كې (500-550 هـ) وفات شو او علاوه كوي چې دى كاكړ بابا وو گ دده په عين نوم يو كام وجود لري چې تيمني نوميږي او د كاكړو د ټبر يوه ريښه ده گ” (اريانا دايره المعارف پنځم ټوك 222 مخ)
دحيات افغاني ليكوال دا په دوه ځانګو ويشي قيچاق او زوري او پوهاند زيار د غور دپښتو په اړه كاږي :”… د پښتنو لومړى ټاټوبى (غور) نن سبا د نا پښتنو چارايماقو ميشتځاى ګرځېدلى دى خو له دې ناخبره چې له ايماقو (قبيلو) څخه چې اوس يې شمېر شپږ ايماقو ته رسيږي درې دايې تر اوسه ځانونه پښتانه ګڼي : زوري (سوري)، تايمني او فيروز كوهي او نور درې ايماقه تيموري، جمشيدي او هزاره تورك مغولي اّره لري چې د بادغيس او هرات خواته هم پسې خپاره شوي دي …”(زيار 140 مخ)
ګدون
په غرغښتي پښتنو كې يوه بله پښه ګدون (جدون) دى چې وړاندې نيكه يې “اشرف” نومېده گ د رواياتو له مخې يو عابد سړى وو چې بيا وروسته په “ګداى” مشهور شو. په سر كې په دوه څانګو “سالار” او “منصور” وويشل شول گ له يوې خوا پښتانه دخپل مينځي جګړو له بابته او له بلې خوا د هند ګورګانيانو (جهانګير) د تيري له بابته ځنې قومونو ډېر زيانونه وګالل چې د لازاك د بېلګې په توګه يادولى شو… په دغه لړ كې د دلازاكو په ځمكو مېشت شول چې بيا ورو رو د اباسين څنډو ته ورسيدل گ
د سالار ځانګې پورې تړلې ځنې پښې دادي: سليمانزي، اتوزي، مت خورزي او له دوى سربېره عيسى خېل، عبدالرحيم زي، محمد خېل او په پاى كې دولت خېل او “اودخېل” دي گ
دارنګه د منصور پښې پورې تړلي قومونه: متي زي، دولت زي، خورزي او له دوى را وروسته عمرزي، خليل زي او نور يادولى شو. ښاغلي طالبي پخپل كتاب (پښتنې قبيلې) كې ډاګيزه كړې چې “ګدون د اباسين په لويديز او د مها بڼ غره په برخه كې مېشت دي.” (طالبي 94 مخ) گ زما د معلوماتو له مخې چې زه پخپله دغې سيمې ته ورغلى يم يو شمېر ګدونيان په اوسني برهان او كشمير كې استوګن دي گ خو له بده مرغه چې د برهان يو شمېر پښتنو خپله ژبه پښتو هېره كړې ده او په پنجابي ګړدود غږيږي گ له دې سربېره ددې قوم په اړه پښتانه د تاريخ په رڼا كې او حيات افغاني په كتابونو كې هم يادونه شوې ده گ
خوندي
د غرښتي پښتنو يوه بله څانګه خوندي دي. شمېر يې د نورو پښتنو ټبرونو په پرتله لږ دى او لږ شمېر يې اوس هم د كندهار په شاوخوا كې استوګن دي گ
له ځنو هغو كډوالو نه چې په دې وروستيو كې كوېټې ته راغلي دي اورېدل شوي چې يو كور نيم كور د خوندي پښتنو وګړي په ژوب او رولايي كې استوګن وو گ همدارنګه د لښګرګاه په ښار كې هم ددې توكم وګړي مېشت او ودان دي گ
داوي
داوي پښتانه د غرغښتي پښتنو يوه پښه ده چې په كاكړو ګډيږي گ ځنو څېړونكو د دوى اصلي ټاټوبى كندهار ښودلى چې بيا له دې ځايه د كوېټې په لور كوچېدلي دي چې اوس د دوي ډېر شمېر په پښين كې ودان دي گ ولې د زړو روايتونو له مخې په ګوته شوې چې د دوي لومړى ټاټوبى برنى ارغنداب او اوسنى كلات دى چې بيا د دمړ ، همړ او خوندي په درې څانګو ويشل شوي دي گ طالبي د حيات افغاني له قوله كاږلي: “د داوي د قبيلې دريم ښاخ چې خوندي نوميږي د مخزن افغاني په روايت د داوي له اصلي نسب څخه نه دي … د دواني زوى داوي د خپل پلار د ژوند په وخت كې … په سفر تللى وو گ چې يوه ښكلې ښځه يې وليده زوى يې سيد حسن نومېده … ښځې د دواي په ځواب كې وويل چې له “خجنده” راغلى ده او دا هلك د “سيد زوى” دى… داوي نوموړى خپلې خور ته چې په ملتان كې اوسېده ورسوله او بيا يې له دې سره نكاح وكړه … “(حيات افغاني 242 مخ )
ساپيان
ساپيان لكه كاكړان د غرښت د پښت هغه مهمه څانګه ده چې اوږد تاريخ لري گ
كه څه هم ځنې څېړونكي دوى سړبني پښتانه بولي “دغه طايفه ځان سړبني بولي او په شپږو ګروپو وېشل شوي دي : 1- كندهاري 2- مسوود 3- ګربزو 4- وهمي 5- كاكي زايي 6- خاوي خېل گ (تاريخ سياسي افغانستان سيد مهدي فرخ 69 مخ)
نوموړي پخپل كتاب كې دا رنګه ډېرې تېر وتنې كړي دي او ځاى ځاى د تعصب ناروغۍ هم پرې دومره سيورى كړى چې اوښ يې له باره سره په بډه وهلى دى گ
ګڼ شمېر څېړونكي بيا په دې اند دي چې ساپيان په شپږو ښاخونو ويشل شوي لكه كندهاري ،مسود، ودير، ګوربز، ګاګي زي او خادي خېل چې موږ د دغو څېړونكو په لړ كې حيات خان د بېلګې په توګه يادولى شو چې پخپل كتاب حيات افغاني كې (343 مخ) په ډاګه دا خبره كړې ده.
د ساپيانو په اړه ډېرې څرګندونې شوي دي او دغه ټبر يې هم د نورو پښتنو خېلونو په څېر لكه اپريدي، يوسف زي، خټك، څاكزي او باميزايي يادكړي دي او دا خبره يې سپينه كړې چې دا يو پخوانۍ اريايي څانګه ده چې پخپل وخت كې د نورو قومونو سره يو ځاى د بهرنيو يرغل په شا تمبولى دى او په مېړانه يې له خپل ټاټوبي نه ساتنه كړې ده. د افغانستان په لرغوني تاريخ كې سكندر د پاروپاميزاد د خاواك درې له لارې كاپيسا ته ورسيد. لومړى په كاپيسا كې د نورو پښتنو په لړ كې له ساپيانو سره مخامخ شو او بيا نجراو او تګاو له لارې لغمان او له هغه ځايه كونړ ته ورسيد. ځاى ځاى د پښتنو له مقاومت سره مخامخ شو. پوهاند علامه حبيبي كاږلي: “سكندر د كونړ په سيمو كې تر باجوړ پورې د پښتنو له خورا كلك مقاومت سره مخامخ شو …” (د افغانستان لنډ تاريخ 47 مخ) ساپيان په زړو متونو كې د سوپتا، ساپين، سپينته، سابيس، اسپنتيا ، ساپيسته … په بڼه تر سترګو شوي چې معربه بڼه يې سافي او اوس د ساپي په بڼه ليكل كيږي گ دغه ټبر اوس د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې مېشت دي او له دې نه پرته ان تر پنجابه پورې خواره شوي دي. مزارشريف، د كندز پلازمېنه، امام صاحب ولسوالۍ، كاپيسا، كوه ساپي، تګاو، نجراو، سروبي، لغمان، كونړ، باجوړ، د پېښور غريب اباد، ناصرباغ، پلوڅۍ، مردان، سوات، خال خال په ننګرهار او نورو سيمو كې لږ او زيات مېشت دي.
سنټيا
سنټيا د غرغښت د ټبر هغه څانګه ده چې په كاكړو ګډيږي او ويل كيږي چې د دوى شجره له “سنټ” نيكه نه پيل كيږي گ دا د كاكړو يوه توريالۍ او ننګيالۍ څانګه ده چې تل يې له دښمنانو سره ډغرې وهلي دي گ دا ټبر په كاكړو كې د شمېر له كبله له سنځرخېلو په پرتله لږدي گ د كاكړو دغه پښه په پنځو څانګو وېشل كيږي : پانيزي، مترزي، بازيان، سارنګزى، شازى، ملازي او عيسا خېل دي چې او س د افغانستان په ځنو سيمو او كوېټه كې ودان دي
سنځرخېل
سنځر خېل د كاكړو يوه بله پښه ده چې د غرغښت ټبر پورې اړه لري گ د شمېر له كبله له بل هر خېل نه چې په كاكړو ګډيږي ډېر دي گ كلي والي روايتونو ډاګيزه كړې چې سنټيانو به تورې وهلې او سنځرخېلو به مركې او جرګې كولې: “د كاكړو نوابي او سرداري له پخوا څخه د سنځر خېلو په لاس ده. دوى د شمېر په لحاظ د كاكړو تر بل هر ټبر زيات دي ” گ (پښتو او پښتانه په سهيلي پښتونخوا كې. پروفيسر سيال كاكړ )
د سنځر خېلو شجره هم د دوى د ستر نيكه “سنځر” نه پېل كيږي نوموړى سربېره له دې چې روحاني شخص وو له مغلواكۍ سره يې هم تورې وهلي دي. د ده زيارت د كاكړستان په ژوب كې دى چې ګڼ شمېر زيارت كوونكي يې مزار ته د زيارت لپاره ورځي گ
سنځر خېل په دغو څانګو ويشل شوي دي: علي زي، عبداله زي، اتمانخېل، تيمني، حرمزي، كب زي، برت خېل، سنخېل، پڼيزون، نيستي، كدنيري، دومړان، عرب خېل او نور.
لودين
د غرغښت د ټبر يوه پښه لودين ده گ دوى هم لكه د نورو ټبرونو په څېر د لوى كندهار په شاوخوا كې ودان وو خو اوس ډېر لږ شمېر هلته استوګن دي گ كوم شمېر چې له كندهار نه كوچېدلي له هغو څخه اوس يوه ډله د كوېټې په شاوخوا كې مېشت دي گ خال خال په غزني، ميدان، لوګر، كابل او د پروان په ولايت كې اوسيږي خو ډېر شمېر د هېواد په ختيزو سيمو په تېره ننګرهار كې ودان دي گ لږو ډير په لغمان كي هم اوسيږي خو د ننګرهار په كامه، خېوه، چپليار او نورو سيمو كې د نورو سيمو په پرتله ډېر دي گ
مشواڼي
مشواڼي لكه د كاكړو غوندې د غرغښت د ټبر هغه لويه پښه ده چې د هېواد په ځنو سيمو كې ودان دي گ د غرغښتانو دغه څانګه لږو ډېر په كابل كې اوسيږي او له دې سربېره د كندز په امام صاحب او قلعه زال كې او خال خال په مزار شريف كې استوګن دي گ ولې ډېر شمېر يې د كونړ په اسمار كې اوسيږي او له دې پرته په دم كلي، دانګام، ناړى او يو نيم كور په ايساره مروره كې تر چناره پورې تيت او پرك استوګن دي گ
له دې سربېره د پروان په ولايت كې هم په لويه كچه دغه توكم ودان دى. په تېره په كره باغ، شكردره، انار دره او د كوهدامن په نورو سيمو كې خو له بده مرغه ځنو يې خپله ژبه هېره كړې ده گ
“د دوى څلورسوه كورنۍ د كوهدامن په سيمه كې چې د كابل نه ښايي پنځه وېشت ميله شمال ته پروت وي اوسيږي چې ځنې يې په كرهڼه او يو شمېر يې په سوداګرۍ چې د اوښانو په وسيله له يوځايه بل ځاى ته شيان وړي او راوړي …” (حيات افغاني 632 مخ )
مشواڼيان لږو زيات د كندهار او قلات په ښارونو كې هم استوګن دي او ويل كيږي چې دوي د سوداګرۍ په چارو كې دومره بوخت وو چې په ژمي كې به هند ته تلل او په اوړي كې به چې ځنې مالونه به يې هم په اوښانو بار كړي وو جوپې جوپې بېرته د هېواد غېږې ته را ستنېدل نو ځكه خو اوس د هند په شمال كې يو شمېر هلته مېشت دي گ خو دوي هم خپله ژبه هېره كړې ده گ مشواڼي د كونړ په سيمو كې له سالارزيو او ماموندو سره ځاى ځاى ګاونډيان دي. يو كور نيم كور يې له ساپيانو سره هم اوسيږي. ځنې كورنۍ يې بزګري كوي او يو شمېر يې لكه ګوجرو غوندې په بانډو كې استوګن دي او د څارويو په تېره د اوزو پالنه او څارنه كوي گ
مندوخېل
د غرغښت يوه بله ستره پښه مندوخېل دي گ دوى هم لكه د كاكړو په څېر په ډېر شمېر كې د كوېټې په ښار او له دې سربېره په نورو سيمو كې مېشت او ودان دي گ
“مندوخېل د ژوب د وادي په دواړو غاړو مېشته دي د ژوب سيند د هندو- باغ له غره نه پيل او شمال ختيځ خواته غوځېدلي دي او د سرماغي ترڅنګ د ګومل سره يو ځاى او جنوب خواته يې مخه كړې ده گ”(پښتنې قبيلې طالبي 251مخ)
مندوخېل چې يو شمېر يې د كوېټې د ښار په شاوخوا كې ودان دي د سوداګرۍ او دوكاندارۍ په چارو بوخت دي خو هغه شمېر يې چې په كلو او بانډو كې اوسيږي په تېره هغه وګړي چې د ژوب په سيمه كې استوګن دي ډېر شمېر يې په كروندو كې كار كوي او اوس يو شمېر د باغ داري په چارو بوخت دي. دا ځكه چې د ژوب هغه ځمكه چې د ويالو په اوبو خړوبه كيږي ودانې ځمكې دي او كومې چې پريمانه اوبه نه لري اوس د ژورو څاګانو له خوا يې ځنې دښتې ابادې شوې دي گ كوم خلك چې نه دوكانداري او نه كرهڼه كوي په مالداري بوخت دي او دغه پوونده وګړي څاروي روزي په تېره مېږې او پسونه لكه چې په حيات افغاني كې لولو :” …دوى د كرهڼې او مالداري په چارو بوخت دي گ”(حيات افغاني 243 مخ)
موساخېل
موساخېل هم غرغښتي پښتانه دي چې په كاكړو ګډيږي گ موساخېل په هېواد كې دننه او بهر خال خال په ځنو ځايونو كې استوګن دي خو ډېر شمېر په كندهار كې ودان دي گ ښايي د دوى لومړى ټاټوبى هم همدغه پراخه سيمه وي ځكه چې له كندهاره سربېره په غزني، سيوي او زابل كې هم د موسا خېلو د ټبر يو شمېر وګړي استوګن دي گ
ناغر
د غرغښتي پښتنو يوه بله پښه ناغر دي گ حيات افغاني كې راغلي: “دا يوه مشهوره قبيله نه ده او كوم ناغر چې اوس شته هغه هم له كاكړو سره ګډ شوي دي گ” (حيات افغاني 370 مخ ) گ ولې تاريخپوه ظفركاكاخېل هم په لږ توپير په دې اند دى چې :” ناغر يوه وړه قبيله ده چې اوس په كيتهرانو ورګډه ده.” (پښتانه د تاريخ په رڼا كې 1329 مخ)
د”داني” زوى ناغر لومړى په دوه څانګو او بيا له دوى وروسته په څو وړو وړو خېلونو بېليږي چې د ځنو نومونه يې دا دي: چندرو، سيليتي، ښادو، تيرو، خلدو او نور يادولاى شو گ
بابي
بابيان غرغښتي پښتانه دي گ د حيات افغاني په قول بابي پخپلو زامنو د جبرايْل، ميكايْل، عزرايل او اسرافيل (حيات افغاني 339 مخ ) نومونه ايښي وو گ دغه ټبر په كندهار، كوټه، زابل او يوشمېر يې په هند كې استوګن دي گ د بابي له څلورو اولادونو نه په لسګونو خېلونه را وتلي دي گ
كسايي
كسايان په لويه پښه كې په كاكړو ګډيږي. په بلوچستان كې د شال دره له كندهار نه وروسته د كسايانو دويم ټاټوبى دى او دا هغه سيمه ده چې احمدشاه بابا د بلوڅو مشر نصيرخان ته وركړې وه.